ګالیله (سټلایټي نویګیشن)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګالیله د نړیوال نویګیشن سټلایټ سیستم (GNSS) دی چې په ۲۰۱۶ کال کې یې په فعالیت پیل وکړ. دا سیستم د اروپايي تولنې له خوا د اروپايي فضايي ادارې (ESA) په مټ جوړ شوی چې د فضايي پروګرام لپاره د اروپايي ټولنې د ادارې (EUSPA) له خوا اداره کېږي او مرکزي دفتر یې د چک هېواد په پراګ او دوه نور د فعالیت ځمکني مرکزونه یې د ایټالیا د فوسینو او د جرمني په اوبرپافینهوفین ښارونو کې دي. دغې ۱۰ میلیارد یورويي پروژې ته د ایټالوي ستورپېژندونکي ګالیله ګالیلي نوم ورکړل شوی دی.[۱][۲][۳][۴][۵]

د ګالیله یوه موخه دا ده چې په خپلواکه توګه د لوړ دقت لرونکي موقعیت موندنې سیستم وړاندې کړي، چې له امله به یې اروپايي سیاسي او پوځي چارواکي اړه نه وي چې د متحده ایالاتو پر GPS یا د روسیې د GLONASS پر سیستمونو باندې تکیه وکړي، چې کېدای شي د هغوی د چلوونکو (اپراتورانو) له خوا هر وخت خاموشه یا له منځه ولاړ شي. د ګالیله بنسټیز (د ټیټ دقت لرونکي) خدمات وړیا او د هر چا لپاره د کارونې وړ دي. خو په بشپړه توګه انکریپټ شوې او د لوړ دقت لرونکي خدمات یې بیا د حکومت له خوا د مجازو کاروونکو پر مخ وړیا دي. همداشان، په پام کې ده چې ګالیله به د MEOSAR د سیستم د یوې برخې په توګه د نړیوالې پلټڼې او ژغورنې (SAR) لپاره یوه نوې کارکړنه وړاندې کړي.[۶][۷][۸]

د ګالیله د GIOVE-A سپوږمکۍ لومړنۍ ازموینه د ۲۰۰۵ کال د ډیسمبر په ۲۸ مه تر سره شوه، په داسې حال کې چې د عملیاتي سیستم د یوې برخې په توګه لومړنۍ سپوږمکۍ بیا د ۲۰۱۱ کال د اکټوبر په ۲۱مه تر توغول شوې وه. ګالیله د ۲۰۱۶ کال د ډیسمبر په ۱۵مه د لومړنیو عملیاتو د وړتیا (EOC) پر وړاندې کولو پیل وکړ، چې لومړني خدمات یې په ضعیف سیګنال سره وړاندې کاوه. د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر په میاشت کې، د ګالیله څلور نورې سپوږمکۍ را انلاین شوي او د فعالو سپوږمکیو شمېر یې ۱۸ ته لوړ شو. د ۲۰۱۸ کال د نومبر په میاشت کې، FCC په امریکا کې د ګالیله کارولو ته اجازه ورکړه. د ۲۰۲۳ کال د ډیسمبر له میاشت راهیسې، ۲۳ توغول شوي سپوږمکۍ شتون لري چې په مجموع الکواکب کې فعالیت لري او پنځه نورې یې د لاسرسي وړ نه دي. تمه ده چې د سپوږمکیو راتلونکی نسل به پیل شي تر څو له ۲۰۲۵ کال وروسته عملیاتي بڼه ونیسي او د زړو تجهیزاتو پر ځای به وکارول شي، چې بیا کولای شو له هغو نه د ملاتړیزو وړتیاوو لپاره کار واخلو.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ګالیله سیستم تر GPS زیات دقت لري، چې د نجومي جدول د خپرونو پر مهال تر یو متر کم دقت لري (GPS: ۳ متره) او په فضا کې د سیګنال د خطا محدوده (SISRE) یې ۱.۶ سانتي متره ده (GPS: ۲.۳ سانتي متره، GLONASS او BeiDou: ۴-۶ سانتي متره) هغه هم کله چې د سپوږمکۍ د مدارونو او ساعتونو لپاره د ریل ټایم اصلاحات کاروي.[۱۵][۱۶][۱۷]

