منځپانگې ته ورتلل

ګوګلېمو مارکوني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګوګلېمو مارکوني
Guglielmo Marconi  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوګلېمو مارکوني
ګوګلېمو مارکوني

د شخص مالومات
زېږون نوم
Guglielmo Giovanni Maria Marconi[۱]  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۲۵ اپريل ۱۸۷۴[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
مړینه 20 جولای 1937 (63 کاله)[۵][۶][۸][۹][۱۵][۱۰][۱۱][۱۳][۱۴]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
روم [۱۶][۷][۱۷]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د اېټاليا سلطنت [۷]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فزيک پوه [۱۸][۷][۱۴]،  سياستوال [۷]،  سوداگر ،  پنځگر [۱۴]،  ساينسپوه [۱۴]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه اېټاليايي ژبه [۲][۷]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه برېښنايي انجنيري   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه [۱۹]  ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
ګوګلېمو مارکوني
ګوګلېمو مارکوني

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

ګوګلېلمو ګېوواني ماريا مارکوني، د مارکوني لومړی مارکيز [اشرافي وړ نوم] (زوکړه: ۱۸۷۴ د اپرېل ۲۵، مړينه: ۱۹۳۷ د جولای ۲۰) يو ايټالوي مخترع او برېښنايي انجنير و، چې د راډيوي څپې پر بنسټ د عملي بې سيم ټلګراف سيستم د جوړولو له امله پېژندل کېږي. دا د دې لامل شول، چې مارکوني ته د راډيو د لومړني رامنځته کونکي يا مخترع امتياز ورپه برخه شي او نوموړي د کارل فيرديناند براون سره په ګډه د بېسيم ټلګراف د ودې برخه کې د خپلو ونډو له امله، د فزيک برخه کې د ۱۹۰۹ز کال د نوبل جايزه تر لاسه کړه. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

مارکوني يو تشبث کونکی، سوداګر او په ۱۸۹۷ز کال انګليستان کې د بېسيم ټلګراف او اشارې شرکت “The Wireless Telegraph & Signal Company” بنسټګر هم و، چې د شرکت نوم وروسته په مارکوني شرکت “Marconi Company” بدل شو. په ۱۹۲۹ز کال کې مارکوني ته د ايټاليې د پاچا درېيم وېکتور ايمانويل له لورې د مارکيز اشرافي درجه ورکړل شوه او په ۱۹۳۱ زکال کې يې د يوولسم پاپ پايس “Pope Pius XI” لپاره د واتيکان راډيو “Vatican Radio” جوړه کړه.

ژوند ليک                                                 

[سمول]

لومړي کالونه

[سمول]

مارکوني د ۱۸۷۴ز کال د اپرېل په ۲۵ د بولوګنا په پالازو ماريسکالچي په ايټالوي اشرافيت کې د ګوګلېلمو ګېوواني ماريا مارکوني په نوم وزېږېد، چې د ګيوسيپ مارکوني او د هغه د ايرلېنډۍ مېرمنې ان جېمسن دويم زوی و. پلار يې د پوريټا ټيرمي سيمې يو ايټالوي اشرافي ځمکوال و او مور يې د ايرلېنډ په وېکسفورډ سيممه کې د ډافني کلا “Daphne Castle” سيمې د اندريو جېمسن لور او د “Jameson & Sons” په نوم د وېسکي الکولي څښاک د تقطير کونکي ماشين د بنسټګر جان جېمسن لمسۍ وه. مارکوني د الفونسو په نوم يو ورور او د ليوګي په نوم يو مېرنی ورور هم درلود. د دوه کلنۍ او شپږ کلنۍ تر منځ، نوموړي او مشر ورور يې الفونسو، له خپلې مور سره په بيډفورډ انګرېزي ښارګوټي کې ژوند وکړ. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

زده کړې

[سمول]

مارکوني د يو کوچني په توګه ښوونځي کې ګډون ونه کړ او رسمي لوړو زده ته هم نه دی تللی. د دې پر ځای، نوموړي په کور کې له هغو خصوصي روزونکو څخه، چې د مور او پلار له لورې يې ګومارل شوي وو؛ کيميا، رياضيات او فزيک زده کړل. کورنۍ يې ورته په ژمي کې هغه مهال نور روزونکي هم وګومارل، چې د يو څه نرم اقليم لپاره يې پلان درلود، بولګونا پرېږدي او توسکاني يا فلورنس ته لاړ شي. مارکوني يادونه وکړه، چې يو مهم سلا ورکونکی پروفيسور وېسينزو روزا و، چې لېورنو “Livorno” سيمه کې د عالي ښوونځي د فزيک استاد و. روزا ۱۷ کلن مارکوني ته د فزيکي ښکارندو بنسټونه او همدا راز د برېښنا په اړه نوې نظريې وروښودلې. د ۱۸ کلنۍ په عمر او کله چې بېرته بولوګنا ته راغلل، مارکوني د بولوګنا پوهنتون “University of Bologna” له فزيکپوه اګسټو رېګي “Augusto Righi” سره اشنا شو، چې د هينريچ هرتز د کار په اړه يې څېړنه تر سره کړې وه. رېګي مارکوني ته اجازه ورکړه، چې پوهنتون کې ويناوو کې ګډون وکړي او د پوهنتون له لابراتوار او کتابتون څخه ګټه پورته کړي. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د راډيو اړوند کار

