Jump to content

ګایاتري چکراورتي سپيواک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګایاتري چکراورتي سپیواک ایف بي اې ( د کال ۱۹۴۲ د فبرورۍ په ۲۴ کې زېږېدلې) یوه هندۍ پوهانده، ادبې نظریه جوړونکې او ښځینه منتقده ده. هغه د کولمبیا په پوهنتون کې پروفیسوره او د پرتلیزوادبیاتو او ټولنې د انستیتوت له بنسټ ايښودونکو څخه ده. [۱][۲]

له استعمار وروسته د یوې نفوذ لرونکې  روڼ آندې په توګه پېژندل شوې سپیواک د هغې د (( ایا مادون خبرې کولای شي)) په نامه مقاله او د جاکوس دیریدا  دې لا ګراماتولوژې Jacques Derrida's De la grammatologie  ( جا کوس یو الجیریا الاصله فرانسوی فیلسوف و) د ژباړې او معرفی له امله مشهوره ده. هغه د مها سیویتا دیوي ډیر آثار انګلیسی ژبې ته ژباړلي او د هغه په ژوند او لیکلو په طرز یې یاددښتونه لیکلي په تیره بیا د هغه د خیالي نقشې او د سینې کیسې کتاب په اړوند یې ياددښتونه لیکلي. [۳][۴]

هغې ته د کال ۲۰۱۲ په آرت او فلسفه کې د کیوتو جایزه له دې امله ورکړل شوه چې هغه یوه منتقده تیوري جوړونکې او ښوونکې وه چې د بشر په ملاتړ یې  په نړۍ کې د معنوي استعمار په ضد خبرې کړې دي. په کال ۲۰۱۳ کې هغې د هند له دولت څخه د پادما بوشان دریمه درجه ملکي جایزه ترلاسه کړه. که څه هم هغې له وروستې استعمار سره اړیکې درلودې خو هغې له دې برخې څخه خپل بیلتون په خپل کتاب کې  چې له استعمار څخه وروسته عقل نومېږي او په ۱۹۹۹ کې خپور شو تصدیق کړ. د هغې (( له استعار وروسته د مطالعاتو میراث څنګه د اوسنې استعارپه هکله فکر کوي)) په نامه مقاله چې د جانس ان بوند د نقدی مطالعاتو په ژورنال کې خپره شوه هغې ته ښه مقام ورکړ.  [۵][۶][۷][۸][۹]

ژوند[سمول]

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

سپیواک د ګایاتری چکراورتي په نامه  د هند په کلکته کې د پارېس چندرا (پلار) او سیوانی چکراورتي ( مور) په کور کې وزېږېده. د سنټ جان دیوسیسن د نجونو په لېسه کې له زده کړو بشپړولو وروسته هغه په کلکته کې پریزدینسې په کالج کې چې د کلکتې د پوهنتون تر ادارې لاندې و شامله شوه او په کال ۱۹۵۹ کې ترې فارغه شوه. [۱۰]

سپیواک دوه ځله واده کړی. لومړی واده یې له تلبات سپیواک ( ۱۹۶۴ـ۱۹۷۷) او دویم واده یې له باسودي چاترجی سره و. هغه ماشومان نه لري. [۱۱]

د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونه[سمول]

په کال ۱۹۵۹ کې، له فارغېدو وروسته، هغه د انګلیسي ژبې د ښوونکې په توګه چې په یوه اونۍ کې یې ۴۰ ساعته درس ورکاوه دنده پیدا کړه. د هغې د ام اې د درجې تیزس له ام اچ ابرام  ( یو امریکایي ادبي منتقد ) سره د وردس ورت ( یو انګرېزی شاعر او ادیب ) د بې ګناهې د استا‌ذولۍ په هکله و. په کال ۱۹۶۱ کې سپیواک د امریکا  په کومېل پوهنتون کې د انګلیسي ژبې د فراغت له پروګرام سره یوځای شوه. هغې امریکا ته د دې پروګرام کې ګډون له پاره په هغو پیسو سفر وکړ چې په اصطلاح د ژوند د ګرو کولو پروګرام څخه یې په پور اخیستې وې. په کال ۱۹۶۲ کې چې نوره ونه توانېده د انګلیسي ژبې دپارتمنت څخه مالي مرسته تر لاسه کړي، هغه د پرتلیزو ادبیاتو په نامه یوه بل پروګرام ته لاړه که څه هم په فرانسوي او جرمني کې یې بشپړ چمتو والی نه درلود.  د هغې دیسرتشن د نوموړي پروګرام لومړي دایرکتر پاول دي من تر لارښوونې لاندې د (( زه باید خپل ځان بیا جوړ کړم)) : د دبلیو بي ییتز ( یو ایرلندی شاعر او ډرامه لیکونکی و)  ژوند او شاعري په نامه و. په ۱۹۶۳ او ۱۹۶۴ کې، د کمبریج د ګیرتون کالج ته د یوې تحقیق کوونکې زده کوونکې په توګه لاړه او هلته یې پروفسیور ټي آر هېن تر لارښوونې لاندې د ييتز په شاعرۍ کې د غزلي موضوع د پرمختګ د بیا ښودلو په هکله لیکنه وکړه. هغې د کال ۱۹۶۳ په دوبي کې د آیرلند په سلیګو کې د دوبي په ښوونځي کې د (( ییتس او د مرګ موضوع )) په نامه وړاندې کړه. ( هغه هلته په کال ۱۹۸۷ کې د ییتز اوسنې ځای ځایګي ته ستنه شوه ). [۱۲]

