Jump to content

کينډۍ:خبرې اترې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مخبڼه د كلا برجونه او دېوالونه ډېر جګ و، د كلا شاوخوا ته خندق ډېر ژور و، له دغه جګوالي سره دغه ټيټوالى تړلى و او د لوړتيا راز په همدغه كنده كې پټ و، تر څو چې يو ځاى ډېر ژور نه شي د چا برجونه نه جګيږي. ديوه لوړېدل او د بل ټيټېدل يو له بله تړلي دي، دا جګ برجونه هر چا له لرې ليدل مګر دا لويه كنده له لرې چا نه ليده او د نژدې خلكو هم ډېر پام ورته نه و.

زموږ سترګې له ډېر لرې ځايه لوړ څلي او جګ برجونه ويني مګر ژورې څاګانې او لويې كندې څو قدمه هغه خوا نه ويني. د دې هسكو دېوالونو او لوړو برجونو خټه له همدغه ټيټ ځايه اخيستل شوې ده، دا خټه د سنډا له پښو لاندې پخه شوه او ډېرو خلكو په لتو ووهله بې له دېنه دا دېوالونه او برجونه نه لوړېده. يوه لوړ مقام ته رسېدل دغه راز كارونه په مخكې لري او ټيټ همدغسې جګيږي، د دنيا جاه و جلال عزت او منزلت هماغه لوړ برجونه دي، چې سرګذشت يې له ډېر ټيټ ځايه شروع كيږي.كوم سر چې د ډېرو خلكوپه مخكې په تعظيم ټيټ نه شي نور سرونه ورته په احترام نه ټيټيږي، هغه چې بل ته لاس په نامه نه وي ولاړ نور ورته لاس په نامه نه دريږي، دا هغه پور دى چې سړى يې يوه ته وركوي او له بل نه يې غواړي. كه دا خبره تاسو منلې نو راشئ، د خان نوكران وګورئ! هغه چې د خان په مخكې خپل سر ډېر ټيټوي په نورو باندې تفوق لري او درجه يې لوړه ده هغه آس چې د ارباب د سپرلۍ د پاره په كمند كې ولاړ دى له نورو اسونو نه ډېر قدر لري او ميتران يې ډېر ښه خدمت كوي. كه موږ حقيقت ته ځير شو عزت ډېر ځله په ذلت ګاټه شي او باداري د غلامۍ نتيجه ده، ډېر خلك شته چې د شخصيت د ګټلو د پاره خپل شخصيت له پښو لاندې كوي او د عزت د پاره عزه النفس قربانوي. څنګه چې دهقانان غنم په خاورو كې شيندي او بيا د غنمو درمندونه اخلي دوى هم عزت او شخصيت له خاورو لاندې كوي او دې ته يې منتظر وي. په دنيا كې ډېر لږ كسان دي چې خپل فطري او طبيعي لوړوالى په بل شان ساتي او د لوړو برجونو غوندې نه دي بلكې د غرو له جګو څوكو سره شباهت لري.

دا له قديمه دود و، چې د لوړو دېوالونو خاوندو كلاګانو به په خپله شا او خوا كې خندقونه هم درلودل، خندقونه به د دښمنانو د يرغل پر مهال دهغوى مخه نيوله، د لويو بالاحصارونو پر شا او خو اهم لوى لوى خندقونه راګرځېدلي وو، استاد الفت موږ ته د دغه تشبيهى مثال په را په يادولو خپله مفكوره هم را پېژني او وايي چې لوى دېوالونه ځكه لوړ دي چې تر څنګه يې خندقونه ژور دي يعنې هغه خلك چې لوړ شوي خامخا يې ځينې خلك واړه كړي چې نظر هغو ته دوى لوى ښكاري، د استاد الفت د خبرې يوه مانا دا هم ده چې د ځينو خلكو عزت د نورو په ذلت كې وي د استاد الفت هدف هغه مصنوعي وقار او حيثيت دى چې ځينې خلك يې د نورو په ذليلولو او خوارولو كې ګټي، زموږ په ټولنه كې ډېر داسې خلك شته چې د نورو په وژلو، لوټولو، ځورولو او خوارولو، لوى شوي ، مهم شوي، او واك و ځواك ته رسيدلي. دا په حقيقت كې هماغه كاذبه لويي ده چې استاد الفت ورته اشاره كړې ده، د استاد الفت د منطق او استدلال يوه ښېګڼه، ځانګړنه او خوږوالى په دې كې دى چې هڅه كوي خپل خلك په داسې مثالونو پوه كړي چې د هغوى لپاره د پوهاوي وړ وي، خلك ورسره اشنا وي او په ورځني ژوند كې ورسره سر و كار ولري، آن نالوستي او عام خلك هم پرې پوه شي، وګورئ، برجورې كلاګانې، د هغو تر څنګ خندقونه د سنډا له پښو لاندې د خټو پخېدل او بيا ورڅخه دېوالونه او برجونه جوړول هغه څه دي چې د افغانستان خلك يې پېژني او په اسانۍ سره يې تصور كولاى شي، استاد الفت د نيويارك او پاريس ماڼۍ ګانې او برجونه نه دې ښودلي، ځكه بېچاره افغانان له هغو سره نه دي بلد. داستاد نور مثالونه هم محلي او اشنا دي: خان او د هغه نوكران، دخان آس، كمند، ميتران، دهقانان، درمندونه او د غرونو جګې څوكې دا ټول د هغه د عالي منطق لپاره ساده او عام فهمه مثالونه او په زړه پورې تشبيهات دي. د استاد الفت استدلال دا دى چې د هېواد او ټولنيزو ازرښتونو اصلي ساتونكي خلك دي، سره له دې چې له لرې څخه يوازې لوړ دېوالونه ښكاري، يعنې ټول هغه كسان ويني چې په لوړو څوكيو ناست دي، فكر كيږي چې هر څه دوى كوي حال دا چې د كلا (كېداى شي د ازرښتونو سمبول وي) په ساتلو كې نه يوازې دېوالونه بلكې خندقونه (عادي خلك) چې نه ليدل كيږي هم ډېر رول او ونډه لري. او عجيب دا ده چې دېوالونه دورانېدو او رالوېدو وړ دي مګر خندقونه تر دېوالونو ډېر د اطمينان وړ دي..
Documentation icon کينډۍ لاسوند[جوړول]