کيمياوي تعاملونه
دجهت له مخی دکیمیاوی تعاملاتو ډولونه
كيمياوي تعامل هغه جريان دى چې په هغې کې يوه ماده ياموادپه يوه ياڅونوروموادوبدليږي چې دکيمياوي خواصوله مخې دلومړنيوتعامل کوونکوموادو سره بيخي توپيرمومي. ياديوډول موادو څخه بل ډول داسي موادولاسته راتلل چې دلومړنيوموادو څخه يې ترکيب اوخواص توپيرولري دکيمياوي تعامل په نوم ياديږي . ياکيمياوي تعامل هغه عمليه ده چې په هغي کې دتعامل کوونکو موادو جوړښت اوخاصيت بدليږي ،اويوه نوي ماده دنويو خواصوسره لاسته راځي. (٣م،١٤مخ) په کيمياوي تعاملونوکې دعناصرواصليت اودمرکبونوداتومونوهستې بدلون نه کوي .بلکې دعناصرواتومونه ديوډول ماليکول څخه دبل ډول ماليکول په ترکيب کې شامليږي ،په داسي حال کې چې په هستوي تعاملاتو کې دعناصرو اصليت بدلون مومي . په کېمياوي تعاملونوکې د اتومونو ولانسي
الکترونونه برخه اخلي ،چې کيمياوي تعامل دکيمياوي معادلې په څيرښودل کيږي ،کيمياوي معادله دهغه سمبولونو ټولګه ده چې دکيمياوي تعامل جريان ښايې په هغي کې دتعامل کوونکوموادو دتعامل شرايط ښودل کيږي .لکه دهايدروجن اواكسيجن ترمينځ دکيمياوي تعامل معادله په پام کې نيسو. 2H2 (g) +O2 (g) →2H2O (g) +∆…. (1)
په دي تعامل کې H2 او O2 تعامل کوونکې مواد، O H2 دتعامل څخه لاسته راغلې مواد، ∆ دتودوخې اندازه، او تعامل لورى ، g دغازحالت ښايې ، دپورتنۍ معادلې څخه ليدل کيږي چې ددوه ماليکوله هايدروجن 2H2 او يو ماليکول اکسيجن O2 څخه دوه ماليکوله اوبه 2H2O اويوه اندازه تودوخه منځته راځي.دپورته معادلې څخه ليدل کيږي چې →ښۍ خواته زيات اوږد دى اوراښيي چې نوموړى تعامل ډېر لږ په شاتلونکى دى چې په دې معادله کې دکتلې دساتنې قانون څرګنديږي چې دا وايې :
په کيمياوي تعامل کې دبرخه اخيستونکواودکيمياوي تعامل څخه دلاسته راغلوموادو کتله تل سره يوشان وي.نوبايد هرعنصر داتومونوشمېره په کيميا وي تعامل کې دبرخه اخيستونکو اود تعامل څخه لاسته راغلوموادوکتله سره يوشان وي لکه په پورتنۍ معادله کې دکتلې تناسب په لاندي ډول دى.
2H2 + O2 2H2O دوه موله + يومول→ دوه موله
2(2.029) gr + 2 × 16 gr → 2 × 18.02 gr تعامل کونکې مواد 36.04 gr →36.04 gr لاسته راغلې مواد يعنې دتعامل دواړو خوا وته دموادو مقدار يوشان دى .که چېرته اول تعامل دمودلونوپه څېر وښودل شي نولرو چې :
→ +
2H2 + O2 → 2H2O
په (١) معادله کې دغازونو تر منځ تعامل تر سره کېږي په يو ډول شرايطوکې دمودلونو شمېر دهغې دحجمونو سره تناسب لري ، نودپورتنۍ تعامل لپاره ليکلاى شو .
2H2 + O2 → 2H2O
2V + 1V → 2V
V حجم نيسى . که چيري په يو ه کيمياوي تعامل کې دتعامل دشرايطو لکه دتودوخې درجه ، فشار ، کتلست ،او نور ټاکل شوي وي هغه په کيمياوي معادله کې ښيو لکه په لاندي تعامل کې :
P+K+T 3H2 + N2 2NH3 (٤م٣٦٨مخ) په کيمياوي تعاملونوکې دموادو فزيکي حالا تو ليکل ځانګړى اهميت لري . دبيلګې په ډول ددې لپاره چې KBr جامديا KBr(s) دجامد AgNO3 يا AgNO3(s) تعامل وکړي په لومړي قدم کې هغه په اوبو کې حلوي .دهغې څخه دKBr(aq).AgNo3(aq) محلولونه جوړيږي.ورسته نوموړي محلولونه سره يوځاى کوي اودAgBr(s) رسوب اودKNO3(aq) محلول لاسته راځې .چې دهغې معادله په لاندي ډول ليکل کيږي. + AgBr(s KNO3(aq) KBr(aq_)+ AgNO3(aq) چې په دې معا دله کې (aq)-داوبومحلول (s)-جامد حالت ښيي. ١_ دکيمياوي تعاملونو ډولونه کيمياوي تعاملونه دتعامل له لوري ،دانرژي تبادلې او نورو خصوصياتوله مخې وېشو په لنډه توګه سره داسې دي ! ١-١ : دکيمياوي تعاملونو ويش دتعامل له لورې له مخې داکيمياوي تعاملونه دتعامل دلورى له مخي په شا تلونکو اوپه شا نه تلونکو تعاملونو باندي ويشل کيږي . A- په شاتلونکي تعاملونه Reversible Reaction هغه تعاملونه دي چې دواړوخواوته ترسره کيږي . اويا هغه تعا ملونه دي چې دټاکلو شرايطو لاندي نېغ په نېغه اومعکوس دواړوخواوته ترسره کيږي په پاي کې دتعاملاتوچټکتياوي يوشان کيږي . اودانډول حالت ته رسيږي لکه په لاندي تعامل کې:(٣م،١٤١مخ)
V2 امونيم ايزو تيوسيانيت امونيم تيو سيانيت
V2
په پورتنيو تعاملونو کې v1دمستقيم کاربن مونواکسايد تعامل چټکتيا او v2معکوس تعا مل چټکتيا وي.تعامل دانډول په حالت کې v1=v2سره کيږي .
