Jump to content

کیریاکوس پیټاکیس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کیریاکوس پیټاکیس
Κυριάκος Πιττάκης (يوناني) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۷۹۸[۲][۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۳ اکتوبر ۱۸۶۳ (Julian) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

کیریاکوس پیټاکیس (زوکړه: ۱۷۹۸ زکال – مړینه: د ۱۸۶۳ زکال د نومبر ۴مه [د لرغوني سبک له مخې د اکتوبر ۲۳مه]) یوناني لرغون پوه و. دی لومړنی یوناني و چې د لرغون پوهنې په برخه کې یې د ایفور جنرال په توګه د یونان د لرغون پوهنې د ادارې مشري وکړه؛ ده د خپلې دغې دندې پر مهال د آتن په آکروپولیس کې د څو تاریخي ودانیو په ساتنې او بیارغونې لاس پورې کړ. دی «د یونان په لرغون پوهنې باندې د ۲۷ کلونو لپاره د واکمن کس» او همدارنګه «د نوولسمې پېړۍ د تر ټولو مهم لرغون پوه» په توګه توصیف کیږي. [۳][۴]

د یو لرغون پوه په توګه پیټاکیس هرڅه تر ډېره له ځانه سره زده کړي و او یو له هغو محدود شمېر بومي یونانیانو څخه و چې د عثماني دورې په وروستیو او د یونان د پاچاهۍ په لومړیو کې په دغه برخه کې فعال وو. ده د یونان د لرغون پوهنې د خدمتونو په لومړنیو کلونو کې اغېزمن رول ولوباوه او د آتن د لرغون پوهنې د ټولنې یو له بنسټګرو غړو څخه و؛ هغه خصوصي بنسټ چې د لرغون پوهنې په برخه کې یې د کنستونو، ساتنې او د هغو اړوند د معلوماتو د خپرولو مسئولیت پر غاړه درلود. ده د آکروپولیس د ګڼ شمېر کنستنو او لومړنیو بیارغونو مسئولیت درلود چې په دغو کې د آرکتیون، پارتنون، آتنا نایک معبد او پروپیلایا د بیارغونې هڅې شاملې وې. دی له ۱۸۳۶ زکال څخه د لرغونو اثارو د مرکزي موزیم د مشر لرغون پوه او وروسته هم د هغو د ایفور جنرال په توګه تر ډېره بریده د هغو ودانیو او تاریخي اثارو د ساتنې مسئول و چې هغه مهال  لرغوني یونان ته اړوند ګڼل کېدل.

پیټاکیس د یونان د لرغون  پوهنې د «قهرمانانه دورې» د وروستي استازي په توګه توصیف کیږي. دی د لرغون پوهنې په برخه کې پیاوړی کنستونکی او لیکوال و چې د خپل اټکل له مخې یې په دغه برخه کې ۴۰۰۰ لیکنې خپرې کړي دي. نوموړی د یونان په ځانګړې توګه د آتن او د هغو د نږدې ټاپو ګانو د کلاسیکو میراثونو د کشف او ساتنې په برخه کې د بې دریغه هڅو له امله ستایل کیږي. خو د غیرسیستماتیکو کړنلارو او نه پام له امله له نیوکو سره هم مخ شوی. د هغه له خوا په ترسره شوو بیارغونو کې د لرغونو ودانیو اصل ته د وفادارۍ پرځای تر ډېرې کچې ښکلا پېژندنې لومړیتوب درلود چې له مړینې څخه یې وروسته بیا د هغو ډولونه بېرته پخواني ډول ته واړول شول. دی همدارنګه تورن شوی چې خپلو پیاوړو ملت پاله قومي باورونو ته یې اجازه ورکوله د لرغونو اثارو په بیارغونه کې ورباندې اغېز وکړي او د لرغون پوهنې سوابق د خپلو اعتقاداتو له مخې تحریف کړي. [۵]

لومړنی ژوند

[سمول]

کیریاکوس اس. پیټاکیس د ۱۷۹۸ زکال پر مهال په آتن کې وزیږېد. په ډېر احتمال سره هغه متواضعه مخینه لرله. د هغه یو هم مهاله دی داسې توصیف کړی چې «د آکروپولیس د یوې هېرې شوې تاقچې لاندې ... د هغه زانګو اېښول شوې وه». هغه لومړنۍ زده کړې د ښوونې او روزنې د ښوونکي پاناګیوتیس پالامس د زوی یوانیس پالاماس سره وکړې او بیا له ۱۸۱۰ زکال څخه تر ۱۸۲۰ زکال پورې د آتن عامه ښوونځي ته ولاړ. داسې ښکاري چې پیټاکیس د لرغون پوهنې په برخه کې هرڅه له ځانه سره زده کړي و، خو د ۱۶ کلنۍ په شاوخوا کې یې د فرانسې د مرستیال قونسل لوئیس فرانسوا – سبسټین پاول سره شاګردي وکړه چې ځینې وختونه «په یونان کې د لرغون پوهنې پلار» بلل کیږي. [۶][۷][۸]

