کوکا کولا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


کوکا کولا يا کوک يو کاربني نرم څښاک دي، چې د کوکا کولا شرکت له لورې توليد شوي دي. ياد څښاک چې په اصل کې د نرم يا معتدله څښاک په توګه بازا ته وړاندې شوي او د څرګندو درملو په توګه په يام کې نيول شوي دي، د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې د جورجيا په اتلانتيا سيمه کې د جان سټېت پيمبيرټن “John Stith Permbrton” له لورې رامنځته شول. په ۱۸۸۸ زکال پيمبيرټن د کوکا کولا د ملکيت حق په اسا ګرېګس کېنډلر “Asa Griggs Candler” نومي سوداګر خرڅ کړ، چې د نوموړي د بازار موندنې لارې چارې په ۲۰ او ۲۱ پېړيو کې د نرمو څښاکو پر نړيوال بازار باندې د کوکا کولا د واکمنۍ لامل شوې. د څښاک نوم د هغه دوه اصلي جوړونکو مادو ته اشاره کوي، چې کوکا د پاڼو او کولا د زڼو يا مغز (د کافين) مانا لري. د کوکا کولا اوسنی جوړښت يا فرموله يو کره خوندې شوی سوداګريز راز دی؛ که څه هم يو شمېر ښکاره لارښودونه او د جوړولو ازمايښتي لارې چارې يې خپرې شوې دي. د کوکا کولا د جوړښت محرميت ته لا هم بازار کې ځکه پام کېږي، چې يوازې لږ شمېر بې نومه کارکونکي يې د جوړښتي تګلارې په اړه پوهېږي. دې څښاکو پېښې يا تقليد کونکي هڅولي دي او د نرم څښاک (کولا) بشپړه ډلبندي يې جوړه کړې ده. [۱][۲]

د کوکا کولا شرکت ټينګ مواد توليدوي، چې وروسته بيا په ټوله نړۍ کې له کوکا کولا څخه جواز لرونکو شرکتونو باندي پلورل کېږي، چې د بوتل په بڼه بسته بندي او بازار ته وړاندې شي. په بوتلونو کې هغه بسته بندي کونکي، چې له شرکت سره د ځانګړې برخې هوکړې لري، له ورکړل شويو موادو څخه د چاڼ يا تصفيه شويو اوبو او خواږونکو موادو په يو ځای کولو سره، قطي او بوتلونو کې وروستی توليد چمتو کوي. د نمونې په ډول د متحده ايالتونو يو ۳۵۰ ملي قطۍ يا بوتل ۳۸ ګرامه بوره (چې شمالي امريکا کې په عمومي ډول د لوړ فرکتوز جوارو شربت په بڼه وي) لري. په بوتل کې بسته بندي کونکي له دې څخه وروسته کوکا کولا په پرچون مغازو، رستورانتونو او د نړۍ نورو خرڅېدونکو ماشينونو باندې د پلور، وېش او سوداګريز کولو دنده تر سره کوي. د کوکا کولا شرکت د سترو رستورانتونو او خوراکي خدمتونو د وړاندې کونکو د سوډا چينو “soda fountains” اصلي جوړونکي مواد هم پلوري.

کوکا کولا په ورته وخت کې د کوک تر نوم لاندې د کولا نور څښاک هم وړاندې کړي دي، چې د نورو تر څنګ د کافين نه لرونکې کوکا کولا، کافين نه لرونکې پرهېزانه کوک، خواږه يا شکر نه لرونکې کوکا کولا، کوکا کولا ګيلاس [الوبالو] وانيلا او د ليمو، يو ډول کوچني ليمو او قهوې د ځانګړو ډولونونو په ګډون، تر ټولو عام يې د پرهېز يا غذايي رژيم کوک “Diet Coke” دی. کوکا کولا ته د ۱۹۸۵ز کال له جولای څخه تر ۲۰۰۹ ز کال پورې له نوي کوک “New Coke” څخه د بېلولو په موخه، کوکا کولا کلاسيک ويل کېده. د ۲۰۲۰ ز کال د نړيوال سوداګريز توکي يا نښې د «تر ټولو غوره نړيوالې نښې» پر بنسټ، کوکا کولا د نړۍ شپږم خورا د لاسرسي وړ توکی و. په ۲۰۱۳ زکال کې د کوک توليدات د نړۍ له ۲۰۰ څخه زياتو هېوادونو کې پلورل شوي وو او مصرف کونکي يې هره ورځ له ۱،۸ بيليون څخه په زيات ارزښت د شرکت د څښاک د برخې له خدمتونو څخه ګټه پورته کوي. دې شرکت په ۲۰۱۸ زکال د ټول عايد له مخې د متحده ايالتونو د سترو شرکتونو د ۵۰۰ نېکمرغه “Fortune 500” شرکتونو لښتليک کې ۸۷ ځای خپل کړ. [۳][۴][۵]

