کيموتراپي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


کيموتراپي يا د کيمياوي موادو پر بنسټ درملنه (چې زياتره وخت د کيمو يا کله ناکله د CTX يا CTx لنډيز کېږي) د سرطان درملنې يو ډول دی، چې د معياري کيموتراپي تګلارې د برخې په توګه د سرطان ضد يو يا له يو څخه زياتو درملو (کيوتراپيتيک عاملونه) څخه کار اخلي. کيموتراپي ښايي د درملنې په نيت تر سره شي (چې نږدې تل د درملو يو ځای کېدنې يا ترکيبات رانغاړي) يا دا چې د سپکوونکې کيموتراپۍ په مرسته د ژوند اوږدول يا د سرطاني نښو کمول په نښه کړي. کيموتراپي د طبي لارو چارو له سترو ډولونو څخه ده، چې په ځانګړي ډول د سرطان د کيموکوتراپۍ ته ځانګړې شوې ده، چې طبي انکولوژي ورته وايي. [۱][۲]

د کيموتراپي اصطلاح د هستې دننه د زهرجنو کيمياوي موادو نامعلومه کارونې ته اشاره کوي، چې د حجروي وېش يا مايتوزس مخنيوي او يا د ډی اوکسي ريبونيوکليک اسيد هستوي تېزابو له منځه تلل کموي، چې له امله يې د “DNA” د بيا جوړېدلو د بهير مخنيوی کيموتراپي زياتولی شي. د کيموتراپي ويي معنا هغه زيات ټاکنيز عوامل نه رانغاړي، چې د ځانګړي حجروي اشارو (د اشارې يا زېګنال د تېرېدلو) مخنيوي کوي. د ځانګړو مالېکولي يا ارثي نښو په درلودلو سره د درملنو وده، چې له کلاسيک اندوکراين هورمونونو (په ځانګړي ډول د سينې سرطان لپاره د استروجنونو او پروستات سرطان لپاره د اندروجنونو) څخه د ودې پرمخ وړونکو اشارو مخه نيسي، اوسمهال د هورموني درملنو په نوم يادېږي. د دې خلاف د ودې د اشارو نور مخنيونکي [درمل]، لکه هغه چې د تايروسين کيناز له نيونکي يا ريسېپټور سره تړاو لري، د په نښه شوې درملنې په نوم يادېږي. [۳]

په مهم ډول د درملو کارول (کيموتراپي، هورموني درملنه يا په نښه شوې درملنه) د سرطان لپاره منظمه يا سيستماتيک درملنه جوړوي، چې دوی په کې د وينې بهير يا جريان ته ورداخلېږي او د همدې له امله په اصل کې د بدن په هره اناتوميکي برخه کې د سرطان په نښه کولو وړتيا لري. سيستميک درملننه زياتره وخت له نورو موډلونو سره يو ځای تر سره کېږي، چې د سرطان لپاره لکه د وړانګې اچولو له لارې درملنې، جراحي يا هايپرترميا درملنې په څېر سيمه ييزه درملنه (لکه: هغه درملنې چې اغېز يې د بدن د هغې اناتوميک برخې تر بريده دی، چې درملنه پرې تر سره کېږي) رامنځته کوي.

