کیهاني پړسوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په فزیکي کیهان/کاینات پوهنه کې کیهاني تورم، کیهاني پړسوب یا یوازې پړسوب/تورم د کایناتو د رامنځته کېدو په لومړیو کې د فضایي انبساط نظریه ده. د پړسوب دغه دوره د بېګ بنګ ټکر وروسته د ۱۰-۳۳ او ۱۰-۳۲ ثانیو ترمنځ رامنځته شوې او تر ۱۰-۳۶ ثانیو پورې یې دوام کړی . د پړسوب له دغې دورې وروسته نړۍ خپلې پراختیا ته په لږې چټکتیا سره دوام ورکړی. له تورې انرژي څخه سرچینه اخیستونکې دغه پراختیا وروسته له هغې پیل شوه چې نړۍ لا له وړاندې ۷.۷ بیلیون کاله عمر درلود (۵.۴ بیلیون کاله واړندې). [۱]

د پړسوب دغې نظرېې د ۱۹۷۰ مې لسیزې په وروستیو او د ۸۰ مې لسیزې په لومړیو کې د یو شمېر مخکښو نظري فزیک پوهانو له خوا چې د تیوریکي فزیک له لاندو انستیتیوت څخه په کې الکسی ستاروبینسکي، له کارنل پوهنتون څخه الان ګوت او د فزیک په برخه کې له لابدیو انستیتیوت څخه په کې اندري لیندا شامل و؛ وده وکړه. الکسي ستاروبینسکي، الن ګوت او اندري لیندا د «کیهاني پړسوب په نظریه کې د مخکښ والي» له امله په ۲۰۱۴ زکال کې د کاولي جایزه ترلاسه کړه. دغې نظریې د ۱۹۸۰ مې لسیزې په لومړیو کې نوره پراختیا هم ومونده. د دغې نظریې پر بنسټ د کایناتو د ستر جوړښت بنسټ توضیح کېږي. په مایکروسکوپي تورمي چاپېریال کې چې د کایناتو په مقیاس لوی شوی؛ کوانټمي نوسانات د جوړښت د ودې په موخه په دانو اوړي. ډیری فزیک پوهان همدارنګه باور لري چې دغه پړسوب څرګندوي چې ولې نړۍ له ټولو اړخونو څخه یو ډول ښکاري (ایزوتروپیک)، ولې د کیهاني بګرونډ مایکرووېو وړانګې په مساوي ډول ویشل کېږي، ولې نړۍ مسطحه ده او ولې مقناطیسي یو قطب نه دی مشاهده شوی. [۲][۳]

د دغه پړسوب د رامنځته کېدوني ذروي فزیک دقیق میکانېزم ناڅرګند دی. د پړسوب اصلي پاراډایم د ډېری فزیک پوهانو له خوا منل شوی، ځکه د پړسوب د ماډل یو شمېر واړندوینې په مشاهدوي توګه تائید شوې؛ له دې سره د پام وړ پوهانو اقلیت ډله له دغې موضوع سره مخالف دي. هغه فرضي میدان چې انګېرل کېږي د پړسوب لامل ګرځېدلی، انفلاتون بلل کېږي. [۴][۵][۶][۷]

په ۲۰۰۲ زکال کې د دغې نظریې درې اصلي رامنځته کوونکي؛ له  M.I.T. څخه الن ګوت، له سټنفورډ څخه اندري لیندا او له پرینسټون پوهنتون څخه پائول سټینهارډت چې په دغه نظریه کې د هغوی د اصلي ونډې له امله پېژندل کېږي د ډیراک معتبره جایزه یې «د کیهاني پړسوب د نظریې د پراختیا له امله» په ګډه سره ترلاسه کړې. په ۲۰۱۲ زکال کې ګوث او لیندا د کیهاني پړسوب د نظریې د پراختیا د رامنځته کولو او هغو ته د ودې ورکولو له امله د بنسټیز فزیک په برخه کې د بریکترو جایزه ترلاسه کړه. [۸][۹]

لنډه کتنه[سمول]

د ۱۹۳۰ زکال شاوخوا، اډوین هابل وموندله چې د لرې پرتو کهکشانونو نور د سور رنګ طیف ته اوړي؛ دغه کهکشان هرڅومره ډېر چې لرې وي هغومره یې رنګ هم اوړي. دغه څرګندونه په چټکۍ سره په دې معنی تفسیر شوه چې کهکشانونه له ځمکې لرې کېږي. نو که چېرې ځمکه د نړۍ په ځانګړي، بې مثله او مرکزي موقعیت کې نه وي، په دې معنی ده چې ټول کهکشانونه له یو بل لرې کېږي او هر څومره چې له یو بل لرې کېږي هغومره یې د لرې کېدو چټکتیا زیاتېږي. اوس مهال دا درک شوې چې نړۍ د انبساط په حال کې ده، کهکشانونه له ځانه سره لېږدوي او د دغه ډول مشاهدې لامل ګرځي. له دغې موضوع سره ډېری نور مشاهدات هم موافق دي او همدغه پایله وړاندې کوي. ورته مهال د ګڼ شمېر کلونو لپاره دا څرګنده نه وه چې ولې او یا څه ډول دا شونې ده چې نړۍ دې د انبساط په حالت کې وي یا هم شونې ده چې دغه چاره دې له ځانه وښيي.

