کیهان پېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی


کیهان پېژندنه (Cosmology) د يوناني (κόσμος, kosmos ) يعنې کیهان او (-λογία, -logia ) يعنې د لوستلو څخه اخيستل شوې ده، چې له طبيعت نه د پورته فزیک (ماوراءالطبيعه) يوه څانګه ده او د نړۍ له طبيعت سره سروکار لري. د cosmology اصطلاح په انګليسي کې د لومړي ځل لپاره د Thomas Blount په Glossographia کې په ۱۶۵۶ز کې وکارول شوه او په ۱۷۳۱ز کې د جرمني فيلسوف عيسوي اولف (Christian Wolff) له خوا د Cosmologia Genralis په نامه لاتيني ژبې ته داخله شوه. ديني يا د موهوماتو نړۍ پېژندنه د موهومي، ديني او سري يا پټو ادبياتو او د افسانې او eschatology پر بنسټ د باورونو يوه ټولګه ده. د ستورو پېژندنې په پوهه کې نړۍ پېژندنه د نړۍ د تاريخ د ترتيب علم په څېړنې سره اړيکه لري. [۱][۲]

فزيکي نړۍ پېژندنه د پام وړ نړۍ د ذات څېړنه ده، چې په پراخه کچه جوړښتونه او انګېزې (محرک) او د نړۍ وروستنی بخت دی، چې د هغه پوهې قوانين رانغاړي چې يادې برخې اداره کوي. ياد علم د پوهانو لکه ستوري پېژندونکو او فزيک پوهانو او همدارنګه د فيلسوفانو لکه د ماوراء طبيعت فيلسوفان، د فزيک فيلسوفان او د وخت او فضا فيلسوفانو له لوري پلټل کېږي. له فلسفې سره د دې ګډې ونډې (برخې) له امله په فزيکي کیهان پېژندنه کې نظريات کېدای شي، علمي او نا علمي دواړه موضوعګانې راونغاړي او کېدای شي پر نه ازمويل کېدونکو انګېرنو باندې تکيه وکړي. فزیکي کیهان پېژندنه د ستورو پېژندنې يوه فرعي څانګه ده، چې په ټوله کې له نړۍ سره اړيکه لری. معاصره فزيکي کیهان پېژندنه د Big Bang نظريې له مخې اداره کېږي، چې د مشاهداتي ستورو پېژندنه او ذروي فزيک د يو ځای کولو هڅه کوي. معاصره فزيکي کیهاني پېژندنه په خورا ځانګړي ډول په تياره مادې او تياره انرژۍ سره چې د Lambda-CDM موډل په نامه  پېژندل کېږي، د Big Bang يو معياري ارزښتمن کولو سره اداره کېږي. [۳][۴][۵]

د ستورو نظري فزيکپوه David N. Spergel ځکه د تاريخي پوهې په توګه تشرېح کړې ده، چې کله موږ په فضا کې ګورو، نو موږ رڼا د چټکتيا د محدود طبيعت له امله په وخت کې شاته ګورو. [۶]

نظمونه(د سیپلینونه)[سمول]

فزيک او د ستورو فزيک د علمي کتنې او ازمېښت په واسطه د کیهان پوهېدنې په جوړولو کې مرکزي ونډه لوبولې ده. فزيکي کیهان پېژندنه د ټولې نړۍ په يوه شننه کې د رياضياتو او کتنې دواړو په واسطه جوړه شوې وه [بڼه ورکړل شوې وه]. په عمومي ډول درک شوې ده چې نړۍ د فضا د يوې پراختيا يعنې دنيايي تورم يا پړسوب څخه وروسته په Big Bang سره پيل شوې دهچې: [۷]

کیهان پېژندنه د نړۍ ذات يا اصليت څېړي او cosmography د کیهان بڼې نقشه کوي.

د ديدرو (Diderot) لغاتونو په قاموس کې cosmology د ستورو يا اسمان پېژندنې (د اسمانونو پوهه)، د هوا پوهې، د ځمکې پوهه (د لويو وچو پوهه) او د اوبو پوهې باندې وېشل شوې ده. [۸]

له طبيعت پورته کیهان پېژندنه، په نړۍ کې له نوور ټولو شيانو سره په اړيکه کې د انسانانو د ځای پر ځای کوونې په توګه هم تشرېح شوې ده. د Marcus Aurelius په مشاهدې سره روښانه شوې ده، چې د يو انسان ځای په ياده اړيکه کې: «هغه څوک چې نه پوهېږي، د نړۍ په کوم ځای کې دی او هغه څوک چې نه پوهېږي، نړۍ د څه لپاره شتون لري؛ په اصل کې نه پوهېږي چې څوک دی او نړۍ څه شی دی». [۹]

موندنې[سمول]

فزيکي کیهان پېژندنه[سمول]