د کيموتراپي دوديز عوامل له حجروي وېش سره د مداخلې وسايلو له مخې سايتوتوکسيک دي، مګر د دې عواملو پر وړاندې د حساسيت له مخې سرطاني حجرې په پراخه کچه توپير لري. په پراخه کچه فکر کېدلی شي، چې کيموتراپي د حجراتو د له منځه وړلو يا تر فشار لاندې د راوستلو يوه لاره ده، چې د اپوپټوسايزس د پيل کېدلو حالت کې ښايي د حجرې د مړينې لامل شي. د کيموتراپي زياتره منفي اغېزې د عادي حجراتو زيانمنول دي، چې په چټکۍ سره وېشل کېږي او په همدې ډول د مکروب ضد درملو پر وړاندې حساسيت پيدا کوي. لکه: د هډوکې په مغز، هاضمي کانال او د وېښتو فوليکلونو کې شته حجرې. دا د کيموتراپي د تر ټولو عامو منفي اغېزو پايله لري. لکه: د وينې حجراتو لږ توليد يا “myelosuppression” او له دې امله د بدن د ساتنې يا دفاعي سيستم تر اغېز لاندې راوستل يا “Immunosuppression”، د هاضمي کانال د لړۍ يا ليکې التهاب يا ميوکوسايتس “mucosistis” او د وېښتانو توېيدل. د بدن پر دفاعي حجراتو (په ځانګړي ډول لمفوسايټونو) باندې د داغېز له امله، کيموتراپي درمل زياتره وخت د ناروغيو په کوربه کې کارول کېږي، چې د ځان پر وړاندې د دفاعي سيستم د زيان رسونکي زيات فعاليت (اټو ايميونيټي) لامل کېږي. دا د روماتېزم له امله د بندونو پړسوب، سيستميک لوپس ايريفايماتوسس «systemic lupus erythematosus»، د سترګو سخت سپينوالی «multiple sclerosis»، د وينې د نلۍ يا مجرا التهاب او نورې ډېرې منفي اغېزې لري.

د درملنې تګلارې[سمول]

د کيموتراپي ترتيب عمومي ترکيب[۴]
د سرطان ډول درمل لنډون


د سږو سرطان

Cyclophosphamide, methotrexate, 5-fluorouracil, vinorelbine CMF
Doxorubicin, cyclophosphamide AC


د هوجکېن لېمفوما

Docetaxel, doxorubicin, cyclophosphamide TAC
Doxorubicin, bleomycin, vinblastine, dacarbazine ABVD
Mustine, vincristine, procarbazine, prednisolone MOPP


د غير هوجکېن لمفوما

Cyclophosphamide, doxorubicin, vincristine, prednisolone CHOP, R-CVP


د مکروبي حجرې تومور يا پړسوب

Bleomycin, etoposide, cisplatin BEP


د معدې سرطان

Epirubicin, cisplatin, 5-fluorouracil ECF
Epirubicin, cisplatin, capecitabine ECX


د مثانې سرطان

Methotrexate, vincristine, doxorubicin, cisplatin MVAC


د سږو سرطان

Cyclophosphamide, doxorubicin, vincristine, vinorelbine CAV


کولرېکټل سرطان

5-fluorouracil, folinic acid, oxaliplatin FOLFOX


د پانکراس سرطان

Gemcitabine, 5-fluorouracil FOLFOX


د هډوکي سرطان

Doxorubicin, cisplatin, methotrexate, ifosfamide, etoposide MAP/MAPIE


د کيموتراپيک درملو د ورکولو يا تطبيق يو شمېر تګلارې شته، چې نن ورځ ورڅخه ګټه اخېستل کېږي. کيموتراپي ښايي د درملنې يا معالجې په موخه ورکوي شي او يا کېدای شي د ژوند اوږدول يا د ناروغۍ د نښو کمول په نښه کړي.

