ګرافيټي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګرافيټي چې مفرده بڼه يې هم ګرافيټي يا ګرافيټو ده، وروستۍ هغه يې د استثنا په توګه لرغونپوهنه کې کارول کېږي. ګرافيټي هغه هنر دی، چې په عمومي ډول له اجازې پرتې او د خلکو په نظر کې، پر دېوال يا بله سطحه باندې ليکل کېږي، رنګول کېږي يا رسمېږي. ګرافيټي له ساده ليکل شويو ويوکو څخه نيولي تر پراخه دېوالي رنګماليو پورې دي او له لرغونو وختونو راهيسې شته، چې د ځينو بېلګو نېټه يې لرغوني مصر، لرغوني يونان او د روم سترواکۍ ته رسېږي. [۱]

ګرافيټي يوه د بحث وړ او جنجالي موضوع ده. په زياتره هېوادونو کې له اجازې څخه پرته د ملکيت په نښه کول يا رنګول د هغوی د څښتنانو يا ملکي چارواکو له لورې د بدرنګولو يا له علم او هنر سره د دښمنۍ په توګه ګڼل کېږي، چې د سزا وړ جرم دی او يادونه کوي، چې ګرافيټي د کوڅه ډبو خلکو کار دی، چې د بريد یا سيمې د په نښه کولو يا د ناوړه خلکو اړوند فعاليتونو د شاخص په توګه د خدمت کولو په موخه له ګرافيټي څخه ګټه پورته کوي. ګرافيټي د صنعتي هېوادونو په زياتره ښارونو کې د يوې وده والې ښاري ستونزې په توګه راڅرګنده شوې ده، چې د ۱۹۷۰ز لسيزې په لومړيو کې د نيويارک ښار له ځمکتلي سيستم او فلادلفيا څخه، د متحده ايالتونو پاتې برخو، اروپا او د نړۍ نورو سيمو ته مخ په خپرېدلو ده.  [۲][۳]

ارپوهنه[سمول]

په عمومي ډول د مفرد او جمعې دواړو لپاره «ګرافيټي» او خورا لږه کارېدونکې مفرد «ګرافيټو» بڼې، له ايټالوي ګرافياټو “graffiato” (کرښه يا تراش شوې) ويي څخه اخېستل شوي دي. د ګرافيټي اصطلاح د هنر په تاريخ کې هغو هنري کارونو ته کارول کېږي، چې د په يوه سطحه باندې د نقشې يا ډيزاين د ګرولو [ليکې يا کرښې پرې کول] په واسطه توليد شوي وي. د دې اړوند اصطلاح سګرافيټو “sgraffito” ده، چې د رنګ د يو پوړ له لارې د ليکو يا کرښو کولو ته وايي، چې ورڅخه لاندې د بلې سطحې د ښکاره کولو په موخه تر سره کېږي. دا تخنيک په لومړيو کې د کولالانو له لورې کارول کېده، چې خپلو سيمونو ته به يې د ښيښې استر ورکاوه او بيا به يې ورسره يو ډيزاين کاوه. ګرافيټي په لرغونو وختونو کې د تېره څيز په مرسته دېوالونو باندې کيندل کېده، که څه هم ځينې وختونه له ډبرو سکارو يا تباشير څخه ګټه اخيستل کېدله. ياد ويی له يوناني «γράφειν» - «ګرافين» څخه سرچينه اخلي، چې د «ليکلو» په معنا سره دی. [۴][۵][۶]

تاريخچه[سمول]

د ګرافيټي “graffiti” اصطلاح په اصل کې د لرغونو قبرونو يا کنډوالو پر دېوالونو باندې موندل شويو ليکنو، د څېرې رسمونو او داسې نورو ته اشاره کوي؛ لکه څرنګه چې د روم په هديرو يا پمپي کې دي. ياد ويی د هر هغه کښنيز يا ګرافيک رانغاړلو په موخه کارول کېږي، چې په سطحو باندې په داسې ډول کارول شوی وي، چې حيوانيت يا له علم او فن سره دښمني جوړوي. [۷]

