ګلن ټیوډور سیبورګ
ګلن ټیوډور سیبورګ (زوکړه: د ۱۹۱۲ زکال د اپرېل ۱۹مه – مړینه: د ۱۹۹۹ زکال د فبروري ۲۵مه) امریکايي کیمیا پوه و چې له یورانیمو څخه د وروسته لسو عناصرو په سنتېز، کشف او څېړنو کې یې ونډه لامل وګرځېده نوموړی په ۱۹۵۱ زکال کې د کیمیا برخې ته اړونده د نوبل جایزه ترلاسه کړي. په دغه برخه کې د هغه چارې د اکټینیډ مفهوم د پراختیا او همدارنګه د عناصرو په دوراني جدول کې د اکټینیډ لړۍ د ترتیب لامل وګرځېدې. [۱]
سیبورګ د خپل مسلکي ژوند ډیری برخه په برکلي کې د کالیفورنیا د پوهنتون د څېړنیز ساینس پوه او ښوونکي په توګه تېره کړه او له ۱۹۵۸ زکال څخه یې تر ۱۹۶۱ زکال پورې د دغه پوهنتون د مرستیالۍ څوکۍ هم لرله. هغه له هري ټرومن څخه را نیولې تر بیل کلینټون پورې د متحده ایالاتو لسو ولسمشرانو ته د متحده ایالاتو د اټومي سیاستونو په برخه کې مشورې ورکولې او له ۱۹۶۱ زکال څخه تر ۱۹۷۱ زکال پورې د متحده ایالاتو د اټومي انرژۍ د کمیسیون مشر و، نوموړي د دغې دندې پر مهال د سوله ییزو موخو لپاره د اټومي انرژۍ په سوداګریزه کولو باندې ټینګار درلود. ورته مهال یې د خپل کاري ژوند پر مهال د اټومي وسلو کنټرول ته کار وکړ. نوموړی د فرانک نومي راپور یو له لاسلیک کوونکو څخه و او د محدودو اټومي ازموینو د منع کولو، د اټومي وسلو د پراختیا څخه د ممنوعیت او همدارنګه د اټومي وسلو د جامعو ازموینو د منع کولو په هوکړو کې یې ونډه لرله. نوموړی د ځانګړو څېړنو په موخه د زده کړو او هغو ته د فدرال بودیجې د تخصیص کولو یو له مخکښو مدافعینو څخه و. د ایزونهاور د ادارې په وروستیو کې د ساینسي علومو اړوند د سیبورګ د راپور له اصلي لیکوالانو او همدارنګه د غوره زده کړو په برخه کې د ولسمشر رونالډ ریګان له خوا د ټاکل شوي ملي کمیسیون غړی و. ټیوډور په ۱۹۸۳ زکال کې د «ګواښ سره مخ ملت» تر عنوان لاندې راپور لیکنه کې یو له پام وړ مرسته کوونکو څخه و. [۲]
سیبورګ د ۱۰ عناصرو؛ پلوتونیوم، امریکیوم، کوریم، برکلیوم، کالیفورنیم، انیشټینیم، فرمیم، مندلیوم، نوبلیوم او ۱۰۶ عنصر؛ اصلي کاشف او یا هم مرستیال کاشف و چې وروستی یې د هغه د ژوند پر مهال د سیبورګیوم په نوم ونومول شو. هغه د دغې نومونې په غبرګون کې وویل چې دا «یو لوی ویاړ دی چې تر اوسه پورې ماته راکړل شوی دی – فکر کوم دا آن د نوبل له جایزې هم غوره دی. د کیمیا په برخه کې راتلونکي زده کړیالان به د عناصرو د دوراني جدول د زده کړې پر مهال کېدای شي له دې امله وپوښتي چې ولې یو عنصر زما په نوم نومول شوی او په دې سره به هغوی زما د چارو اړوند لا زیات وپوهېږي». نوموړي د ټرانس یورانیمو ۱۰۰ ایزوتوپونه کشف کړل او همدارنګه یې د پولتونیومي کیمیا په برخه کې مهمه ونډه لرله. دا په اصل کې د منهتن پروژې برخه وه چېرې چې نوموړي د اټومي بم لپاره د پلوتونیمي سون توکو د جلا کولو په موخه د هغو د استخراج بهیر ته پراختیا ورکړه. نوموړي د اټومي درملنې په برخه کې د خپل کار په لومړیو ورځو کې یو له مخکښانو څخه و او د ګڼ شمېر ناروغیو د تشخیص او درملنې په موخه یې د بېلابېلو عناصرو ایزوتوپونه کشف کړل؛ یو له دغو څخه آیوډین – ۱۳۱ و چې د تایروئید ناروغۍ په درملنه کې اوس هم کارول کېږي. [۳]
