کينډۍ:دنغا ژغورلی/2009-02-28

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ژمی

ژمی په يوه کال کې د څلور څپرکيو نه يو څپرکی دی. مېټرولوژيک ژمی هغه څپرکی دی چې په ټول کال کې لنډې ورځې او تر ټولو سړه سړوخه لري (دا د نړېوال موقيعت له مخې بېلابېلو ځايونو کې بېلابېلې مودې او د سړوخي کچه لري).

د ژمي په مهال په هغو سيمو کې چې د استوا د کرښې نه ليرې پرتې سيمې دي، د سړوخي کچه ډېره ټيټه وي او واوره هم ډېره اورېږي. په داسې څپرکي کې اکثراً ورېځې راټيټېږي او يا هم د واورې دوړه دومره وي چې دا ډول حالت د خلکو په ورځيني ژوند اغېز کوي او په ورځينيو چارو کې ځنډ راپېښېږي. د ژمي پر مهال چې د يوې لږ يادې شوې ځليزې يادونه کېږي، هغه کنگل بډل دی. کنگل بډل د واورې هغه کريسټالونه دي چې په هوا کې زوړند وي او دا ډول سړوخه تر ټولو سخت ژمي کې پېښېږي (په داسې يو ځای کې چې سړوخه لږ تر لږه له صفر نه ۱۰ درجې ښکته ولاړه شي)..

د انځور د امتياز خاوند: Richard Fabi
وروستي مستنده انځورونه: تاج محلمونټريالکيوي

دا هم وگورئ