تاریخچه[سمول]

اصلي موخې[سمول]

په ۱۹۹۹ کال کې، د ګالیله لپاره د ESA  د دریو اصلي مرسته کوونکو (جرمني، فرانسې او ایټالیا) بېلابېل مفهمونه سره پرتله شول او د همدې دریو هېوادونو د انجینرانو د ګډ ټیم له خوا پر یوه مفهوم باندې هوکړه وشوه. د ګالیله د پروګرام پر لومړي پړاو باندې په رسمي ډول د ۲۰۰۳ کال د مۍ په ۲۶مه د اروپايي ټولنې او د اروپايي فضايي ادارې له خوا هوکړه وشوه. دا سیستم په اصل کې د ملکي کارونې لپاره جوړ شوی، چې د متحده ایالاتو د (GPS) او د روسیې د (GLONASS) او د چین د (BeiDou) برخلاف دی چې هغوی زیاتره پوځي ډوله سیستمونه دي. دا اروپايي سیستم به یوازې په کړکېچنو شرایطو (لکه وسله والو نښتو) کې د پوځي موخو لپاره وځنډول شي. ایټالیا او جرمني د ګالیله د پروګرام لومړی نسل رهبري کړ، په داسې حال کې چې فرانسه بیا د ګالیله د دویم نسل (G2G) په پراختیا کې د پام وړ رول لوبوي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

تمویل[سمول]

اروپايي کمېسیون د همدې پروژې د راتلونکې پړاو د تمویل په برخه کې ځینې ستونزې درلودې، هغه هم هغه مهال کله چې د همدې پروژې لپاره د «کلني» پلور ګڼ شمېر اټکلي ګرافونه د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې د «سر په سر جمع شوو» اټکلونو په توګه افشا شول، چې د هر کال لپاره اټکل شوو عوایدو کې د تېرو کلونو پلور هم شامل و. هغه پام چې د همدې مخ پر وده ګڼ میلیاردي یورو پروژه کې د فروشاتو اټکلونو ته وشو، نو په کمېسیون او نورو ځایونو کې یې غوغا خپره کړه او هغه دا چې دا پروګرام به و نشي کړای چې بېرته هغه پانګوونه شوې مقدار پیسې تر لاسه کړي چې پانګه والو او تصمیم نیوونکو ته یې په اړه پخوا ویل شوي و. د ۲۰۰۲ کال د جنوري په ۱۷مه، د همدې پروژې یوه ویاند وویل چې، د متحده ایالاتو د فشار او د اقتصادي ستونزو له امله ګالیله تقریباً په ټپه ولاړه ده.[۲۴][۲۵]

خو بیا هم څو میاشتې وروسته، شرایط په ډراماتیک ډول بدل شول. د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو تصمیم ونیو چې د سپوږمکۍ پر مټ د موقعیت موندنې او وخت ټاکنې د یوې بېخبینا لرل چې متحده ایالات به یې د سیاسي شخړو پر مهال په اسانۍ سره و نه تړي، ډېر زیات اهمیت لري.  [۲۶]

