کوچنۍ کولمه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کوچنۍ کولمه د هاضمي سیسټم هغه برخه ده، چې ډېری مغذي مواد له خواړو نه جذبوي او د معدې او لوی کولمو تر منځ شتون لري او د پانقراص مجرا له لارې صفرا (bile) او د پانقراص انزایمونه ترلاسه کوي ترڅو په هضم کې مرسته وکړي. دغه راز کوچنۍ کولمه شاوخوا ۱۸ فوټه (۶.۵ متره) اوږدوالی لري. که څه هم دا د لوی کولمو په پرتله اوږده ده، خو د کوچني قطر له امله وړه کولمه یادیږي.

کوچنۍ کولمه په درې جلا برخو لکه ډډینیوم، ججینیوم او ایلیوم وېشل شوې، چې ډډینیوم د کولمې تر ټولو لنډه برخه ده  او هغه برخه ده چې د یو شمېر زخو لا لارې د خوړو د جذب لپاره چمتووالی نیسي . په داسې حال کې چې ججینیوم د انټروسایټس (enterocytes) په واسطه د خپل پوښ له لارې د خوړو د جذب لپاره ځانګړی شوی دی. همدارنګه د ایلیوم اصلي دنده د ویټامین B12 جذبول، صفراوي مالګې او هر هغه هضمي مواد چې د ججینیوم له خوا نه جذبیږي .[۱]

اندازه[سمول]

د کوچني کولمو اوږدوالی توپیر لري کېداې شي له ۳مترو (۹.۸۴ فوټه) نه تر ۱۰.۴۹ مترو (۳۴.۴ فوټه) پورې وي. دغه راز د کوچنۍ کولمو اوږدوالی د اندازه کولو طریقې پورې هم اړه ولري، چې په یو ژوندی کس کې معمول اوږدوالی له ۳ نه تر ۵ مترو پورې وي. همدارنګه اوږدوالی د یو کس په قد پورې هم اړه لري لکه څنګه چې اوږده خلک معمولا اوږده کوچنۍ کولمه لري، خو معمولا له مړینې نه وروسته او کله چې کولمه خالي وي د کولمې اوږدوالۍ نور هم زیاتیږي.[۲][۳][۴][۵] 

د امیندوارۍ له ۳۵ اونۍ  وروسته  کوچنیانو کې تقریبا ۱.۵ سانتي متره قطر او په لویانو کې له ۲.۵ نه تر ۳ سانتي متره (۱ انچ) پورې وي. د معدې په ایکس رې کې کوچنۍ کولمه په غیر معمولي ډول خپریږي کله چې قطر یې له ۳ سانتي مترو نه ډېر وي. همدارنګه په سي ټي اسکن کې له ۲.۵ سانتي مترو نه ډیر قطر په غیر معمولي ډول لوی شوی ګڼل کیږي. د انسان د کوچني کولمو د سطحې (mucosa) مساحت د پراخېدو له امله چې د folds ، villi او microvilli له امله رامنځته کېږي په اوسط ډول ۳۰ مربع متره دی.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

برخې[سمول]

کوچنۍ کولمو په درېیو برخو وېشل شوی دی.

  • ډډینیوم د کولمې هغه لنډ جوړښت دی چې له ۲۰ سانتي متره (۷.۹ انچ) نه تر ۲۵ سانتي متره (۹.۸ انچ) پورې اوږدوالی لري او د «C» په څېر شکل لري، چې له معدې نه نیمه هضم شوي خواړه او له پانقراص (هضمي انزایمونو) او ځيګر (bile) نه هضمي انزایمونه ترلاسه کوي، چې یاد هضمې انزایمونه پروټینونه ټوټه کوي او صفراوي غوړ په (micelles) بدلوي.
  • جیجنوم د کوچني کولمو منځنۍ برخه ده چې ایلیوم سره ډډینیوم نښلوي او شاوخوا ۲.۵ متره اوږدوالی لري. همدارنګه دهضمي محصولات (لکه شکر، امینو اسیدونه او شحمي اسیدونه) دلته د وینې جریان کې جذب کېږي.[۱۱]
  • ایلیوم د کوچني کولمو وروستۍ برخه ده، چې شاوخوا ۳ متره اوږدوالی او له جیجنوم سره ورته والی لري. ایلیوم زیاتره  ویټامین B12 او بائل اسیدونه او همدارنګه نور پاتې غذايي مواد جذبوي. [۱۲]