b-په شانه تلوونکي تعاملونه reactions Irreversible
هغه تعاملونه دي چې يولورى لري اوتعامل کوونکې موادو څخه دتعامل لاسته راوړنه جوړيږي ،ياپه بل عبارت سره هغه تعاملات دي چې لاس ته راوړنه يې ثابت اوډېره لږه اندازه يې بيرته تجزيه کيږي اولومړني مواد جوړوي دبيلګي په ډول : (٣م،١٤١مخ)
چې په دې تعاملونو کې v2 دچپه تعامل چټکتيا ده نودتعامل ټولنيزه چټکتيا (v)يوشان کيږي په : V = V1-V2 = V1 - 0 = V1
V = V1 Vدتعامل ټوليز ه چټکتيا ،v1دتعامل چټکتيا نېغ په نېغه ،v2دچپه تعامل چټکتيا مساوي په صفر سره. ٢-٢دانرژي دجذب اوياازادولو له مخې دتعاملونو ويش دانرژي دجذب يا ازادولو له مخې کيمياوي تعاملونه دانرژي په جذبوونکو Endothermic اودانرژي په ازادوونکو Exothermic باندي ويشې . a- اكزوترميك تعاملات Exothermic . هغه تعاملونه دي چې دتعامل په جريان کې تودوخه توليدوي ، چې حاصلات يې ثابت اوداخلي انرژي يې لږه ده .(٣م،١٣٧مخ) CaO + H2O → Ca(OH)2 + E (١م،٢٩٥مخ) 2Na + 2H2O → 2NaOH +H2 +E
b- اندوترميک تعاملات Endothermic
هغه تعاملات دي چې دتعامل په جريان کې انرژي ياتودوخه جذبوي .چې لاسته راوړنه يې لږه اوداخلي انرژي يې ډېره ده .(٣م،١٣٧مخ)
CaCO3 + ∆ → CaO + CO2(١م،٢٩٥مخ)
(١م،٥٣٤مخ)
ليدل کيږي چې داکزوترميک په تعاملاتو کې انرژي يا تودوخه ازاديږي اوداندوترميک په تعاملاتوکې انرژي ياتودوخه جذبيږي . ٣-٢ دميخانيکت له مخې دکيمياوي تعاملونو ويش دميخانيکت له مخې کېمېاوې تعاملونه په لاندي ډولونوباندي ويشل کيږي : a- جمعې (ترکيبې تعاملونه Combination reacation) : په دې ډول تعاملونو کې يو ياڅوتعامل کوونکي مادې سره يوځاى کيږي اودمادې لاسته راوړنه جوړوي دبېلګې په ډول: H2C = CH2 +Br2→ H2C─ CH2
Ethene
Br Br همدارنګه 1 : 2Na +Cl2 → 2NaCl 2 : 2Cu + O2 → 2CuO
1- a متناظر جمعي تعاملونه :
دغه کيمياوي تعاملونه هغه وخت جوړيږي چې جوړونکي ماليکولونه يې متناظر جوړښت ولري لکه : كلورين Cl2 ،هايدروجن H2،برومين Br2. چې په دې صورت کې نصب کېدونکې اتومونه ددوه ګوني اويا درى ګوني اړيکې په دواړوخواوکې نښلي لکه په لاندې تعا ملونوکې:
a-2 غير متناظر جمعي تعاملونه : داډول تعاملونه هغه وخت تر سره کيږي چې نښليدونکې ماليکولونه يي نا متناظر وي لکه Hcl,HBr,HoH , اودا سې نور په دې حالت کې دماليکولونو دواړو خواوته ډول ډول برخې نښلې .دبېلګې په توګه : CHCl = Chloro ethane
CH2 = CHcl + Hcl → CH3 ─ CHCl2
1,1di chloro ethene
CH3─ CH= CH2+ HBr → CH3BrCH ─CH3
2, bromo propane
a-3 هغه جمعي تعاملونه دي چې په هغې کې ارجاع اوتحمض تر سره کيږي،دې ډول تعاملونو په جريان کې يوه ماده الکترونونه ورکوي تحمض oxidation کيږي اوبله ماده الکترونونه اخلي اوارجاع Reeducation کيږي لکه په لاندې کېمياوي تعا ملونوکې :
(٤م،٣٢مخ)
4-a هغه کېمياوي تعاملونه چې په هغې کې ارجاع اوتحمض نه ترسره کيږي . پدې ډول تعاملونوکې تعامل کوونکې مواد اکسيديشن نمبرد بدلون پرته سره يوځاى کيږي اودتعامل لاسته راغلي موادجوړه وي لکه په لاندي تعاملونوکې. H2SO4 SO2(g)+H2O
(٤م،٤٣٩مخ)
B:-تجزيوي تعاملونه Decomposition reaction داډول تعاملونه دجمعې تعاملونو چپه دي چې په هغې کې يوه کېمياوي ماده په څوکېمياوي مادو تجزيه کړي هغه وخت تجزيوي تعاملونه تر سره کيږي .چې تعامل کوونکې مواديو مقدار انرژي دخپلواړيکو دپرې کولو لپاره جذب کړي او په څوموادو تجزيه کيږي چې تجزيوي تعاملونه په لاندې برخو وېشل کيږي ١- ډېر ايوني مرکبونه دتجزيې په وخت کې دفلز او غير فلز اکسايدونه جوړوي لکه : ٢- اکسايدفلزاتو اکسايدونه ،کلوريت او پرکلوريت مرکبونه دتجزيې په وخت کې اکسيجن توليدوي لکه : (١م،٥٣٤مخ) ٣- برقي تجزيوي تعاملونه ompsition Electrolesticdec پدې ډول تعاملونوکې مواد دبرقي انرژي په وسيله تجزيه کيږي اوداهم (Redox)تعاملونه دي لکه :
- تعويضي تعاملونه(Displacement Reaction): داډول تعاملونه هغه وخت ترسره کيږي چې په يوه مرکب کې يواتوم (ايون )ديوه بل اتوم (ايون ) په وسيله بدل شي . اوتعويضي تعاملونه په لاندې برخو وېشل کيږي.