[سمول]

مارکوني له ځوانۍ څخه د ساينس او برېښنا برخو سره لېوالتيا درلوده. نوموړي د ۱۸۹۰ز لسيزې په لومړيو کې د بېسيم ټلګراف (د برېښنايي ټلګراف خلاف، د سيمونو له تړلتيا پرته د ټلګراف پيغامونو لېږد) نظريې په اړه کار پيل کړ. دا يوه نوې نظريه نه وه؛ ګڼو پلټونکو او مخترعينو له ۵۰ کالونو راهيسې او ان د برېښنايي هادي، الکترو مقناطيسي انډکشن او د رڼا اشارې په کارونې سره يې د بېسيم ټلګراف ټيکنالوژۍ سپړلې او ان دا ډول سيستمونه يې رغول، مګر هيڅ يو يې په تخنيکي او سوداګريز ډول بريالی نه و ثابت شوی. په دې برخه کې د هينريچ هرتز له لورې يو نوی پرمختګ رامنځته شو، چې په ۱۸۸۸ زکال کې يې په ډاګه کړه، چې يو څوک کولی شي د جېمز کلرک ماکسوېل د کار پر بنسټ، الکترومقناطيسي وړانګه توليد او ومومي. په هغه وخت کې دا وړانګې په عمومي ډول د هرتز د څپو په نوم يادېدلې او اوس ورته په عمومي دول راډيوي څپې وايي. [۳۹]

د فزيک ټولنه کې د راډيوي څپو په اړه ډېره لېوالتيا وه، مګر دا لېواتيا يوازې د هغې د پوهنيزې ښکارندې په برخه کې وه، نه د اړيکو د يوې لارې چارې په توګه د هغه د ځواک برخه کې. فزيکوپوهانو په عمومي ډول راډيوي څپې د رڼا د يوې نه لېدونکې بڼې په توګه ګڼلې، چې يوازې د ليدلارې په اوږدو کې يې تګ کولی شو او د څپې لړۍ يې د ليدلو وړ شته اشارې په څېر د بصري څنډې تر بريده ګڼله. په ۱۸۹۴زکال کې د هرتز مړينې د برتانوي فزیکپوه اوليور لوج “Oliver Lodge” له لورې د راډيوي څپو د لېږد او موندنې په اړه د څرګندونې او د اګسټو رېګي له لورې د هرتز د کار په کاړه د يوې مقالې په ګډون، د نوموړي د لومړنيو موندنو خپرې شوې کتنې وړاندې کړې. د رېګي مقالې د راډيوي څپو پر بنسټ د بېسيم ټلګراف سيستم په جوړولو کې د مارکوني لېوالتيا له سره تازه کړه، چې همدا لکيره د پلټنې هغه کرښه ده، چې مارکوني يادونه وکړه، چې نور اختراع کونکي داسې نه برېښېدل، چې هغه څارلی وی. [۴۰][۴۱][۴۲]

مارکوني د ۲۰ کلنۍ په عمر

[سمول]

مارکوني د ۲۰ کلنۍ په عمر د راډيوي څپو برخه کې د ازمايښتونو تر سره کول پيل کړل او د خپل کور زياتره توکي يې د خپل چوپړي مېګناني په مرسته، د کور بامبوټۍ کې ورغول، چې [کور يې] د ايټاليا په پونتيچيو کې د وېلا ګرېفوني سيمه کې و، چې اوس د ساسو مارکوني يوه اداري څېرمه يا فرعي څانګه ده. د مارکوني کار د هرتز د اصلي ازمايښتونو پر بنسټ و او د رېګي په وړاندیز سره يې له يو کوهيرر [سره نښلونکې وسيلې] څخه کار اخېستل پيل کړل، چې د فرانسوي فزيکپوه ايډوارډ برانلي د ۱۸۹۰ز کال د موندنو پر بنست يوه لومړنۍ موندونکې او د لوج ازمايښتونو کې کارېدلې وسيله وه، چې د راډيوي څپو پر وړاندې د راتللو پر مهال يې خپل مقاومت بدل کړ. د ۱۸۹۴ زکال اوړي کې، نوموړي يو پياوړی د خطر زنګ جوړ کړ، چې له يوې بټرۍ، نښلونکې وسيلې يا کوهيرر او برېښنايي زنګ څخه جوړ شوی و او هغه مهال له کاره ولوېده، چې د رڼا په واسطه توليد شوې راډيوي څپې يې [فضا ته] پورته کړې. [۴۳]

