کينډۍ:دنغا/2009-03-04

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د نن غوره انځور

ډک اېنډ کاور مطلب دا چې په سرگونډو شه، دا فلم په ۱۹۵۱ کال کې د امريکا د فډرالي دولت لخوا د ښاري مدافع او ساتنې لخوا جوړ شوی وه، دا هغه مهال ؤ چې روسانو د هستوي وسلو آزمېښتونه پيل کړي وه. دا ويډيويي ټوټه په ښوونځيو کې وار په وار ښودل کېده او همدغه فلم په ښوونځيو کې د يوه دولتي تبليغي لوحې بڼه خپله کړې وه. په دې فلم کې دا ښودل شوي چې که چېرته په امريکا باندې څوک د هستوي وسلو يرغل وکړي نو عام وگړي څنگه خپل ځانونه د هستوي وسلو د چاودنې نه ژغورلی شي. دا فلم په ډاگه کوي چې په سرگونډو کېدل د هستوي چاودنې د زيان کچه راټيټوي. په دې ويډيويي ټوټه کې د هستوي جگړې د ژغورنې او ساتل کېدو ځينې چلندلارې ښودل شوي.

د انځور د امتياز خاوند: د امريکا د ښاري ساتنې اداره
خونديځنور مستند انځورونه...

دا هم وگورئ[سمول]