کیمیاوي مرکب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

کیمیاوي مرکب یوه کیمیاوي ماده ده چې له یو شان مالیکولونو (مالیکولي موجوداتو) نه جوړه شوې وي، یوعنصر چې ډېراتومونه ولري او د کیمیاوي اړیکو په واسطه د یو بل ترڅنګ رامنځته شوي وي، ځکه نو هغه مالیکول چې یوازې د یوه عنصر له اتومونو جوړ شوی وي، مرکب نه بلل کېږي.

دا چې جوړوونکي اتومونه، څه ډول له یو بل سره یوځای راځي، څلور ډوله مرکبات موجود دي:

  • هغه مالیکولونه چې د کوولانټ رابطو په واسطه له یو بل سره وصلېږي
  • ایونیک مرکبات چې د ایونیک رابطو په واسطه له یو بل سره وصلېږي
  • انټرمیټالیک (د فلزاتو تر منځ) مرکبات چې د فلزي رابطو په واسطه له یو بل سره وصلېږي
  • مشخص کمپلسکونه چې د متناسبو کوولانټ رابطو په واسطه له یو بل سره وصلېږي.

یو کیمیاوي فورمول په مرکب مالیکول کې د هر عنصر د اتومونو شمېر د کیمیاوي عناصرو د معیاري لنډونونو په کارولو سره مشخصوي. د مثال په توګه: یو مالیکول اوبه H2O فورمول لري، دا څرګندوي چې دوه اتومه هایدروجن له یو اتوم اکسیجن سره وصل دی. ډېری کیمیاوي مرکبات د پېژندنې یوه ځانګړې CAS [د کیمیاوي لنډیزونو خدمات چې د کیمیاوي موادو د پېژندنې ټولنه ده] شمېره لري چې د کیمیاوي لنډیزونو د خدماتو په واسطه مشخصه شوې وي. په نړیواله کچه د تولید او کارولو لپاره تر ۳۵۰۰۰ ډېر کیمیاوي مرکبات (د کیمیاوي موادو د مخلوط په ګډون) ثبت شوي دي.[۱]

یو مرکب ښايي، د کیمیاوي جوړجاړي(تعامل) له لارې له دویمې مادې سره د تعامل په واسطه په یوه بله جلا کیمیاوي ماده بدل شي. په دې پروسه کې د اتومونو تر منځ رابطې ښايي په دواړو مقابلو مادو کې ماتې شي او نوې رابطې رامنځته شي.

تعریفونه[سمول]

هرهغه ماده چې د ثابت سټوکیومټري په تناسب له دوو یا ډېرو بېلابېلو اتومونو (کیمیاوي عناصرو)نه جوړه شوې وي، یو کیمیاوي مرکب بلل کېږي. دغه مفهوم خالصو کیمیاوي مادو ته په پام سره په ډېرې اسانۍ  سره د درک وړ دی. د دوو یا څو ډوله اتومونو د ثابتو نسبتونو له یوځای کېدونه دا پایله اخیستل کېږي چې ،کیمیاوي مرکبات ښايي د کیمیاوي تعامل له لارې پر داسې مرکباتو یا مادو بدل شي، چې هر یو لږ اتومونه ولري. په مرکب کې د هر عنصر نسبت د هغه د کیمیاوي فورمول په نسبت کې بیانېږي. کیمیاوي فورمول د هغو اتومونو د نسبت په اړه د معلوماتو بیانولو طریقه ده چې یو ځانګړی کیمیاوي مرکب جوړوي، د کیمیاوي عناصرو لپاره معیاري لنډونونه کارېږي او د ښکېلو اتومونو د شمېر مشخصولو لپاره بیا تر هغوی لاندې لیکل کېږي. د نمونې په توګه: اوبه له دوه اتومه هایدروجننه جوړې شوې دي چې، له یوه اتوم اکسیجن سره رابطه لري، کیمیاوي فورمول یې H2O دی. [۲][۳][۴][۵][۶][۷]

