ګولډا مېیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګولډا مېیر (کورنۍ نوم یې مابوويچ؛ زوکړه د ۱۸۹۸ کال د مې میاشتې ۳مه – مړينه د ۱۹۷۸ کال د ډېسمبر ۸مه) یوه اسرائیلۍ سیاستواله وه چې له ۱۹۶۹ څخه ۱۹۷۴ کال پورې يې د اسرائیلو د لومړۍ وزیرې په توګه خدمت وکړ. هغه د اسرائیلو په دولت کې لومړنۍ او یوازینۍ ښځينه دولتي مشره وه، په منځني ختيځ کې لومړنۍ ښځينه د دولت رئيسه او په نړۍ کې څلورمه منتخبه ښځينه د دولت رئیسه وه.  [۱]

مېیر د روسیې سترواکۍ په کییف کې له یهودي مور او پلار څخه نړۍ ته راغله، په ماشومتوب کې په ۱۹۰۶ کال کې له خپلې کورنۍ سره متحده ایالاتو ته مهاجره شوه. هغه د متحده ایالاتو له میلواکي ښوونځي څخه فارغه شوه او د ښوونکې په توګه يې دنده پيدا کړه. کله چې په میلواکي کې وه د کاریګرانو صهیونیستي غورځنګ ته يې مخه کړه. مېیر او خاوند یې په ۱۹۲۱ کال کې فلسطین ته اجباري مهاجرت وکړ او په مرهاویا کې مېشت شول او وروسته په هیستدروت کې د کیبوتز استازې شوه. هغې په ۱۹۳۴ کال کې د کاریګرانو د ټولنې اجرایي کمېټې ته ارتقاع وکړه. مېیر د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې او ورپسې د يهودانو په اژانس کې په څو کلیدي بستونو کې کار وکړ. هغې په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیلو د خپلواکۍ اعلامیه لاسلیک کړه. مېیر په ۱۹۴۹ کال کې د کنست (په عبري ژبه د اسرائیلو د پارلمان نوم، ژباړن) غړیتوب ته وټاکل شوه او تر هغه چې په  ۱۹۵۶ کال د لومړي وزیر ډيوېډ بن ګوریون له خوا د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه وټاکل شوه، د کار د وزیرې په توګه خدمت وکړ. هغه په ۱۹۶۶ کال کې د ناروغۍ له امله له وزارت څخه تقاعد شوه.

مېیر په ۱۹۶۹ کال کې د لوی اېشکول تر مړینې وروسته د لومړي وزیرتوب بست خپل کړ. هغې د خپلې تصدۍ په لومړيو کې له لویدیځو مشرانو سره څو دیپلوماتیکې لیدنې لرلې تر څو په سیمه کې د سولې په اړه خپل لیدلوری دود کړي. په ۱۹۷۳ کال کې د یوم کیپور نښتې اسرائیل حیران کړل او پوځ ته یې لومړني شدید زیانونه واړول. عمومي غوسې د مېیر شهرت زیانمن کړ او د ناکامیو په اړه د څېړنې لامل شو. د هغې د همغږۍ ایتلاف په ورپسې مقننه ټاکنو کې له اکثریت څخه بې‌ برخې شو. په ورپسې کال کې هغې استعفا ورکړه او اسحاق رابین د هغې د ځای ناستي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. مېیر په ۱۹۷۸ کال کې د لنفوم/لیمفوما له امله ومړه او د هرتزل په غره کې خاورو ته وسپارل شوه.  

مېیر اسرائیلو کې یوه لانجمنه څېره ده چې د دغه هېواد د بنسټ اېښودونکې او د اسرائیلو په سیاست کې د  یوې «اوسپنزې مېرمنې» (فولادي عظم لرونکې) په توګه یاده شوې ده، خو همدارنګه د ۱۹۷۳ کال د جګړې په بهیر کې د هېواد د حیرانۍ له امله رټل شوې هم ده. پر دې سربېره د فلسطینیانو په اړه د هغې له سپکاوي سره مل څرګندونو له امله هم له پراخو نیوکو سره مخ شوې. ډېری تاریخ پوهان په دې باور دی چې مېیر د لومړۍ وزیرې په پرتله د کار او کور جوړونې د وزیرې په توګه بریالۍ وه. [۲][۳]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ګولډا مابوویچ د روسیې سترواکۍ (اوسنی اوکراین) د کییف په سوداګریز ښار کې په یوه یهودي اوکرایني کورنۍ کې د ۱۸۹۸ کال د مې میاشتې په ۳مه له بلوم نیدیچ (مړینه ۱۹۵۱ کال) او ترکاڼ/نجار موشه مابوویچ (مړینه ۱۹۴۴) څخه نړۍ ته راغله. مېیر په‌خپل ژوندلیک کې لیکلي چې د ژوند لومړنۍ خاطرې یې د پلار په اوږو له کېناستلو سره د یو نږدې پېښېدونکي پوګرم /د یهودو تالان اړوند شایعاتو سره تړلې دي. هغې د شینا (زوکړه ۱۸۸۹) او تزیپکه (زوکړه ۱۹۰۲) په نوم دوه خویندې او همدارنګه پنځه نور خویندې وروڼه لرل چې په ماشومتوب کې مړه شوي وو.  [۴][۵]

