کوچنۍ سیاره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کوچنۍ سیاره هغه نجومي جسم دی چې د لمر (یا په ټولیز ډول د هر سیاروي نظام لرونکي ستوري) په شاوخوا کې په مستقیم مدار کې ګرځي چې نه د سیارې او نه هم د کوم لکۍ لرونکي ستوري په توګه طبقه بندي کېږي. تر ۲۰۰۶ کال مخکې د ستور پوهنې نړیوالې اتحادیې (IAU) په رسمي ډول د کوچنۍ سیارې اصطلاح کاروله، خو د همدغه کال په غونډه کې یې کوچنۍ سیارې او لکۍ لرونکي ستوري بېرته په سیاره‌ګۍ او د لمریز نظام په کوچنيو اجرامو کې ډلبندي کړل.[۱]

په کوچنیو سیارو کې اسټرویډونه یا کوچني ستوري ډوله جسمونه (ځمکې ته نږدې اجسام، د مریخ کراسرز، د اصلي کمربند سټرویډونه او د مشتري ټروجنونه) او لرې وړې سیارې (سینټورونه او له نیپتون هاخوا اجسام) شاملېږي چې ډېری یې په کویپر کمربند او وېشلي ډېسک کې دي. د ۲۰۲۲ کال تر مې میاشتې پورې ۱۱۳۱۲۰۱ اجسام پېژندل شوي دي چې په ۶۱۱۶۷۸ شمېره لرونکو او ۵۱۹۵۲۳ بې شمېرې کوچنیو سیارو وېشل شوي دي او یوازې پنځه یې په رسمي ډول د سیاره‌ګیو په توګه پېژندل شوي دي.

لومړنۍ کوچنۍ سیاره سیرېس نومېده او په ۱۸۰۱ کال کې کشف شوه. د کوچنۍ سیارې اصطلاح له ۱۹مې پېړۍ راهیسې دغو اجسامو ته کارول کېږي. ستورو ته د ورته سیارو اصطلاح هم د لویو سیاروي اجسامو لپاره کارول شوې ده، په ځانګړي ډول هغو اجسامو ته چې د ستور پوهنې نړیواله اتحادیه یې له ۲۰۰۶ کال راهیسې د سیاره‌ګۍ په نامه یادوي. په تاریخي لحاظ د ستوري ډوله جسم، کوچنۍ سیارې او سیاره‌ګۍ اصطلاحات لږ او ډېر مترادف دي. دا اصطلاحات د مشتري له مداره بهر د کوچنیو سیارو په کشفېدو سره خورا پېچلي شول، په ځانګړې توګه له نیپټون هاخوا اجسام چې عموماً د کوچنیو سیارو په ډله کې نه شمېرل کېږي. هغه کوچنۍ سیارې چې ګاز خپروي، ښایي د لکۍ لرونکو ستورو په توګه ډلبندي شي.[۲][۳][۴][۵]

اجسام هغه مهال سیاره‌ګۍ بلل کېږي چې هایدروسټاټیک تعادل ته د رسېدو لپاره کافي جاذبه ونه لري او بیضوي شکل رامنځته کړي. نورې ټولې وړې سیارې او لکۍ لرونکي ستوري د لمریز نظام د کوچنیو اجسامو په نامه یادېږي. د ستور پوهنې نړیواله اتحادیه وايي چې د کوچنۍ سیارې اصطلاح لا هم کارول کېدای شي، خو د لمریز نظام د کوچني جسم اصطلاح به غوره وي. له دې سره سره، د شمېرو ورکولو او نومولو لپاره د کوچنیو سیارو او لکۍ لرونکو ستورو تر منځ دودیز توپیر لا هم موجود دی.[۶]

ټولیز شمېر[سمول]