C-١ يوه ګوني تعويضي تعاملونه:(Single displacement reaction)
پدې ډول تعا ملونوکې ديوعنصر اتوم ديوبل عنصر اتوم په يومرکب کې ارجاع اوبې ځايه کوي اوخپله دايون په څېر دهغې ځاى نيسي . چې عمومي څېره په دې ډول ده .
تعويضي تعاملونه په لاندې ډول ترسره کيږي . ١-دفلزاتوم دهايدروجن ايون په اوبو اويا تېزابوکې بدلوي لکه :
دفلزاتوم دبل فلزايون په محلول کې تعويضي کوي لکه :
په عمومي ډول هغه فلز دبل فلز ايونونه تعويضي کولاى شې چې دهغې ارجا ع خاصيت ډېر وي که چېري ځينې فلزات دهغې ارجاعي خاصيت ډېر والې له مخې ترتيب کړو نو لاندې لړۍ لاس ته راځي . ٣- دهلوجن فعال اتوم دهلوجن لږفعال اتوم دمحلول څخه بې ځايه کوي لکه c.٢- دوه ګونې تعويضي تعاملونه Doubledisplacerment reaction دغه ډول تعاملات په عمومي توګه لاندې څېره لري . WX +YZ→ WZ +YX
اوهغه کېمياوي تعاملونه دي چې بدلېدل پکې ددواړو خواو نيول شوي وي چې دوه مرکبونه سر ه تعامل کوي اوديو بل ايون په مرسته يي بې ځايه کړي چې داډول تعاملونه کولاى شو په لاندې تعاملونو کې وګورو .
١.c.٢- ترسبې تعاملونه په دې تعاملونو کې د دوه ګوني تعويضي په پايله کې ددوو منحلو مرکبونو تعامل په پايله کې نامنحل مرکب درسوب په ډول جوړيږي لکه : چې پورتنۍ معادله کېAgBr لاسته راغلې رسوب دى . ٢.c.٢- تيزاب اوقلوي تر منځ دشنډولو تعامل په دې تعاملونو کې ددوه ګوني تعويضي دتيزاب اوقلوي دتعامل په پايله کې مالګه اوبه جوړيږي لکه په لاندې معادله کې . 3HCl(aq)+Al(OH)3 aq→AlCl3+3H2 O چې په دې معادله کې AlCl3 لاسته راغلې مالګه ده . D- دسونګ (سوځولو ) تعاملونه Combustion reaction
دکيمياوې موادو سره داکسيجن تعامل دسونګ په نوم يادېږي چې دهغې په پايله کې زياته تودوخه دلمبې په څير توليديږي .په عادي سونګ کې يوه تعامل کوونکې ماده اکسيجن دى دسونګ ټول تعاملونه دRedox له ډلې څخه دي. دخالصو عناصرو سونګ داکسيجن سره دجمعي تعاملونو له ډلې څخه دي اواکسايدونه جوړوي لکه په لاندې کې . دعضوي موادولکه دډبرو سکرو غاز ،طبيعي تيل چې دهغې په جوړښت کې دکاربن – کاربن –کاربن اوهايدروجن اړيکې شته اوپه هغې کې ډيره انرژي ذخيره شويده ،دسونګ څخه دنورو موادو ترڅنګ دکاربن ډاى اکسايد اواوبو ډيره انرژي توليديږي لکه :
دحجروتنفس دسونګ عمليه ده .چې دلمبې پرته په وجودکې ترسره کيږي او انرژې توليديږي لکه په لاندي تعامل کې
E- داوبو دجلاکولو تعاملونه Dehydration
داهغه تعاملونه دي چې دهغې په جريان کې ديو مرکب څخه يو ماليکول اوبه جلاشي لکه :
چې دغير عضوي کيمياوي تعاملونو له پاره داسې ليکلاى شو:
(٤م،٣٠٠مخ)
F- داوبو سره ديوځاى کولو تعا مل Hydration reacationج
ديوه مرکب په ماليکول باندې داوبو دماليکول دنښلولو څخه عبارت دى لکه په لاندې عضوي تعاملاتو کې ليدل کيږي .چې الکين په تيزابي چاپېريال کې په الکولو بدليږي چې تعامل يې داسې دي .
چې غير عضوي تعاملات يې په لاندې ډول دي . CO2+H2O→H2CO3 CaO+H2O→Ca (OH)2(١م،٢٩٥مخ) SO2+H2O→H2SO4 G- دسپروپروشن تعاملونه Disproprotion
په دې ډول کيمياوي تعاملونو کې کيمياوي مواد داسې تجزيه کيږي چې يوعنصر هم ارجاع او هم تحمض کيږي اوډول ډول داکسيديشن نمبرونه اخلې چې دبيلګې په ډول دلاندي تعاملاتو څخه يادونه کوو .
H- کوموتېشن تعاملونه Comotation هغه تعامل دى چې په هغې کې يوعنصر د دوو اکسيدېشن شمېرو څخه يوه اکسيدېشن شمېرې ته بدلون وکړي لکه : 2N-3H4N+5O3→2N2+4H2O+O2 H- ارجاع اوتحمض تعاملونه Reduction oxidation reacation
داډېر مهم کيمياوي تعاملونه دي په دې ډول تعاملونو کې ډېر شمېر تعاملونه شامل دي لکه دمرکبونوجوړېدل دهغې دعناصرو څخه ،ياپه چپه ډول دمرکبونو تجزيه کېدل په عناصروباندي ،دسونګ تعاملونه ،په بتريوکې تعاملونه ،دبرقي انرژۍ دجوړېدو لپاره په ژونديو حجروکې دانرژۍ دجوړېدو تعاملونه اوداسې نور. دريډکشن تعاملونو بنسټ ديوعنصر څخه عنصرته دالکترونونو ليږد راليږد دى. يانې يوعنصر الکترون ورکوي تحمض Oxidation اوبل عنصرچې الکترون اخلي ارجاع Reduction کيږي .دريډکشن تعاملونو په پايله کې ايوني مرکبونه هم جوړيږي . لکه دMgO مرکب چې Mg او O2 عناصرو څخه چې يو ريډوکس تعامل دى جوړيږي چې معادله يې په لاندي ډول ده. څرنګه چې په پورتني تعامل کې ليدل کيږي چې Mg دوه الکترونه ورکوي تحمض کيږي . اوMg+2 او O دوه اکسيجن دوه الکترونه اخلي ارجاع کيږي او O-2 ايون جوړوي ،چې وروسته دادواړه ايونونه يوبل سره جذبوي اوMgO مرکب جوړوي اوهغه په دې ډول سره ښودلاى شو . همدارنګه دريډوکس تعاملونو په جريان کې هغه مرکبونه چې اشتراکي اړيکې لري هم جوړيږي .لکه په دې تعامل کې : که چېري نوموړى تعامل په سيستماتيک ډول سره وښودل شې په لاندي توګه سره تر سره کيږي .