کیمیاوي مرکبات یو بې‌ساری او مشخص کیمیاوي جوړښت لري چې په یوه مشخص فضايي ترتیب کې د کیمیاوي اړیکو په واسطه د یو بل تر څنګ راځي. کیمیاوي مرکبات ښايي مالیکولي مرکبات وي چې د کوولانټ رابطو په واسطه سره یوځای ساتل کېږي، مالګې د ایونیک رابطو په واسطه له یو بل سره وصلېږي، د فلزاتو تر منځ مرکبات د فلزي رابطو په واسطه له یو بل سره وصلېږي یا د کیمیاوي کمپلکسونو هغه فرعي ټولګه، چې د متناسب کوولانټ رابطو په واسطه له یو بل سره وصلېږي. خالص کیمیاوي عناصرپه عمومي توګه کیمیاوي مرکبات نه ګڼل کېږي، ځکه د دوو یا څو اتومونو اړتیا پوره کوي، که څه هم تر ډېره پورې له هغو مالیکولونونه جوړ شوي دي چې، بېلابېل اتومونه لري (لکه د H2 دوه اتومه مالیکول یا د  S8څو اتومه مالیکول او نور). [۸]

ډولونه[سمول]

مالیکولونه[سمول]

مالیکول د دوو یا څو اتومونو الکتریکي شنډ(خنثی) ګروپ دی چې د کیمیاوي رابطو په واسطه له یو بل سره وصل دی. یو مالیکول ښايي جوړه هسته ولري، یعنې د یوه کیمیاوي عنصر له اتومونو جوړه شوې وي، لکه د اکسیجن په مالیکول کې دوه اتومه، یا ښايي هسته ونه‌ لري، له یوه عنصره ډېر جوړ شوی کیمیاوي مرکب، لکه اوبه (دوه اتومه هایدروجن او یو اتوم اکسیجن؛ H2O).[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ایونیک مرکبات[سمول]

ایونیک مرکب یو کیمیاوي مرکب دی، له هغو ایونونو جوړ شوی وي چې د الکتروسټاټیکي قوتونو په واسطه د یو بل تر څنګ ساتل شوي وي. دا مرکب په ټولیز ډول خنثی دی، خو له مثبت چارچ لرونکو ایونونونه سره چې د کاتیونونو په نامه یادېږي او له منفي چارچ لرونکو ایونونونه چې د انیون په نامه یادېږي، جوړ شوی دی. دا ښايي ساده ایونونه وي؛ لکه په سودیم کلوراید کې سودیم (Na+) او کلوراید (Cl) یا په څو اتومي ډولونو کې، لکه په امونیم کاربونېټ کې د امونیم (NH+4) او کاربنات (CO2−3) ایونونه. په یوه ایوني مرکب کې انفرادي ایونونه معمولاً څو نږدې ګاونډیان لري، ځکه نو د مالیکولونو د یوې برخې په توګه په پام کې نه نیول کېږي، بلکې د یوې تړلې درې کنجه شبکې برخه ده چې معمولاً په یوه کرېسټالي جوړښت کې ده.

ایونيک مرکبات چې اساسي ایونونه لري، لکه هایدروکساید (OH) یا اکساید (O2−) د القلي په توګه طبقه‌بندي کېږي. ایونیک مرکبات پرته له دغو ایونونونه هم د مالګې په توګه پېژندل کېږي او ښايي د اسید-القلي د تعامل په واسطه جوړ شي. ایونیک مرکبات یې ښايي د محلول د تبخیر، رسوب، کنګل کېدو، د جامد حالت د تعامل یا له تعامل منونکو فلزاتو یا غیر فلزاتو سره د الکترون د انتقال له تعامل نه تولید شي، لکه هلوجن ګازونه.

ایونیک مرکبات معمولاً د وېلې کېدو او جوش لوړه نقطه لري چې سخت او ماتېدونکي دي. په جامد ډول نژدې تل الکتریکي عایق دی، خو کله چې وېلې یا حلېږي، لوړه اندازه هادي جوړوي، ځکه ایونونه یې مجهز کېږي.