اروپايي ټولنې او د اروپا فضايي ادارې د ۲۰۰۲ کال د مارچ په میاشت کې هوکړه وکړه چې دا پروژه تمویل کړي، د دې پروژې کتنه په ۲۰۰۳ کال کې ځنډول شوې وه (خو بیا وروسته د ۲۰۰۳ کال د مۍ په ۲۶مه بشپړه شوه). تر ۲۰۰۵ کال پورې د همدې پروژې د پیلولو لګښت ۱.۱ میلیارد یورو اټکل شوی و. په پام کې و چې د اړتیا وړ سپوږمکۍ (په پلان کې نیول شوی شمېر یې ۳۰ و) باید د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ توغول شوي وای او تر ملکي کنټرول لاندې وای. د دې پروژې وروستی لګښت ۳ میلیارد یورو اټکل شوی و، چې په هغه کې پر ځمکه باندې بېخبیناګانې هم شاملي وي چې باید په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې جوړې شوي وای. دا پلان د شخصي شرکتونو او پانګه والو لپاره و تر څو د همدې پروژې د پلي کولو دوه پر درېیمه برخه لګښتونو کې پانګوونه وکړي، چې اروپايي ټولنې او د اروپا فضايي ادارې یې باید پاتې پیسې په خپل منځ کې سره وېشلې وای. بنسټیز ازاد خدمات یې باید پرته له کوم لګښت څخه هر هغه چا ته د لاسرسي وړ وای چې له ګالیله سره سازګار یوه اخیستونکې (ریسیور) وسیله ولري، خو یو انکریپټ شوی د لوړ بانډ ویټ پرمختللی دقیق سوداګریز خدمات په اصل کې د پیسو په ورکړې سره د لاسرسي وړ و، خو د ۲۰۱۸ کال د فبروري په میاشت کې، د لوړ دقت خدمات (HAS) (چې په E6 فریکونسي کې یې د نقطه اي موقعیت موندنې دقیق ارقام وړاندې کول) هوکړه یې وکړه چې په وړیا توګه به د لاسرسي وړ وي، خو د هویت د معلومولو خدمات یې سوداګریز پاتې شو. د ۲۰۱۱ کال تر لومړیو پورې، د همدې پروژې لګښتونه تر لومړنیو لګښتونو ۵۰ سلنه زیات وو. [۲۷][۲۸]

د امریکا له متحده ایالاتو سره تاوتریخوالی[سمول]

تمه ده چې ګالیله به د اروپايي ټولنې یوه ملکي GNSS وي، چې ټولو کاروونکو ته به د لاسرسي لرلو اجازه ورکړي. په اصل کې GPS د تر ټولو لوړ کیفیت لرونکي سیګنال کارول د پوځي کارونې لپاره خوندي ساتلی او د ملکي کارونې لپاره د لاسرسي وړ سیګنال په قصدي توګه سره ټیټ ساتل شوی. دا کار په ۱۹۹۶ کال کې د ولسمشر بیل کلینټون له خوا د یوې لارښودې تګلارې په لاسلیک کولو سره بدل او د ۲۰۰۰ کال له مۍ میاشتې را وروسته، ورته دقیق سیګنال دواړو ملکي او پوځي فعالیتونو لپاره وړاندې کېږي.[۲۹]

