ګریمکي خویندې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سارا موور ګریمکي (۱۷۹۲-۱۸۷۳ زکال) او انجلینا امیلي ګریمکي (۱۸۰۵- ۱۸۷۹ زکال) چې د ګریمکي خویندو په نوم پېژندل کېږي، لومړنۍ سپین پوستې امریکايي مېرمنې وې چې د غلامۍ د له منځه وړو او د ښځو د حقونو د مدافعینو په توګه په ملي کچه پېژندل کېدلې. دوی ویناوالې، لیکوالانې او ښوونکې وې. [۱][۲]

دوی د سویلي کارولینا په یوه غلام لرونکې کورنۍ کې را لویې شوې او د خپل ژوند د شل کلنۍ په لسیزه کې د فلادلیفیا د کواکر مهمې ټولنې په غړو واوښتې. هغوی په کلکه توګه د غلامۍ د له منځه وړو په خوځښت کې ښکېل شوې او د خپلو ویناوو د لړۍ پر مهال یې د خپلې کورنۍ په کروندو کې له غلامۍ څخه د لومړي لاس تجربیات بیان کول. دوی د ټولنیزو اصلاحاتو په خوځښتونو کې د لومړیو مېرمنو په توګه په ښکاره ډول د غلامۍ د له منځه وړو په موخه د خپلو فعالیتونو له امله له سپکاوي سره مخ شوې. هغوی د ښځو د حق غوښتنې د لومړنیو خوځښتونو په فعالینو واوښتې او بالاخره یې د یوه خصوصي ښوونځي بنسټ کېښود.

وروسته له هغه چې پام یې شو د دوی مړ شوی ورور مختلط نژاد لرونکي درې زامن لري او مور یې هم د دوی له غلامانو څخه ده، مرسته یې وکړه چې دغه ماشومان په شمال کې زده کړې وکړي. ارچیبالډ او فرانسیس جی. ګریمکي په شمال کې پاتې شول؛ فرانسیس پریسبیتري پروتستانت وزیر شو، خو د دوی کوچنی ورور جان بېرته سوېل ته راوګرځېد.

لومړی ژوند او زده کړې[سمول]

د ګریمکي خویندو پلار قاضي جان فاشرو ګریمکي د غلامۍ او د ښځو د تابعیت پیاوړی ملاتړی و. ګریمکي د کرنیزو ځمکو بډایه څښتن و چې په سلګونو غلامان یې لرل او له خپلې مېرمن څخه یې ۱۴ ماشومان او له غلامانو څخه لږ تر لږه درې ماشومان لرل. د هغه درې ماشومان د ماشومتوب پر مهال مړه شول. ګریمکي د سویلي کارولینا د سترې محکې د قاضي القضات په توګه خدمت وکړ.[۳]

سارا د هغه له ماشومانو شپږمه او انجلینا یې هم دیارلسم ماشومه وه. سارا څرګنده کړې چې په پنځه کلنۍ کې یې په قمچینه سره د غلام د وهلو له لیدلو وروسته هڅه کړې چې د بخار د یوې بېړۍ په مرسته داسې ځای ته ولاړه شي چې هلته هېڅ غلام نه وي. وروسته یې د قانون پر خلاف خپل شخصي غلام ته لوستل ور زده کړل. [۴][۵]

سارا غوښتل وکیله شي او د خپل پلار پر پله پل کېږدي. هغې د خپل پلار د کتابتون کتابونه تل لوستل او له ځانه سره یې جغرافیا، تاریخ او ریاضیات زده کول؛ خو پلار یې اجازه نه ورکوله هغه لاتین زده کړي او یا هم له خپل ورور توماس سره چې د یل د حقوقو په کالج کې یې زده کړه کوله؛ کالج ته ولاړه شي. له دې سره پلار یې د هغې د ځیرکتیا ستاینه کوله او ورته ویل به یې چې که نارینه وای د سویلي کارولینا تر ټولو غوره وکیله به وای. [۶][۷]

سارا د خپلو زده کړو له بشپړولو وروسته خپلو والدینو ته زارۍ وکړې څو اجازه ورکړي د انجلینا مور بللې (مادر خوانده) شي. هغه د خپلې کوچنۍ خور او کوچني ورور لپاره په بېلګې واوښته او دغو دوه خویندو د خپل ټول ژوند په اوږدو کې نږدې اړیکه لرله. انجلینا ډېری مهال سارا ته «مور» غږ کاوه.[۴]

سارا په ۱۸۳۵ زکال کې د غلامۍ د له منځه وړو ملاتړ کوونکې شوه.

