کوډ جوړوونکې نجونې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کوډ جوړوونکې نجونې
د شخص معلومات
عملي ژوند

کوډ جوړوونکې نجونې (Code Girls) یا د دویمې نړیوالې جګړې کوډ جوړوونکې نجونې له ۱۰۰۰۰ نه زیاتو ښځو نه جوړه ډله وه چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې د کوډ لیکونکو (کوډ جوړوونکو) او کوډ ارزوونکو (کوډ ماتوونکو) په توګه د متحده ایالاتو پوځ ته خدمت کاوه.[۱]

ګومارنه (استخدام)[سمول]

په پرل هاربر باندې د جاپان له برید میاشتې وړاندې، د متحده ایالاتو سمندریزو ځواکونو د کوډ جوړوونکو او کوډ ماتوونکو په توګه د ښځینه محصلینو په ګومارنه پیل وکړ. له برید وروسته، د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال له محوري ځواکونو سره د مبارزې په موخه د متفقینو ځواکونو سره د متحده ایالاتو په یوځای کېدو، د ګومارنو چارو زیاتوالی وموند.[۲][۳]

د ګومارنې د بهیر په وخت کې، له ښځو پوښتل کېدل چې، ایا د هغوی د متقاطع کلیماتو جدول خوښېږي او یا هم د واده لپاره کوزده شوې دي که نه. هغه چې په ترتیب سره یې د «هو» او «نه» ځواب ورکاوه، د ګومارنې په بهیر کې مخکې تللې. نوماندانې محرمو جلساتو ته غوښتل کېدلې او هلته دوی ته دا موکه ورکول کېده چې، د کوډ ماتولو روزنیزه دوره تېره کړي او لوړه وکړي، چې د دغې موضوع محرمیت به ساتي. هغو چې روزنیزه دوره به یې بشپړه کړه، له پوهنتون نه له فراغت وروسته به واشنګټن ډي.سي ته غوښتل کېدلې، چې د ملکي کارکوونکو په توګه له سمندریزو ځواکونو سره یوځای شي.[۴][۵]

پوځ په هم مهاله ډول د کوډ ماتوونکو ښځو په ګومارنه پیل وکړ. پوځي چارواکو د ښځینه کالجونو له استازو سره په می فلاور هوټل کې د مخکښه محصلینو د جذبولو په هیله وړاندې له دې چې په سمندریز ځواک کې کار وکړي، ناستې لرلې.[۶]

کوډ ماتونه[سمول]

لومړیو ګمارل شوو کسانو په واشنګټن ډي.سي کې د سمندریزو ځواکونو عمومي قوماندانۍ ته راپور وکړ، چې په چټکۍ سره یې شمېر زیات شوی دی. تر ۱۹۴۳ ز کال پورې سمندریزو ځواکونو خپلو عملیاتو ته د مونت ورنن ښځینه کالج د اصلي قوماندانۍ د ځای نه په استفادې سره د سمندریزو اړیکو د ضمیمې په توګه پراختیا ورکړه.[۷]

پوځ په چټکۍ سره په واشنګټن ډي. سي کې له خپل دفتر مخکې شو او دویم ځای یې په ارلینګتون هال ښځینه جونیر کالج کې زیات کړ. تر ۱۹۴۵ ز کال پورې، د پوځ د کوډ ماتونکې ډلې ۷۰ سلنه ښځې وې.[۸]

د هغوی د دندو په توګه، دغو ښځو په کوډ ماتوونکو ماشینونو کې په کارکولو سره، د دښمن د کوډونو ماتولو په تجزیه او تحلیل، د دښمن په عملیاتو کې د سرچینو د کتابتون په جوړولو، راډیويي سګنالونو د موندلو او امریکايي کوډونو د خوندیتوب په ارزونه لاس پورې کاوه.[۹]

له ۱۹۴۴ ز کال وروسته، په هره میاشت کې کوډ ماتوونکو د جاپان د سمندریزو ځواکونو د لېږد را لېږد د نږدې ۳۰۰۰۰ پیغامونو مخه ونیوله، چې د فلیپین یا ارام سمندرګي پر لور د جاپان د نږدې ټولو تدارکاتي بېړیو د ډوبېدو لامل وګرځېدل. د ډي ورځې (D-Day) نه وړاندې، هغوی ناسم رادیويي پیغامونه او اطلاعات شریک کول، څو په قصدي ډول المانیان د متفقینو د ځواکونو د راکوزېدو په ځای کې ګمراه کړي.[۱۰]

کله به چې په عمومي ډول له هغوی نه د دوی د کار په اړه پوښتنه کېدله، مېرمنو به تر ډېره دا ځواب ورکاوه چې «پنسلونه تراشي».[۱۱][۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. "World War II Code Girls: What's in a Name?". National Archives (په انګلیسي ژبه کي). 2020-03-20. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په October 6, 2017 باندې). The brilliance of the women code breakers of World War II. The Washington Post.
  3. Mundy, Liza (2017). Code girls : the untold story of the American women code breakers of World War II. New York. OCLC 972386321. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-316-35253-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "She was a World War II Codebreaker | Arts & Sciences". www.bu.edu. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Mundy, Liza (2017). Code girls : the untold story of the American women code breakers of World War II. New York. OCLC 972386321. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-316-35253-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Mundy, Liza. "The Secret History of the Female Code Breakers Who Helped Defeat the Nazis". POLITICO Magazine (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Taylor, Lisa (2018-02-26). "Sharpened Pencils and Sharper Minds: World War II Women Code Breakers | Folklife Today". blogs.loc.gov. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Mundy, Liza (2017). Code girls : the untold story of the American women code breakers of World War II. New York. OCLC 972386321. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-316-35253-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Mundy, Liza (2017). Code girls : the untold story of the American women code breakers of World War II. New York. OCLC 972386321. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-316-35253-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په October 6, 2017 باندې). The brilliance of the women code breakers of World War II. The Washington Post.
  11. Mundy, Liza (2017). Code girls : the untold story of the American women code breakers of World War II. New York. OCLC 972386321. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-316-35253-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "She was a World War II Codebreaker | Arts & Sciences". www.bu.edu. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)