همدارنګه دCa او O2 ترمنځ تعامل چې ترسره کيږي CaO جوړوي 2Ca - 4e-→ 2Ca oxidation O2 + 4e- → 2O2- Reduction
. 2Ca + O2 → 2CaO پورتنې ريډوکس تعاملونه ددوه نيمه تعاملونو په څير چې دالکترون اخستل اوبايلل پکې ښودل شوي دي .
کله چې يو عنصر الکترون بايلې ،تخمض کيږي اوبل عنصر چې الکترون اخلي ،ارجاع کيږي په دي عمليه کې هغه عنصر چې الکترون ورکوي دارجاع عامل ( Reducing aqent) په نوم ياديږي لکه په پورتني تعامل کې کلسيم دارجاع عامل اواکسيجن دتخمض عامل دي .
دکيمياوي تعامل ميخانيکيت chemical reaction mechanism
ميخانيکيت ديوه کيمياوي تعامل هغه ساده پړاونه دي چې کيمياوي تعامل په پخو موادوباندې اړوي ،چې دموادو کيمياوي فعاليت دهغوي دکيمياوي خاصيت په نامه ياديږي .چې دموادو کيمياوي فعاليت دهغوۍ په الکتروني جوړښت پورې اړه لري ،هغه مواد چې الکتروني جوړښت يې ډير ثابت وي کيمياوي فعاليت يې ډير لږاو په چپه ډول هغه مواد چې الکتروني جوړښت يې ثابت نه وي کيمياوي فعاليت يې ډير وي .فعال کيمياوي مواد يودبل سره ژر دالکترونونو راکړه ورکړه يادالکترونونودشريکولو په پايله کې نوي مواد جوړوي چې دغې عملي ته کيمياوي بدلون يا کيمياوي تعامل هم ويلى شو . ديوه کيمياوي تعامل دډول ډول پړاونو دپيژندلو لپاره اړينه ده چې دهر پړاو ميخانيکيت وپيژنو .دبېلګې په ډول : دNO اواکسجن دتعامل په پايله کې دNO2 غاز جوړيږي ،څرنګه چې پوهيږو چې دNO دوه ماليکوله ديوماليکول اکسيجن سره نيغ په نيغه تعامل نه شي کولى،ځکه دمنځني تعامل په جريان کې N2O2 جوړيږي اونوموړ ى تعامل په دوه پړاونو کې سرته رسيږي . N2O2 NO + NO =لمړى ساده پړاو 2NO2 N2O2 + O2 =دويم ساده پړاو
__________________________________
2NO2 → 2NO+O2 دتعامل ټولګه څرنګه چې ليدل کيږي په نوموړي پړاو کې N2O2 شته دى .مګر دتعامل په روستي پړاو کې له منځه ځې او تجزيه کيږي، چې داتومونو اکسيديشن درجې اوولانسونه بدلون مومي ،نو په همدې توګه ولانس او داکسيديشن شمېر تر څېړنې لاندې نيسو.
ولانس valence
ولانس (يوځايوالي قوه) : ديوناني کلمې valentia څخه اخستل شوې ده،چې دمشتق شوې قوي په مانا دى . اوولانس داتوم هغه قوه يا مېل دى چې دخپلو بهرنيو سويو دپوره کولو اودکيمياوي اړيکو دجوړولو لپاره يې کاروي .يا دا چې يو عنصر يو اتوم په خپل شاوخواکې دنورو اتومونوسره څوکيمياوي اړيکې جوړولاى شي ،دغه توان ته دهغه عنصر ولانس وايې .همدارنګه ديوه اتوم په شاوخوا کې داړيکو شمېر دهغه اتوم ولانس ښايې . اودولانس شمېر دهغه کيمياوي اړيکو سره يوشان دى چې يو اتوم يې دنورو اتومونوسره (
جوړوي لکه داوبو په ماليکول کې چې جوړښتي فورمول يې دادى.(٣م،٧مخ)
چې داکسيجن ولانس دوه اودهرهايدروجن اتوم ولانس يودى ،دهرعنصر ولانس معلومولو لپاره ښه لاره داده چې دهر مرکب دماليکولونو جوړښتي فورمول رسم کړو . دبيلګې په توګه په لاندې مرکباتوکې : ليدل کيږي چې دځينو عناصرولکه دهايدروجن اواکسيجن ولانسونه په ټولومرکباتوکې يوشى دى .خودځينوعناصرو لکه سلفر ،کلورين ،اونورو ولانسونه په ډول ډول مرکباتو کې توپيرلري ،هغه کيمياوي مرکبات چې دماليکولونوداتومونوترمنځ کوولانسې اړيکې وي دولانس اصطلاح ډيره کارول کيږي اوپه ځاى کار دى. خوکه دماليکول داتومونوترمنځ ايونې اړيکې وي نوغوره خبره داده چې پرځاي داکسيديشن شمېره وکارول شي .نوويلى شو چې دH ─H تر منځ يوه اشتراکي اړيکه يوولانسه اود O==O ترمنځ دوه اړيکې دوه ولانسه او د ترمنځ درى اشتراکي اړيکې درى ولانسه اوپه متان کې څلوراشتراکي اړيکې د کاربن څلورولانسه اتوم کارکوي . که چېرې ديوه اتوم څخه بل اتوم ته دکيمياوي اړيکو په جوړولوکې الکترون وليږدول شي جوړه شوې اړيکه (Electrovalence) يادايونيک اړيکي په نوم ياديږي .دبيلګې په ډول دسوديم کلورايد په مرکب کې الکتروولانس اړيکه جوړيږي ځکه دسوديم اتوم څخه يوالکترون دکلورين اتوم خواته ځي .چې په پايله کې يې د Na+ او Cl- جوړيږي او د سوديم کلورايد په مرکب کې دمثبت او منفي ايونونو دجوړولو لپاره ايونيک اړيکه منځته راځي . که چيرې کيمياوي اړيکه الکترونونو ديو ځاى کيدو له مخې رامنځته شي ،اشتراکي اړيکه Covalancne کوولانسي جوړيږي .لکه دH2 په ماليکول کې يوه کوولانت اړيکه دH2 داتومونو ترمنځ H─ H ،اودO2 په ماليکول کې ددوه اتومونو ترمنځ دوه اشتراکي اړيکې O=O ،اودنايتروجن په ماليکول کې درى اشتراکي اړيکې دN ددرى اتومونو ترمنځ منځته راځي . که چېرې په اشتراکي اړيکه کې يوه جوړه الکترونونه په يو اتوم پورې اړه ولري دکوارديناتت کوولانس Coordinat covalence اړيکي په نوم ياديږي .لکه دسلفوريک اسيد (H2SO4) چې دمنځني اتوم يانې S داکسيجن (O) داتومونوسره په ې ډول کواردينات کوولانټ اړيکې جوړوي. په نوموړي مرکب کې جوړه الکترونونه چې دغشي(→) په څير ښودل کيږي .چې څلور کيمياوي اړيکې جوړه وي . چې دوه اړيکې اشتراکي دي اودوه يې مرستندويه اشتراکي اړيکې دي .
