کينډۍ:تانبه:پاکستان/ټاکلې ليکنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پېښور (په انګرېزي: Peshawar، هندکو: پِشور، اردو: پشاور)، د پښتونخوا ولايت پلازمېنه او د قبايلي سيمو د فېډرالي نظام مرکز دی. د کوشانيانو پاچا کنېشکا په ۲ مه ميلادي پېړۍ کې د پوشکالاوتي Pushkalavati (اوسنۍ چارسده) نه پوروشاپوره (اوسيني پېښور) ته خپله پلازمېنه ولېږدوله. د پېښور اوسينی نوم هم کېدای شي د سانسيکرت د ژبې پوروشاپوره (مانا يې "د سړو ښار" دی) نه راوتلی وي. دغه سيمه د پېخور او پېشاور په نومونو هم يادېږي. په اصل کې دا سيمه د ګندهارا برخه وه او په دې سيمه کې د ختيځ ايرانی ټبر چې اصل او نصب يې سياتيان وو استوګن شوي وو. بيا وروسته دا سيمه د کوشان د امپراتورۍ په ولکه کې راغله. په برتانيه کې د پېشاوري نان په نامه يوه ټيکله مشهوره ده چې په خوړنځايونو کې په همدې نوم پېژندل کېږي۔نور مالومات۔۔۔