د صافايتي ژبې (چې د عربې لرغونې بڼه ده) يوازينې څرګنده سرچينه، له ګرافيټي څخه ده: د سويلي سوريې، ختيځ اردن او شمالي سعوري عربستان په خورا تور مرمر لرونکې دښته کې، د تيږو او د تيږو دړو په مخ باندې کښل شوې ليکنې. د صافايتي ژبې تاريخ له لومړۍ مخزېږديزې پېړۍ څخه تر څلورمې زېږدېزې پېړۍ پورې رسېږي. [۸][۹]

د ګرافيټي معاصر ډول[سمول]

د ګرافيټي د معاصر ډول لومړنۍ پېژندل شوې بېلګې، د لرغوني يونان په ايفيسس ښار (ننۍ ترکيه) کې دي. ځايي لارښود وايي، چې دا [ګرافيټي] د بدلمنۍ لپاره اعلان دی. هغه ګرافيټي چې په وړو وړو رڼو او ډبرينو ټوټو له جوړې شوې پلې لار سره نږدې دي، يو لاسي چاپه په ډاګه کوي، چې د يو پل، يوې ګڼې او د يوې ښځې د کيندل کاري شوي سر تر څنګ، په تت يا ناڅرګند ډول د زړه له انځور سره ورته والي لري.

لرغونو روميانو د کيندل کارۍ له لارې پر دېوالونو او تاريخي اثارو باندې ګرافيټي تر سره کړه، چې بېلګې يې په مصر کې هم شته. په کلاسيک نړۍ کې ګرافيټي د منځپانګې په اړه د ننۍ ټولنې په پرتله بېل مفاهيم درلودل. لرغونې ګرافيټي د نن ورځې د نامتو ټولنيزو او سياسي خيالاتو د نامتو پيغامونو په پرتله، د مينې څرګندونې، سياسي بيان او د فکر د ساده ويوکو اړوند څرګند کړل. په پمپي کې د ويسووييس “Visuvius” په نوم په پام کې نيول شوې ګرافيټي له مينځه وړل، چې په کې لاتيني ښکنځلې، جادويي منترونه، د مينې څرګندونې، سپکاوي، الفبا، سياسي شعارونه او نامتو ادبي نکلونه شامل وو؛ د لرغوني روم د سړک يا کوڅې ژوند په ډاګه کوي. يوه ليکنه د نيوسيريا سيمې د نوويليا پرېمېجينيا نومي بدلمنې ښځې ادرس يا درک په ډاګه کوي، چې ډېره ښکلې وه او ډېر مينه وال يې درلودل. يوه بله ليکنه د نارينه تناسلي اله څرګندوي، چې د «په پاملرنې سره يې وکاروئ» متن ورسره کښل شوی و.

په لرغوني دوره کې ناهيلې مينې هم دېوالونو ته لاره ومونده:

هر څوک چې مينه کوي، جهنم ته ځي. زه غواړه په يو لرګي سره د زهره [معشوقې] پښتۍ ورماتې کړم او د هډوکي يې مات کړم.

که هغه زما پالونکی زده ماتولی شي؛

نو زه يې ولې په سر ونه وهم؟

-       “CIL IV, 1824”

لرغونو سیلانيانو چې د سريلانکا په سيګيريا کې د پينځمې پېړۍ له پوځي کلا څخه ليدنه کوله، هلته يې د ۶ او ۱۸ پېړيو تر منځ له ۱۸۰۰ څخه زيات ګرافيټي وليکل. د ښيه يي دېوال پر سطحه کيندل شويو ګرافيټي ليکنو يې د نثر، شعر او تبصرې ټوټې درلودې. ډېری دا سيلانيان داسې برېښي چې د ټولنې له شاهي کورنۍ، چارواکو، مسلکي پوهانو او روحاني روڼ اندو يا اشرافو څخه وو. دوی سرتېري، غشي ويشتونکي او ان ځيني فلزکاران هم وو. موضوعګانې يې له مينې څخه نيولې تر طنز، ښکنځل کولو، پوهې او وير کولو تر کچې وې. زياتره ګرافيټي ليکنې يې د لوست يوه خورا لوړه کجه او د هنر او شاعرۍ ژوره پوهه [نمانځنه] څرګندوي. ډېری ګرافيټي چې هلته موندل شوي دي، د نيمه لغړ ښځينه وو نقاشيو ته اشاره کوي.

