کوډېکس
ښکارېدونکې بڼه
کودیکس یا Codex Alimentarius چی په لاتین کی د خوړو د کتاب مطلب تری اخستل کیږی، د بین الملی معیارونو ، کاری میتودونو، لارښودونو او وړاندویزونو مجموعه ده چی د خوړو، د خوړو د تولید او د خوړو د محفوظیت په هکله سره یوځای شوی دی او نن ورځ د خوړو د نړیوال سازمان یا FAO او روغتیا نړیوال سازمان یا WHO په چوکاټ کی فعالیت کوی.
په کودیکس کی لاندی مطالب تر بحث لاندی نیول شوی دی:
- د خوړو لیبل کول
- خوړو ته علاوه کیدونکی توکی
- خواړیزه کثافات
- زغوپرواژی
- د خطر ارزیابی
- دخوړو حفظ الصحه
- د تحلیل او نمونی اخستی میتودونه
د کودیکس په برخه کی لاندی مشخص معیارونه وجود لری:
- د غوښی او دهغه اړونده محصولاتو معیار
- د ماهی او دهغه اړوند محصولاتو معیار
- د شیدو او اد هغه اړوند محصولاتو معیار
- دخاصو موخو لپاره د خوړو معیار
- د تازه او پروسس شویو میوو ، سبزیجاتو او د میوو د جوسونو معیار
- دحبوباتو معیار
- د شحمو او غوړیو معیار
- د متفرقه توکو معیار