  • د پيل يا هڅونې کيموتراپي د کيموتراپيک درمل په درلودلو سره د سرطان لومړۍ کرښه درملنه ده. د کيموتراپي دا ډول د درملنې يا معالجې په نيت کارول کېږي. [۵][۶]
  • ګډه يا ترکيب شوې کيموتراپي د سرطان د نورو درملو لکه جراحي، د وړانګې اچولو په واسطه درملنې يا د لوړې تودوخې يا هايپرترما درملنې سره د درملو کارونې ته وايي.
  • يو لاس يا پياوړې کيموتراپي له ناروغۍ څخه د پرته ټوليز وخت د اوږدولو او د په ټوليز ډول د ژوندي پاتې کېدلو مودې د زياتولو په موخه له ناروغۍ څخه له رغېدلو وروسته ورکول کېږي. په دې برخه کې ورکول کېدونکي درمل هغو درملو ته ورته دي، چې د بيارغېدلو په موده کې يې تر لاسه کړي دي. [۷]
  • د شختۍ يا شدت کيموتراپي کټ مټ د پياوړې کيموتراپي په څېر ده، مګر د پيل يا هڅونې کيموتراپي په پرتله نورو درملو څخه په کې ګټه اخېستل کېږي.
  • ترکيبي کيموتراپي په يو وخت کې په يو شمېر بېلابېلو درملو سره د يو شخص درملنې ته وايي. ياد درمل د هغوی د کار د ډول يا مېکانيزم او اړخيزو اغېزو له مخې سره توپير لري. د دې ډول تر ټولو ستره ګټه د مقاومت د موکو کمول دي، چې د بل کوم عامل پر وړاندې وده کوي. همدا راز په دې ډول کې درمل هم زياتره وخت په کمه کچه يا لږ دوز کارول کېږي، چې د زهريت کچه کموي. [۸]
  • نوې ممد يا مرسته کونکې کيموتراپي د جراحي په څېر له ځايي درملنې څخه وړاندې ورکول کېږي او د لومړني يا ابتدايي تومور د کوچني يا منقبض کولو په موخه جوړه شوه ده. دا کيموتراپي هغو سرطانونو ته هم ورکول کېږي، چې د ميکروميتاسټېټيک ناروغۍ لوړ ګواښ سره مخامخ وي. [۹][۱۰]
  • ممد يا مرسته کونکې کيموتراپي د ځايي يا سيمه ييزې درملنې (لکه راډيوتراپي يا جراحي) څخه وروسته ورکول کېږي. دا ډول هغه وخت کارول کېدلی شي، چې د سرطان د شتون لږې نښې يا شواهد وي، مګر د بيا پېښېدلو ګواښ يې وي. ممد کيموتراپي د هغو سرطاني حجرو په له منځه وړلو کې هم ګټوره ده، چې د بدن نورو برخو ته غځېدلي دي. د دې ميکروميتاسټاسيس درملنه په ممد کيموتراپي سره کېدلی شي او بېرته پخواني حالت ته د ګرځېدلو کچې کمولی شي، چې د يادو خپرو شويو حجرو له امله دي.  [۱۱]
  • د څارنې کيموتراپي د بيا رغېدنې د اوږدمهال کولو په موخه د ټيټ دوز تکراري درملنه ده.
  • د ژغورلو کيموتراپي يا سپکونکې کيموتراپي د معالجې په نيت نه ورکول کېږي او يوازې د تومور د پېټي يا ځواک کمولو او د ژوند د تمې زياتولو په موخه ورکول کېږي. د کيموتراپي د دې ډولونو لپاره په ټوله کې د غوره زهرجن انځور تمه کېږي. [۱۲]

د کيموتراپي ټول ډولونه دې ته اړتيا لري، چې کيموتراپي اخېستونکی بايد د درملنې د زغملو وړتيا ولري. د تر سره کولو دريځ “Performance status” ډېری وختونه د دې معلومولو د معيار په توګه کارول کېږي، چې ايا يو شخص کيموتراپي تر لاسه کولی شي يا ايا په يو وخت کې د ورکول کېدونکو درملو د اندازې (ډوز) کمولو ته اړتيا ده. دا چې په يو تومور کې له هرې درملنې سره يوازې يوه ډله حجرې له منځه ځي (د ډلې يا يوې برخې مړينه رامنځته کېږي)، نو د همدې له امله بايد د تومور د اندازې کمولو په موخه ورکو کېدونکو درملو پرله پسې اندازې يا دوزونه ورکول شي. د کيموتراپۍ اوسني ډولونه د دورانونو له مخې درملنه تر سره کوي او د درملنو پرله پسې والی يا تکرار او موده په کې د زهريت له مخې ټاکلې يا محدوده ده. [۱۳][۱۴]

ګټورتوب[سمول]