د شبنم په يخو څاڅکو سره لوند

د ګلانو په عطرو سره خوږ وږمه

نری نسيم راغی

ياسمين او ډنډ ګلی [نيلوفر]

د پسرلي د لمر ځلېدلو کې نڅېږي

د اړخ لنډ نظرونه

د طلايي رنګ شويو پېغلو

زما په فکرونو باندې وار کوي

په خپله جنت زما ذهن نه شي نيولی

ځکه چې د يوې نجلۍ له لورې نيول شوی دی

هغه چې ما د دلته د پينځه سوه نورو نجونو په منځ کې ليدلې ده

د لرغونو سياسي ګرافيټي بېلګو له ډلې يو هم عربي طنزي شعرونه وو. يزيد الحميري چې يو اموي عرب او پارسي ژبی شاعر و، د ساجيستان او بارسا سيمو تر منځ دېوالونو باندې د سياسي شاعر د لیکنې له امله خورا پېژندل شوی شخص و، چې د اموي نظام او د هغه د واليانو په اړه يې پياوړې کرکه څرګندوله او خلکو هم د نوموړي دا ډول ليکنې په پراخه کچه لوستلې او خپرولې. [۱۰]

د لوست کچه چې زياتره په ګرافيټي کې څرګنده ده[سمول]

د ګرافيټي تاريخي بڼو د تېرو کلتورونو د ژوند ډولونو او ژبو په اړه پوهاوي تر لاسه کولو کې مرسته کړې ده. په يادو ګرافيټيو کې لفظي او ګرامري تېروتنې، رومي وختونو کې د لوست کچې په اړه بصيرت وړاندې کوي او د وييزې لاتينې ژبې د تلفظ په اړه نښې نښانې برابروي. بېلګې يې “CIL IV, 7838”: « Vettium Firmum / aed[ilem] quactiliar[ii] [sic] rog[ant]» دي. په دې ځای کې “qu” د “co” په توګه لوستل کېږي. په “CIL IV, 4706-85” کې د ګرافيټي ۸۳ موندل شوې ټوټې د ټولنې په کچو د ليک او لوست د وړتيا ثبوتونه دي، چې لوست په کې ښايي د تمې وړ نه وي. يوه ګرافيټي د ستونونو د رديف په بڼه څرګندېږي، چې د معمار کريسسينس له لورې د ويسيووييس د راپورته کېدنې په وخت کې د بيا موډل کېدلو په حال کې و. يادې ګرافيټۍ د کارګرانو د مشر او خپله کارکونکو له لورې پرېښودل شوې وې. په “CIL VII, 12, 18-20” کې فاحشه خانه له ۱۲۰ څخه زياتې ګرافيټي ټوټې لري، چې ځينې يې د بدلمنو ښځو او د هغوی د مينه والو کارونه وو. په “CIL IV, 4397” کې ګلادياتوري پوهنځی په ګرافيټي ليکنو سره چټل شوی و، چې د سيلاډس کريسينس په نوم د پياوړي شخص له لورې پاتې وې.

سرچينې[سمول]

  1. American Heritage Dictionary
  2. "Why Gang Graffiti Is Dangerous—Los Angeles Police Department". www.lapdonline.org (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ فبروري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Caves, R. W. (2004). Encyclopedia of the City. Routledge. د کتاب پاڼې 315. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. The Italian singular form "graffito" is so rare in English (except in specialist texts on archeology) that it is not even recorded or mentioned in some dictionaries, for example the Longman Dictionary of Contemporary English and the Cambridge Advanced Learner's Dictionary.
  5. American Heritage Dictionary
  6. "graffiti | Origin and meaning of graffiti by Online Etymology Dictionary". www.etymonline.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "How Old Is Graffiti?". Wonderopolis. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. dan. "Ancient Arabia: Languages and Cultures—Safaitic Database Online". krc2.orient.ox.ac.uk (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ فبروري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. dan. "The Online Corpus of the Inscriptions of Ancient North Arabia—Safaitic". krc.orient.ox.ac.uk (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ فبروري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. حسين مروّة، تراثنا كيف نعرفه، مؤسسة الأبحاث العربية، بيروت، 1986د سرچينو د ښودلو اړتيا ده from October 2014[]