په لمریز نظام کې په سلګونو زره کوچنۍ سیارې کشف شوې دي او هره میاشت په زرګونو نورې کشفېږي. د کوچنيو سیارو د کتنې مرکز څه باندې ۲۱۳ میلیونه کتنې او ۷۹۴۸۳۲ کوچنۍ سیارې ثبت کړې دي. له دې ډلې څخه ۵۴۱۱۲۸ یې داسې مدارونه لري چې په کافي اندازه پېژندل شوي دي او دایمي رسمي شمېرې ورته ټاکل شوې دي. له دې جملې څخه ۲۱۹۲۲ یې رسمي نومونه لري. د ۲۰۲۱ کال د نومبر میاشتې تر ۸مې نېټې پورې تر ټولو ټیټه شمېره بې‌نومه کوچنۍ سیاره «(۴۵۹۶) ۱۹۸۱ کیو.بي» ده او تر ټولو لوړه شمېره نومول شوې کوچنۍ سیاره بیا ۵۹۴۹۱۳ ꞌAylóꞌchaxnim ده.[۷][۸][۹]

د نومونې قواعد[سمول]

په لمریز نظام کې ټول نجومي اجسام یوه ځانګړي نوم ته اړتیا لري. کوچنیو سیارو ته په درې پړاویزه پروسه کې نومونه ټاکل کېږي. لومړی یو لنډمهاله نوم دی چې د کشف په وخت کې ورکول کېږي - ځکه ښايي جسم په لومړیو کې کاذب مثبت وي یا وروسته ورک شي – نو د لنډمهالې ټاکل شوې کوچنۍ سیارې په نامه یادېږي. وروسته له دې چې کتنه د خپل راتلونکي موقعیت د وړاندوینې لپاره کافي دقیقه وي، یوه کوچنۍ سیاره په رسمي ډول ټاکل کېږي او شمېره ورکول کېږي. دا بیا وروسته شمېره لرونکې کوچنۍ سیاره ده. بالاخره په درېیم پړاو کې ښايي سیارې ته د کشفوونکو له‌خوا نوم وټاکل شي. تر دې مهاله د ټولو کوچنیو سیارو له ډلې یوه کمه برخې سیارې نومول شوې دي. لوی اکثریت یا هم شمېرل کېږي یا لا هم یوازې لنډمهاله نومونه لري.

شمېرې ورکول[سمول]

کوچنیو سیارو ته د مدار له تایید وروسته یوه رسمي شمېره ورکول کېږي. دا چې د کشف سرعت ډېر شوی، دا مهال دغه عددونه شپږ رقمي شوي دي. دغه شمېر له پنځو عددونو څخه شپږو عددونو ته د ۲۰۰۵ کال د اکتوبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د «سرکلر» کوچنۍ سیارې په کشفېدو سره ورسېد چې له ۹۹۹۴۷ څخه تر ۱۱۸۱۶۱ پورې لوړ شو.

نومونه[سمول]

لومړنۍ سیارې د یوناني او رومي اسطورو د شخصیتونو په نامه نومول شوې دي، خو لکه څرنګه چې د مشهورو خلکو نومونه کم شول، ادبي کرکټرونه، د کشفوونکو د مېرمنو، ماشومانو، همکارانو او ان د تلویزیوني کرکټرونو نومونه هم وکارول شول.

سرچينې[سمول]

  1. Press release, IAU 2006 General Assembly: Result of the IAU Resolution votes, International Astronomical Union, August 24, 2006. Accessed May 5, 2008.
  2. When did the asteroids become minor planets? Archived 2009-08-25 at the Wayback Machine., James L. Hilton, Astronomical Information Center, United States Naval Observatory. Accessed May 5, 2008.
  3. Planet, asteroid, minor planet: A case study in astronomical nomenclature, David W. Hughes, Brian G. Marsden, Journal of Astronomical History and Heritage 10, #1 (2007), pp. 21–30. کينډۍ:Bibcode
  4. Mike Brown, 2012. How I Killed Pluto and Why It Had It Coming
  5. "Asteroid Archived 2009-10-28 at the Wayback Machine.", MSN Encarta, Microsoft. Accessed May 5, 2008. Archived 2009-11-01.
  6. Questions and Answers on Planets, additional information, news release IAU0603, IAU 2006 General Assembly: Result of the IAU Resolution votes, International Astronomical Union, August 24, 2006. Accessed May 8, 2008.
  7. JPL. "How Many Solar System Bodies". JPL Solar System Dynamics. NASA. د لاسرسي‌نېټه May 27, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Discovery Circumstances: Numbered Minor Planets (543001)-(544000)". Minor Planet Center. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Discovery Circumstances: Numbered Minor Planets (1)-(5000)". Minor Planet Center. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)