ګماني تکامل
ګماني یا خیالي تکامل د تخیلي داستانونو یو ژانر او یو هنري خوځښت دی چې د ژوند په تکامل کې پر فرضي سناریوګانو متمرکز دی او د داستاني بیولوژۍ یوه مهمه بڼه ده. د ګماني بیولوژۍ په نامه هم پېژندل کېږي او د فرضي حیواناتو په مورد کې ګماني زولوژي هم ورته ویل کېږي. هغه اثار چې ګماني تکامل رانغاړي، ښايي په بشپړ ډول داسې مفهومي نوعې په کې وي چې په بله سیاره کې تکامل کوي یا ښايي داسې بدیل تاریخ وي چې د ځمکني ژوند پر تکامل یې تمرکز کړی دی. ګماني تکامل تر ډېره له علم په ځانګړي ډول له بیولوژۍ سره د قوي اړیکو په دلیل یو سخت تخیلي علم بلل کېږي.[۱][۲]
ګماني تکامل په ساینس فېکشن کې یوه اوږدمهالې موضوع ده چې په ۱۸۹۵ کال کې د «اېچ.جي. وېلز» له ناول «د وخت ماشین» (The Time Machine) سره پیلېږي. دا ناول څو راتلونکي خیالي موجودات انځوروي. که څه هم په کوچنۍ کچه خیالي ژوي په شلمه پېړۍ کې د ساینس فېکشن کیسو یوه لویه بېلګه وه، خو د «اډګر رایس باروز» د اثر «بارسوم» په څېر له ځینو استثناوو پرته ډېرې کمې ایډیاوې په سم ډول جوړې شوې وې، بارسوم د مریخ او د هغه د ایکوسیستم په اړه یو خیالي برداشت و چې له ۱۹۱۲ څخه تر ۱۹۴۱ کال پورې د ناولونو له لارې خپور شو. بله استثنا د «جرولف شټاینر» اثر و چې په ۱۹۵۷ کال وپنځول شو.
ټولیزه هوکړه دا ده چې د ګماني تکامل مدرن خوځښت په ۱۹۸۱ کال کې د «ډاګال ډیکسون» د اثر «افټر من» یا «تر انسان وروسته» له خپرېدو سره پیل شوی دی. په دې اثر کې راتلونکې ځمکه له یوه داسې بشپړ ایکوسیستم سره انځور شوې ده چې تر سلو ډېر فرضي حیوانات لري. د «افټر من» د بریالیتوب له امله ډیکسون ګڼو نورو پنځونو ته مخه کړه چې پر بېلابېلو بدیلو او راتلونکو سناریوګانو متمرکزې وې. د ډیکسون اثار د نورو هغو اثارو په څېر چې تر ده وروسته وپنځېدل، د رښتینې بیولوژۍ په اصولو برابر وپنځېدل او موخه یې د رښتني ژوند په پروسو لکه تکامل او اقلیمي بدلونونو کې څېړنه وه چې تخیلي بېلګې یا مثالونه یې په کې کارول.
د «افټر من» کتاب تر خپرېدو په را وروسته لسیزو کې له ګماني تکامل څخه د یوې ښوونیزې او علمي وسیلې په توګه احتمالي استفاده د بحث او پام وړ وګرځېده. ګماني تکامل د اوسنیو او تېرو الګوګانو په څېړنه او څرګندونه کې ګټور تمامېدای شي. که تېر بهیرونه په راتلونکي کې قیاس شي، ساینسپوهان به وکولای شي چې ایکولوژيکي بدلونونو ته د موجوداتو د غبرګون د څرنګوالي په اړه د ډېرو احتمال لرونکو سناریوګانو په اړه څېړنې او وړاندوېینې وکړي. په ځینو مواردو کې هغه موجودات کشف شوي دي چې د لومړي ځل لپاره په ګماني تکامل کې انځورېدل، یوه بېلګه یې هغه «انومالوکاریډا» ده چې هنرمند «جان مسزاروس» د «جان کانوې»، «کوزمن» او «ډارن نایش» د ۲۰۱۳ کال په کتاب (All Your Yesterdays) کې انځور کړې ده. د دغه موجود شتون په ۲۰۱۴ کال کې د کشف شویو فوسیلونو له لارې ثابت شو.