داکسيديشن شميره . Oxidation Number
اکسيديشن شميره دهغو لږو اويا دټولو چار جونو شميري ته ويل کيږي چې په کيمياوي تعامل کې په عناصروبا ندې دهغې په مرکب کې لاسته راځي.
اودعناصرويوځاى والي ظرفيت اواستعداد ښيې ، داکسيديشن شميره مثبت يا منفي اويا دصفر قيمت لري . دالکترونونوشمير چې ديومثبت ايون سره جمع کيږي ،اوياديومنفي ايون څخه لري کيږي.چې په پايله کې يوشنډ اتوم جوړه وي ياکه فلزدنافلزسره کيمياوي تعامل وکړي ، دلته دفلزاتوم خپل ولا نسي الکترونونه نافلزاتوم ته ورکوي ،چې ددې کارپه پايله کې دفلزاتوم په مثبت ايون اودنافلزاتوم په منفي ايون اوړي يا په بله بڼه دفلزاتوم مثبت اکسيديشني شميره اودنافلزاتوم منفي اکسيديشني شميره پيداکوي ،چې مثبت اومنفي ايونونه دالکتروستاتيکي جذب قوې په وسيله سره نږدي اويودبل سره کيمياوي اړيکه پيداکوي . څرنګه چې دااړيکه دايونونوترمنځ جوړه شوې ده نوځکه ايوني اړيکي په نوم ياديږي . دکيمياوي تعامل په پايله کې که يواتوم يو،دوه ،درى ياڅلورالکترونونه له لا سه ورکړي دهغه اتوم اکسيديشن شميره (+1) ،(+2)،(+3) يا (+4) کيږي، ياکه په چپه ډول دکيمياوي تعامل په پايله کې يو اتوم يو ،دوه ،درى يا څلور الکترونونه دبل اتوم څخه جذب کړي ددې اتوم اکسيديشنې شمېره (-1)،(- 2)،(-3) يا (-4) کيږي .لکه کاربن تترا کلورايد په مرکب کې دکاربن (+4) اوکلورين (-1) اکسيديشني شميره لري . چې په کيميا وي مرکبا توکې دډول ډول عناصرو داکسيديشني شميري دپيدا کولو په وخت کې بايد په ياد ولرو چې هغه عناصرچې دالکترونيګا تيو ني قيمت يې لږوي اويا هغه عناصر چې په دوراني جدول کې د 1A،2A,3A نيم ګروپونو عناصر جوړوي چې د اکسيديشن شميره به يې ثابته او مثبته وي ،چې په ترتيب (+1)،(+2)،(+3) څخه عبارت دى لکه K چې داکسيديشن شميره يې(+1) ده . په اتومي ايونونوکې داکسيديشن شمېره دهغې چارج سره سمون مومي لکه دH+ اکسيديشن شميره (+1) اود کلسيم (Ca+2) اکسيديشن شميره (+2)، اود المونيم (Al+3) اکسيديشن (+3) ، Sn+4 اکسيديشن شميره (+4) دF-1 اکسيديشن شميره (-1) دO-2 اکسيديشن شميره (-2) اودN-3 اکسيديشن شمېره (-3) ده .چې اکسېديشن شمېره دګروپ شمېري سره سمون مومي ، لکه دK دا کسيديشن شميره (+1) اوCa اکسيديشن شميره (+2) اودAl داکسيديشن شميره (+3) ده .
-دڅلورم اصلي ګروپ عناصر (4A)،(+4) او(-4) اکسيديشنې شمېره لري ځکه په کيمياوې تعامل کې نوموړي عناصرکولاى شي چې څلورالکترونونه وبايلې ،چې داکسيديشن شميره يې (+4) کېږي ، اوياڅلور الکترونونه واخلي چې داکسيديشن شميره يې (-4) کېږي .دبيلګې په ډول دکاربن تتراکلورايد (CCl4)په مرکب کې داکسيديشن شمېره دکاربن (+4) اوميتان (CH4) په مرکب کې اکسيديشن شمېره دکاربن (-4) ده .
-دپنځم اصلي ګروپ عناصر(5A) په عمومي ډول داکسيديشن (-3) شمېره لري ،مګر (+1) ،(+2)،(+3)،(+4) او(+5) اکسيديشن شمېرې هم اخيستلاى شي .