ټولنیز فعال توب[سمول]

سارا هغه مهال چې ۲۶ کلنه وه، له خپل پلار سره چې  روغتیايي پالنې ته یې اړتیا لرله د پنسلوانیا فلادلیفیا ته لاړه او هلته له کواکرانو سره بلده شوه. کوایکرانو د غلامۍ او جنسیتي مساوات اړوند لیبرال نظریات لرل؛ سارا له هغوی سره د هغو د مذهبي چارو د ساده توب او رښتینولي او همدارنګه د جنسیتي نابرابرۍ او غلامۍ سره د مخالفت لرلو له امله لیوالتیا پیدا کړه. د پلار د مړینې له امله؛ سارا اړ شوه په ۱۸۱۸ زکال کې فلادلیفیا خوشې کړي او چارلسټون ته بېرته ستنه شي. هلته یې د غلامۍ د له منځه وړو اړوند نظر لا پسې پیاوړی شو او همدارنګه دغه نظریې پر انجلینا هم اغېز وکړ.

سارا له لنډې مودې وروسته چارلسټون د تل لپاره خوشی کړ او فلادلیفیا ته یې کډه وکړه، چېرې چې د هغې خور انجلینا هم په ۱۸۲۹ زکال کې له هغې سره مل شوه. په ۱۸۳۵ زکال کې انجلینا د لیبراټور اخبار مسئول مدیر او ناشر ویلیام لویډ ګریسون ته لیک ولیکه خو هغه یې له اجازې پرته خپور کړ. له دې امله چې د هغه مهال کویکرانو د سنتي آدابو او همدارنګه ټولنیزو پرېکړو ته د افرادو د درناوي پر بنسټ د سختګیرانه عمومي اقداماتو له ترسره کولو وړاندې عمل کاوه؛ له ځنډ پرته یې دواړه خویندې وغندلې – خو د غلامۍ د له منځه وړو پلوی خوځښت بیا د دغه ډول کسانو په لټه کې و. دغه خویندې اړ شوې څو یو له دغو وټاکي: له غلامۍ ضد خوځښت لاس واخلي او د کوایکر ټولنې غړې شي او یا هم د غلامۍ سره د مخالفت په موخه فعالانه هڅه وکړي. هغوی دویمه ټاکنه غوره کړه. [۸][۹]

الیس اس روزي وايي چې دغه ټاکنه «داسې ښکارېده چې کولای یې شو دواړه خویندې په خپل ژوند کې د محدودیتونو د چټک درک په موخه آزادې کړي. د هغوی فزیکي او فکري انرژيو په چټک ډول په بشپړه توګه پراختیا ومونده، ته به وايې چې هغوی او نظریات یې په ناڅاپي ډول د غوټۍ کولو له اوږد مهالې دورې وروسته آزاد شوي». د غلامۍ مخالف تئودور ویلډ چې وروسته یې له انجلینا سره واده وکړ هغوی ته یې ور زده کړل چې څه ډول د غلامۍ د له منځه وړو په ګټه ویناوال شي. د لومړي ځل لپاره له همفکرو کسانو سره اړیکې دغه خویندې بېرته را ژوندۍ کړې.

په ۱۸۳۶ زکال کې سارا یوځل بیا د کویکرانو له خوا هغه مهال وغندل شوه چې هڅه یې کړې وه په یوه غونډه کې د غلامۍ پر ضد بحث وکړي. د مخکنو بېلګو لکه د افریقايي الاصله امریکايي ویناوالې ماریا او له بوسټون څخه د ډبلیو ستیورات وروسته ګریمکي خویندې د متحده ایالانو له لومړنیو ښځینه ویناوالو څخه وې. په پیل کې هغوی یوازې «په صالون دننه» ښځینه غونډو کې ویناوې کولې او د ښځو د حقونو یادونه به یې په کې کوله. علاقه مند نارینه به ډېر مهال په پټ ډول دغو غونډ ته تلل. [۱۰][۱۱]