انټرمیټالیک (د فلزاتو تر منځ) مرکبات[سمول]

انټرمیټالیک مرکب یو ډول فلزي قلعي ده چې د دوو یا څو فلزي عنصرونو تر منځ د یوه منظم جامد حالت مرکب جوړوي. انټرمیټالیک مواد، معمولاً کلک او ماتېدونکي دي او د تودوخې په لوړه درجه کې میخانیکي خواص لري. دوی د سټوکیومټري یا غیر سټوکیومټري انټرمیټالیک مرکباتو په توګه طبقه بندي کېدای شي.[۱۴][۱۵][۱۶]

کمپلسکونه[سمول]

منسجم کمپلکس له یوه مرکزي اتوم یا ایوننه جوړ دی، چې معمولاً فلزي دی او د انسجام مرکز بلل کېږي او د منظمو شاوخوا مالیکولونو یا ایونونو ټولګه ده چې د لیګانډ یا کمپلکس کوونکو لاملونو په توګه پېژندل کېږي. ډېری فلزات لرونکي مرکبات په ځانګړې توګه انتقالي فلزات منسجم کمپلسکونه دي. منسجم کمپلسکونه چې مرکز یې یو فلزي اتوم دی، د ډي بلاک د عنصر د فلزي کمپلکس په نامه یادېږي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

رابطه او قوه[سمول]

مرکبات د بېلابېلو رابطو او قوو په واسطه له یو بل سره یوځای کېږي. د مرکباتو د رابطو په ډولونو کې توپیرونه په مرکب کې د شته عناصرو د ډولونو پر بنسټ توپیر لري.

کوولانټ رابطه چې د مالیکولي رابطې په توګه هم پېژندل کېږي، د دوو اتومونو تر منځ د الکترون شریکول په کې شامل دي. په لومړۍ درجه کې دا ډول رابطه د هغو عناصرو تر منځ رامنځته کېږي چې د عناصرو په تناوبي جدول کې یو بل ته نږدې واقع وي چې د ځینو فلزاتو او غیر فلزاتو تر منځ لیدل کېږي. هغه عناصر چې په تناوبي جدول کې له یو بل سره نږدې واقع دي، ورته الکترونګټیوټي ته تمایل لري، یعنې د الکترونونو د اخیستو مشابه تمایل لري. که هېڅ یو عنصر د الکترون د ورکړې یا اخیستو لپاره قوي تمایل ونه‌لري، دا د دې لامل کېږي چې عناصر الکترونونه شریک کړي او په پایله کې دواړه عناصر یو پیاوړی اوکتېت ولري. [۲۱]

ایونیکه رابطه هغه وخت رامنځته کېږي چې د وروستي مدار الکترونونه په بشپړ ډول د عناصرو تر منځ انتقال شي. د کوولانټ رابطې په مقابل کې دغه کیمیاوي رابطه دوه مخالف چارچ لرونکي ایونونه رامنځته کوي. فلزات په ایوني رابطه کې معمولاً د خپل وروستي مدار الکترونونه بایلي او پر یوه داسې کاتیون بدلېږي چې مثبت چارچ لري. غیر فلزات له فلزنه الکترونونه ترلاسه کوي چې غیر فلزات پر منفي چارج لرونکي انیون بدلوي. لکه څرنګه چې وویل شول، د ورکوونکي الکترون تر منځ ایونیکې رابطې معمولاً هغه وخت رامنځته کېږي چې یو فلز او د الکترون ترلاسه کوونکی غیر فلزوالي ته تمایل ولري. [۲۲]

تعاملات[سمول]

یو مرکب له دویم کیمیاوي مرکب سره د کیمیاوي تعامل په واسطه پر یوه بل مختلف کیمیاوي ترکیب بدلېدای شي. په دې پروسه کې په دواړو متقابلو مرکبونو کې د اتومونو تر منځ رابطې ماتېږي او بېرته رغول کېږي، تر څو د اتومونو تر منځ نوې رابطې رامنځته شي. په کیمیاوي توګه دغه تعاملونه د AB + CD → AD + CB په ډول بیانېدای شي چې په کې A, B, C او D هر یو ځانګړي اتومونه دي او AB, AD, CD او  CBهر یو ځانګړي مرکبات دي.