د کيموتراپي ګټورتوب د سرطان په ډول او پړاو پورې اړه لري. په ټوليز ډول يې ګټورتوب د ځينو سرطانونو لکه ځيني ليوکيميس “leukemias”، له معالجوي څخه تر بې ګټې (لکه د مغز تومورونه) پورې دی او په ځينو نورو لکه د پوستکي ډېری غير ميلانوما سرطانونو کې ورته اړتيا نه شته. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Alfarouk KO, Stock CM, Taylor S, Walsh M, Muddathir AK, Verduzco D, et al. (15 July 2015). "Resistance to cancer chemotherapy: failure in drug response from ADME to P-gp". Cancer Cell International. 15 (1): 71. doi:10.1186/s12935-015-0221-1. PMC 4502609. PMID 26180516. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Johnstone RW, Ruefli AA, Lowe SW (January 2002). "Apoptosis: a link between cancer genetics and chemotherapy". Cell. 108 (2): 153–64. doi:10.1016/S0092-8674(02)00625-6. PMID 11832206. S2CID 7429296. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Rajman L, Chwalek K, Sinclair DA (2018). "Therapeutic Potential of NAD-Boosting Molecules: The In Vivo Evidence". Cell Metabolism. 27 (3): 529–547. doi:10.1016/j.cmet.2018.02.011. PMC 6342515. PMID 29514064. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Corrie PG, Pippa G. (2008). "Cytotoxic chemotherapy: clinical aspects". Medicine. 36 (1): 24–28. doi:10.1016/j.mpmed.2007.10.012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Alfarouk KO, Stock CM, Taylor S, Walsh M, Muddathir AK, Verduzco D, et al. (15 July 2015). "Resistance to cancer chemotherapy: failure in drug response from ADME to P-gp". Cancer Cell International. 15 (1): 71. doi:10.1186/s12935-015-0221-1. PMC 4502609. PMID 26180516. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Rachel Airley (2009). Cancer chemotherapy. Wiley-Blackwell. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-09254-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Rachel Airley (2009). Cancer chemotherapy. Wiley-Blackwell. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-09254-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Wood, Miriam; Brighton, David (2005). The Royal Marsden Hospital handbook of cancer chemotherapy: a guide for the multidisciplinary team. St. Louis, Mo: Elsevier Churchill Livingstone. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-443-07101-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Perry, Michael J. (2008). The Chemotherapy source book. Philadelphia: Wolters Kluwer Health/Lippincott Williams & Wilkins. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7817-7328-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Rachel Airley (2009). Cancer chemotherapy. Wiley-Blackwell. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-09254-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Epstein RJ (August 2005). "Maintenance therapy to suppress micrometastasis: the new challenge for adjuvant cancer treatment". Clinical Cancer Research. 11 (15): 5337–41. doi:10.1158/1078-0432.CCR-05-0437. PMID 16061845. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Rachel Airley (2009). Cancer chemotherapy. Wiley-Blackwell. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-09254-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Skeel, R. T. (2003). Handbook of Cancer Chemotherapy (paperback) (الطبعة 6th). Lippincott Williams & Wilkins. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7817-3629-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Chabner B, Longo DL (2005). Cancer Chemotherapy and Biotherapy: Principles and Practice (الطبعة 4th). Philadelphia: Lippincott Willians & Wilkins. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7817-5628-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Nastoupil LJ, Rose AC, Flowers CR (May 2012). "Diffuse large B-cell lymphoma: current treatment approaches". Oncology. 26 (5): 488–95. PMID 22730604. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Freedman A (October 2012). "Follicular lymphoma: 2012 update on diagnosis and management". American Journal of Hematology. 87 (10): 988–95. doi:10.1002/ajh.23313. PMID 23001911. S2CID 35447562. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Rampling R, James A, Papanastassiou V (June 2004). "The present and future management of malignant brain tumours: surgery, radiotherapy, chemotherapy". Journal of Neurology, Neurosurgery, and Psychiatry. 75 Suppl 2 (Suppl 2): ii24-30. doi:10.1136/jnnp.2004.040535. PMC 1765659. PMID 15146036. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Madan V, Lear JT, Szeimies RM (February 2010). "Non-melanoma skin cancer". Lancet. 375 (9715): 673–85. doi:10.1016/S0140-6736(09)61196-X. PMC 3339125. PMID 20171403. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)