د کال ۱۹۶۵ په مني کې، سپیواک د لووا په پوهنتون کې د انګلیسي ژبې په دپارتمنت کې مرستیاله پروفیسوره شوه هغې په کال ۱۹۷۰ کې خپل موقف تر لاسه کړ. هغې د خپل  د داکترۍ دیزرتشن خپور نه کړ بلکه تصمیم یې ونیو چې د ییتس په اشعارو د نقد یو کتاب ولیکي چې دهغې د لسانس دورې زده کوونکو ته پرته له دې چې د دې فکری موقعیت  ته زیان ورسوي دلاس رسي وړ وي. د دې پایله د هغې لومړی کتاب و چې د تنکیو ځوانانو لپاره لیکل شوی و چې نوم یې (( زه پخپله باید ځان بیا جوړ کړم)): د دبلیو بي ییتس ژوند او  شعرونه.[۱۳]

په کال ۱۹۶۷ کې، د ځان د  رغولو لپاره د منظمو هڅو په لړ کې، سپیواک یو کتاب واخیست چې د لا ګراماتولوژي نومیده او لیکوال یې داسې څوک وه چې ده نه پېژانده. دې وپتیله چې دا کتاب وژباړي او په هغه یې د ژباړن یوه اوږده سریزه ولیکله. دا خپرونه په فوري توګه یو بری و، او د(( ژپاړن سریزه)) په نړۍ کې د ادبي نقد د فلسفي د پېژندلو په توګه یې  استعمالېدل پیل شول او د دې کتاب لیکوال جاکوس دریدا و چې سپيواک په کال ۱۹۷۱ کې ورسره لیدلي و. [۱۴]

په کال ۱۹۷۴ کې، سپيواک د لووا د پوهنتون د پرتلیزو ادبیاتو په دپارتمنت کې د  MFA  ( دښکلو هنرونو ماسترۍ) اساس کېښود. راتلونکي کال کې هغه د پرتلیزو ادبیاتو د څانګې مشره شوه او استادۍ ته یې ارتقا وکړه. په کال ۱۹۷۸ کې، هغه د شیکاګو په پوهنتون کې د انساني علومو ملي پروفیسوره وه. هغې له دې وروسته  د هستوګنه لرونکي  او لیدونکې ډیرې استادۍ او فیلوشیپونه تر لاسه کړل. په کال ۱۹۷۸ کې، هغه  په استین کې  تکزاس پوهنتون ته د د انګلیسي ژبې او پرتلیزو ادبیاتو د استادې په توګه لاړه. [۱۵]

له ۱۹۸۰ څخه تر اوسه[سمول]

په کال ۱۹۸۲ کې، هغه د ایموري په پوهنتون کې د انګلیسي او پرتلیزو ادبیاتو دا لانګ ستریت پروفېسورې استادې په توګه وګمارل شوه. په کال ۱۹۸۶ کې، هغه د پیتسبرګ په پوهنتون کې د انګلیسي ژبې  لومړنۍ میلون پروفیسوره  شوه اوهلته یې د کلتورې مطالعاتو پروګرام جوړ کړ. له ۱۹۹۱ څخه را په دې خوا، هغه  د کولمبیا د پوهنتون د یوې فاکولتې د غړې او د اوالون د بنسټ پروفیسوره ده چې په انساني علومو کې تدریس کوی اوهمدلته  هغه په کال ۲۰۰۷ کې د انساني علومو پروفیسوره شوه. له کال ۱۹۸۶ څخه را په دېخوا، سپيواک د لویدیځ بنګال او بیحار/ جارخند تر منځ په سرحد کې د بې ځمکې او نالوسته ځوانانو او کوچنیانو په روزنه او تدریس کې ښکېل ده.  دا ډول دوامداره هڅه د دې لپاره وه چې تر څو هغې معرفت پېژندنې ته لاس رسی پیدا شي چې د کیست د سیستم ( داسیستم په هند کې د اجتماعي طبقه بندۍ نمونه اي توکمیز مثال دي) د زرونو کلونو ظلم په واسطه زیانمن شوی دی او سپیواک ته یې دا موکه ورکړه چې د نړي په وضعیت اود های تیوری  ( لوړې نظریې) په محدودیتونو په واضحه توګه  پوه شی. په کال ۱۹۹۷ کې، د هغې ملګري لور میتزګر، چې په جرمني کې د نازي دولت څخه ژوندۍ پاتې وه دې ته لس زره ډالره ورکړل ترڅو په کلیوالو سیمو کې د ښوونې اوروزنې په برخه کې مرسته وکړي. هغې له دې پیسو سره د خپلې کیوتو د جایزې د پيسو ډیره برخه یو ځای کړه او د کلیوالي ښوونې روزنې لپاره یې د پارېس چندرا او سیوانی چکراورتي یادګاري بنسټ جوړ کړ.

