ګرامر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ژبې ګرامر د ژبې د جوړښت علمي تشریح ده او د ژبپوهنې د یوې سترې برخې توګه په ځان کې فونولوژي، مورفولوژي، سنټکس، ماناپوهنه، او متن پوهنه را نغاړي.

د ګرامر کلمې بنسټ له لاتیني (Grammatike) ریښې څخه را وتلې ده په انګلیسي کې ورته (Grammar) وايي او په اصطلاح د ژبپوهنې هغه څانګه ده چې د ژبې مورفولوژیک (صرفي) او نحوي (سنټکس) ساختمان او جوړښت تر څېړنې او مطالعې لاندې نیسي.

د یوې ژبې د لغاتو د تغیر شکلونه، د هغوی ترکیب، د جملو جوړښت، او څرنګوالی مطالعه او تشریح کوي. په ګرامري څېړنو کې ژبه د ګرامر تابع نه ګرځول کیږي بلکې ګرامر د ژبې قواعد څرنګه چې د هغې اصلي ویونکي او غږیدونکي استعمالوي راباسي تشریح کوي یې.

په نړۍ کې داسې څوک نه دي لیدل شوي چې تر یوې ژبې د مخه یې د همغې ژبې لپاره ګرامر لیکلی وي او نه داسې یو کار امکان لري.

ګرامر د تاریخ په اوږدو کې بېلابېلې مرحلې تېرې کړي دي.

د ژبې ګرامرونه د بېلابېلو میتودونو او تیوریو له مخې زیات ډولونه لري.

چې په عمده توګه په دریو کټه ګوریو ویشل کیږي:

۱- کلاسیک او دودیز ګرامرونه.

۲- پرتلیزه تاریخي ګرامرونه.

۳- تشریحي او ساختماني ګرامرونه.

معاصر ګرامر لیکونکي هڅه کوي چې ژبه په هغه ډول تشریح کړي څنګه چې ده.

دوی د علمي څېړنو او مطالعاتو له مخې د یوې ژبې د قواعدو تطبیق پر بله ژبه باندې سم نه بولي ځکه هره ژبه ځانته بېل بېل خصوصیات او ځانګړتیاوې لري او نشو کولای د یوې ژبې اساسات پر بله ژبه باندې سل په سل تطبیق کړو.

پخوانی نوم یې ګرامر وو خو د شلمې پېړۍ ژبپوهانو ورته د ژبپوهنې اصطلاح وضع کړه او پښتو کې ورته (پښویه) وايي اوس د تشریحي ژبپوهنې د یوې سترې ځانګې په نوم یادیږي.

پښتو ژبه کې د ګرامر مخینه

که د ګرامر د مطالعې تاریخچې ته په غور سره ولیدل شي، نو له دې حقیقت څخه سترګې نه شي پټیدای چې د ګرامر خورا اساسي او پخه مطالعه د لومړي ځل لپاره د اریانا (پخواني افغانستان ) په ختیځه سیمه کې د هغه وخت ستر ګرامر لیکونکي له خوا پیل شوې وه.

دا ګرامر لیکونکی مهاریشي پاڼیڼي دی چې د اټک د سیند په غاړه یې د (۴۰۰ ق - م) په شا او خوا کې ژوند کاوو پاڼیڼي دغه ګرامر په ډېر مهارت او استادانه ډول ولیکه.

د یو امریکايي عالم (لیونارډ بلوم فیلډ) په اند دغه ګرامر یو سوچه تشریحي او غیر فلسفي ګرامر دی چې تر دې وخته د ژبې په تشریحي ګرامرونو کې ډېر عالي او اوچت ګرامر ګڼل کیږي چې له بده مرغه د زمانې د حوادثو او ناخوالو له امله یې یوه نسخه هم نه ده موجوده او یواځې نوم یې را پاتې دی په پښتو ژبه کې د لومړي ځل له پاره په دولسمه هجري پیړۍ کې پیل شوې ده لومړی پښتنون شاعر پیرمحمد کاکړ و چې د پښتو درسي کتاب (معرفت الافغاني) یې د احمد شاه بابا زوی شهزاده سلیمان ته ولیکه چې دا د پښتو ګرامر لیکنې لومړنۍ نیمګړې هڅه وه له دې وروسته د ګرامر لیکنې لړۍ روانه وه چې دا دی تر نن ورځې راورسیده.

له ده وروسته بیا په پښتو ژبه کې ګڼ شمیر لیکوالانو او ګرامر پوهانو په دې برخه کې کتابونه وکښل چې له دې ډلې څخه یو هم علامه پوهاند صدیق الله ریښتین دی چې ګڼ شمیر ګرامري کتابونه یې ولیکل د پښتو ژبې ګرامر یې د کاونډیو ژبو له ګرامر سره سیال کړ ده په ګرامر کې کره او هر اړخېزې څېړنې وکړې کره ګرامري قواعد یې رامنځ ته کړل چې دا په هغه وخت کې یو ستر نوښت وو.

اوس مهال پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار دی چې په دغه برخه کې د زړه له تله کار کوي او بې ساري خدمتونه یې په دې برخه کې پښتو ژبې ته کړي دي.

سرچينه[سمول]

ترتیب او څېړنه: صدیق الله افغان