د مېیر پلار موشه په ۱۹۰۳ کال کې د کار موندلو لپاره هېواد د نیویارک په تکل پرېښود. د هغه د نه موجودیت په حالت کې د کورنۍ نور غړي پینسک (اوسني بېلاروس) ته کډه شول ترڅو د هغې د مور له کورنۍ سره یوځای شي. موشه په ۱۹۰۵ کال کې د لوړ امتیاز لرونکي کار په لټه د ویسکانسین میلواکي ته ولاړ او هلته يې د اوسپنې پټلۍ د سیمه‌ییز رېل په کارخونه کې دنده واخیسته. په ورپسې کال هغه په کافي اندازه پیسې سپما کړې وې تر څو خپله کورنۍ متحده ایالاتو ته راوستی شي. ګولډا له مور او خویندو وروڼه سره په کبک کې ناسته وکړه او د ریل په‌واسطه يې میلواکي ته سفر وکړ.  [۶][۷]

د مېیر مور د میلواکي په شمال کې د خوراکي توکو یو پلورنځۍ درلود. په ۸ کلنۍ کې کله چې به یې مور د پلورنځي لپاره په سودا اخیستلو پسې تلله غالباً مېیر د پلورنځي مسولیت اخیست. هغه له ۱۹۰۶ کال څخه تر ۱۹۱۲ کال پورې د څلورم سړک په صنفي ښوونځي کې (اوسنی د ګولډا مېیر ښوونځی) زده‌کړې وکړې. هغه او د هغې نږدې ملګرې رجینا همبرګر د مشرۍ په لومړیو کې د امریکا د ځوانو خویندو ټولنه سازمان کړه، دا په ۱۹۰۸ کال کې د خپلو ټولګیوالو د کتابونو د لګښت د ورکولو لپاره د مالي مرستو د راټولو یو کمپاین و. د دغه سازمان د فعالیتونو د یوې برخې په توګه هغه یو سالون کرایه کړ او د دغې پېښې لپاره یې یوه عمومي غونډه مهال‌بندي کړه. د مور په پلورنځي کې يې د کار له پرلپسې ځنډ سره سره هغه د خپل ټولګي په کچه په اوله درجه فارغه شوه. [۸]

هغه په ۱۹۱۲ کال کې نارټ ډېوېژن (شمالي وېش) په عالي لیسه کې نیمه وخت دنده پيل کړه. د هغه کارګومارونکي د شوستر لوی پلورنځي او د میلواکي عامه کتابتون و. د هغې مور غوښتل چې ګولډا ښوونځی پرېږدي او واده وکړي خو هغې ونه منله.   [۹][۱۰]

د ۱۹۱۳ کال د فبرورۍ په ۱۷مه مېیر په ریل کې سفر وکړ تر څو له خپلې واده شوې خور شینا کورنګولډ سره د کلورېډا په ډېنور کې ژوند وکړي، مېیر هلته د شمال ښوونځي ته لاړه. کورنګولډیانو په‌خپل کور کې د روښانفکرۍ ماښامونه جوړ کړل، چې مېیر په کې د صهیونیزم، ادبیاتو، د ښځو د رایې حق او کاریګري ټولنو اړوند بحثونو سره مخ شوه. هغې په‌خپل ژوندلیک لیکلي: «تر یو حده زما راتلونکو باورونو په ډېنور کې له هغو ... شپو څخه چې له خبرو ډکې وې جوړ او ترلاسه شول، چې په دې برخه کې د پام وړ رول درلود»[۱۱][۱۲]

شاوخوا په ۱۹۱۳ کال کې هغې له خپل راتلونکې خاوند د لوحو نقاش او سوسیالیست موریس میرسون سره لیدل پيل کړل. [۱۳][۱۴]

میلواکي ته راستنېدل، صهیونیستي فعالیتونه او تدریس[سمول]

