کین لړۍ
کین لړۍ (یا د چین لړۍ) د چین د سترواکۍ لومړنۍ لړۍ وه. د دغې لړۍ نوم په کین ایالت کې د هغو ریښې ته اړوندېږي، د ژو لړۍ ته اړوند کنفېدرال ملکیت چې له پنځو پېړیو راهیسې یې هر څه زغملي و – تر دې چې له میلاد وړاندې ۲۲۱ کال کې یې د خپلو ټولو مخالفو ایالتونو له نیولو وروسته د سترواکۍ امتیاز خپل کړ او له میلاد وړاندې ۲۰۶ کال کې یې د پاشل کېدو تر مهاله دغه امتیاز په واک کې درلود. دغه لړۍ په رسمي ډول له میلاد وړاندې د ۲۲۱ کال له فتوحاتو وروسته تاسیس شوه، خو هغه مهال چې یینګ ژنګ په ۲۴۶ کال کې د کین ایالت پاچا شو ځان یې د «چین شي هوانګ» په نامه لومړنی سترواک اعلان کړ. [۱][۲][۳]
کین سترواکي د خپل موجودیت په لومړیو پېړیو کې کوچنی ځواک و. د کین ایالت ځواک له میلاد وړاندې څلورمې پېړۍ پر مهال د شانګ یانګ اصلاحاتو له امله د جګړه غوښتونکو ایالتونو په دوره کې زیات شو. له میلاد وړاندې دریمې پېړۍ په نیمايي او وروستیو کې کین ایالت یو لړ چټکو بریاوو ته لاسرسی وموند او د ژو کمزورې شوې لړۍ یې له منځه یووړه؛ دوی بالاخره وتوانېدل د جګړه غوښتونکو اوو ایالتونو شپږ پاتې نور هم ونیسي. دغه لړۍ د ۱۵ کاله حکومت کولو او یوازې د دوه سترواکانو لرلو له امله د چین په تاریخ کې تر ټولو لنډه واکمنه لړۍ بلل کېږي. د دغه لنډې مودې واکمنۍ سربېره په پوځي او اداري چارو کې د کین لړۍ ستراتیژیکو میراثونو د هان لړۍ ډول جوړ او د داسې سترواکه نظام بنسټ یې کېښود چې له میلاد وړاندې ۲۲۱ کال څخه یې – د وقفې، تکامل او انطباق په لرلو – په ۱۹۱۲ زکال کې تر شین انقلاب پورې دوام وموند.
کین لړۍ هڅه وکړه د با ثباته اقتصاد لرونکي متمرکز سیاسي ځواک او لوی پوځ پر مټ یو موټی هېواد جوړ کړي. مرکزي دولت په بزګرانو باندې د مستقیم کنټرول ترلاسه کولو په موخه چې د وګړو او کاري قوې نږدې بشپړ اکثریت برخه یې جوړوله؛ د اشرافو او ځمکو لرونکو کمزوري کولو ته مخه کړه. دغې چارې یو لړ سترې پروژې شونې کړې چې په دغو کې درې سوه زره بزګران او محکومین په کار بوخت شول: د بېلګې په توګه په دغو کې د شمالي پولې په اوږدو کې دېوال چې بالاخره د چین په لوی دېوال واوښت، د ملي لارو نوی پراخه سیسټم او همدارنګه د یو ښار په کچه د چین د لومړي سترواک د مقبرې ودانیزې چارې شاملېږي؛ دغه مقبره د تراکوتا پوځ د خټینو مجسمو پر مټ چاپېره شوې ده. [۴][۵]
کین لړۍ د معیاري پولي واحد، وزن، اندازو او د لیکنو د یو ډول سیستم په څېر ګڼ شمېر اصلاحات رامنځته کړل څو دولتي چارې یو رنګ او سوداګري ترویج کړي. ورته مهال د هغو پوځ له تر ټولو نویو وسلو، ټرانسپورټ او تخنیکونو څخه ګټنه کوله او همدارنګه یې دولت سخت دریځی او بوروکرات و. دغې لړۍ د خلکو او ځمکو د ادارې داسې سیستم وړاندې کړ چې په چاپېریالي بدلون کې یې د دولت قدرت زیات کړ او همدارنګه استدلال شوی چې د ختیځې آسیا په چاپېریالونو باندې د دغه سیستم راتلونکو اغېزو د چین په چاپېریالي تاریخ کې د کین لړۍ په یو مهم مورد واړوله.
