ګليليو پروژه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګليليو يو امریکايي روباتي فضايي پروګرام و، کوم چې مشتري سياره او د هغې د سپوږميو تر څنګ د لمريز نظام يو شمېر نور جسمونه مطالعه کړل. نوم يې د ايټالوي ستورپېژندونکي ګيليليو ګيليلي د نوم په وياړ اېښودل شوی دی. ګليليو فضايي بېړۍ د يو مدار او يوې داخلي څېړنې لرونکې وه. دا د ۱۹۸۹ز کال د اکتوبر په اتلسمه نېټه په STS-34  ماموريت د فضايي شټل Atlantis په مټ د زمکې مدار ته ورسول شوه او د زهره او ځمکې د جاذبې قوې په مرسته د الوت کولو څخه وروسته د ۱۹۹۵ز کال د ديسمبر په اومه نېټه مشتري ته ورسېده او په دې ډول د مشتري په مدار کې څرخېدونکې لومړۍ بېړۍ وګرځېده. په مشتري کې يې د لومړيو څېړنو پيل وکړ، نېغ په نېغه يې د هغې د اتموسفير اندازه وکړه. سره له دې چې د انتن د سترو ستونزو سره مخ شوه، ګليليو د ۹۵۱ ګيسپرا لومړۍ ستورزمه سره نږدې تېرېدل وکړل او د 243 Ida په شا اوخوا کې يې لومړۍ ستورزمه سپوږمۍ «ډيکټايل» کشف کړه. په ۱۹۹۴ز کال کې، ګليليو له مشتري سره د « Comet Shoemaker–Levy 9» ټکر وليد.

د مشتري د اتموسفير جوړښت او د «امونيا» وريځې ثبت کړای شوې. د Io's اورشېندی او د مشتري د اتموسفير سره د پلازما تعاملات هم ثبت کړای شول. هغه معلومات چې د ګليليو له خوا راټول شوي وو، د «يوروپا» د يخي ساحې لاندې د مايع سمندر تيوري تايدوي او د «ګيني ميډ» او «کالسټو» د سطحو لاندې همدې ته د ورته مايعو مالګينو اوبو د پوړونو د شتون لور ته اشارې تر لاسه شوي دي. ليدل شوی «ګين ميډ» د مقناطيسي ځمکې لرونکی دی او دې فضايي بېړۍ ته د يوروپا، ګيني ميډ او کالسټو په شا او خوا کې د بهرنيو ډګرونو لپاره نوي شواهد په لاس ورغلي وو. ګليليو همدا راز وموندله چې د مشتري تتې کړۍ سيستم په څلورو کوچنیو داخلي سپوږميو غورځېدونکی ګرد لرونکی دی. د مشتري د مقناطيسي کرې پراختيا او جوړښت نقشه هم جوړه شوې وه.

د ۲۰۰۳ز کال د سپتمبر په شلمه نېټه، په تشيال کې د څوارلسو کلونو او په «جووين» سيستم کې د اتو کلونو له تېرولو وروسته، د ګليليو ماموريت د مشتري په اتموسفير کې په يوه ثانيه کې اته څلوېښت کيلو متره (په يوه ثانيه کې ۳۰ ميله) څخه زياتې چټکتيا ته د لېږدولو په مټ ختم کړای شو چې په دې سره د دې شونتيا په بشپړ ډول له منځه یوړل شوه چې سيمه ييزې سپوږمۍ د ځمکې په باکترياوو ککړې شي.

مخينه[سمول]

مشتري د لمريز نظام تر ټولو ستره سياره ده، په داسې حال کې چې د نورو ټولو سيارو څخه د دې کتله دوه ځلې زياته ده. مشتري ته د يو څيړنيز ماموريت پر استولو غور کول د ۱۹۵۹ز کال په لومړيو کې پيل شول، کله چې د فضايي او تشيال ملي سازمان (ناسا) د جيټ پروپلشن لابراتوار (JPL) د ماموريت درې تصورات چمتو کړ:[۱]

  • ژور تشيالي الوتونه د سيارو تر منځ فضا څخه تېرېږي.
  • د يوې سيارې نږدې الوت ماموريتونه به د ماضي سيارو ته الوت وکړي او شونې ده چې په يو ماموريت کې له ګڼو سيارو څخه لیدنه وکړي.
  • مداري ماموريتونه به د يوې سيارې په شا او خوا مدار کې څيړنې وکړي، تر څو د سيارې تفصيلي مطالعه تر سره کړي.
  • سیارو ته د داخلېدو او ښکته کېدو ماموریتونه، کوم به چې د اتموسفير او سطحې لټون وکړي.[۲]