له کومه ځایه څخه چې ګالیله هر چا ته د تر ټولو زیات ممکنه دقیق موقعیت (تر GPS ډېر ستر) وړاندې کولو لپاره طراحي شوی و، خو د امریکا متحده ایالات له دې امله اندېښمن و چې کېدای شي دښمن د ګالیله سیګنالونه د امریکا او د هغه د متحدینو پر وړاندې په پوځي بریدونو کې وکاروي (ځینې وسلې لکه میزایل د لارښودنې لپاره له GNSSs څخه کار اخلي). د ګالیله لپاره لومړنۍ ټاکل شوې فریکونسي د دې لامل ګرځېده چې د امریکا متحده ایالتونه و نشي کړای چې د ګالیله سیګنالونه له خپل GPS سیګنالونو سره له تداخل پرته وتړي. د امریکا متحده ایالتونو نه غوښتل چې له GPS سره د خپل GNSS وړتیا له لاسه ورکړي، په داسې حال کې چې دښمنان یې د GNSS له کارولو څخه محرومول. کله چې له ګالیله سره د چینایانو له لېوالتیا خبر ورکړل شو، نو ځینې امریکايي چارواکي سخت په تشویش کې شول.[۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. "Galileo Initial Services". gsa.europa.eu. 9 December 2016. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "On a Civil Global Navigation Satellite System (GNSS) between the European Community and its Member States and Ukraine" (PDF). خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۰۸ فبروري ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. (په 10 September 2012 باندې). The opening ceremony of GSA Agency's headquarters was attended by VIPs in space activities and satellite navigation. czechspaceportal.cz.
  4. . Brexit is breaking up Europe's €10 billion plan to launch a new constellation of satellites. Quartz.
  5. "Galileo navigational system enters testing stage". Deutsche Welle. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. (په 12 April 2010 باندې). Why Europe needs Galileo. ESA
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. "EU Space Policy: Galileo". European Commission Defense Industry and Space. European Commission. خونديځ د اصلي څخه ۰۲ جنوري ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. . Galileo Future and Evolutions. European Space Agency
  10. (په 26 October 2018 باندې). Four more Galileo satellites brought online. Euspa.europa.eu.
  11. (په 19 November 2018 باندې). FCC approves use of Galileo in the US. Galileo
  12. "Constellation Information | European GNSS Service Centre". www.gsc-europa.eu. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "Galileo Elliptical Auxiliary Satellites Removed from Service". Inside GNSS. 23 February 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Hadas, Tomasz; Kazmierski, Kamil; Sośnica, Krzysztof (7 August 2019). "Performance of Galileo-only dual-frequency absolute positioning using the fully serviceable Galileo constellation". GPS Solutions. 23 (4): 108. Bibcode:2019GPSS...23..108H. doi:10.1007/s10291-019-0900-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. . After 13 years, Galileo satellite navigation complete at last. De Ingenieur.
  16. Kazmierski, Kamil; Zajdel, Radoslaw; Sośnica, Krzysztof (2020). "Evolution of orbit and clock quality for real-time multi-GNSS solutions". GPS Solutions. 24 (111). Bibcode:2020GPSS...24..111K. doi:10.1007/s10291-020-01026-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Bury, Grzegorz; Sośnica, Krzysztof; Zajdel, Radosław; Strugarek, Dariusz (2020). "Toward the 1-cm Galileo orbits: challenges in modeling of perturbing forces". Journal of Geodesy. 94 (16): 16. Bibcode:2020JGeod..94...16B. doi:10.1007/s00190-020-01342-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Modola, Pino (23 November 2007). "Italy and Germany make step towards Galileo satellite navigation programme financing resolution". flightglobal.com. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Johnson, Christine (June 2004). "U.S., EU to Sign Landmark GPS-Galileo Agreement". Wayback Machine. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جنوري ۲۰۱۲ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. "Italy and Germany reach agreement on Galileo contributions". cordis.europa.eu. 1 April 2003. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. "Satellites Galileo : Thales se taille la part du lion". 20 July 2023. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  23. "Thales Alenia Space will play a major role on-board Galileo 2nd Generation and will boost performances and cybersecurity for the constellation". Thaes Alenia Space. 3 March 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Sample, Ian (8 December 2003). "Europe and US clash on satellite system". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Van Der Jagt, Culver "Galileo: The Declaration of European Independence" a presentation at the Royal Institute of Navigation 7 November 2001
  26. Johnson, Chalmers (2008). Nemesis: The Last Days of the American Republic. Holt. د کتاب پاڼې 235. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8050-8728-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. کينډۍ:Cite conference
  28. (په 1 February 2011 باندې). Completing Galileo To Cost $2.5 Billion.[مړه لينکونه]
  29. کينډۍ:Citation-attribution
  30. (په December 2002 باندې). EU, U.S. split over Galileo M-code overlay. GPS World. FindArticles.com
  31. (په 24 October 2004 باندې). US Could Shoot Down EU Satellites if Used by Foes in Wartime. AFP
  32. Giegerich, Bastian (2005). "Satellite States – Transatlantic Conflict and the Galileo System". Paper presented at the annual meeting of the International Studies Association, Hilton Hawaiian Village, Honolulu, Hawaii, Mar 05, 2005. Unpublished Manuscript. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)[مړه لينکونه]