د ۱۸۹۴ زکال ډسمبر کې يوه شپه ناوخته، مارکوني خپلې مور ته د راډيوي څپو لېږدونکې اله (راډيو ټرانسمېټر) او د لېږدول شويو څپو بېرته رانيونکې اله (ريسيور) وښود او دا يو داسې ترتيب و، چې د خونې په بله څنډه کې يې پر اوږدې څوکۍ باندې د ټلګرافي تکمې په کېکاږلو سره د زنګ غږ توليد کړ. نوموړي د خپل پلار په ملاتړ د ادبياتو لوستلو ته دوام ورکړ او د هغو فزیکپوهانو نظرونه يې غوره کړل، چې د راډيوي څپو په کارولو سره يې ازمايښتونه تر سره کول. هغه د لېږد وړ لېږدونکو او تر لاسه کونکو سيستمونو په څېر وسيلې جوړې کړې، چې له لرې واټن څخه يې کار کولی شو او په اړين ډول لابراتواري ازمايښت يې د اړيکو په ګټور سيستم باندې بدل کړ. مارکوني يو وظيفوي يا فعال سيستم رامنځته کړ، چې ګڼې برخې يې درلودې: [۴۴][۴۵][۴۶]

  • يو څه ساده ښورونکې يا ټکان توليدونکی راډيوي ټرانسمېټر؛
  • د سيم يا فلزي پاڼې د ظرفيت سيمه، چې له ځمکې څخه لوړه ځړول شوې وي؛
  • د سره نښلونکې يا کوهيرر وسيلې تر لاسه کوونکې اله، چې د ايډوارډ برېنلي د اصلي وسيلې يو سمون و او يوازې د حساسيت او باوريتوب زياتولو په موخه په کې ښه والی او بدلون رامنځته شوی و؛
  • د ټلګراف کليد، چې د لنډ او اوږدو نبضونو د لېږدولو په موخه ټرانسمېټر په فعالیت راولي او د مورسي کود “Morse code” ټکو او دشونه (-) سره سمون لري؛ او
  • د ټلګراف ثبت کونکې اله، چې د هغه کوهيرر په واسطه فعاله شوې وي، چې د مورس کود تر لاسه شوي ټکي او دشونه د کاغذي پټۍ په يوه لوله کې ثبتوي.

مارکوني د ۱۸۹۵ زکال اوړي کې بولوګنا کې د خپل پلار ملکيت کې، خپل ازمايښتونه له کوره د باندې راوويستل. نوموړي له بېلابېل ډول او جوړښت انتن څخه کار واخېست، مګر ان له پرمختګونو سره سره يې وکولی شول، يوازې د يو نيم ميل په واټن يوه اشاره ولېږدوي، چې ياده کچه اوليور لوج په ۱۸۹۴ زکال کې د راډيوي څپو د لېږد د زيات نه زيات واټن په توګه اټکل کړی و. [۴۷]