د مشتري لپاره دوه ماموريتونه، هر يو پايونير ۱۰ او پايونير ۱۱و چې په ۱۹۶۹ز کال کې تاييد شول، په داسې حال کې چې د ناسا «ايمز» څيړنيز مرکز ته د دې ماموريتونو د طرحه کولو مسئوليت وسپارل شو. پايونير ۱۰ د ۱۹۷۲ز کال د مارچ په مياشت کې واستول شو او د ۱۹۷۳ز کال د ديسمبر په مياشت کې د مشتري د ۲۰۰۰۰۰ کيلو متر (۱۲۰۰۰۰ ميل) په واټن کې تېر شو. له دې وروسته پايونير ۱۱ و، کوم چې د ۱۹۷۳ز کال د اپريل په مياشت کې واستول شو او د ۱۹۷۲ز کال د ديسمبر په مياشت کې د مشتري څخه په ۳۴۰۰۰ کيلومتره (۲۱۰۰۰ ميله) په واټن کې تېر شو، دا مخکې تر دې چې د زحل سره د ټکر پر لور ولاړ شي. له دې وروسته دوه ډېرې پرمختللې بېړۍ ويګور ۱ او ويګور ۲ راغلل، کومې چې په ترتيب سره د ۱۹۷۷ز کال د سپتمبر په پنځمه او اګست په شلمه نېټه واستول شوې او د ۱۹۷۹ز کال د مارچ او جولای په مياشتو کې مشتري ته ورسېدلې.[۳][۴][۵]

طرحه کول[سمول]

پيل[سمول]

د وايجر ماموريتونو له تاييد وروسته، د بهرني لمريز نظام د ماموريتونو لپاره د ناسا ساينسي سلاکاري ګروپ (SAG) د مشتري د مدارونو او اتموسفير د څېړنو د اړتيا پر اړه غور وکړ. ويې ليدل چې د استموسفير د څېړنو لپاره د تودوخې د سپر د جوړولو ټيکنالوژي تر اوسه نه وه موجوده او واقعي اسانتياوې چې په مشتري د پيدا کېدونکو حالاتو د ازموينې لپاره وي، تر ۱۹۸۰ز کال پورې نه شي مهيا کېدای. د تشيال بېړۍ په اجزاوو د وړانګو د اغېزو په اړه هم اندېښنې موجودې وې، کومې به چې د پايونير ۱۰ او پايونير ۱۱ له نږدې الوت تر سره کېدو څخه په ښه ډول وپېژندل شي. دوی روښانه کړه چې اغېزې يې له هغو څخه کمې سختې وې چې وېره يې موجوده وه. د ناساس ادارې JPL د مشتري د مداري څېړنې (JOP) پروژې لپاره د مرکزي مرکز په توګه ونوماوه. «جان ار. کاساني» چا چې د ميرينر او وايجر پروژو مشري کړې وه، د دې پروژې لومړی مدير وګرځېد. JOP به د مشتري څخه لېدونکې پنځمه فضايي بېړۍ، خو لومړۍ بېړۍ به وي چې د هغې په شا اوخوا کې راوڅرخي او دا تحقيقاتي بېړۍ به د دې په اتموسفير کې لومړۍ داخلېدونکې فضايي بېړۍ وي. [۶][۷][۸][۹]

د ايمز او JPL له خوا هغه مهال شوې يوه مهمه پرېکړه دا وه چې «مرينر» تشيال بېړۍ وکارول شي، لکه چې د وايجر لپاره د مشتري د مدار لپاره کارول شوې وه، نه د پايونير لپاره. پايونير په 60 rpm د فضايي بېړۍ په څرخولو سره ثابت کړای شوې وه، کومه چې د شا او خوا ۳۶۰ درجې ليد وړاندې کړ او د رويې د مديريت نظام ته يې اړتيا نه درلوده. د دې په عکس، «ميرينر» د چلند د مديريت يو سيستم درلود، په کوم کې چې درې «ګايروسکوپونه» (خپله څرخېدونکې اله) او د نايټروجين «جيټ ترسټس« درې ټولګې موجودې وې. د چلند ټاکنه يې د لمر او «کينوپس» ته په مراجعه شوې وه، د کوم څارنه چې د دوه ابتدايي او څلورو ثانوي «سينسرونو» په مټ وشوه. په دې کې يو «انرټايل» مرجع واحد او د چټکتيا د معلومولو يوه اله هم وه. دې له دې سره مرسته وکړه چې د لوړ وضاحت انځورونه واخلي، خو فعاليت يې د زيات شوي وزن په ارزښت منځ ته راغی. يو «مرينر» چې وزن يې ۷۲۲ کيلو ګرامه (۱۵۹۲ پاونډه) و، خو د يو پايونير لپاره يواځې ۱۴۶ کيلو ګرامه (۳۲۲ پاونډه) وزن و.[۱۰]