وروسته له هغه چې دغې لړۍ ته اړوند لومړنی سترواک له میلاد وړاندې ۲۱۰ کال کې ومړ، د هغه دوه سلاکارانو په دغه لړۍ کې د نفوذ او کنټرول په موخه د هغه وارث په تخت کښېناوه. دغو سلاکارانو له یو بل سره جنجال وکړ چې له امله یې له دوی سربېره دویم کین سترواک هم ووژل شو. له پېښې وروسته وګړیز پاڅون پیل شو او دغه کمزورې سترواکي د چو ایالت د جنرال ژیانګ یو لاسته ته ورغله، هغه ځان د لویدیځ چو د پاچا لیو بنګ تابع اعلان کړ چې د هان لړۍ یې تاسیس کړه. هان کنفوسیوس باورو، کین لړۍ د یو موټې استبدادي او قانون لرونکې لړۍ په توګه انځور او په ځانګړې توګه یې د کتابونو او پوهانو د سوزولو په نامه د هغو پام وړ تصفیې ته اشاره کوله. د دغې تصفیې یادونه د لومړي ځل لپاره د لوی تاریخ پوه سیما چیان له خوا شوې. یو شمېر معاصر پوهان د دغې تصفیې په رښتیا توب شک لري او پر هغو بحث کوي. [۶]
تاریخچه
[سمول]د واک پراختیا
[سمول]د دښمنو ایالتونو په دوره کې د کین لړۍ چارواکي، لارډ شانګ یانګ له میلاد وړاندې ۳۶۱ کال څخه له میلاد وړاندې ۳۳۸ کال کې د خپلې مړینې تر مهاله یو شمېر پام وړ ګټمن پوځي اصلاحات وړاندې کړل. یانګ د کین لړۍ د پلازمېنې په جوړېدو کې مرسته وکړه چې د جوړولو چارې یې له میلاد وړاندې څلورمې پېړۍ په نیمايي کې په شیان یانګ کې پیل شوې. دغه نوي ښار د مخالفو ایالتونو له پلازمېنو سره ډېر ورته والی درلود. [۷]
د یادونې وړ ده چې کین لړۍ په جګړه کې عمل پالونکې او بې رحمه وه. د پسرلي او مني په دوره (له میلاد وړاندې ۷۷۱ کال – ۴۷۶ کال) کې موجودې فلسفې، جګړه د یو ځیرکانه فعالیت په توګه بیان کوله؛ پوځي قومندانانو ته لارښوونه شوې وه په جګړه کې هغو قوانینو ته درناوی ولري چې دوی په جګړه کې جنتي قوانین بلل. د بېلګې په توګه د سیالو ایالتونو په دوره کې هغه مهال چې دوک شیانګ له چو دولت سره په جګړه کې و، هغه د ژو تر قوماندې لاندې مخالفو ځواکونو باندې له سیند څخه د تیرېدو پر مهال د برید له فرصت څخه ګټنه وه نه کړه. وروسته له هغه چې د دوی ځواکونه له سیند څخه تېر شول او پوځونه یې ځای پر ځای کړل، په راتلونکې جګړه کې یې هغوی ته کلکه ماته ورکړه. هغه مهال چې سلاکارانو یې د دښمن پر وړاندې د ده د دومره زیات زغم اړوند پوښتنه وکړه؛ ده ځواب ورکړ، «حکیم هېڅکله بې وزله نه تر پښو لاندې کوي او تر هغه مهاله چې دښمن خپلې لیکې نه وي جوړې کړې، د برید امر نه ورکوي». [۸][۹]
کین لړۍ دغه پوځي دود له پامه وغورځاوه او د خپلو دښمنانو د کمزورتیا له ټکو څخه یې ناوړه ګټنه وکړه. د وي ایالت یو اشرافي د کین ایالت تورن کړ چې «حریص، فاسد، د ګټې لېواله او همدارنګه رښتینی نه دی. چارواکي یې د معاشرت د آدابو، غوره اړیکو او ښه چلن اړوند په هېڅ نه پوهېږي او که چېرې د مادي ګټې فرصت په لاس ورشي خپل نږدې کسان به داسې له پامه وغورځوي چې ګویا دوی حیوانات دي». دغو ټولو چارو د هغو د اوږد عمر لرونکو حاکمانو، د نورو ایالتونو څخه د با استعداده نارینه وو د ګمارلو او لږ داخلي مخالفت سره په ګډه کین لړۍ ته پیاوړی سیاسي ځایګی ورکړ. [۱۰][۱۱]
ورته مهال د کین سترواکۍ د خپلو حاصلاتي ځمکو او ستراتیژیک موقعیت د لرلو له امله غوره جغرافیايي ځایګی درلود او ورته مهال ترې داسې لوړ غرونه چاپېر و چې د دغې سترواکۍ لپاره یې د پیاوړو ساتونکو دېوالونو رول لوباوه. [۱۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Qin". Collins English Dictionary (13th). (2018). HarperCollins. ISBN 978-0-008-28437-4.
- ↑ کينډۍ:AHDict
- ↑ "...The collapse of the Western Zhou state in 771 BC and the lack of a true central authority thereafter opened ways to fierce inter-state warfare that continued over the next five hundred years until the Qin unification of China in 221 BC, thus giving China her first empire." Early China A Social and Cultural History, Cambridge University Press, 2013, page 6.
- ↑ Tanner 2010, pp. 85–89
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lewis 2007, p. 88
- ↑ Origins of Statecraft in China
- ↑ Morton 1995, pg. 26,45
- ↑ Time-Life Books 1993, p. 86
- ↑ Kinney and Clark 2005, p. 10
- ↑ Morton 1995, p. 45