سیبورګ په ۱۹۵۱ زکال کې له اډوین مک میلان سره په ګډه کیمیا ته د اړوندې نوبل جایزې له ګټلو وروسته شاوخوا ۵۰ افتخاري دوکتوراوې او ګڼ شمېر جایزې ترلاسه کړې. د هغو توکو په نوملړ کې چې د سیبورګ په نوم نومول شوي، د سیبورګیوم له عنصر څخه را نیولې تر ۴۸۵۶ سیبورګ آسماني ستوري پورې موارد په کې شامل دي. نوموړی یو پام وړ لیکوال و چې له خپلو همکارانو سره یې یوځای ګڼ شمېر کتابونه ولیکل او همدارنګه یې ۵۰۰ مقالې په بېلابېلو مجلو کې خپرې شوې. نوموړي د نړیوالو ریکارډونو په ګېنس کتاب کې د «Who's Who in America» په نوملړ کې اوږد مهالی ځایګی درلود. [۴]
لومړنی ژوند
[سمول]ګلن ټیوډور سیبورګ د ۱۹۱۲ زکال د اپرېل په ۱۹مه د میشیګان په ایشپمینګ کې د هرمان ټیوډور (ټېډ) او سېلما اولیویا اریکسون سیبورګ په کورنۍ کې وزېږېد. هغه د جېنېټ په نامه یوه خور لرله چې دوه کاله ترې کشرۍ وه. د دوی کورنۍ په کور کې په سویډنۍ ژبې خبرې کولې. هغه مهال چې ګلن سیبورګ لا هلک و، کورنۍ یې د کالیفورنیا لاس انجلس ته کډه وکړه او هلته په هوم ګارډنز فرعي برخه کې استوګن شول چې بیا وروسته دغه برخه د کالیفورنیا له سوت ګېټ ښار سره الحاق شوه.
سیبورګ له ۱۹۲۷ زکال څخه په ۱۹۸۸ زکال کې د مغزي سکتې تر مهاله د ورځنیو چارو د یاددښت کتابچه لرله. په ځوانۍ کې د لوبو او ورزش له کلکو ملاتړو او همدارنګه د سینما له علاقه مندانو څخه و. مور یې وهڅاوه چې کتابتون ساتونکی شي ځکه چې احساس یې کاوه د هغه ادبي علایق غیر عملي بڼه لري. هغه تر ځوانۍ پورې هغه مهال چې د واټس سیمې په ډېوېډ سټار جورډن عالي لیسه کې یې د کیمیا او فزیک د ښوونکي دوایټ لوګان رېډ څخه الهام واخیست، له علم سره یې چندان علاقه نه لرله.
سیبورګ په ۱۹۲۹ زکال کې له جورډن ښوونځي فارغ شو او په ۱۹۳۳ زکال کې یې د لاس انجلس له کلیفورنیا پوهنتون څخه د کیمیا په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. هغه په خپل مسلک کې کار ته مخه کړه او په فایرسټون لابراتوار کې یې د دغه لابراتوار د مرستیال په توګه کار وکړ. سیبورګ په ۱۹۳۷ زکال کې د برکلي له کلیفورنیا پوهنتون څخه د دوکتورا سند ترلاسه کړ؛ هغه د خپلې دوکتورا پای لیک «له سرپو سره د چټکو نیوترونونو د غبرګون» تر عنوان لاندې ولیکه او په هغو کې یې د «هستوي ماتېدنې» اصطلاح هم ابداع کړه. [۵][۶]
سیبورګ د کیمیا په برخه کې د الفا چي سیګما په نامه د مسلکي ټولنې غړی و. په ۱۹۳۰ زکال کې د ماسټرۍ د زده کړیال په توګه هغه د خپل سلاکار ګیلبرټ نیوټن لوئیس لپاره د نم جنې کیمیا څېړنیزې چارې ترسره کړې او د تیزابو او آبي محلولونو د ایونونو د آزاد کېدو د تیوري اړوند ېې درې مقالې خپرې کړې. سیبورګ په برلین کې د قیصر ویلهلم د کیمیا په انستیتیوت کې د اتو هان د تطبیقي راډیوکیمیا متون ولوستل چې دغه متن د یو څېړنیز عالم په توګه د هغه د علاقې په راپارولو کې پام وړ اغېز وکړ. د څو کلونو لپاره نوموړي د کالیفورنیا په پوهنتون کې د لارنس له سایکلوترون وسیلې څخه په ګټنې د راډیواکټویټي اړوند پام وړ څېړنې ترسره کړې. نوموړی لیواله و چې له نورو څخه زده کړي هستوي چاودنه شونې ده، خو له دې ناخوښه و چې کېدای شي د ده څېړنې هم دی هماغه کشف ته ورسوي. [۷][۸][۹][۱۰]
سیبورګ همدارنګه د برکلي د مخکښ فیزیک پوه رابرټ اوپنهایمر سره په بحث کوونکي واوښت. اوپنهایمر له دې امله پام وړ شهرت درلود چې د خپلو ځوانو همکارانو پوښتنو ته به یې وړاندې له هغه ځواب ورکاوه چې هغوی به غوښتل څه ترې وپوښتي. ده به داسې ځواب وړاندې کاوه چې له پوښتل کېدونې پوښتنې څخه به یې ډېر څه لرل، خو په عملي ډګر کې به یې چندان مرسته نه ورسره کوله. همدا و چې سیبورګ زده کړه خپلې پوښتنې څه ډول په چټکۍ او لنډو ټکو کې اوپنهایمر ته بیان کړي.
