کينډۍ:تانبه:سوداګري او اقتصاد/پېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اقتصاد علم (په انگلیسي Economics) د ټولنیزو علومو یوه څانګه ده چې د تولید، توزیخ او موادو د مصرف او لګښت او خدمتونه تر څېړنې لاندې نیسي. د اقتصاد علم تمرکز په دې خبره دی چې د اقتصادي عواملل څه ډول تګلوري او تعامل کوي او مختلف اقتصادونه څه ډول کار کوي. په دې لار کې د اقتصادي تګلورو وېش شوی چې یو ته یې کوشنی اقتصاد او بل ته یې لوی یا ستر اقتصاد ویل کېږي. د اقتصاد بنستیزه عواملو، د فردي عواملو لکه کورنۍ او شرکتونه یا پېرودونکي او پلورونکي تر څېړنې لاندې نیسي. په مقابل کې ستر اقتصاد، ټولیز (کلي اقتصاد) چې د بیکارۍ لاملونه، تورم، اقتصادي پرمختګ او پولي و مالي سیاست تحلیلوي.

د اقتصاد بله وېشنه چې په نړۍ کې رایجه ده، دا څانګه یې په اثباتي اقتصاد، (په انگلیسي: positive economics) (تعریف کوونکی "هغه څه چې دي") د عادي اقتصاد (په انگلیسي: normative economics) (له هغه څه دفاع "چې باید واوسي")؛ نظري اقتصاد د عملي اقتصاد په مقابل کې؛ عقلاني اقتصاد د رفتاري اقتصاد؛ یا د متداول یا د اصلي جریان اقتصاد (په انگلیسي: mainstream economics) (ارتودوکس اقتصاد چې زیاتره د عقلانیت او فردپالنې او تعادل سره سر و کار لري) او د بدعي اقتصاد (په انگلیسي: heterodox economics) (چې راډیکاه دی او له سازمانونو، تاریخ او ټولنیز جوړښتونو سره سرو کار لري.