تاريخچه[سمول]

د ۱۹ پېړۍ تاريخي اصليت[سمول]

د اتحاد ډګروال جان پيمبيرټن چې د امريکا کورنۍ جګړه کې ټپي او مورفين باندې روږدی شو، طبي سند يې هم درلود او د ستونزه راپورته کونکو درملو د ونج يا بديل موندلو پلټنه يې پيل کړه. نوموړي په ۱۸۸۵ ز کال د جورجيا په کولمبس سيمه کې د “Pemberton’s Eagle Drug and Chemical House” په نوم خبل درملتون کې د پيمبيرټن د فرانسوي شرابو کوکا [پاڼې] “Pemberton’s French Wine Coca” په نوم عصبي سبک ورکونکي درمل ثبت کړل. د نوموړي ياد درمل ښايي د وېن مارياني له وېرونکې بريا څخه الهام اخېستی وي، چې يو ډول فرانسوي کورسي کوکا شراب دي، مګر دې لارښود يا نسخې د کورسي تر څنګ خپل جوړښت کې له افريقايي کولا مغز يا زڼي څخه هم ګټه پورته کړه، چې د څښاک د کافين سرچينه جوړوي. د کوکا کوکا په نوم هسپانوي څښاک د کوکا کولا له رسمي رامنځته کېدلو څخه يو کال وړاندې په ۱۸۸۵ز کال فلادلفيا کې بازار ته وړاندې شوي وو. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په ۱۸۸۶ ز کال کله چې اتلانتا او فولټن سيمې د شرابو د مخنيوي قانون تصويب کړ، پيمبيرټن د کوکا کولا په جوړولو سره د هغې ځواب ورکړ، چې د پيمبيرټن د فرانسوي شرابو کوکا غير الکولي ډول و. ياد توليد د کوکا کولا د نرم يا د الکولي څښاکو د مخنيوي پلوي څښاک په نوم بازار ته وړاندې شو، چې له ګڼو خلکو څخه يې د مرستې غوښتنه وکړه، ځکه چې د الکولي څښاکو د مخنيوي خوځښت د دې مودې پر مهال پراخه ملاتړ تر لاسه کړ. د توکو لومړنی خرڅلاو د ۱۸۸۶ز کال د می په ۸ نېټه د جورجيا ايالت د اتلانتيا سيمې په «د يعقوب درملتون» کې تر سره شو، چې په لومړيو کې يې يو ګيلاس په پينځه سينټه وپلوره. د درملتون د سوډا چينې يا جوړونکې مادې په دې وخت کې متحده ايالاتو کې د دې باور له امله نامتو وې، چې کاربني اوبه روغتيا ته غوره دي او د پريمبيرټن نوي څښاک د څرګندو درملو په توګه بازار ته وړاندې او پلورل کېدل، چې په ورته وخت کې پيمبيرټن ادعا کوله، چې توليد کړي څښاک يې د مورفين د روږدتيا، ناهضمۍ، عصبي ګډوډۍ، د سر دردونو او کمزورتيا په ګډون زياتو ناروغيو لپاره درملنه وه. نوموړي د همدې کال د می په ۲۹ نېټه په اتلانتيا ورځپاڼه کې د څښاک لومړنی اعلان تر سره کړ. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په ۱۸۸۸ زکال کې د کوکا کولا درې ډولونه يا نسخې بازار کې وې، چې د درې بېلابېلو سوداګريو له لورې پلورل کېدلې. د ۱۸۸۸ زکال د جنوري په ۱۴ د پيمبيرټن او د اتلانتا د څلور سوداګرو (جی سي مېفيلډ، ای او مورفي، سي او مولاهي او اي اېچ بلډوورت) تر منځ يو ګډ شراکت رامنځته شو. د اسا کېنډلر له لورې يوه وييزه وينا چې د هيڅ کوم لاسليک شوي سند له مخې نه ده ليکل شوې، کالونه وروسته د ګواهۍ په ډول ادعا وکړه، چې نوموړي د ۱۸۸۷ زکال په لومړيو کې د پيمبيرټن شرکت کې يوه ونډه تر لاسه کړې وه. جان پيمبيرټن څرګنده کړه چې د کوکا کولا نوم د هغه په زوی چارلس پورې اړه درلوده، مګر نورو دوه توليدونکو [شرکتونو] يوازې د کوکا کولا د فرمولې کارولو ته دوام ورکولی شو. [۲۰][۲۱]