هضم[سمول]

کوچنۍ کولمه د وجود هغه برخه ده، چې ډېری کیمیاوي هضم په کې ترسره کیږي همدارنګه ډېری هاضمي انزایمونه چې په کوچنۍ کولمو کې عمل کوي د پانقراص او ځیګر له خوا ترشح کېږی، چې یاد انزایمونه د پانقراص مجرا له لارې کوچنۍ کولمو ته ننوځي، چې  پانقراصي او صفراوي انزايمونه له صفرا کیسه نه د cholecystokinin هورمون په ځواب کې چې د غذايي موادو د شتون له امله رامنځته کېږي کوچنۍ کولمو ته ننوځي. دغه راز سیکریټین په نوم یو بل هورمون چې په کوچني کولمو کې ترشح  کیږي په پانقراص باندې اضافي اغېزې رامنځته کوي او په ډوډینیوم کې د بای کاربونیټ د رامنځته کېدو لامل کیږي، چې معدې کې احتمالي زیان رسونکي اسیدونه خنثی کړي.

د غذايي موادو درې لوی ټولګي چې له هضم نه تیریږي پروټینونه، لیپیدونه (چربي) او کاربوهایډریټ دي:

  • پروټین په وجود کې له جذب نه مخکې په کوچنیو پیپټایډونو او امینو اسیدونو وېشل کېږي، چې د خوړو کیمیاوي ټوټه کول په معده کې پیل او تر کوچنۍ کولمو پورې دوام کوي. دغه راز پروټولوټیک انزایمونه  پشمول د ټریپسین او کیموټریپسین له پانقراص نه ترشح کېږي او پروټینونه په کوچنیو پیپټایډونو ټوټه کوي. [۱۳]
  • لیپیدونه (غوړ) په شحمي اسیدونو او ګلیسیرول ویشل کېږي. د پانقراص لیپیز انزایم ټرای ګلیسریډونه په غوړ اسیدونو او مونوګلیسیریډونو وېشي، چې یاد انزایم د صفراوي مالګې په مرسته له ځیګر نه ترشح کېږي او په صفراوي کیسه کې زېرمه کېږي. دغه راز صفراوي مالګې د ټرای ګلیسریډونو سره تړل کېږي ترڅو د دوی په جذبولو کې مرسته وکړي او تر څو د پانقراص لیپیز ته د لاسرسي وړ شي. دا ځکه واقع کېږي چې لیپیز د اوبو محلول ده او غوړ ټرای ګلیسریډونه هایدروفوبیک دي او د یو بل په لور حرکت کوي او د کولمو د اوبو چاپیریال نه لرې کېږي او په دې توګه د صفراوي مالګین اوبو کې ټرای ګلیسریډونه جذبوي په دې ډول لیپیز کولی شي دوی په کوچنیو ذراتو ټوټه کړي او وروسته د جذب لپاره د کوچني کولمو زخو ته ننوځي.
  • ځینې ​​​​کاربوهایډریټ په ساده شکرو یا مونوساکرایډونو (لکه ګلوکوز) ویشل کېږي. د پانقراص امیلیز انزایم ځینې کاربوهایډریټ (په ځانګړي توګه نشایسته) په اولیګوساکرایډونو ویشي او پاتي کاربوهایډریټونه لوی کولمو ته له هضم نه پرته ننوځي او د کولمو د باکتریاو له خوا لېږدول کېږي.