تاریخچه
[سمول]لومړني اثار
[سمول]په فرضي جهانونو کې داسې څېړنې چې د راتلونکي، بدیل یا بېګانه ژوند بنې لري، د ساینس فېکشن په داستانونو کې پخوانۍ موضوع ده. یو لومړنی هغه اثر چې د ګماني تکامل په ډول پېژندل کېږی، د «اېچ.جي وېلز» ساینس فېکشن ناول «د وخت ماشین» دی چې په ۱۸۹۵ کال کې خپور شوی دی. «د وخت ماشین» چې څه باندې اته سوه زره کاله په راتلونکې زمانه کې پېښېږي، تر انسان وروسته نسل د ښکلي خو کمزوري «الوی» او بېرحمه «مورلوک» په بڼه را ښيي. د ساینس فېکشن کیسو نور هغه لیکوالان چې تر ولز وروسته یې لیکل وکړل، تخیلي موجودات یې په همدغو برخو کې کارول، خو ډېری دغه ډول ژوي یې کوچني وو.[۳][۴][۵][۶]
اډګر رایس باروز چې په شلمه پېړۍ کې یې لیکل کړي دي، د ولز په څېر د ګماني تکامل د لومړنیو لیکوالانو په ډله کې شمېرل کېږي. که څه هم د ښاغلي باروز تخیلي ایکوسیستمونه د پراختیا له پلوه نسبتاً کوچني وو، خو د ډېرو ناولونو چاپېریال یې و او په همدې ترتیب په بشپړ ډول پرمختللي وو. د باروز اثر «بارسوم» چې د مریخ سیارې خیالي کیسه ده او له ۱۹۱۲ څخه تر ۱۹۴۱ کال پورې په لسو ناولونو کې خپره شوه، د مریخ ایکوسیستم یې د بېلابېلو موجوداتو او ګڼو مریخي قومونو او فرهنګي ډلو په انځورولو سره څرګند کړی دی.[۷]
خوځښت
[سمول]یو تر ټولو مهم اثر چې د ګماني تکامل «بنسټ» ګڼل کېږي، د «ډاګال ډیکسون» اثر «تر انسان وروسته» دی چې په ۱۹۸۱ کال کې خپور شو. «تر انسان وروسته» اثر تر ننه پورې په رښتینې لویه کچه کې چې ټوله نړۍ او د نوعو یوه پراخه مجموعه په کې شاملېږي، د لومړنۍ تکاملي پروژې په توګه پېژندل کېږي. د دغه اثر لا ډېر اهمیت په دې کې دی چې د اصلي خپرندویانو لهخوا په پراخه کچه خپور شو او په رنګه انځورونو یې بشپړه انځورګري په کې کړې ده. په دې توګه داسې ښکاري چې «تر انسان وروسته» اثر د ګماني جهانونو د جوړولو مفکوره په کلکه ثبیت کړې ده. د دغه اثر تر خپرېدو په را وروسته لسیزو کې ډیکسون د ګماني تکامل یوازنی لیکوال پاتې شو او په همدې برخه کې یې دوه نور کتابونه هم خپاره کړل؛ یو «نوي ډایناسورونه» و چې په ۱۹۸۸ کال کې خپور شو او بل «انسان تر انسان وروسته» و چې په ۱۹۹۰ کال کې خپور شو. ډیکسون «د وخت ماشین» اثر خپل اصلي الهام بښونکی اثر بللی دی، ځکه چې د شټاینر پر اثارو خبر نه و او «تر انسان وروسته» کتاب یې د تکاملي پروسو په توګه وپنځاوه چې د کیسې لپاره یې د تېر وخت پر ځای د راتلونکي مهال پروسې وکارولې.[۸][۹]
ډیکسون د کتاب د بېلابېلو حیواناتو د طراحۍ پر مهال د دې سیارې پر مخ بېلابېلو بایومونو او له هغو حیواناتو سره تطابق ته وکتل چې هلته اوسېږي، او داسې نوي حیوانات یې طراحي کړل چې د اوسنیو له نسل څخه را پیدا شوي دي او له دغو بایومونو سره تطابق لري. د «افټر من» یا تر انسان وروسته اثر بریالیتوب ډیکسون ته الهام ورکړ تر څو د داسې کتابونو لیکلو ته دوام ورکړي چې رښتینې علمي پروسې د تخیلي بېلګو یا مثالونو له لارې تشرېح کوي. «نوي ډایناسورونه» په اصل کې د ژویو د جغرافیې اړوند کتاب و چې په عمومي ډول خلک ورسره بلد نه وو او داسې دنیا په کې وه چې نه الوتونکي ډایناسورونه په کې له منځه نه وو تللي. «انسان تر انسان وروسته» بل هغه اثر و چې د راتلونکو څو میلیونو کلونو په جریان کې یې اقلیمي بدلونونه د بشر د نسل له سترګو څرګندول.[۱۰]
