کیڼ اړخي سوسیالیستي انقلابیان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کيڼ اړخو سوسیالیستي انقلابیانو ګوند (په روسۍ ژبې: Партия левых социалистов-революционеров-интернационалистов)  انقلابي سوسیالیستي سیاسي دریځ لرونکی ګوند و، چې د روسیې د انقلاب په لړ کې رامنځته شوی و.

په ۱۹۱۷ ز کال کې سوسیالیست انقلابي حزب د فبروري له انقلاب نه وروسته د روسیې د تاسیس شوي موقت حکومت د پلویانو او هغو کسانو تر منځ ووېشل شو، چې له بلشویکانو نه یې ملاتړ کاوه، او د موقت حکومت د راپرځېدو غوښتونکي او دغه راز کنګرې ته د واک سپارلو پلویان و. هغه شورویان چې د موقت دولت ملاتړ کولو ته یې دوام ورکړ، هغه د ښي اړخو انقلابي سوسیالیستانو په نامه مشهوره شوو. حال دا چې هغه کسان چې له بلشویکانو سره مل وو، هغوئ بیا د کیڼ اړخو انقلابي سوسیالیستانو په توګه وپېژندل شوو. د اکتوبر میاشتې له انقلاب وروسته کیڼ اړخو انقلابي سوسیالیستانو د ۱۹۱۷ ز کال له نومبر میاشتې نه تر د ۱۹۱۸ ز کال جولای میاشتې پورې له بلشویکانو سره یو ایتلافي دولت جوړ کړ؛ خو د برست – لیتوفسک تړون تر لاسلیکولو وروسته یې په دولت کې استعفا ورکړه.[۱]

د کیڼ اړخو انقلابي سوسیالیستانو SRs مرکزي کمیټې بلاخره د ویلیام فون میرباخ د ترور یا وژلو امر صادر کړ ترڅو چې بیاځلې روسیه لومړۍ نړیوالې جګړې ته دننه کړي او تر لږ ځنډ وروسته یې د بلشویکانو پر وړاندې ډېر سخت پاڅون ترسره کړ. د کین اړخو انقلابي سوسیالیستانو د ګوند ډېری غړي ډېر ژر په چټکۍ سره ونیول شوو، که څه هم د پاڅون ډېری مخالفین په دوامداره توګه بېرته خوشې شوو او د دې اجازره ورکړل شوه، ترڅو په بېلابېلو شوراګانو او بوروکراسیو کې خپل موقف وساتي؛ خو په هر حال هغوی د خپل ګوند د بیا تنظیمولو او جوړولو وړتیا نه درلوده، چې له همدې امله په تدریجي توګه په بېلابېلو بلشویک پلوه ګوندونو ووېشل شوو او بلاخره ټول یې تر ۱۹۲۱ ز کاله پورې د روسیې له کمونیستي ګوند «بلشویکانو» سره یوځای یا ګډ شوو.

د هغو رایه ورکوونکو د فهرست د مودې تېرېدنې سره چې د کیڼ اړخو او ښي اړخو سوسیالیستي انقلابیانو تر منځ یې واټن یا جلاوالی په رسمیت نه پېژانده، په عمومي توګه کیڼ اړخو سوسیالیستي انقلابیانو د روسیې د مؤسسینو په مجلس کې ډېر کم استازي درلودل. د بزګرانو د شوراګانو ټاکنې چې د کنګرې یا مجلس له منحل کېدو نه څو اونۍ وروسته دایرې شوې، دا یې په ډاګه کړه، چې ښي اړخي او کیڼ اړخي انقلابي سوسیالیستان تقریباً دواړه د بزګرانو په منځ کې له مساوي اندازې ملاتړ نه برخمن وو.