فزيکي کیهان پېژندنه د فزيک او ستورو فزيک هغه څانګه ده، چې د نړۍ د فزيکي رېښو او بشپړتيا (تکامل) له څېړلو سره سروکار لري. فزيکي کیهان پېژندنه په پراخه کچه د نړۍ د طبيعت څېړل هم رانغاړي، چې په خپلې پخوانۍ بڼه کې دا هغه څه وو، چې اوس د «اسماني ماشينونو» يعنې د اسمانونو د مطالعه کولو په نامه پېژندل کېږي. يوناني فيلسوفانو د ساموس اريسټارچس (Aristarchus of Samos)، ارستو (Aristotle) او Ptolemy د نړۍ پېژندنې بېلابېلې نظريې وړانديز کړې. د Ptolemy د ځمکې مرکزي سيستم تر ۱۶ پېړۍ پورې یعنې تر هغه وخته پورې د خپرېدلو په حال کې وه، چې Nicolaus Copernicus او ورپسې Johannes Kepler او Galileo Galilei يو heliocentric سيستم وړانديز کړ. دا په فزيکي کیهان پېژندنه کې د (epistemological rupture) يو له تر ټولو نامتو بېلګو څخه دي.

د اسحق نيوټن د رياضياتو اصول (Principia Mathematica) په ۱۶۸۷ز کې خپاره شول، چې د طبيعي جاذبې د قانون لومړنی لارښود و او د Kepler د قانون لپاره يې يو فزيکي کړنلاره برابره کړه او هم يې په پخوانيو سيستمونو کې د ارزونې په موخه د سيارو تر منځ د جاذبي تعامل له امله ګډوډۍ (anomalies) ته لاره هواره کړه. د نيوټن د کیهان پېژندنې او له دې څخه د مخکې تر منځ بنسټيز توپير د کوپرنيکي اصل (Copernican principle) و، چې له مخې يې پر ځمکه باندې جسمونه، ځکه د ورته فزيکي قانون اطاعت کوي، چې ټول اسماني جسمونه دي. دا په فزيکي کیهان پېژندنه کې يو پرېکړه کوونکی يا قاطع فلسفي پرمختګ و.

معاصره علمي کیهان پېژندنه په معمولي ډول په پام کې ده، چې په ۱۹۱۷ ز کې د «د نسبيت د عمومي نظريې کیهاني کتنې» تر سرليک لاندې په مقاله کې د البرت انسټاين د وروستي سمون يا بدلون په خپرولو سره پيل شوې ده (که څه هم د لومړي نړيوال جنګ تر پايه پورې له جرمني څخه د باندې په پراخه ډول د لاسرسي وړ نه و). عمومي نسبيت ځيني نړۍ پېژندونکي، لکه: (Willem de Sitter)، (Karl Schwarzschild) او (Arthur Eddington) د دې د نجومي څانګو راسپړلو ته وهڅول، چې د خورا لرې شيانو د څېړلو لپاره يې د ستورو پېژندونکو وړتيا لوړه کړه. فزيکپوهانو د هغه انګېرنې بدلون پيل کړ، چې نړۍ يا طبيعت ساکن او بدلون نه کوونکی و. په ۱۹۲۲ ز کې الکسندر فريدمېن (Alexander Friedmann) د پراختيا موندونکې نړۍ هغه نظريه معرفي کړه، چې خوځنده ماده يې لرله. [۱۰]

په کیهان پېژندنه کې دې متحرکې رسېدنې سره موازي د نړۍ د جوړښت په اړه د لومړني نړۍ پېژندونکو، لکه: Heber Curtis او Ernst Opik يوه اوږد مهاله مناظره د سترې مناظرې (Great Debate) په نامه د دې مشخص کولو په موخه، له ۱۹۱۷ز څخه تر ۱۹۲۲ز پورې اوج ته رسېدله، چې په لرليدونکو کې ځيني ليدل شوي نيبولا زموږ له کهکشان څخه په لرې واټن کې بېل کهکشانونه وو. په داسې حال کې چې Heber Curtis د هغه نظريې لپاره بحث وکړ، چې مارپېچ نيبولا په خپل حق کې د ټاپو طبيعتونو په توګه د ستورو سيستمونه وو، Mount Wilson او ستوري پېژندونکي Harlow Shapely د يوازې د شيدو لار (Milky Way) ستوري سيستم څخه د جوړې يوې نړۍ موډل څخه ملاتړ وکړ. د نظريو دا توپير د ۱۹۲۰ ز اپرېل پر ۲۶ مه نېټه په واشنګټن ډي سي کې د متحده ايالتونو د علومو د ملي پوهنتون (اکاډمۍ) په ناسته کې د سترې مناظرې (Great Debate) په سازمان سره اوج ته ورسېد. ياده مناظره، هغه وخت وارزول شوه، چې Edwin Hubble په ۱۹۲۳ ز او ۱۹۲۴ ز کې د Andromeda کهکشان کې Cepheid Variables وموندل. د دوی واټن د شيدو لار کهکشان د څنډو تر شا په ښه ډول مارپېچ نيبولا رامنځته کړه. [۱۱][۱۲][۱۳]

