کينډۍ:دنغا ژغورلی/2015-03-25

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پاپيليو ډيموليوس

د پاپيليو ډيموليوس (Papilio demoleus) د شا يو انځور، دا د کوکڼو يو جنس دی چې اکثراً د نارنج گل په موسم کې د نارنجو په ونو کې موندل کېږي. د کوکڼې همدا جنس د لومړي ځل لپاره د کارل لينېوس لخوا په 1758 کال کې تشرېح شو. د کوکڼې همدا ډول په نړۍ کې هر چېرته موندل کېږي. د P. demoleus کوکڼې د نارنجو پر ونو تغذيه کېږي اوله همدې امله د ثمرلرونکو ونو لپاره د وبا په توگه گڼل کېږې؛ دا ځکه چې کوکڼې او چينجيان د نارنجو ونو (تر 2 feet (60 cm) ټيټو) د پاڼو د بشپړه رژېدو سبب گرځي چې دا پخپله د بڼونو حاصلات کموي.

د انځور د امتياز خاوند: Jeevan Jose

دا هم وگورئ[سمول]