سرچينې

[سمول]
  1. https://www.biography.com/people/guglielmo-marconi-9398611
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12424051d — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
  3. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Guglielmo-Marconi — سکالو پېژند: Guglielmo Marconi — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6hd7smv — سکالو پېژند: Guglielmo Marconi — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8456 — سکالو پېژند: Guglielmo Marconi — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/9982 — سکالو پېژند: Guglielmo Marconi — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ ۷٫۴ Guglielmo Marconi Biography — خپرېدونېټه: ۹ جنوري ۲۰۱۹ — خپروونکی: A+E Global Media — خپور کړی: Biography.com — خپرولونېټه: ۲ اپريل ۲۰۱۴
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/marconi-guglielmo — سکالو پېژند: Guglielmo Marconi — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0008634 — خپرېدونېټه: ۲۳ نومبر ۲۰۱۹
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=guglielmo;n=marconi — سکالو پېژند: Guglielmo Marconi
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/guglielmo-marconi — سکالو پېژند: Guglielmo Marconi — خپرېدونېټه: ۱ ډېسمبر ۲۰۲۰
  12. سکالو پېژند: Guglielmo Marconi — Dictionary of Irish Biography ID: https://doi.org/10.3318/dib.005445.v1 — ليکوال: various authors — سرليک: Dictionary of Irish Biography — خپروونکی: Royal Irish Academy
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=38817 — سکالو پېژند: Guglielmo Marconi — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1890/ — خپرېدونېټه: ۱۳ فېبروري ۲۰۲۱
  15. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p48399.htm#i483987 — سکالو پېژند: Senatore Guglielmo Marconi — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
  16. سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Маркони Гульельмо — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
  17. Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/guglielmo-marconi — خپرېدونېټه: ۱ ډېسمبر ۲۰۲۰
  18. پیوستون : 118781812  — خپرېدونېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  19. https://www.biography.com/people/guglielmo-marconi-9398611 — خپرېدونېټه: ۲۹ اگست ۲۰۱۸
  20. "Guglielmo Marconi | Italian physicist".
  21. "This week in tech". The Telegraph. 28 April 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 January 2022.
  22. "Guglielmo Marconi".
  23. Gavin Weightman, The Industrial Revolutionaries: The Making of the Modern World 1776–1914, Grove/Atlantic, Inc. – 2010, page 357
  24. Bondyopadhyay, Prebir K. (1995). "Guglielmo Marconi – The father of long distance radio communication – An engineer's tribute". 25th European Microwave Conference, 1995. p. 879. doi:10.1109/EUMA.1995.337090. S2CID 6928472.
  25. Hong, p. 1
  26. "Guglielmo Marconi: The Nobel Prize in Physics 1909". nobelprize.org
  27. Bondyopadhyay, P.K. (1998). "Sir J.C. Bose diode detector received Marconi's first transatlantic wireless signal of December 1901 (the 'Italian Navy Coherer' Scandal Revisited)". Proceedings of the IEEE. 86: 259. doi:10.1109/5.658778.
  28. Roy, Amit (8 December 2008). "Cambridge 'pioneer' honour for Bose". The Telegraph. Kolkota. ترلاسه‌کېدو نېټه 10 June 2010.
  29. Atti della Accademia di scienze, lettere e arti di Palermo: Scienze, Presso l'accademia, 1974, p. 11.
  30. Sexton, Michael (2005) Marconi: the Irish connection. Four Courts Press.
  31. Raboy, Marc (2016). Marconi: The Man Who Networked the World. New York: Oxford University Press. p. 19. ISBN 9780199313587 – via Google Books.
  32. Alfonso, not Guglielmo, was a pupil at Bedford School: 'It is not generally known that the Marconi family at one time lived in Bedford, in the house on Bromham Road on the western corner of Ashburnham Road, and that the elder brother of the renowned Marchese Marconi attended this School for four years.' The Ousel, June 1936, p. 78. From Alfonso's obituary.
  33. Bedfordshire Times. 23 July 1937, p. 9 (Marconi's obituary)
  34. "Guglielmo Marconi". Encyclopædia Britannica. (1993). 
  35. "The Marconi Society, book synopsis – Marc Raboy, The Discovery that Continues to Change the World". خوندي شوی له the original on 3 October 2019. ترلاسه‌کېدو نېټه 13 September 2018.
  36. Dunlap, Orrin Elmer, Marconi, the man and his wireless, Macmillan – 1937, page 10
  37. "Vincenzo Rosa". www.fgm.it.
  38. Guglielmo Marconi (Fabrizio Bònoli, Giorgio Dragoni). Scienzagiovane.unibo.it. Retrieved on 10 June 2016.
  39. "22. Word Origins". earlyradiohistory.us.
  40. Icons of Invention: The Makers of the Modern World from Gutenberg to Gates. ABC-CLIO. 2009. p. 162. ISBN 978-0-313-34743-6.
  41. Hong, p. 19
  42. Regal, Brian (2005) Radio: The Life Story of a Technology. Greenwood Publishing Group. p. 22. ISBN 0313331677
  43. Brown, Antony. Great Ideas in Communications. D. White Co., 1969, page 141
  44. Guglielmo Marconi, padre della radio Archived 2013-06-02 at the Wayback Machine.. Radiomarconi.com. Retrieved on 12 July 2012.
  45. Hong, p. 22
  46. Marconi delineated his 1895 apparatus in his Nobel Award speech. See: Marconi, "Wireless Telegraphic Communication: Nobel Lecture, 11 December 1909." Nobel Lectures. Physics 1901–1921. Amsterdam: Elsevier Publishing Company, 1967: 196–222. p. 198.
  47. Hong, p. 6