له دې امله چې دوی په زیاته کچه اورېدنکي ځان ته جلب کړل، ګریمکي خویندو د مختلطو نندارچینانو (نارینه او ښځینه) پر وړاندې په خبرو کولو پیل وکړ. هغوی ټولنیز قراردادونه د د غو دوه مواردو له مخې وننګول: لومړی، د غلامۍ ضد خوځښت له اړخه خبرې کول چې هغه مهال یې پلویان نه لرل. په مطبوعاتو کې د دغې موضوع د ویلو له امله ډېری نارینه ویناوال له نیوکو سره مخ شول. دویم د وګړو د  ډلو پر وړاندې د هغوی وینا کول له نیوکو سره مل و ځکه هغه مهال دې باور شتون درلود چې دغه چاره د ښځو لپاره مناسبه نه ده. یو شمېر وزیرانو د سپېڅلي کتاب په استناد سره لیک ولیکه او دغه خویندې یې «د ښځو لپاره له مناسب چوکاټ » څخه د راوتو له امله چې په سکوت او اطاعت سره یې ځانګړی کاوه؛ ورټلې. دغو خویندو درک کړه چې ښځې تر ظلم او استبداد لاندې دي او له واک ترلاسه کولو پرته نه شي کولای د ټولنې تېروتنې اصلاح کړي. هغوی په سخت سرو فیمینېستانو واوښتې.

انجلینا ګریمکي د سویل له عیسوي مېرمنو څخه د غوښتنې (Appeal to the Christian Women of the South ، ۱۸۶۳ زکال) تر نامه لاندې خپله لومړۍ رساله ولیکله څو سویلي ښځینه وهڅوی د سپین پوستو ښځو او همدارنګه غلامو تورپوستو ښځینه و په خاطر د غلامۍ پر ضد خوځښت سره مل شي. هغې له سویلي ښځینه و څخه دغه غوښتونه د خورګلوۍ په معقول غږ سره وکړه. هغې خپله مقاله په دې سره پیل کړې وه چې غلامي د متحده ایالاتو د خپلواکۍ له اعلامیې او د عیسی(ع) له لارښوونو سره په ټکر کې ده. هغې هم غلامانو او هم ټولنې ته د دغې موضوع د زیانونو په اړه لیکلي و. هغې غلامانو ته د لوستلو ور زده کولو او د خپلې رسالې د لوستونکو له خوا یې د امکان په صورت کې د هر غلام له آزادۍ ملاتړ کاوه. په داسې حال کې چې غلامانو لرونکو ایالتونو دغه دواړه اقدامات منع او یا هم محدود کول، خو هغې له خپلو لوستونکو غوښتل چې ناسمو قوانینو ته پام ونکړي او هغه څه چې سم ورته ښکاري ترسره کړي. هغې خپله دغه لیکنه د لوستونکو په دې هڅونې سره پای ته ورسوله چې «پورته شۍ او ځانونه د دغې لویې اخلاقي شخړې لپاره چمتو کړۍ».

سرچينې[سمول]

  1. United States. National Park Service. "Grimke Sisters." U.S. Department of the Interior, October 8, 2014. Accessed:October 14, 2014.
  2. Birney, Catherin H. The Grimké Sisters. Kessinger Publishing, LLC (June 17, 2004)
  3. Pery (2002), p. 24
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Perry 2002), p. xi
  5. Perry (2002), p. 2
  6. Perry (2002), p. 1
  7. Perry (2002), p. 2 Lerner gives a somewhat different version, in which her father said "she would have made the greatest jurist in the country." Lerner (1998) p. 25
  8. Birney, Catherine H. (1885). The Grimke Sisters Sarah and Angelina Grimke: The First American Women Advocates of Abolition and Women's Rights. New York: Boston, Lee and Shepard. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په September 19, 1835 باندې). Letter to "Respected Friend".
  10. Richardson, Marilyn (1987). Maria W. Stewart, America's First Black Political Writer. Bloomington: Indiana University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-253-36342-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lerner, Gerda (1998). The Grimke Sisters from South Carolina: Pioneers for Women's Rights and Abolition. New York: Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)