کينډۍ:دنغا/2009-03-19

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د نن غوره انځور
لومړنی بالون

دا په ۱۷۸۶ ز. کال کې د انسانانو لخوا د آلوتنې د رښتيا کولو لومړنۍ هڅه ده. په دغه کال کې د مونټگولفاير وروڼو لخوا دغه بالون جوړ شو چې د لومړي ځل لپاره پکې انسانان د ځمکې نه والوتل. د بالون همدا آلوتنه په ۲۱ د نومبر ۱۷۸۳ ز. کال کې د شاتيو دي لا مويته له ډگر نه چې د پاريس په لويديځه څنډه کې پروت دی ترسره شو. ژان فرانکويس پيلاتره دي روزاير، چې يو ډاکټر او فرانکويس لاورينت دارلانديس، چې يو پوځي افسر ؤ په همدغه بالون کې نژدې ۹۱۰ متره (۳۰۰۰ فوټه) د زمکې له هوراې نه لوړ په همدغه بالون کې والوتل چې همدغې آلوتنې ۲۵ دقيقې وخت ونيوه او ټولټال ۹ کيلومتره واټن يې وواهه.

د انځور د امتياز خاوند: نامالومه
خونديځنور مستند انځورونه...

دا هم وگورئ[سمول]