وايجر فضايي بېړۍ د Titan IIIE توغندي په مټ د «سينوټر» د لوړ ځای سره واستول شو، خو ټايټن وروسته له کاره لرې کړای شو. د ۱۹۷۰ز لسيزې په وروستيو کې، ناسا د بيا استعمال وړ فضايي شټل پرمختګ ته مخه کړه، له کوم څخه چې تمه کېده چې د لګښت وړ توغندي به پرېښودل شي. د ۱۹۷۵ز کال په وروستيو کې، ناسا حکم وکړ چې په راتلونکي کې د ټولو سيارو ماموريتونه به د فضايي شټل په مټ پيل کېږي. JOP به د دې کار تر سره کونکی لومړۍ وي. فضايي شټل د سامان الاتو استولو لپاره د فضايي کش کولو د خدماتو تر لاسه کول اړين و، په کوم کې چې د ځمکې د ښکته مدار څخه زيات څه اړين و، خو دا کله هم تاييد نه شو. له دې وروسته د متحده ايالاتو هوايي ځواک د دې موخې تر لاسه کولو لپاره د سختو سون توکو په مټ چلېدونکي لنډ مهالي پورتنۍ برخې (IUS) چمتو کړ، کوم ته چې وروسته د « Inertial Upper Stage» (چې هماغه مخفف نوم يې درلود) نوم ورکړل شو.[۱۱][۸][۱۲]

IUS دومره پياوړی نه و چې د زياتې چټکتيا تر لاسه کولو لپاره د سيارو په شا او خوا کې د جاذبې قوې د ويشتلو د لارو چارو د يوې لړۍ له مرستې پرته په مشتري باندې سامان الات ښکته کړي، کوم څه چې ډيريو انجنيرانو نامناسب وبلل او د JPL د سيارو ساينسپوهانو دا خوښ نه کړل، ځکه د دې مطلب دا و چې تر مشتري پورې د دې ماموريت په رسېدلو کې مياشتې يا کلونه زيات وخت لګېږي. د اوږد سفر وختونو مطلب دا دی چې د اجزاوو عمر به يې زيات شي او په بېړۍ کې به د برېښنا مهيا کېدل او پر مخ وړل به يې پای ومومي. د جاذبې قوې د مرستې يو شمېر اختياراتو مطلب د لمر سره نږدې الوت کول هم دي، کوم چې د تودوخې فشار منځ ته راوړي. په هر حال،  IUS د يو معيار په بڼه جوړ کړای شو، په کوم کې چې دوه پوړونه موجود و، يو يې ستر و چې ۹۷۰۰ کيلوګرامه (۲۱۴۰۰ پاونډه) مخ ته وړونکی و او يو کوچنی چې ۲۷۰۰ کيلوګرامه (۶۰۰۰ پاونډه) و. دا د ډېرو سټلايټونو (سپوږمکيو) لپاره بس و. دا د ګڼو سپوږمميود استولو لپاره د دوه سترو پوړونو سره هم جوړېدای شو. د درې پوړونو لرونکی يو جوړښت چې دوه به يې ستر او يو به يې کوچنی وي، د سيارو د ماموريت لپاره بسنه کوي، په همدې بنسټ ناسا له «بوينګ» سره د درې پوړونو لرونکي IUS د جوړولو لپاره تړون وکړ.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۳][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. "In Depth [[:کينډۍ:Pipe]] Jupiter". NASA Solar System Exploration. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  2. Meltzer 2007، صص. 9–10.
  3. "NSSDCA: Voyager Project Information". NASA. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Meltzer 2007، صص. 21–22.
  5. Meltzer 2007، صص. 28–29.
  6. "NASA's 50 Year Men and Women". NASA. د اصلي آرشيف څخه پر March 19, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 28, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Dawson او Bowles 2004، صص. 190–191.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Meltzer 2007، صص. 32–33.
  9. Meltzer 2007، صص. 29–30.
  10. Meltzer 2007، صص. 30–32.
  11. (په 3 October 1973 باندې). Test Rocket for Planetary Exploration Rolled Out.
  12. Mudgway 2001، ص. 294.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Heppenheimer 2002، صص. 368–370.
  14. Heppenheimer 2002، صص. 330–335.
  15. Meltzer 2007، ص. 82.
  16. Bowles 2002، ص. 420.