تاریخ[سمول]

مخینه[سمول]

د انقلابي سوسیالیست ګوند کیڼ اړخې ډلې د فبروري له انقلاب نه وروسته خپل جوړښت پیل کړ او د ګوند تر ټولو رادیکالي یا افراطي عناصر یې ډلبندي کړل. کورنیو یا داخلي ډلو د ۱۹۱۷ ز کال د می میاشتې په نیمایي کې د شوروي په لومړنۍ ټولشموله او سراسري مجلس کې بېلابېل استازي، کاریګران او پوځیان یې بلشویکانو ته د نږدې موقعیت له مخې څرګند شوو، په داسې حال کې چې د ګوند لویه برخه یې له منشویکانو سره یوځای او همغږي وو. کیڼ اړخي سوسیالیستي انقلابیان په ځانګړې توګه د شوروي په پتروګراد کې ډېر قوي او پیاوړي و، هغه ځای کې چې هغوی د لومړۍ نړیوالې جګړې له دوام سره مخالف و، چې د اپرېل میاشتې له نیمایي راهیسې د ګوند د مرکزي برخې په وسیله یې دفاع کېده. دغه راز هغوی د کازان، کورنشتات، هلسینکي او خارکیف په شمالي سیمو کې هم قوي او ځواکمن وو. [۲][۳]

وروسته بیا هغوئ د روسیې دننه کلیوالو سیمو کې په اصلي بهیر بدل شوو، یعنې هغو سیمو کې چې هلته سوسیالیستي انقلابیان د خلکو له مینې او تود هرکلي نه برخمن وو. په می میاشت کې د ګوند په درېیمې کنګرې یا مجلس کې هغوی یو مهم او ستر فرکسیون یا په ګوند کې دننه یوه ډله وه، که څه هم د مني تر ناورین او د اکتوبر میاشتې تر انقلاب پورې، چې د هغو ملاتړ تر ټول هېواده ورسېده هغه مهال یې دا فرکسیون پاتې نه و. د ۱۹۱۷ ز کال په دوبي موسم کې هم د هېواد دننه او هم په جبهې کې د ټولو کمیټو په ډله کې د سرتېرو کمیټې د ودې او پراختیا په حال کې وې.  [۲][۳]

د دې ډلې مشري د یو شمېر ځوانو رهبرانو په غاړه وه، لکه بوریس کامکوف (له جلا وطنۍ)، ماریا اسپیریدو (له سایبريا) یا د (پروش پروشیان) چې خلکو تر منځ راپاروونکي فعالیتونه وو. د دې پرخلاف د سوسیالیست انقلابي رهبرۍ یو ډول تجربه لرونکې او محافظه کاره استازولۍ لرلې، چې ګوند یې له لیبرالانو سره د اتحاد او یووالي په لور هدایت کړ. دا هرڅه د دې لامل شو، چې ګوند دولتي قدرت له نورو سره شریک کړي؛ خو په ورته وخت کې د خلکو تر منځ د دې ګوند ملاتړ او پلوي یې له ګواښ او خطر سره مخ کړ. د کال په تېرېدو سره د سوسیالیستي انقلابیانو رهبرۍ د خپلو پیروانو له احساساتو او دغه راز له خپل اصل یعنې کیڼ اړخي بهیر نه لا ډېر لرې شوو، د هغو سوسیالیستي انقلابي سازمانونو او کمیټو شمېر ډېر شو، چې د کیڼ اړخي دریځ پیروي یې کوله او دا بهیر په دوبي موسم کې لا پراخ او څرګند شو. په ټولیزه توګه ډېری کاریګران او پوځیان له کیڼ اړخي دریځ سره همغږي وو، روښانفکرانو د سوسیالیستي انقلابي ګوند لارې ته دوام ورکړ او دغه راز بزګران او کلیوالې برخې هم د هغو تر منځ ووېشل شوې. اجرائیوي کمیټې د ویکزل په نامه د ریل ګاډي تر ټولو لویه اتحادیه وه، چې د اګسټ میاشتې په ۲۳مه نېټه وټاکل شوه، چې ډېری کیڼ اړخي سوسیالیستي انقلابيان یې لرل. د اګست او نومبر میاشتو په بهیر کې د کنګرو په لړ کې سیمه ییزې، ملي او کلیوالې شوراګانې ترسره شوې، د ښي اړخه دریځ لرونکو سوسیالیستي انقلابیانو ګټور او اغېزمن وېش او د کیڼ اړخه دریځ لرونکو انقلابیانو ځواک و، چې تر ډېره یې د کیڼ اړخو د طرحو د تصویبولو اجازه ورکوله. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]