دا مهال ډېری هنرمندان او لیکوالان د ګماني تکامل پر پروژو په انلاین ډول کار کوي او تر ډېره یې طریقه د ډیکسون اثارو ته ورته ده. ګماني تکامل لا هم تر یوه حده د تلویزیوني خپرونو له لارې موجود دی چې خیالي او فرضي موجودات انځوروي. په تلویزیوني خپرونو کې (The Future is Wild) چې د ۲۰۰۲ کال اړونده ده او (Primeval) چې د ۲۰۰-۲۰۱۱ کلونو اړونده ده، یادولی شو؛ او په فلمونو کې (Avatar) چې د ۲۰۰۹ کال اړوند دی، (After Earth) چې د ۲۰۱۳ کال اړوند دی او (The Good Dinosaur) چې د ۲۰۱۵ کال اړوند دی، یادولی شو.[۱۱]
د ګماني تکامل اوسنۍ چټکې ودې ته بریتانیایي لرغونپوه «ډارن نیش» «د ګماني ژويپېژندنې غورځنګ» نوم ورکړی دی.[۱۲]
د ښوونیزې او علمي وسیلې په توګه
[سمول]که څه هم ګماني تکامل یوه ساعتتېري بلل کېږي، خو د تخیلي او خیالي مثالونو په مرسته یې د رښتینو طبیعي پروسو د تشرېح کولو او څرګندولو لپاره د زدهکړې د یوې وسیلې په توګه هم کارولی شو. په ګماني تکامل کې جوړ شوي جهانونه د هغو بیوچاپېریالي او بیولوژيکي اصولو پر بنسټ ولاړ دي چې د ځمکې پر مخ د ژوند له رښتيني تکاملي تاریخ څخه اخیستل شوي دي او لوستونکي زدهکړه ترې کولای شي. د بېلګې په توګه د ډیکسون د ټولو ګماني اثارو موخه د رښتینو پروسو څېړنه ده چې «تر انسان وروسته» اثر یې د تکامل څېړنه ده، «نوي ډایناسورونه» یې د ژویو جغرافیه ده او دوه نور اثار «تر انسان وروسته انسان» او «زرغونه نړۍ» یې د اقلیمي بدلونونو د څېړنې لټون دی او چاپېریالي پیغامونه وړاندې کوي.[۱۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ Naish, Darren. "Speculative Zoology at Tet Zoo, The Story So Far". خوندي شوی له اصلي څخه په 2 June 2015. بياځلي په 4 June 2015.
- ↑ Lydon, Susannah (2018). "Speculative biology: understanding the past and predicting our future". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 2019-09-20. بياځلي په 2019-09-15.
- ↑ Lydon, Susannah (2018). "Speculative biology: understanding the past and predicting our future". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 2019-09-20. بياځلي په 2019-09-15.
- ↑ Naish, Darren (2018). "Speculative Zoology, a Discussion". Scientific American Blog Network (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2019-07-18. بياځلي په 2019-08-16.
- ↑ Elbein, Asher (2018). "A Trippy '80s Book on Life After Humans Is Now More Relevant Than Ever". Gizmodo. خوندي شوی له اصلي څخه په 2018-11-24. بياځلي په 2019-09-15.
- ↑ "The Time Machine - The Eloi and the Morlocks". Schmoop. خوندي شوی له اصلي څخه په 2017-08-08. بياځلي په 2019-09-15.
- ↑ Porges, Irwin; Hulbert, Burroughs; Bradbury, Ray (1975). Edgar Rice Burroughs: The Man who Created Tarzan (1st ed.). Provo, Utah: Brigham Young University Press. ISBN 9780842500791.
- ↑ Jakub, Lucy. "Wild Speculation: Evolution After Humans". The New York Review of Books (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2020-12-04. بياځلي په 2020-12-11.
- ↑ کينډۍ:Cite interview
- ↑ Potenza, Alessandra (9 June 2018). "This book imagines what animals might look like if humans went extinct". The Verge. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 June 2018. بياځلي په 12 June 2018.
- ↑ "The Netflix Series Alien Worlds". Tetrapod Zoology (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 2022-05-18.
- ↑ کينډۍ:Cite interview
- ↑ کينډۍ:Cite interview