د کوکا کولا نوم باندې د چارلي پيمبیرټن د واک سند هغه بنسټيز عامل و، چې د ۱۸۸۸ زکال په مارچ کې يې د کوکا کولا شرکت د اتحاد په ثبتولو کې د ستر ونډوال په توګه د نوموړي ګډون ته لاره هواره کړه، چې د نوموړي د پلار په ځای کې تر سره شو. د کوکا کولا نوم باندې د چارلي ځانګړی واک د اسا کېنډلر په برخه کې د خفګان يو مشروط عامل شو. د کېنډلر مشر زوی چارلس هووارډ کېنډلر په ۱۹۵۰ز کال کې يو کتاب وليکه، چې د ايموري پوهنتون له لورې چاپ شو. د خپل پلار په اړه په دې څرګند ژوند ليک کې، کېنډلر په ځانګړي ډول وايي: «د ۱۸۸۸ زکال د اپرېل په ۱۴ نېټه ځوان درمل جوړونکي اسا ګرېګز کېنډلر د کوکا کولا په نوم د ملکيت د نږدې بشپړ نامعلوم امتياز په اکسير يا د شرابو په ګډون له ګڼو موادو څخه د جوړو شويو درملو جوړښت يا فرموله کې درېيمه برخه وپېرله». ياده راکړه ورکړه په اصل کې د جان پيمبيرټن د زوی چارلي او والر، کېنډلر او شرکت تر منځ وه، چې جان پيمبيرټن په کې د خپل زوی د مل لاسليک کونکي په توګه و. واکر، کېندلر او شرکت “Walker, Candler & Co.” په ۳۰ ورځو کې له ۵۰ ډالرو څخه ښکته او ۵۰۰ ډالرو په بدل کې کوکا کولا شرکت کې د چارلي ټوله يو پر درې برخه ګټه تر لاسه کړه، مګر چارلي لا تر اوسه د شرکت نوم په خپل نوم ساتلی و. د اپرېل د ۱۴ نېټې له راکړې ورکړې څخه وروسته، د ۱۸۸۸ زکال د اپرېل په ۱۷ نېټه کېنډلر د واکر/ډوزاير “Walker/Dozier” شرکت د سود نيمايي ونډې د نورو ۷۵۰ ډالرو په بدل کې تر لاسه کړې. [۲۲][۲۳][۲۴]

کېنډلر[سمول]

په ۱۸۹۲ زکال کې کېنډلر د کوکا کولا شرکت په نوم (اوسني اتحاد) په نوم د دويم شرکت د يو ځای کولو چارې پيل کړې. کله چې کېنډلر په ۱۹۱۰ ز کال کې د کوکا کولا شرکت پخوانۍ سوانح له منځه وېوړې، د ادعا له مخې دا کار همدې وخت ته نږدې د نوي اتحاد دفترونو ته د تګ پر مهال شوی و. [۲۵]