کار[سمول]

سپيواک د دیراید د دیرا ګراماتولوژي د کتاب د ژباړې له امله چې په هغه کې د ژباړې مقدمه هم شامله وه او په هغه کې (( د ځان د انعکاسولو لپاره نوي ستندردونه تعین شوي و)) شهرت ته ورسېده. له دې وروسته د "Subaltern Studies Collective" ( د فرعي مطالعاتو مجموعه) د یوې غړې په توګه، هغې د امپریالیزم او  نړیوال فیمینیزم ( د نارینه وو او ښځو د ټولنیزو او سیاسي حقونو د تساوۍ د ملاتړ غورځنګ)  په اړوند یولړ تاریخي مطالعات او ادبې نقدونه تر سره کړل هغې ډيرۍ وخت ځان یوه عملي مارکسسته فیمینسته او ادبي منتقده بللې ده. د هغې سیاسي اخلاقي اندېښنې د هغې خلا لپاره دي چې د مادونانو له خوا ډکېږي په تېره د مادونو ښځو چې هم په  خبرو اترو متودونو او هم د لویدیځو کلتوري بنسټونو کې شاملې دي. ادوارد ساید دسپيواک د کار په اړه لیکلي، (( هغه د غیرغربي ښځو د ادب د تیورۍ په مطالعه کې مخکښه ده او د دې نقش ډير پخوانی او مرتبط راپور یې جوړ کړ چې لاهم مونږ سره شته. [۱۶][۱۷][۱۸]

آیا مادون خبرې کولای شي[سمول]

د سپيواک د (( آیا مادون خبرې کولای شي)) د کال ۱۹۸۸ مقاله ، سپیواک  دفیمینستانو هغه کتار کې راوستله چې هغوی د ښځو په باره کې د فکر کولو په وخت کې  تاریخ، جغرافیا او طبقه په پام کې نیسي. د (( آیا مادون خبرې کولای شي)) په مقاله کې سپيواک  [۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. "Gayatri Chakravorty Spivak". Department of English and Comparative Literature. Columbia University in the City of New York. خونديځ د اصلي څخه ۱۱ جنوري ۲۰۱۸. لاسرسي‌نېټه March 22, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "Spivak, Gayatri." Encyclopædia Britannica. Encyclopædia Britannica Ultimate Reference Suite. Chicago: Encyclopædia Britannica, 2014.
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. "Columbia University Professor Gayatri Spivak Selected as 2012 Kyoto Prize Laureate in Arts and Philosophy". Kyoto Symposium Organization. Kyoto Prize USA. خونديځ د اصلي څخه ۰۶ مې ۲۰۱۶. لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "Professor Gayatri Spivak Selected as 2012 Kyoto Prize Laureate in Arts and Philosophy". Columbia News. Columbia University. خونديځ د اصلي څخه ۲۱ جون ۲۰۱۶. لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۱۶. Known as the 'Nobel of the arts,' the Kyoto Prize is an international award presented annually to individuals who have contributed significantly to the scientific, cultural and spiritual betterment of mankind in categories of advanced technology, basic sciences and arts and philosophy. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "Padma Awards Announced". Ministry of Home Affairs (India). 25 January 2013. خونديځ د اصلي څخه ۱۹ نومبر ۲۰۱۸. لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Spivak, Gayatri Chakravorty (11 November 2021). "How the Heritage of Postcolonial Studies Thinks Colonialism Today". Janus Unbound: Journal of Critical Studies. 1 (1): 19–29. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)کينډۍ:Psc
  10. Landry, Donna; MacLean, Gerald, سمونګران (1996). "Reading Spivak". The Spivak Reader. New York: Routledge. مخونه 1–4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415910019. خونديځ د اصلي څخه ۰۴ جنوري ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. (په 9 February 2002 باندې). Creating a Stir Wherever She Goes. The New York Times.
  12. Landry, Donna; MacLean, Gerald, سمونګران (1996). "Reading Spivak". The Spivak Reader. New York: Routledge. مخونه 1–4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415910019. خونديځ د اصلي څخه ۰۴ جنوري ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. "Writing at Iowa | the Writing University". خونديځ د اصلي څخه ۱۷ جون ۲۰۱۹. لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. "Reading Spivak". The Spivak Reader: Selected Works of Gayatri Chakravorty Spivak. Routledge. 1996. مخونه 1–4. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415910019. خونديځ د اصلي څخه ۰۴ جنوري ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. (په 6 February 2011 باندې). Speaking to Spivak.
  18. Dinitia Smith, "Creating a Stir Wherever She Goes," Archived 1 May 2017 at the Wayback Machine. New York Times (9 February 2002) B7.
  19. Sharp, J. (2008). "Chapter 6, Can the Subaltern Speak?". Geographies of Postcolonialism. SAGE Publications. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)