کړمه شیراني
د کړمې شیراني کلۍ د شیراني ولسوالۍ سهېلي پښتونخوا له لرغونو کلیو څخه دی چې له تحصیل مقام ماڼېخواه څخه نژدې سپاړس کیلومتره واټن باندې د شمال لور ته په یونین کونسل کړمه کړمانزئي کې موقعیت لري. کړمه کلۍ نژدې یو نیم سل کوره ابادي لري او دا د شیراني د خانخیلو کلۍ دی دلته د کړمانزئی(حسن خیل) مشر ټبر اټل کهول ،مزار کهول او د ابوخیل ستره کورنۍ تلخان کهول استوګنه لري. د کړمې مشران د جرګو مرکو خلک دی چې د بریتانیې د واکمۍ له وخت څخه نیولې د ژوب د قبایلي حیثیت تر ختم کېدو پورې یې په جرګو کې فعال رول درلود بیا چې جرګه سسټم ختم شو اوس د ولس ترمنځ د مرکو او ننواتو په وسیله روغې جوړې کوي.
'
1. اقتصاد(روزګار):'
[سمول]د کلي اقتصاد د عربو اماراتو پر مسافرۍ ولاړ دی ډېری کلیوال په عربو کې مزدورۍ کوي او د ځینو بیا هلته ستر ستر کاروبارونه دي او یو څه ځوانان بیا دولتي دندې (سرکاري ملازمتونه) لري ډېری کلیوال شتمن دي. په کلي یو وړوکۍ غوندې بازارګی هم شته چې کلیوال د ژوند ډېری د اړتیا وړ توکي په کې تر لاسه کوي.
'2. روغتیا(صحت) :
[سمول]'په کلي کې یو شل بستریز دولتي روغتون (BHU) شته او دوه ځانګړي ولسي کلینکونه هم شته چې د کلیوالو د روغتیا اړتیاوې بشپړ کوي.
'
3. زده کړې (تعلیم) :
[سمول]' په کړمه کلي کې لومړی ښوونځی د بریتانیې د واکمنۍ پر محال په کال ۱۹۲۲ کې جوړ شوی وؤ اوس محال دلته پنځه لومړني ښوونځي (Primary school) یو شخصي ښوونځی(private school) او یو منځنی ښوونځی(middle school)شتون لري له کړمې سره جوخت په خنکئ او لهړ کړمانزئي کې دوه عالي ښوونځي(High School) هم شته. د کلي ډېری ځوانان لوړې زده کړې (اعلٰی تعلیم) لري. د یادونې وړده چې ستر لارښود ملتپاله سیاستپوه سائیں کمال خان شیراني او کمشنر نصیب الله خان شیراني هم خپلې لومړۍ زده کړې دلته کړېدي. دلته پنځه جوماتونه دي چې هلته علماءکرام وه ماشومانو ته دیني درسونه ورکوي.
'
4. کرکرونده(زراعت) :'
[سمول]له کلي سره نژدې د اوبو یوه لویه چینه بهېږي د هغې په وسیله کلیوال خپل پټي خړوبه وي.په پټو کې غنم اوربشې او سبزیانې کري او یو څه د مڼو(سیب) او زردلوګانو باغونه هم شته.
'
5. تاریخ :'
[سمول]د کړمې کلي ذکر په کال ۱۸۸۵ء شا خوا ده افغان پاچا امیر عبدالرحمان خان په خودنوشت کتاب (فارسي چې وروسته پښتو ته ژباړل شوی دی) کې تر سترګو کېږي ،امیر لیکلي دي چې کړمه او غرلمه د شیراني دوه ستر کلي دي ما دا کلي د پښتني سیمو د سفر پر محال ولیدل ډېر میلمه پاله خلک وؤ زه دلته د قامي مشر ملک ساکو خان کړمانزئي کره مېلمه شوم زما او د لښکر یې خوارا زیات چوپړ وکړو د تګ پر محال مې یوه ځغره او توره په جائزه کې ورکړه بیا مې د برنج کلي پر لور یون وکړو .د کړمې یادونه د بریتانوي هند په سرکاري راپور opretions of the Zhob field force 1890 کې هم شوې ده.
'
6. د کال ۱۹۱۹ افغان انګریز جګړه :'
[سمول]د کال ۱۹۱۹ افغان انګریز جګړه چې د استقلال د جګړې په نوم هم یادېژي د شیراني ننګیالی ولس بېطرفه پاتې نه شو او له کړمې او نورو نژدې کلیو څخه د ملک بهار کړمانزئي په مشري کې ګڼ شمېر کسانو ګډون وکړی او په سلیازي کې یې له مشوخان شیراني سره اوژه پر اوژه د بریتانوي استعمارګرو ځواکونو خلاف په جګړه کې په مېړانه سره برخه واخیسته چې په یاده جګړه کې مشو هیزئي باښک کړمانزئي او سندئ په شهادت ورسیده او ستانه دار کړمانزئی ټپي شو وروسته بیا په خدای مرګ مړ شو. '
7.نومیاتي تاریخي مشران :'
[سمول]۱.ملک ساکو خان شیراني او د هغه زوی ترکوخان ۲.ملک مومن خان اوبه خیل ۳.ملک شکور کړمانزئی۳.ملک بهار کړمانزئی ۴.ملک بلوخان کړمانزئی ۴.ملک دین محمد اوبه خیل ۵.تورګل اوبه خیل ۶.ملک خلیفه امیر خان کړمانزئي ۷.ملک رمضان کړمانزئی ۸.ملک اخترجان کړمانزئي ۹.صوفي نورمحمد ۱۰.مولوي برهان الدین ۱۱.شیخ قاسم نیکه
'
8. اوسني مشران :'
[سمول]۱.ملک فتح خان شیراني ۲.ملک شهبازخان شیراني ۳.ملک غلام سرورخان ۴.ملک عبدالرحمان کړمانزئي ۵.ملک عبدالوهاب ۶.فیض محمد
'............پای.................'
'
حواله جات'
[سمول]۱.'[ https://archive.org/stream/in.ernet.dli.2015.285087/2015.285087.Operations-Of_djvu.txt ]'
۲.'سوانح حیات از امیر عبدالرحمان خان ۱۸۸۵ءفارسي'
۴.ملک بهار شېراني
https://www.facebook.com/1966305580123774/posts/4669482623139376/