کينډۍ:دنغا ژغورلی/2009-02-08
ښکارېدونکې بڼه
دا د ۱۹مې پېړۍ يو کارتون دی چې د پونچ مجلې نه اخيستل شوی، په دې کارتون کې د هماغه وخت د سړو او ماشومانو د لامبو کالي ښودل شوي. د دغه کارتون څرگندونې داسې دي، "موسو، اوس نو چې، ستا بڼه د ټولو سړو ښکلا گرځېدلې، او ته نژدې بشپړ زړه راښکونکی شوی يې؛ خو اوس د ډېر وخت نه دلته ولاړ يې. نو ټوپ دې ژر ووهه چې وار دې تېر شي!" که څه هم چې د هغه پېر د لامبوکالي ډېر پټ او حياناک کالي وه، خو په برطانيه کې دا يو عام کار و چې کله به ښځې د سړو نه ليرې وې نو هغوی به په لوڅ ځان لامبل.
دا هم وگورۍ[سمول] |