په دغه دوره کې پیټاکیس د کتیبو له لیکنې، د آکروپولیس د کتیبو له کاپي کولو او همدارنګه یې له عثماني ځواکونو څخه د لېږد وړ لرغونو اثارو له پټولو سره لیوالتیا ومونده. د لرغون پوهنې په برخه کې یې د لومړنیو چارو پر مهال ملاتړ فیلوموسوس هتاایریا روڼ آندې ټولنې وکړ چې د لرغونو اثارو او د یوناني وګړو د زده کړو په برخه کې یې ځانګړې لیوالتیا لرله؛ په ۱۸۱۷ زکال کې ده د دغې ټولنې په هغه نوملړ کې ځای درلود چې د خپلو څېړنو په موخه یې له هغو ملاتړ ترلاسه کاوه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۹]

ویل کیږي چې پیټاکیس له انګلیسي اشرافي شاعر او د یوناني کلتور له مینه وال لارډ بایرن سره لیدلي و او د هغه ملګری و. د پیټاکیس د مېرمنې آیکاتریني خور ترزا مکري تر ډېره پورې د «آتن د خدمتکار» تر عنوان لاندې د بایرن د هغه شعر الهام بخښونکې ګڼل کیږي چې په ۱۸۱۱ زکال کې یې لیکلی دی. [۱۲][۱۴]

د یونان د خپلواکۍ جګړه

[سمول]

د یونان د خپلواکۍ جګړه د ۱۸۲۱ زکال په لومړنیو میاشتو کې د ترینګلتیاوو له زیاتوالي او له لومړنیو چمتووالو وروسته د مارچ په میاشت کې پیل شوه. هغه مهال چې له آتیکا څخه پاڅون کوونکي کلیوال وګړي د انقلابیونو په استازولۍ د اپرېل په میاشت کې آتن ته ننوتل، دغه مهال ترکي قواوو آکروپولیس ته شاتګ وکړ. عثماني ځواکونو په جولای میاشت کې د لنډ مهال لپاره دغه ښار بېرته ونیو، خو د اګست په میاشت کې یې خوشی کړ او ډېر محدود شمېر ځواکونه یې دلته پرېښودل. همدا و چې وګړو یوځل بیا پاڅون وکړ، ترکان آکروپولیس ته پر شاه شول او دوی د آکروپولیس لومړنۍ کلابندي پیل کړه چې د ۱۸۲۲ زکال د جون تر ۲۲مې نېټې [په لرغوني سبک د جون تر ۱۰مې نېټې] پورې یې دوام درلود. [۱۵]

پیټاکیس د ۱۸ کلنۍ په عمر د ملګرو د ټولنې (Philiki Hetaireia) په نامه له هغې پټې ملت پالې ټولنې سره اړیکې پیدا کړې چې په یونان کې د عثماني واکمنۍ په مخالفت کې جوړه شوې وه. ده کېدای شي د فیلیپوس یوانو چې وروسته پام وړ کلاسیک لیکوال شو او یا هم د الکساندروس ریزوس رنګاویس په واسطه چې بیا د وخت په تېرېدو د ده ملګری او سیال وګرځېد دغې ټولنې ته لار موندلې وي. پیټاکیس د ۱۸۲۱ – ۱۸۲۲ زکلونو پر مهال په آتن کې و او د هغو نامنظمو یوناني ځواکونو غړی و چې آکروپولیس یې کلابند کړ او بالاخره یې هغه بېرته ونیو. یا هم کېدای شي نوموړی د ۱۸۲۲ زکال د جون میاشتې په کلابندۍ کې د سلګونو ترک بندیانو د عام وژنې شاهد او یا د هغو ونډوال وي: د فرانسې مرستیال قونسل پاول چې د ده لارښود و، د دغې کلابندۍ څخه یې یو شمېر ژوندیو پاتو شوو کسانو ته تر هغه پورې په خپل کور کې پناه ورکړې وه تر څو چې دوه جنګي فرانسوي بېړیو له دغه ځایه وویستل. [۶][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۶][۲۰][۲۱]

ده د خپلواکۍ په جګړه کې د خپلو خدمتونو له امله وروسته د آتن له ښاري دولت څخه د «وطن پالنې» تصدیق ترلاسه کړ. د هغه ورور د جګړې پر مهال، یا هم د لومړنۍ او یا دویمې کلابندۍ په اوږدو کې چې د ۱۸۲۶ – ۱۸۲۷ زکال پر مهال ترسره شوه ووژل شو او په آکروپولیس کې خښ کړای شو. پټاکیس د جګړې پر مهال او له هغو وروسته له بریتانوي معمار توماس لېورټون ډونالډسون سره مکاتبه لرله او هغه ته یې د لرغون پوهنې د هغو اکتشافاتو اړوند معلومات ورکول چې له یونان څخه بهر پوهانو ورته لاسرسی نه درلود. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