سرچینې[سمول]

  1. Wang, Zhanyun; Walker, Glen W.; Muir, Derek C. G.; Nagatani-Yoshida, Kakuko (2020-01-22). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Toward a Global Understanding of Chemical Pollution: A First Comprehensive Analysis of National and Regional Chemical Inventories"]. Environmental Science & Technology 54 (5): 2575–2584. doi:10.1021/acs.est.9b06379. PMID 31968937. Bibcode2020EnST...54.2575W. 
  2. Whitten, Kenneth W.; Davis, Raymond E.; Peck, M. Larry (2000), General Chemistry (الطبعة 6th), Fort Worth, TX: Saunders College Publishing/Harcourt College Publishers, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-03-072373-5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Brown, Theodore L.; LeMay, H. Eugene; Bursten, Bruce E.; Murphy, Catherine J.; Woodward, Patrick (2013), Chemistry: The Central Science (الطبعة 3rd), Frenchs Forest, NSW: Pearson/Prentice Hall, د کتاب پاڼي 5–6, د کتاب نړيواله کره شمېره 9781442559462, مؤرشف من الأصل في ۳۱ مې ۲۰۲۱, د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hill, John W.; Petrucci, Ralph H.; McCreary, Terry W.; Perry, Scott S. (2005), General Chemistry (الطبعة 4th), Upper Saddle River, NJ: Pearson/Prentice Hall, د کتاب پاڼې 6, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-140283-6, مؤرشف من الأصل في ۲۲ مارچ ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Wilbraham, Antony; Matta, Michael; Staley, Dennis; Waterman, Edward (2002), Chemistry (الطبعة 1st), Upper Saddle River, NJ: Pearson/Prentice Hall, د کتاب پاڼې 36, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-251210-7 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. . Chemical compound. ScienceDaily.
  7. Manchester, F. D.; San-Martin, A.; Pitre, J. M. (1994). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The H-Pd (hydrogen-palladium) System"]. Journal of Phase Equilibria 15: 62–83. doi:10.1007/BF02667685.  Phase diagram for Palladium-Hydrogen System
  8. Atkins, Peter; Jones, Loretta (2004). Chemical Principles: The Quest for Insight. W.H. Freeman. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7167-5701-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. کينډۍ:GoldBookRef
  10. Ebbin, Darrell D. (1990). General Chemistry (الطبعة 3rd). Boston: Houghton Mifflin Co. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-395-43302-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Brown, T.L.; Kenneth C. Kemp; Theodore L. Brown; Harold Eugene LeMay; Bruce Edward Bursten (2003). Chemistry – the Central Science (الطبعة 9th). New Jersey: Prentice Hall. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-066997-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Chang, Raymond (1998). Chemistry (الطبعة 6th). New York: McGraw Hill. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-07-115221-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Zumdahl, Steven S. (1997). Chemistry (الطبعة 4th). Boston: Houghton Mifflin. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-669-41794-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Askeland, Donald R.; Wright, Wendelin J. (January 2015). "11-2 Intermetallic Compounds". The science and engineering of materials (الطبعة Seventh). Boston, MA. د کتاب پاڼي 387–389. OCLC 903959750. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-305-07676-1. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Panel On Intermetallic Alloy Development, Commission On Engineering And Technical Systems (1997). Intermetallic alloy development : a program evaluation. National Academies Press. د کتاب پاڼې 10. OCLC 906692179. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-309-52438-5. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Soboyejo, W. O. (2003). "1.4.3 Intermetallics". Mechanical properties of engineered materials. Marcel Dekker. OCLC 300921090. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8247-8900-8. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Lawrance, Geoffrey A. (2010). Introduction to Coordination Chemistry. Wiley. doi:10.1002/9780470687123. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780470687123. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. کينډۍ:GoldBookRef
  19. کينډۍ:GoldBookRef
  20. کينډۍ:Greenwood&Earnshaw2nd
  21. "London Dispersion Forces". www.chem.purdue.edu. مؤرشف من الأصل في ۱۳ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 2013-10-02 باندې). Ionic and Covalent Bonds. Chemistry LibreTexts.