کينډۍ:دنغا/2015-03-31

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د نن غوره انځور
د انډياناپوليس د لويې لارې پوستر

دا د 1909 کال د انډياناپوليس په لويې لارې د موټرځغاستلو يو پوستر دی. دا د چټک موټرچلونې د سيالۍ يو واټ دی چې لومړی وار په 12 د اگسټ، 1909 کال کې پرانيستل شو. د موټرچلولو د سيالۍ لپاره همدا واټ په پينځو مياشتو کې د 3 ميليونه امريکايي ډالرو په لگښت جوړ شوی و، دا واټ ټولټال څلور کيلومتره اوږدواله لري او واټ څه نا څه هوار خو هگۍوزمه جوړ شوی. تر اوسه پورې د موټرچلونې همدې واټ کې ډېر لږ بدلون راغلی. په 2000 کال کې د سياليو همدا واټ بيارغېدلی او په عصري بڼه ترميم شو. د انډياناپوليس د چټکې موټرچلونې همدا واټ چې د انډياناپوليس 500 او برېکيارډ 400 په نومونو سياليو ځای دی، لومړی ځل په 1987 کال کې د ملي تاريخي ځای په توگه ونومول شو.

د انځور د امتياز خاوند: آدم کويردېن او کرېس ووډرېچ
خونديځنور مستند انځورونه...

دا هم وگورئ[سمول]