ملت پالنه

[سمول]

پیټاکیس د ځوانۍ پر مهال د ملګرو د ټولنې په نامه د یوناني ملت پالې ټولنې غړی و او د ژوندانه په اوږدو کې یې خپله یوناني ملت پالنه څرګندوله. ده د لرغونو یوناني آثارو په برخه کې د کنستنو او د هغو د ساتنې چارې د «سپېڅلو چارو» په توګه توصیف کړې دي. د آتن د لرغون پوهنې ټولنه چې ده یې په تاسیس کېدو کې مرسته وکړه او تر ۱۸۵۹ زکال پورې یې په هغو کې پام وړ رول ولوباوه د «نوولسمې پېړۍ پر مهال د کلاسیک پوهنې د ایډیالوژیک استازي» او همدارنګه د «نخبه پالونکي او «لرغون پالونکي» په توګه توصیف کیږي. د پیټاکیس چارې د نوولسمې پېړۍ د یونانې لرغون پوهنې په خوا کې په ټولیزه توګه په راتلونکو دورو په ځانګړې توګه په بیزانس دوره (شاوخوا ۵۰۰ زکال – شاوخوا ۱۴۹۲ زکال) باندې کلاسیکو مواردو ته د لومړیتوب ورکولو له امله له نیوکو سره مخ دي. د ۱۸۳۰ زکال پر مهال په آتن کې د شته کلیساوو له نیمو ډېرې یې د ۱۹مې پېړۍ په اوږدو کې د پیټاکیس له خوا د لرغونو ودانیو د واضحو منظرو د وړاندې کولو او یا له هغو څخه د لاندې شوو لرغونو آثارو د پاتې شونو د موندلو په موخه ونړول شوې. [۲۱][۷][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

هغه په ۱۸۳۶ زکال کې په ډېر تدیبر سره د خپلواکۍ له جګړې وړاندې د لرغون پوهنې په برخه کې د خپلو چارو اړوند له «ترکانو څخه د وېرې» په تړاو لیکنه وکړه او هغه بیړه یې په کې توضېح کړه چې له امله یې دی اړ شو د اشغال پر مهال په آکروپولیس کې لرغون پوهنې ته اړوندې خپلې غیر رسمي چارې ترسره کړي. ده د آتن د وریساکي سیمې په اګورا میدان کې د خپلو څېړنو څخه د ملاتړ په موخه ادعا وکړه چې یوازې له شپېتو کورونو پرته د آتن نږدې ټول کورونه د ترکانو له خوا نړول شوي وو، هغه شمېره چې معاصرې څېړنې یې اړوند شک څرګندوي. [۸][۳۱][۳۲][۳۳][۳۱][۳۴]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ سرچينې تړی: https://epigraphicmuseum.gr/afieromata/2021/kyriakos-pittakis-1798-1863/. Retrieved: ۸ اپرېل ۲۰۲۱.
  2. ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w68d1554. Subject named as: Kyriakos Pittakis. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. Constantakopoulou 2008، م. 297.
  4. Petrakos 2011، م. 135.
  5. Papazarkadas 2014، م. 405.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ Archaeological Society of Athens 2020b.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Voutsaki 2003، م. 245.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Tsouli 2020، م. 267.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Mallouchou-Tufano 2007، م. 42.
  10. Athanassopoulou 2002، م. 295.
  11. Maniatea 2022.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Dyson 2008، م. 74.
  13. Hellmann، Fraisse او Jacques 1982، م. 27.
  14. Jenkins 1953، م. 200.
  15. Arnaoutoglou 2008، م. 203.
  16. Beresford 2016، مم. 923–924.
  17. Beresford 2016، م. 923.
  18. Beresford 2016، م. 908.
  19. Pantos 2008.
  20. Epigraphic Museum of Athens 2021.
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Papazarkadas 2014، م. 401.
  22. Dyson 2008، م. 71.
  23. Merry 2004، م. 74.
  24. Papadopoulos 2021، م. 115.
  25. St. Clair 2022، م. 271.
  26. Mackridge 2012، م. 39.
  27. Mallouchou-Tufano 1994، م. 73.
  28. Mallouchou-Tufano 2007، م. 49.
  29. Petrakos 2011، م. 52.
  30. Dyson 2008، مم. 74–75.
  31. ۳۱٫۰ ۳۱٫۱ Van Rookhuijzen 2021، م. 348.
  32. Cohen 2018، م. 96.
  33. Cohen 2018، م. 95.
  34. Dumont 2020، م. 241.