ګولډا په ۱۹۱۴ کال کې له خپلې خور سره تر اختلاف وروسته د شمال ښوونځی پرېښود او د خپلې خور له کور څخه يې کډه وکړه او کار یې پیدا کړ. له خپل مور او پلار سره تر پخلاینې وروسته هغه میلواکي ته راستنه شوه او د شمالي وېش په عالي لېسه کې يې خپلې زده‌کړې له سره پيل کړې او په ۱۹۱۵ کال کې فارغه شوه. کله چې هغه هلته وه، هغه د ځوانو صهیوني کاریګرانو د ټولنې (Poale Zion) یوه فعاله غړې شوه. هغې په عامه غونډو کې ویناوالي وکړه او سوسیالیستي صهیونیزم يې ومانه.  [۱۵][۱۶]

هغې په ۱۹۱۶ کال کې او په احتمالي توګه د ۱۹۱۷ کال په یوه برخه کې د میلواکي ایالت د عادي ښوونځي د ښوونکو په کالج (اوس مهال د مېلواکي- د ویسکانسین پوهنتون) کې برخه واخیسته. هلته هغې تر ډېره کاریګري صهیونیزم ومانه.

ګولډا د ۱۹۱۷ کال د جولای په ۹مه د خپل پلار په څېر د متحده ایالتو تابیعت ترلاسه کړ، هغه مهال د تابیعت لرونکو ښاریانو بچیانو تر ۲۱ کلنۍ پورې د کورنۍ پر اساس تابیعت ترلاسه کاوه. [۱۷]

د ۱۹۱۷ کال د ډېسمبر په ۲۴مه مېیر له مېرسون سره واده وکړ. که څه هم تر واده مخکې د مېیر شرط په فلسطین کې ژوند کول و. هغې هوډ درلود چې یوه الیه (اسرائیلو ته مهاجرت) ترسره کړي، خو د هغې پلان لومړۍ نړیوالې جګړې ته د متحده ایالاتو دننه کېدو له امله د ټولو ترانس اتلانتیک مسافري خدمتونو له لغوه کولو سره شنډ شو. هغې وروسته خپله انرژي د صهیون کاریګري ټولنې/ Poale Zion ته وقف کړه. د هغوی تر واده څه موده وروسته هغې د صهیون لپاره د پیسو راټولولو یو کمپاین پيل کړ چې په ټول متحده ایالاتو کې یې یاد کمپاین ته پراختیا ورکړه.  [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Kort, Michael (2002). The Handbook of the Middle East. Lerner Publishing Group. د کتاب پاڼې 76. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781315170688. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Meron Medzini, "Golda Meir–A Forty Year Perspective." Israel Studies 23.1 (2018): 73-85. online
  3. "'Golda' biopic aims to counter notion that PM was chiefly to blame for Yom Kippur War". The Times of Israel. 26 August 2023. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Golda Meir becomes Israeli Prime Minister | History Today". www.historytoday.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په February 21, 2021 باندې). "Мати Ізраїлю" з Києва: 120 років від дня народження Ґолди Меїр.
  6. "Golda Meir's American Roots". American Jewish Historical Society. Archived from the original on April 26, 2011. د لاسرسي‌نېټه June 27, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  7. Chronology of Golda Meir
  8. Chronology of Golda Meir
  9. (په November 27, 2017 باندې). Author recounts Golda Meir's career as a leader, which began as a schoolgirl in Milwaukee. Milwaukee Journal Sentinel.
  10. "Goldie Mabowehz (Golda Meir), from the Milwaukee Public Library to Prime Minister of Israel". Milwaukee Public Library. March 15, 2017. د لاسرسي‌نېټه November 27, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Chronology of Golda Meir
  12. "North Denver's Most Famous Former Resident? – The Denver North Star" (په انګلیسي ژبه کي). April 25, 2022. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Golda Meir: An Outline Of A Life Metropolitan State College of Denver, mscd.edu; accessed November 22, 2015.
  14. "Golda Meir (1898–1978)" (په انګلیسي ژبه کي). University of Wisconsin-Milwaukee. د لاسرسي‌نېټه December 8, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Golda Meir". Jewish Virtual Library (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه December 8, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Chronology of Golda Meir
  17. Chronology of Golda Meir
  18. Mother of a nation, but not much of a mother[مړه لينکونه] Haaretz, July 7, 2008
  19. (په 7 October 2015 باندې). Golda Meir: 10 Facts. Legacy.com.
  20. Mother of a nation, but not much of a mother[مړه لينکونه] Haaretz, July 7, 2008
  21. Burkett 2008، ص. 37.