کينډۍ:تانبه:پښتو ادبیات/غوره شوې لیکنې
خیر البیان دروښان په تصنیفاتو کې هغه مشهور کتاب دی چې نه یوازی دروښان په آثارو کې بلکې دپښتو ادب کې ځانګړی ځای او ارزښت لری . د آخوند درویزه په مخزن او هم دبستان کې دا خبره په متحده الفظه توګه راغلی ده چې خیرالبیان په څلورو ژبو یعنی پښتو، عربی ،پارسی او هندی ژبو باندی لیکل شوی دی . دخیرالبیان هغه چاپی نسخه چې ما ورځینی په دې لیکنه کې ګټه اخیستی ده هغه نسخه ده چې د حافظ محمد عبدالقدوس قاسمی په ترتیب ،زیار، تدوین او دیباچه باندی د پیښور یونیورسیتی د پښتو اکاډمی له خوا د 1967 میلادی کال دجون په میاشت کې دزر ټوکو په شمیر چاپ شوی دی . دغه نسخه د حافظ قاسمی په وینا د هغه قلمی نسخې له مخې چې نوموړی د جرمنی هیواد د ټیوبنګن له پوهنتون څخه په لاس راوړی او له غور ، سمونی او دنوموړی ددیباچې له کښلو څخه ورسته، چاپ شوی ده .دغه نسخه په ټولییز ډول پرته له پیژند ګلوی ، دیباچې او غلط نامی څخه 301 مخونه لری او دهغه عکس له مخې چې پدغه نسخه کې د قلمی نسخې د ورستی پاڼی له مخې اخیستل شوی دی دقلمی نسخې دختمیدو نیټه د چهار شنبی ورځ د 1061 کال دروژی د میاشتی شلمه نیټه ښودل شوی ده .