کیڼ اړخو خپل ځانونه د ګوند د برنامې یوازیني استازي معرفي کړل او د انقلاب سوسیالیستي ځانګړتیا یې بیان کړه او له بورژوازي او دغه راز په سمدستي توګه د ځمکو د ټولنیز کولو یعنې لومړی د ځمکې اړوند کمیټو او بیا خپله بزګرانو سره د همکارۍ د ختمولو غوښتونکي شوو. همدارنګه هغوی د جګړې له دوام سره، ان که له مرکزي ځواکونو سره د جلا او ځانګړې سولې لاسلیکول هم و مخالف وو. هغوی په صنعتي سیاست کې د بېلابېلو حقونو د ورکړې (د اتحادیو رامنځته کول، یوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره اجوره یا مزد، د ورځې اته ساعت کار) او دغه راز د کارخونو د کاریګرانو د کنټرول نه ملاتړ کاوه او د کارخونو په بېلابېلو کمیټو کې یې مهم رول لوباوه. د ګوند انټرنشنلستانو غوښتل ترڅو چې دا انقلاب نورو هېوادونو ته هم وغځوي. همدارنګه هغوی شوروي ته د دولتي قدرت له لېږد نه هم ملاتړ وکړ، ځکه چې دې باور ته رسيدلي وو، چې موقت دولت هغه اصلاحات چې دوئ لازمي ګڼل، نه عملي کوي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د کورنیلوف له ناکامې کودتا نه وروسته کیڼ اړخي بهیر په پلازمینه کې د سوسیالیستي انقلابي سازمان کنټرول په خپل واک کې ونیو، چې په دودیزه توګه د نورو سیمو په پرتله ډېره رادیکالي یا افراطي برخه وه. د سوسیالیستي انقلابونو SR په برخه کې یې ودې او پراختیا هغوی ته دا امید ورکړ، چې پلازمینه به د هغوی د کنټرول لاندې راشي او په دې توګه یې د وېش مسئله وځنډوله. [۱۵]