امونولوژیکي[سمول]

کوچنۍ کولمو د بدن د معافیت سیسټم ملاتړ کوي. (Peyer's patches) د کوچني کولمو ایلیوم برخه کې موقعیت لري، چې د معدې د محلي معافیت سیسټم یوه مهمه برخه ده. همدارنګه (Peyer's patches) د لیمفاټیک سیسټم برخه ده او د معدې په جریان کې د احتمالي زیان رسونکي باکتریا یا نورو مایکرو ارګانیزمونو په ځواب کې انټيجنونو چمتو کوي ترڅو وروسته د معافیت سیسټم ته وړاندې شي.[۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. human body | Britannica.com
  2. DiBaise, John K.; Parrish, Carol Rees; Thompson, Jon S. (2016). Short Bowel Syndrome: Practical Approach to Management (په انګلیسي ژبه کي). CRC Press. د کتاب پاڼې 31. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781498720809. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Tortora, Gerard (2014). Principles of Anatomy & Physiology. USA: Wiley. د کتاب پاڼي 913. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-118-34500-9. ..its length is about 3m in a living person and about 6.5m in a cadaver due to loss of smooth muscle tone after death. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Standring, Susan (2016). Gray's Anatomy. UK: Elsevier. د کتاب پاڼې 1124. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7020-5230-9. ..and has a mean length of 5 metres (3 - 8.5 metres) when measured intraoperatively in the living adult (Tietelbaum et al 2013). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. DiBaise, John K.; Parrish, Carol Rees; Thompson, Jon S. (2016). Short Bowel Syndrome: Practical Approach to Management (په انګلیسي ژبه کي). CRC Press. د کتاب پاڼې 31. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781498720809. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ali Nawaz Khan (2016-09-22). "Small-Bowel Obstruction Imaging". Medscape. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Abdominal X-ray - Abnormal bowel gas pattern". radiologymasterclass.co.uk. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Debora Duro, Daniel Kamin (2007). "Overview of short bowel syndrome and intestinal transplantation". Colombia Médica. 38 (1). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Gazelle, G S; Goldberg, M A; Wittenberg, J; Halpern, E F; Pinkney, L; Mueller, P R (1994). "Efficacy of CT in distinguishing small-bowel obstruction from other causes of small-bowel dilatation". American Journal of Roentgenology. 162 (1): 43–47. doi:10.2214/ajr.162.1.8273687. ISSN 0361-803X. PMID 8273687. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Helander, Herbert F; Fändriks, Lars (2015). "Surface area of the digestive tract – revisited". Scandinavian Journal of Gastroenterology. 49 (6): 681–689. doi:10.3109/00365521.2014.898326. ISSN 0036-5521. PMID 24694282. S2CID 11094705. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Drake, Richard L.; Vogl, Wayne; Tibbitts, Adam W.M. Mitchell; illustrations by Richard; Richardson, Paul (2005). Gray's anatomy for students. Philadelphia: Elsevier/Churchill Livingstone. د کتاب پاڼې 273. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8089-2306-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Drake, Richard L.; Vogl, Wayne; Tibbitts, Adam W.M. Mitchell; illustrations by Richard; Richardson, Paul (2005). Gray's anatomy for students. Philadelphia: Elsevier/Churchill Livingstone. د کتاب پاڼې 271. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8089-2306-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Silk DB (1974). "Progress report. Peptide absorption in man". Gut. 15 (6): 494–501. doi:10.1136/gut.15.6.494. PMC 1413009. PMID 4604970. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Intestinal immune cells play an unexpected role in immune surveillance of the bloodstream". Massachusetts General Hospital. 13 December 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Canny, G. O.; McCormick, B. A. (2008). "Bacteria in the Intestine, Helpful Residents or Enemies from Within?". Infection and Immunity. 76 (8): 3360–3373. CiteSeerX = 10.1.1.596.7265 10.1.1.596.7265. doi:10.1128/IAI.00187-08. ISSN 0019-9567. PMC 2493210. PMID 18474643. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)