کينډۍ:دنغا/2015-03-30

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د نن غوره انځور
ټيول خاپ

ټيول خاپ د زمکې يو ډول پنډ خاپ دی چې د منځنۍ کاليفورنيا په سان جواکوېن په دره کې او د ساکرامېنټو دره کې په باراني موسمونو کې رامېنځ ته کېږي. دا ډول خاپ هغه وخت جوړېږي کله چې د هوا لندبل کچه ډېره شي (اکثراً د ډېرو ورښتونو وروسته)، آرام باد او د شپې مهال چټکه سړوخه رامېنځ ته شي. دا ډول خاپ د سترې منځنۍ درې په سيمو کې چې چارچاپېره يې غرنۍ سيمې دي ډېر عام دی. ټيول خاپ، يو ډول ټيټه ورېځ ده چې اکثراً په ۲٬۰۰۰ فوټه (۶۱۰ م) لوړوالي کې، او تر ډېره حده ناخوځنده ده چې تر ډېرو اونيو پورې يې بڼه نه بدلېږي. دا ډول خاپ په کاليفورنيا کې د آب و هوا اړونده ترافيکي پېښو او مړينو يو لوی سبب دی.

د انځور د امتياز خاوند: Jeff Schmaltz/ناسا
خونديځنور مستند انځورونه...

دا هم وگورئ[سمول]