-دشپږم اصلې ګروپ عناصر (6A) په عمومې ډول (-2)اکسيديشن شمېره اخلي ،مګرد+1 څخه تر +6پورې هم داکسيديشن ډول ډول شمېري اخيستلاى شي - داووم اصلي ګروپ عناصر( A7)په عمومي ( -1 ) اوکسيديشن شمېره اخلي ولې د١+ څخه تر 7+ پورې هم اوکسيديشن شمېري اخستلاى شي
-د اتم اصلي ګروپ عناصر(8A)داکسيديشن شمېره صفر ده اودا عناصر په عادي شرايطو کې تعامل نه کوي . مګر دقوي تحمض کونکوسره دځانګړو شرايطو لاندې تعامل کوي اومرکبونه جوړه وي لکه :
Xe+2F2 → XeF4
په دى مرکب کې Xeاکسيديشن شمېره (4+)ده همدارنګه رادون((Rn دفلورين سره اوXeداکسيجن سره اوداسې نورمرکبونه جوړه وي .
اکسيديشن شمېري ځينې ځانګړ تياوي :
- aپه يوماليکول کې دټولواکسيديشنونو شمېره صفر کيږي .لکه د داکسيديشن شمېره مساوي ده په اولروچې.
2(+1) + 1(+6) + 4(-2) = 2+ 6 – 8 = 8 -8 = 0 -b هغه ماليکول چې ديوډول اتومونوڅخه جوړشوي وي داکسيديشن شمېره يې مساوي په صفر سره ده لکه : H─Hيا Cl,H2 ─ Cl ياO=O,Cl2 ياO2 - C دټولوعناصروداکسيديشن شمېره په عنصري حالـت کې صـــفر ده لـــکه Na, Cu,Cl2ځکه شنډې (خنثى ذرې)دي دپروتونواو الکترونونو شمېريې سره برابر دى . -dديوعنصر داکسيديشن شمېره په ډول ډول مرکبونو کې يوډول اويا توپير لري دبيلګې په ډول دسلفرداکسيديشن شمېره په لاندې مرکبونوکې يوډول اومثبت (+6) سده. ، ، اونور .په لاندې مرکبونوکې دسلفر داکسيديشن شمېره توپير. لري . ، ، ، اونور
-eا داکسيجن داکسيديشن شميرپه ډيرومرکبونوکې (-2) په پراوکسايدونوکې (1+)اواوکسي فلورايد OF2 کې (-2) اوپه عنصري حالت کې O2 صفردى لکه H2O ،H2O2 اوداسې نور .
-f دهايدروجن داکسيديشن شمير په ډيرومرکبونوکې (+1) په هايدرايدونوکې (+1) اوپه عنصري شکل سره صفردي.لکهH2O, KH, NaH اوداسې نور . -g په څواتومي ايون کې دهغې داکسيديشن شمېرو مجموعې ايون چارچ سره مساوي کيږي .دبيلګې په ډول ايون داکسيديشن شمېرومجموعه عبارت ده له :+6 + 4 (-2) = + 6 - 8 = - 2>. h- ديواتومي ايونونو داکسيديشن شمير دهغې دچارج سره برابر دى لکه دca+2 داکسيديشن شمير مساوي په (+2)سره کيږي . i-په عمومي ډول دفرعي ګروپونو عناصر بدليدونکې اکسيديشن شمېري لري بيلګې په ډول دمس عنصر په cu20 کي +1 اوپه cuo کې +2اکسيديشن شمېري لري په همدې ډول سره طلا Aucl په مرکب کې +1او دAucl3 په مرکب کې +3 اکسيديشن شمېرې لري .دفرعې ګروبونووعناصر داکسيديشن لوړقيمت دهغې دګروپ شمېرو سره سمون مومي اوداکسيديشن شمېر په توپير سره ډول ډول مرکبونه جوړوي لکه دمنګانيز(Mn) عنصر په ډول ډول اکسيديشن شمېرو سره مرکبونه جوړوي . Mn+2(OH)2,Mn+3(OH)3,Mn+4(OH)4,H2mn+6O4,Hmn+7O4 g- داصلي ګروپونو دعناصروداکسيديشن لوړه شمېره دهغې دګروپ شمېر سره برابر ده په داسې حال کې چې دهغې داکسيديشن ټيټه شمېره ديواتوم ايون دچارج سره برابريږي لکه دسلفر چې په شپږم اصلي ګروپ کې ځاى لري داکسيديشن لوړه شمېره يې (+6)اوډيره کوچنۍ شمېره يې (-2)ده ځګه دهغې يو اتوم ايون s-2 يعنې (-2) چارچ لري .
دولانس اواکسيديشن شمير توپير ١-داکسيديشن شمېر په ماليکولونو کې داتومونو دچارچ شمېر ښيې په داسې حال چې ولانس دکيمياوي اړيکو شمېر ښيې چې يواتوم يې دنورو اتومونو سره په مرکب کې جوړوي . ٢-دعناصرو په ماليکولونو کې يانې هغه ماليکولونه چې ديو ډول اتومونو څخه جوړشوي وي ولانس اواکسيديشن شمېر يي سره يوشان نه وي لکه H2(H-H)په ماليکول کې داکسيديشن شمېره صفر اوولانس يې يودى همدارنګه دO2(0=0) په ماليکول کې داکسيديشن شمېره يې صفراوولانس قيمت يې دوه دى . ٣-په کوولانټ مرکبونو کې ولانس داکسيديشن شمېرسره يوشان نه وي لکه دCH4 په مرکب کې دکاربن داکسيديشن شمېر (-4)اوولانس يې(4) دى اوهايدروجن داکسيديشن شمير (+1) اوولانس يې( 1)دى . ٤-هغه مرکبونه چې دکواردينات کوويلانټ اړيکې ولري داکسيديشن شمېر يې دولانس سره يوشان نه وي لکه دH2SO4 په مرکب کې دمرکزي عنصرسلفر داکسيديشن شمېره (+6)اوولانس يې 4 دي ځکه دهغې مشرح فرمول داسې دى
٥- په ايوني مرکبونوکې داکسديشن شمېر دولانس سره برابرښت کوي ،ځکه د Ca(OH)2 په مرکب کې دکلسيم (Ca) اکسيديشن شمېره مثبت دوه(+2) او ولانس يې هم (2) دى ځکه مشرح فرمول يې داسې دى .