د نړۍ وروستي موډل جوړولو هغه شونتيا رابرسېره کړه، چې د انسټاين د ۱۹۱۷ز مقالې له مخې معرفي شوی کاسمولوژيکي ثابت کېدای شي، د خپل ارزښت له مخې په پراخېدونکې نړۍ کې اغېز ولري. په دې ډول د Big Bang موډل د بلژيکي کشيش (Georges Lemaître) له خوا په ۱۹۲۷ ز کې مطرح شو، چې ورپسې په ۱۹۲۹ ز کې د Edwin Hubble له خوا د redshift په موندنې او له دې وروسته په ۱۹۶۴ ز کې د Arno Penzias او Robert Woodrow Wilson له لوري د اسماني کوچنۍ څپې د شاځمکې وړانګې په موندلو سره کره شو. دا موندنې د زياتو ځايناستو (متبادلو) نړۍ پېژندنو څخه د ځينو د ردولو لپاره لومړنی ګام و. [۱۴][۱۵][۱۶]

سرچینې[سمول]

  1. Hetherington, Norriss S. (2014). Encyclopedia of Cosmology (Routledge Revivals): Historical, Philosophical, and Scientific Foundations of Modern Cosmology. Routledge. د کتاب پاڼې 116. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-67766-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Luminet, Jean-Pierre (2008). The Wraparound Universe. CRC Press. د کتاب پاڼې 170. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4398-6496-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Extract of page 170
  3. "Introduction: Cosmology – space". New Scientist. 4 September 2006
  4. "Cosmology" Oxford Dictionaries
  5. (په 25 February 2019 باندې). Have Dark Forces Been Messing With the Cosmos? – Axions? Phantom energy? Astrophysicists scramble to patch a hole in the universe, rewriting cosmic history in the process.. The New York Times.
  6. David N. Spergel (Fall 2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Cosmology Today"]. Daedalus 143 (4): 125–133. doi:10.1162/DAED_a_00312. 
  7. Planck Collaboration (1 October 2016). "Planck 2015 results. XIII. Cosmological parameters". Astronomy & Astrophysics 594 (13): Table 4 on page 31 of PDF. doi:10.1051/0004-6361/201525830. Bibcode2016A&A...594A..13P. https://www.research.manchester.ac.uk/portal/en/publications/planck-2015-results(491d214e-7255-415e-97b5-96d8ae621eaa).html. 
  8. Diderot (Biography), Denis (1 April 2015). "Detailed Explanation of the System of Human Knowledge". Encyclopedia of Diderot & d'Alembert – Collaborative Translation Project. http://quod.lib.umich.edu/d/did/did2222.0001.084/--detailed-explanation-of-the-system-of-human-knowledge?rgn=main;view=fulltext;q1=Geology. Retrieved 1 April 2015. 
  9. The thoughts of Marcus Aurelius Antonius viii. 52. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Einstein, A. (1952). "Cosmological considerations on the general theory of relativity". The Principle of Relativity. Dover Books on Physics. June 1, 1952. 240 Pages. 0486600815, P. 175-188: 175–188. Bibcode1952prel.book..175E. http://adsabs.harvard.edu/abs/1952prel.book..175E. 
  11. Dodelson, Scott (2003-03-30). Modern Cosmology (په انګلیسي ژبه کي). Elsevier. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-08-051197-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Falk, Dan (2009-03-18). "Review: The Day We Found the Universe by Marcia Bartusiak" (in en). New Scientist 201 (2700): 45. doi:10.1016/S0262-4079(09)60809-5. ISSN 0262-4079. http://www.sciencedirect.com/science/article/pii/S0262407909608095. 
  13. Hubble, E. P. (1926-12-01). "Extragalactic nebulae.". The Astrophysical Journal 64: 321. doi:10.1086/143018. ISSN 0004-637X. Bibcode1926ApJ....64..321H. http://adsabs.harvard.edu/abs/1926ApJ....64..321H. 
  14. Martin, G. (1883). "G. DELSAULX. — Sur une propriété de la diffraction des ondes planes; Annales de la Société scientifique de Bruxelles; 1882" (in fr). Journal de Physique Théorique et Appliquée 2 (1): 175. doi:10.1051/jphystap:018830020017501. ISSN 0368-3893. http://dx.doi.org/10.1051/jphystap:018830020017501. 
  15. Hubble, Edwin (1929-03-15). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A Relation Between Distance and Radial Velocity Among Extra-Galactic Nebulae"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 15 (3): 168–173. doi:10.1073/pnas.15.3.168. ISSN 0027-8424. PMID 16577160. Bibcode1929PNAS...15..168H. 
  16. Penzias, A. A.; Wilson, R. W. (1965-07-01). "A Measurement of Excess Antenna Temperature at 4080 Mc/s.". The Astrophysical Journal 142: 419–421. doi:10.1086/148307. ISSN 0004-637X. Bibcode1965ApJ...142..419P. http://adsabs.harvard.edu/abs/1965ApJ...142..419P.