کينډۍ:دنغا/2009-03-15

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د نن غوره انځور
د اور وژنې لارۍ

دا د اور وژنې يو امريکايي موټر دی. د اور وژنې دا ډول لارۍ دوه اشترنگونه لري چې يو يې مخ ته او بل يې شا ته دی. که څه هم چې شاتينی اشترنگ د نورمال اشترنگ په پرتله لږ څه توپير لري او عين تخنيکي دنده نه ترسره کوي، خو د وروستۍ برخې گټه يې په دې کې ده چې په کومو ځايونو کې چې کوڅې تنگې وي او لويې لارۍ نشي ورننوتلی نو د همدې موټر وروستۍ برخه په ډېرې آسانۍ سره داسې کوڅو ته ورننوځي او د اور په وژلو کې مرسته کوي.

د انځور د امتياز خاوند: Matthew Field
خونديځنور مستند انځورونه...

دا هم وگورئ[سمول]