سره له دې چې کېنډلر د ۱۸۸۸ ز کال اپرېل کې په کوکا کولا شرکت کې يو غوره او خوندي ځای خپل کړ، مګر له دې څخه وروسته هم اړ و، چې توليدي څښاک د يم يم “Yum Yum” او کوک “Koke” تر نومونو لاندې وار له مخه شته لارښود سره توليد کړي. دا هغه مهال و، چې چارلي پيمبيرټن د خپل پلار له برکته د څښاک جوړولو کيمياوي ماده يا اکسير پلوره، که څه هم د کوکا کولا په نوم يو بې خونده يا نا چاڼ شوی مخلوط و. وروسته له هغې چې د ۱۸۸۸ زکال نيمايي کې دواړه نومونه د کېنډلر په نيولو کې پاتې راغلل، د اتلانتيا درمل جوړونکي د کوکا کولا پر وړاندې د يوې سختې قانوني ادعا د رامنځته کولو لپاره خورا اندېښمن وو او هيله يې درلوده، چې نوموړی به خپل دوه سيالان واکر او ډوزاير اړ کړي، چې په بشپړ ډول له سوداګرۍ څخه ووځي. [۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. Eschner, Kat (March 29, 2017). "Coca-Cola's Creator Said the Drink Would Make You Smarter" (په انګلیسي ژبه کي). Smithsonian. مؤرشف من الأصل في August 14, 2019. د لاسرسي‌نېټه October 7, 2019. So Pemberton concocted a recipe using coca leaves, kola nuts and sugar syrup. "His new product debuted in 1886: 'Coca-Cola: The temperance drink,'" writes Hamblin. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ivana Kottasova (February 18, 2014). "Does formula mystery help keep Coke afloat?". CNN (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه March 21, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "2020 Best Global Brands - Interbrand". Interbrand. د لاسرسي‌نېټه July 7, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Elmore, 2013, p. 717
  5. "Fortune 500 Companies 2018: Who Made the List". Fortune (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في November 10, 2018. د لاسرسي‌نېټه November 10, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Richard Gardiner, "The Civil War Origin of Coca-Cola in Columbus, Georgia," Muscogiana: Journal of the Muscogee Genealogical Society (Spring 2012), Vol. 23: 21–24.
  7. "Coca-Cola Inventor was Local Pharmacist". Columbus Ledger. مؤرشف من الأصل في May 11, 2011. د لاسرسي‌نېټه March 13, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Columbus helped make Coke's success". Columbus Ledger-Enquirer. March 27, 2011. د اصلي آرشيف څخه پر November 10, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 12, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Patent Office, United States (1886). Annual Report of the Patent Office, 1885. د لاسرسي‌نېټه April 26, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "pemberton_1.jpg". د اصلي آرشيف څخه پر September 8, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 26, 2014 – عبر columbusstate.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Pendergrast, Mark (2000). For God, Country and Coca-Cola. Basic Books. د کتاب پاڼې 25. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-05468-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Blanding, Michael (2010). The Coke machine : the dirty truth behind the world's favorite soft drink. New York: Avery. د کتاب پاڼي 14. OCLC 535490831. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781583334065. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Spanish town claims origins of Coca-Cola". USA Today. مؤرشف من الأصل في March 2, 2020. د لاسرسي‌نېټه June 8, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hayes, Jack. "Coca-Cola Television Advertisements: Dr. John S. Pemberton". Nation's Restaurant News. د اصلي آرشيف څخه پر January 6, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 21, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Eschner, Kat (March 29, 2017). "Coca-Cola's Creator Said the Drink Would Make You Smarter" (په انګلیسي ژبه کي). Smithsonian. مؤرشف من الأصل في August 14, 2019. د لاسرسي‌نېټه October 7, 2019. So Pemberton concocted a recipe using coca leaves, kola nuts and sugar syrup. "His new product debuted in 1886: 'Coca-Cola: The temperance drink,'" writes Hamblin. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. The Coca-Cola Company. "The Chronicle Of Coca-Cola". د اصلي آرشيف څخه پر September 17, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 7, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Harford, Tim (May 11, 2007). "The Mystery of the 5-Cent Coca-Cola: Why it's so hard for companies to raise prices". Slate. د اصلي آرشيف څخه پر May 14, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 12, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Themes for Coca-Cola Advertising (1886–1999)". د اصلي آرشيف څخه پر March 3, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 11, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Pendergrast, Mark (2000). For God, Country and Coca-Cola. Basic Books. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-05468-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Pendergrast, Mark (2000). For God, Country and Coca-Cola. Basic Books. د کتاب پاڼې 42. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-05468-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Pendergrast, Mark (2000). For God, Country and Coca-Cola. Basic Books. د کتاب پاڼي 45–47. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-05468-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Pendergrast, Mark (2000). For God, Country and Coca-Cola. Basic Books. د کتاب پاڼې 45. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-05468-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Candler, Charles Howard (1950). Asa Griggs Candler. Georgia: Emory University. د کتاب پاڼې 81. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Pendergrast, Mark (2000). For God, Country and Coca-Cola. Basic Books. د کتاب پاڼي 44–45. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-05468-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Pendergrast, Mark (2000). For God, Country and Coca-Cola. Basic Books. د کتاب پاڼې 49. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-05468-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Pendergrast, Mark (2000). For God, Country and Coca-Cola. Basic Books. د کتاب پاڼي 44–45. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-05468-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)