د هستوي کیمیا په برخه کې مخکښې چارې
[سمول]سیبورګ له دوکتورا وروسته څېړنو په موخه په برکلي کې د کلیفورنیا په پوهنتون کې پاتې شو. هغه د ایزوتوپونو د ارزونې اړوند د فردریک سودي چارې تعقیب کړې او د څه باندې ۱۰۰ ایزوتوپونو په کشف کې له مخکښانو څخه و. د لاورنس له پرمختللې سایکلوترون وسیلې څخه په ګټنې جان لیونګوډ، فرېډ فیربرادر او سیبورګ په ۱۹۳۷ زکال کې د وسپنې – ۵۹ په نامه د وسپنې نوی ایزوتوپ رامنځته کړ چې د انسانانو د وینې د هموګلوبینو په څېړنه کې ګټمن و. په ۱۹۳۸ زکال کې سیبورګ او لیونګوډ (د پنځو کلونو هڅې وروسته) د ایوډین – ۱۳۱ په نامه د ایوډینو مهم ایزوتوپ رامنځته کړ چې تر نن ورځې پورې د تایروئید ناروغۍ په درملنه کې کارول کېږي. (د دغې چارې اعتبار څو کاله وروسته له هغه ده ته اړوند وبلل شو چې د سیبورګ د مور د ژوند د اوږدوالي او روغتیا لامل وګرځېد). د دغو چارو او نورو چارو په پایله کې سیبورګ د هستوي درملنې یو له مخکښانو او همدارنګه د ډېرو ایزوتوپونو له کاشفانو څخه ګڼل کېږي. [۱۱][۱۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ "The Nobel Prize in Chemistry 1951". Nobel Foundation. نه اخيستل شوی August 26, 2012.
- ↑ Office of the Chancellor. "Past Chancellors". University of California, Berkeley. نه اخيستل شوی December 24, 2015.
- ↑ "UCLA Glenn T. Seaborg Symposium – Biography". www.seaborg.ucla.edu. Archived from the original on 2023-02-06. نه اخيستل شوی 2022-04-25.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|خونديځ-تړی=
ignored (help) - ↑ "UCLA Glenn T. Seaborg Symposium – Biography". www.seaborg.ucla.edu. Archived from the original on 2023-02-06. نه اخيستل شوی 2022-04-25.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|خونديځ-تړی=
ignored (help) - ↑ Seaborg, Glenn T. (1937). The interaction of fast neutrons with lead (Ph.D.). University of California, Berkeley. OCLC 21609796 – via ProQuest.
- ↑ "Scientific and Luminary Biography – Glenn Seaborg". Argonne National Laboratory. Archived from the original on April 13, 2013. نه اخيستل شوی June 16, 2013.
- ↑ "Scientific and Luminary Biography – Glenn Seaborg". Argonne National Laboratory. Archived from the original on April 13, 2013. نه اخيستل شوی June 16, 2013.
- ↑ Lewis, G. N.; Seaborg, Glenn T. (July 1939). "Primary and secondary acids and bases". Journal of the American Chemical Society. 61 (7): 1886–1894. doi:10.1021/ja01876a068. ISSN 0002-7863.
- ↑ Lewis, G. N.; Seaborg, Glenn T. (July 1939). "Trinitrotriphenylmethide ion as a secondary and primary base". Journal of the American Chemical Society. 61 (7): 1894–1900. doi:10.1021/ja01876a069. ISSN 0002-7863.
- ↑ Lewis, G. N.; Seaborg, Glenn T. (August 1940). "The acidity of aromatic nitro compounds toward amines. The effect of double chelation". Journal of the American Chemical Society. 62 (8): 2122–2124. doi:10.1021/ja01865a057. ISSN 0002-7863.
- ↑ Heilbron, J. L.; Seidel, R. W. (1989). Lawrence and His Laboratory: A History of the Lawrence Berkeley Laboratory – Volume I. University of California Press. pp. 355–356. ISBN 978-0520064263.
- ↑ "National Award of Nuclear Science & History". National Museum of Nuclear Science & History. Archived from the original on August 17, 2012. نه اخيستل شوی August 26, 2012.