کينډۍ:تانبه:ژوندليک/پېژند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تانبه:ژوندليک/پېژند/انځورژوندليک چې له نوم نه يې څرګنده ده د يو انسان د ژوند د کړو وړو تفصيلي بيان يا يادښت ته وييل کېږي. په يوه ژوندليک کې د بنسټيزو حقايقو د لست (زده کړې, دندې, اړيکې او خپلوي, او مړينې), برسېره د همدغو پېښو شخصي تجربې او پېښې هم ذکر کېدلو وړ دي. يو پېژنليک يا صوانح ته ناورته، په ژوندليک کې د يوه شخص د ژوند پېښو بيان د کيسې په توګه هم کښل کېږي چې په داسې يو ليکلي لاسوند کې د يو شخص د ژوند په بېلابېلو اړخونو رڼا اچول کېږي چې په دې کې محرم مالومات او تجربې هم يادېدلی شي او په ټوله کې د يوه چا د شخصيت شننه په کې بيان شوې وي.

ژوندليک کښلي آثار خيالي بڼه نه لري، خو د يو چا په ژوند د رڼا اچولو او لا روښانه کولو پخاطر، څوک خيال هم کارولی شي.د ژوندليک کښنې يوه ژوره برخه د لېګېسي رايټنګ يا تګلارې کښنې ده. په بېلابېلو رسنيو کې له ادبياتو تر فلم پورې، ژوندليک کښلي آثار ځانته ځانګړی ځېل يا سبک لري چې د ژوندليک کښنې په نوم يادېږي.

يوقانوني ژوندليک هغه ژوندليک دی چې په کښنې کې يې د اړونده شخص څخه نه يوازې اجازه او مرسته اخيستل شوې وي بلکه، په ځينو وختونو کې اړونده شخص هم په ليکوالۍ کې شراکت کړی وي.

يو آټوبايوګرافي خپل ژوندليک د يوه شخص هغه ليکلی اثر وي چې خپل د ژوند پېښې يې پخپله ليکلي او لوستونکو ته يې وړاندې کړي وي.

د ژوندليکونو په اړه نور مالومات…