HO─ Ca─ OH
په مرکبونو او څواتومي ايونو کې د اکسيدېشن شمېرې ټاکل :
د عناصرو د اکسيديشن شمېرې د ټاکلو لپاره اړينه ده،چې لا ندې ټکي په پام کې ولرو:
a - په ماليکول او يا څو اتومي ايون کې په لومړي سرکې د هغې د اتومونو د اکسيديشن شمېر ټا کې چې په هغې باندې پوهيږي. b - وروسته د مرکزي اتوم د اکسيديشن شمېر داسې ټاکې چې په يو ماليکول کې د اتومونو د اکسيديشن شمېرې ټولګه برابره په صفر او په اتومى ايون کې د اکسيديشن شمېرې ټولګه د هغې د چارچ سره برابريږي لکه د H2SO4 او-2¬¬-SO4 د عناصرو اکسديشن شمېره داسې اټاکل کيږي. څرنګه چې معلومه ده د اکسيجن اکسيديشن شمېره ا(+2) او د هايدروجن د اکسيديشن شميره (+1) ده نو ليکلاى شو چې د H3+1PO4-2 : 3 (+1) + 4 (-2) + X = 0 + 3 – 8 + X = 0 - 5 + X = 0
نو د اکسيديشن شمېره (+5) ده او ليکلى شو چې+1 P+5 O4-2 H3 او -2) (So4 دايون لپاره ليکلاى شو چې
4 (-2) + X = 2
-8 + X = 2
X = +8 – 2 = 6
نو د سلفر د اکسيديشن شميره (+6) ده
د کېمياوي معادلو انډول کول يا بيلانس Balancing of Chemical Reaction
کېمياوي معادلې د سمبولونو او فرمولونو هغه ټو لګه ده، چې په هغې کې تعامل کوونکې مواد، دتعامل لاسته راغلي مواد، د تعامل شرائطو او د کتلې دساتني قانون ښودل کيږي
انډول کول Balancing
انډول په کېمياوي تعامل کې د کتلې د سانتي قانون عملي کول دي، چې د اتومونو شمېر په تعامل کوونکو موادو او دتعامل په لاسته راغلي موادو کې سره برابريږي مخکې لدې چې د کېمياوي معادلو د انډول په برخه کې معلومات تر لاسه کړو اړينه ده چې لا ندې ټکې په پام کې ونيسو.
1- په يوه مرکب کې نشو کو لى چې په هغې کې د اتومونو تناسب ته تغيرورکړو،ځکه کېمياوي مرکبونه ثابت ترکيب لري او د اتومونو شمېر په بدلون سره د هغې اصليت بدلون مومي. لکه په لاندې معادله کې :
2Hg + O2 2HgO
ځکه د 2HgO او HgO يوډول مرکبونه نه دي.
2- د انډول په وخت کې نشو کولى چې ضريب د فورمول په دا خل کې وليکو .2HgO2 2Hg + O2 3- پورتنۍ معادله نه شو کولى چې په دې شکل سره انډول کړو 2HgO Hg2 + O2 انډول په وخت کې په عمومي ډول دوه رقمي تعاملونه چې په هغې کې د الکترونونو تبادله نه تر سره کيږي، او هغه چې په کې د الکترونو راکړه ورکړه ترسره کيږي، مخامخ کيږوو. اړينه ده چې د هر ډول تعامل د انډول لاره چاره وپېژنو چې په لا ندي ډول روښانه کيږي.
د ناريدوکس تعاملونو انډول کول هغه تعاملونه دي،چې په هغې کې ريدوکس نه ترسره کيږي د الکترونو نوراکړه ورکړه نه تر سره کيږي، د اکسيديشن شمېره په ټولو عناصرو کې ثابت پاتي کيږي، دا ډول تعاملونه د تناسبي ضريبونو له مخې انډول کيږي لکه :
NaOH + H2SO4 Na2SO4 + H2O………. (1) که چيري په دې تعامل کې د ټولو عناصرو اکسيديشني شمېره وټاکو. Na2+1 S+6 O4-2 , Na+1 O-2 H+1 څرنګه چې ليدل کيږي د Na اکسيديشن شمېره دواړو خواته (+1) او O2 اکسيديشني شمېره (-2) او H اکسيديشني شمېره (+1) او اکسيديشني شمېره (+6) ده او مساوي ده، نو کولاى شو چې د نوموړې معادلې دانډول لپاره ضريب ورکړو نو ددې لپاره په لومړي قدم کې د معادلې دواړو خواو ته داتومونو شمېر ټاکو . 1Na 2Na 5O 5O 3H 2H 1S 1S
څرنګه چې ليدل کيږي د معادلې چپې خواته د Na يواتوم او د معادلې ښي خواته د Na دوه اتومه دي نو ځکه د NaOH ماليکول په (2) ضربوو؟
2NaOH + H2SO4 Na2SO4 + H2O اوس که د اتومونو شمېر دواړو خواو ته و ټاکو نو ليکلى شو چې ! 2Na 2Na 6O 5O 4H 2H 1S 1S ليدل کيږي چې د تعامل ښي خواته د هايدروجن دوه اتومه او د اکسيجن يو اتوم کم دى چې د يوه ماليکول بدلولو په زياتولو سره مکمل کيږي او انډول شوي معادله يې په لا ندي ډول د ه 2NaOH + H2SO4 Na2SO4 +2H2O
b- د ريدوکس تعاملونو انډول کول Balance
د ريدوکس تعاملونو انډول لپاره دوه مېتودونه په کاروړل کيږي چې يويې الکتروني انډول کول او بل يې ايوني الکتروني انډول کول دي.