اوس مهال په زیاته کچه د نظري کار او تجربي مشاهداتو پر بنسټ، باور په دې دی چې د دغو مشاهداتو لامل دا دی چې خپله فضا د انبساط په حالت کې ده او د لویې چاودنې وروسته د ثانیې په لومړي کسر کې یې په چټکۍ سره پراختیا موندلې. دغه ډول پراختیا ته «متریک» پراختیا ویل کېږي. د ریاضيکي او فزیکي ترمینولوژي له مخې «متریک» د فاصلې د اندازې مقیاس دی چې د یو لړ ځانګړنو ځانګړی نوملړ له ځانه سره لري او اصطلاح یې بیا دا معنی ورکوي چې په کائناتو کې د فاصلې حس په خپله د تغیر په حال کې دی. نن ورځ متریک بدلونونه له هغو ډېر کوچني دي چې وکولای شي په کهکشاني مقیاس کې ولیدل شي.

د فضا د متریک انبساط معاصره توضیح په ۱۹۷۹ زکال کې د فزیک پوه الن ګوت له خوا په داسې حال کې وړاندې شوه چې په دې اړوند یې څېړنه کوله چې ولې نن ورځ مقناطیسي یو قطبي توب نه لیدل کېږي. هغه وموندله چې که چېرې نړۍ د کاذبې خلا په حالت کې د مثبتې انرژي د میدان لرونکې وي، د عامه نسبي توب د نظریې له مخې فضایي انبساط رامنځته کوي. نوموړی ډېر ژر متوجه شو چې دغه ډول پراختیا کولای شي ډیرې پخوانۍ ستونزې حل کړي. دغو ستونزو له دغې مشاهدې سرچینه اخیسته چې د نن ورځې په څېر د نړۍ د لیدلو په موخه باید یو لړ لومړني ډیر دقیق یا ځانګړي شرایط د بېګ بنګ په ټکر کې رامنځته شوي وي. د پړسوب تئوري هم تر ډېره بریده دغه ستونزې حل کوي، له همدې امله د بېګ بنګ په نظریه کې زموږ د نړۍ په څېر نړۍ د شتون احتمال زیاتوي.

تر اوسه هېڅ داسې فزیکي میدان چې د دغه ډول پړسوب لامل دې وګڼل شي نه دی کشف شوی. له دې سره دغه ډول میدان کېدای شي سکالر وي ځکه په نسبي ډول اثبات شوی سکالر میدان شتون لري، د هیګز میدان د ۲۰۱۲-۲۰۱۳ پر مهال کشف شو او تر اوسه یې اړوند څېړنې روانې دي. له همدې امله تر اوسه دغه چاره ستونزمنه نه ښکاري چې لا دې د کیهاني پړسوب او فضایي متریک انبساط رامنځته کوونکی میدان نه وي کشف شوی. دغه پیشنهادي میدان او کوانټا (هغو ته اړوند له اتوم کوچني زرات) د اینفلاتون په نوم یادېږي. که چېرې دغه میدان شتون نه لرلی، پوهانو باید د ټولو هغو مشاهداتو لپاره جلا توضیحات وړاندې کړي وای چې په کلکه سره یې دا څرګندولۍ چې د فضا متریک انبساط رامنځته شوی او نن ورځ (په ډېرې کمې چټکتیا) سره دوام لري.

محرکات[سمول]

د کیهاني پړسوب نظریه د بېګ بنګ ټکر په کیهاني نظریه کې چې په ۱۹۷۰ مه لسیزه کې رامنځته شوه ګڼ شمېر ستونزې حل کوي. د پړسوب نظریه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۹ زکال کې د الن ګوت له خوا د دغې مسئلې په اړه د څېړني پر مهال مطرح شوه چې ولې نن ورځ هېڅ یو قطبي مقناطیسي اغېز شتون نه لري. هغه وموندله چې د مثبتې انرژي لرونکې کاذبه خلا د عامه نسبي توب له مخې د فضا توضیحي انبساط رامنځته کوي. په دې بنسټ دې ته ژر پام واوښت چې دغه پراختیا ډیری پخوانۍ نظري ستونزې حل کوي. دغو ستونزو له دغې مشاهدې سرچینه اخیسته چې د نن ورځې په څېر د نړۍ د لیدلو په موخه باید یو لړ لومړني ډیر دقیق یا ځانګړي شرایط د بېګ بنګ په ټکر کې رامنځته شوي وي. د پړسوب نظریه د یو ډینامیکي میکانېزم په واړندې کولو سره نړۍ داسې یو ځانګړي وضعیت ته سوق کوي څو اړوندې ستونزې حل کړي او له همدې امله د بېګ بنګ په نظریه کې زموږ د نړۍ په څېر نړۍ د شتون احتمال زیاتوي.[۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite serial
  2. "2014 Astrophysics Citation". The Kavli Foundation. The Kavli Foundation. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ جولای ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Tyson, Neil deGrasse and Donald Goldsmith (2004), Origins: Fourteen Billion Years of Cosmic Evolution, W. W. Norton & Co., pp. 84–5.
  4. Steinhardt, Paul J. (2011). "The inflation debate: Is the theory at the heart of modern cosmology deeply flawed?". Scientific American. Vol. 304 no. 4. د کتاب پاڼي 18–25. Bibcode:2011SciAm.304d..36S. doi:10.1038/scientificamerican0411-36. PMID 21495480. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Earman, John; Mosterín, Jesús (March 1999). "A Critical Look at Inflationary Cosmology". Philosophy of Science. 66 (1): 1–49. doi:10.1086/392675. JSTOR 188736. S2CID 120393154. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. کينډۍ:Cite conference "Cosmic Microwave Background @50" (conference). Princeton, NJ. 10–12 June 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) — This is a collation of remarks from the third day of the conference.
  7. Guth, Alan H. (1997). The Inflationary Universe: The Quest for a New Theory of Cosmic Origins. Basic Books. د کتاب پاڼي 233–234. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0201328400. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The Medallists: A list of past Dirac Medallists". ictp.it. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Laureates of the Breakthrough Prize in Fundamental Physics in 2012". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Much of the historical context is explained in chapters 15–17 of Peebles (1993).