د ۱۹۱۷ ز کال په اکتوبر میاشت کې کیڼ اړخو سوسیالیستي انقلابیانو د پټروګراد له نوې انقلابي کمیټې سره یوځای شوو، چې د انقلاب د پیاوړي او ګړندي کولو او دغه راز د بلشویکانو د اقداماتو د متعادله کوله په موخه جوړه شوې کمېټه وه. د پاول لازیمیر په نامه د دې کمیټې یو غړی چې د کورنیلوف پر خلاف یې د اقداماتو په ترسره کولو کې رغنده رول درلود او دغه راز د شوروي د پیټروګراد نظامي برخې مشري يې هم په غاړې درلوده، هغه په رسمي توګه د دې کمېټې ریاست یا مشري کوله. د کین اړخ ډېری سوسیالیستي انقلابیانو د بلشویکانو او نورو فعالانو سربېره له هر ډول ځانګړې وابستګۍ یا یوځای والي پرته د دې کمیټې په فعالیتونو کې ګډون درلود، چې د بلشویکانو د اقداماتو پر وړاندې د اعتراض له امله څو ځلې ترې ووتل. د اصلي مشرانو او رهبرانو د مخالفت سربېره ډېری کیڼ اړخي سوسیالیستي انقلابیانو SRs بلاخره د بې اعتباره موقت حکومت پر وړاندې موجوده اقداماتو په برخه کې د کاریګرانو او سرتېرو استازو د شوراګانو دویمې ټولشمولې کنګرې کې ګډون وکړ، چې په دې کنګرې یا مجلس کې شوراګانو ته د دولتي ځواک د لېږد غوښتونکي وو. د لوکامنف او ګریګوری زینووف په مشرۍ د بلشویک منځلاري بهیر د کین اړخو سوسیالیستي انقلابیانو SRs په همکارۍ ډېر حساب کاوه، ځکه چې په اساسي قانون کې یې لویه او اکثریت برخه جوړوله.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. Hafner, Lutz (1991). "3". The Assassination of Count Mirbach and the "July Uprising" of the Left Socialist Revolutionaries in Moscow, 1918. 50. Russian Review. د کتاب پاڼي 324–344. JSTOR 40867633. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Radkey, Oliver H. (1963). The sickle under the hammer; The Russian Socialist Revolutionaries in the early months of the Soviet rule (په انګلیسي ژبه کي). Columbia University Press. د کتاب پاڼې 152. OCLC 422729. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Melancon, Michael (1997). Vladimir N. Brovkin (المحرر). The Bolsheviks in Russian Society: The Revolution and the Civil Wars (په انګلیسي ژبه کي). Yale University Press. د کتاب پاڼې 63. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780300146349. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Schapiro, Leonard (1965). The Origin of the Communist Autocracy: Political Opposition in the Soviet State, First Phase, 1917-1922 (په انګلیسي ژبه کي). Harvard University Press. د کتاب پاڼې 371. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674644519. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Radkey, Oliver H. (1963). The sickle under the hammer; The Russian Socialist Revolutionaries in the early months of the Soviet rule (په انګلیسي ژبه کي). Columbia University Press. د کتاب پاڼې 192. OCLC 422729. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Melancon, Michael (1997). Vladimir N. Brovkin (المحرر). The Bolsheviks in Russian Society: The Revolution and the Civil Wars (په انګلیسي ژبه کي). Yale University Press. د کتاب پاڼې 60. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780300146349. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Melancon, Michael (1997). Vladimir N. Brovkin (المحرر). The Bolsheviks in Russian Society: The Revolution and the Civil Wars (په انګلیسي ژبه کي). Yale University Press. د کتاب پاڼې 64. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780300146349. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Melancon, Michael (1997). Vladimir N. Brovkin (المحرر). The Bolsheviks in Russian Society: The Revolution and the Civil Wars (په انګلیسي ژبه کي). Yale University Press. د کتاب پاڼې 65. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780300146349. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Stephen Anthony Smith (2017). Russia in Revolution: An Empire in Crisis, 1890 to 1928. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 155. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-873482-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Kowalski, R. (1998). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "'Fellow travelers' or revolutionary dreamers? The left social revolutionaries after 1917"]. Revolutionary Russia 11 (2): 4. doi:10.1080/09546549808575689. 
  11. کينډۍ:Cite document
  12. Schapiro, Leonard (1965). The Origin of the Communist Autocracy: Political Opposition in the Soviet State, First Phase, 1917-1922 (په انګلیسي ژبه کي). Harvard University Press. د کتاب پاڼې 112. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674644519. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Kowalski, R. (1998). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "'Fellow travelers' or revolutionary dreamers? The left social revolutionaries after 1917"]. Revolutionary Russia 11 (2): 5. doi:10.1080/09546549808575689. 
  14. Melancon, Michael (1997). Vladimir N. Brovkin (المحرر). The Bolsheviks in Russian Society: The Revolution and the Civil Wars (په انګلیسي ژبه کي). Yale University Press. د کتاب پاڼې 66. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780300146349. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Radkey, Oliver H. (1963). The sickle under the hammer; The Russian Socialist Revolutionaries in the early months of the Soviet rule (په انګلیسي ژبه کي). Columbia University Press. د کتاب پاڼې 16. OCLC 422729. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Schapiro, Leonard (1965). The Origin of the Communist Autocracy: Political Opposition in the Soviet State, First Phase, 1917-1922 (په انګلیسي ژبه کي). Harvard University Press. د کتاب پاڼې 113. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674644519. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. کينډۍ:Cite document
  18. Melancon, Michael (1997). Vladimir N. Brovkin (المحرر). The Bolsheviks in Russian Society: The Revolution and the Civil Wars (په انګلیسي ژبه کي). Yale University Press. د کتاب پاڼې 70. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780300146349. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Daniels, Robert Vincent (1960). The Conscience of the Revolution: Communist Opposition in Soviet Russia (په انګلیسي ژبه کي). Harvard University Press. د کتاب پاڼې 60. OCLC 464416257. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)