a- د الکتروني انډول په مېتود کې واقعيت په پام کې نيول کيږي،چې ماليکولونه د چارچ له پلوه شنډوي، نو ځکه د الکترونونو عمومي شمېر کوم چې احياګر اتومونه يې له لاسه ورکوي بايد د هغه الکترونونو د عمومي شمېر برابرشي کوم چې اکسيدانتي اتومونه يې رانيسي ، په دې وخت کې د کېمياوي معادلې په دواړو کې د اکسيدانتي اتومونو چارچ د احياګرو اتومو د چارچ سره برابريږي او د تعامل کېمياوي معادله انډول کيږي، د الکتروني انډول په مېتود کې د بايلل شويو او رانيول شويو الکترونو شمېر د کېمياوي معادلې په دواړو خواو کې د عناصرو د اکسيديشني شمېرې له مخي پيداکيږي. KMnO4 + FeSO4 + H2SO4 Fe2+3(SO4)3 + Mn-2 SO4+K2SO4+2H2O په پورتنۍ معادله کې ګورو چې د کوم عنصر اکسيديشني شمېره د تعامل نه مخکې او يا د تعامل څخه وروسته بدلون کړى دى ، نو يوازي ددغه عناصرو اکسيديشني شمېره د هرعنصر د پاسه ليکو او بيا په لا ندې ډول عمل کوو:
1 2 Mn-7 + 5e - Mn (+2) Fe (+2) – 1e (-) Fe (+) 5 10
اوس د Mn په (2) کې او د اوسپنې اتومونه په (10) کې ضربوو اوليکو چې :
2KMnO4+10FeSO4+H2SO4 2MnSO4+5Fe2 (SO4)3+K2O3+H2O د اوبو د ماليکولونو شمېر د H2SO4 په ضريب پوري اړه لري او د H2SO4 ضريب د معادلې په دواړو طرفونو کې د SO4 (-2) د ايونو د برابروالي څخه (8) لاسته راځي نود پورتنۍ معادلې مکمل انډول داسې دي: 2KMnO4+10FeSO4+8H2SO4 2MnSO4+5Fe (SO4) +K2SO4+8H2Oس (٢-م ١٨٤ ص)
b- د ريډوکس تعاملونو انډول په ايوني الکتروني لاره چاره په دې لاره چاره کې د تخمض Oxidation او ارجاع Reduction برخې معلوم او په دوه نيمه تعاملونو وېشل کيږي او څو پړاونه لري چې په لا ندي ډول ياديږي:
لومړى پړاو : په هغه مرکبونو کې چې د ارجاع او تخمص عمل٩يه ترسره کيږي د ټولو اتومونو د اکسيديشن شمېره ټاکل کيږي. دويم پړاو: تعامل په ايوني ډول ليکل کيږي. د ريم پړاو: نيمه کېمياوي تعاملونه ليکل کيږي او د هغه الکترونونوڅخه چې اخستل کيږي او يا بايلل کيږي د ضريبونو په ډول ورڅخه کاراخستل کيږي. څلورم پړاو: نيمه کېمياوي تعاملونه سره جمع کيږي او عمومي معادله لاسته راځي او په هغې کې چارچونو شمېر سره برابريږي، د چارچونو شمېر مساوي کولو لپاره د H+ او OH (-) څخه کار اخستل کيږي. پنځم پړاو : ټول لاسته راوړل شوي ضريبونه په اساسي معادله کې ( اولي ) پرمرکب ليکل کيږي . د بيلګې په ډول: لا ندي ريډوکس معادله په ايوني الکتروني لارې چارې سره انډول کړۍ . لومړى پړاو : KMn+7O4 + KI (-1) + H2SO4 Mn (+2) SO4+I2K2SO4+H2 KMnO4 + H2SO4 MnSO4 + I0 2 + K2SO4 + H2O دويم پړاو: Mn (-)O4 + I (-) + H (+) Mn (+2) + I (0)2 + H2O په دې تعامل کې ليدل کيږي چې Mn O4(-) د Mn (+2) ارجاع -1 د I0 تخمض شوي دي. 2I (-1) 2e I02 Oxidation دريم پړاو: Reduction Mn O(-2)4 – 5e +8 H (+) → Mn (+2) + 4H2O
څلورم پړاو 2I (-1) -2e → I2
5Oxidation
MnO4 (-2) + 5e 8H (+) Mn (+2) + 4H2O 2Reduction
10 I (-1) + 2MnO4 (-2) + 16H (+) 2Mn (+2) + 5I2 + 8H2O پنځم پړاو: دچارچونو د انډول لپاره د معادلې کيڼي خواته 16H (+) ور زياتوو. 10 I (-1) + 2MnO4 (-2) + 16H (+) 2Mn+2 + 5I2 + 8H2O
پايله
کېمياوي تعاملونه هغه دي چې په هغې کې دتعامل کوونکوموادوجوړښت اوخاصيت بدلون وکړي اونوي ماده دنويو خواصوسره لاس ته راشي .
چې دموضوع دښه روښانه کولولپاره مې دکېمياوي تعاملونوډولونه ،ولانس اواکسيديشن شمېره چې ولانس Velentiaکليمې څخه اخيستل شوى دى چې مانا يې قوه ده اوداتوم هغه ميل ته وايې چې دخپل ورستي مدار دالکترونونودپوره کولواود اړيکودجوړولولپاره په کاريږي .
اوداکسيديشن شمېره دعناصرو دلږويازياتوچارجونودټولګي څخه عبارت دى اوپه ورستۍ برخه کې مې دکېمياوي تعاملونوانډول په اليکتروني لارچاره اود ايوني الکتروني لارو چارو څخه يادونه کړي ده .
خوپه لومړي سرکې دکېمياوي تعاملونوډولونه چې په لنډډول لاندې ګراف کې
ور څخه يادونه کوو
غوره ټکې
B
1. Balancing of the chemical reaction دکيمياوي تعاملونوانډول يابلانس
C
2. Chemical reaction کيمياوي تعاملونه
3. Combination reaction جمعي تعاملونه
4. Combution reactionسونګ تعاملونه
5. Chemical reaction mechanism دکيمياوي تعامل ميخانيکيت 6.Coordinate covalence کواردينات کوولانس
D
7. Decoposition reaction تجزيوي تعاملونه
8. Displacement reaction تعويضي تعاملونه
9. Double displacement reaction دوه ګوني تعويضي تعاملونه
10. Dehydration reaction داوبوجلاکولوتعاملونه
E
11. Exothermic reaction اکزوترميک تعاملونه
12. Endothermic reaction اندوترميک تعاملونه
13. Electrolestic decomposition برقي تجزيوي تعاملونه
14. Elecrovalence ايوني اړيکه
I
15. Irreversible reaction په شانه تلونکي تعاملونه
O 16. Oxidation اکسيديشن 17. Oxidation number اکسيديشن شمېره
R 18. Reversible reaction په شاتلونکي تعاملونه 19. Redux reaction ريډوکس تعاملونه 20. Reduction ريډکشن 21. Valence ولانس 22. Valenta يوناني کلمه