کومار سنګاکارا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کومار سنګاکارا
කුමාර සංගක්කාර
شخصي معلومات
مکمل نومKumara Chokshanada Sangakkara
زېږېدنه۲۷ اکتوبر ۱۹۷۷(1977-10-27) ‏(عمر: ۴۶ کاله)
Matale, Sri Lanka
کوچنۍ نومSanga
قد/لوړوالی۵ فوټه ۱۰ انچه (۱٫۷۸ م)
توپ سبکLeft hand bat
د بالېنګ سبکRight arm off break
رولWicket-keeper, Batsman
ارتباطاتYehali Sangakkara (spouse)
نړیوال معلومات
ملي لوبډله
Test debut (cap 84)20 July 2000 v South Africa
Last Test20 August 2015 v India
ODI debut (cap 105)5 July 2000 v Pakistan
تاریخ او وخت د ن د18 March 2015 v South Africa
کمیس نمبر11
T20I debut (cap 10)15 June 2006 v England
اخری ټی ټونټی6 April 2014 v India
کورني ټيم معلومات
کلونهلوبډله
1997–presentNondescripts
2016–presentQuetta Gladiators
2007Warwickshire
2011–2012Deccan Chargers
2013Sunrisers Hyderabad
2014Durham
2015–presentSurrey
2015–presentHobart Hurricanes
2015–presentDhaka Dynamites
2008-2010Kings XI Punjab
راتلونکي شمیرې
سیالۍ Test ODI T20I FC
لوبه 134 404 56 250
منډې جوړي 12,400 14,234 1382 19,420
بیټنگ اوسط 57.40 41.98 31.40 50.44
100s/50s 38/52 25/93 0/8 56/84
ټاپ اسکور 319 169 78 319
توپونو سپارل 84 246
ویکټي 0 1
بالنگ اوسط  – 150.00
په اننگز کي 5 وکټ  – 0
په لوبه کي 10 وکټ  – 0
غوره توپوهنه 1/13
کيچونه/سټمپونه 182/20 402/99 25/20 365/33
سرچینه: ESPNcricinfo, 28 September 2016

کومار “سنګه" چوکشاناده سنګاکارا (کينډۍ:Lang-si); په کال ۱۹۷۷ د اکټوبر میاشت په ۱۷ نېټه په سرېلانکا کې ژېږېدلی دی. تراوسه یې په دې لوبډلو کې لوبې ترسره کړې دي:

سرېلانکلا، اسیا ۱۱، سنټرل پرووینسس، کولمبو ډېسټریکټ، کرېکټ اسوسیشن، ډېکن چارجر، ای سي سي ۱۱، جمیکا تلاواس، کینګز الیون پنجاب، کوېټه ګلاډیتور او نورو ډېري لوبډلو کې یې لوبې ترسره کړي دي.

لوبې[سمول]

سنګاکارا په ۲۰۰۹ کال کې د سرېلانکا د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو چې په ۱۵ ټیست لوبو، ۴۵ یوورځنیو او ۲۱ شل اوریزه لوبو کې یې لوبډلمشري کړې ده، چې پنځه ټیست لوبې یې ګټلي ۳ یې بایللي او ۷ یې مساوي پای ته رسولي دي، همداراز پخپله لوبډلمشرۍ کې یې ۲۷ یوورځنې لوبې ګټلي ۱۴ یې بایللي او ۴ بیا بې پایلې پای ته رسیدلي دي، او دده په لوبډلمشرې کې ټولې ۲۱ لوبې یې ترسره کړي ۱۲ یې ګټلي او ۹ یې بایللي دي..[۱]

د کمار سنګاکارا ريکارډ د کاپیتان په ټوګه
  لوبې ګټلې له لاسه ورکړي ښکېلې بې نتيجه
ټسټ[۲] 15 5 3 7
ODI[۳] 45 27 14 4
T20I[۴] 21 12 9

کمار سنګاکارا خپله لومړۍ نړېواله یوورځنۍ لوبه د ۲۰۰۰ کال په جولای  میاشت کې د پاکستان په خلاف ترسره کړه چې په خپله لومړۍ دغه لوبه کې یې ۳۵ منډې وکړې چې په دغه لوبه کې د عمران نذیر له لوري رن اوټ شو او یو سټمپ یې هم وکړ، کمار سنګاکارا په ۴۰۴ یوورځنیو لوبو کې ګډون کړې وه چې ټولې یې۱۴۲۳۴ منډې د ۵۷،۴۰ اوسط سره ترسره کړې دي ترټولو زیاتې منډې یې په یوه لوبه کې ۱۶۹ دي چې د سویلي افریقا په خلاف یې ترسره کړي دي، نوموړي په یادو لوبو کې ۵۱ شپږېزې او ۱۴۹۱ څلورېزې وهلي دي.[۵][۶][۷]

د کمار سنګاکارا په یوورځنیو لوبو کې ۲۵ سلیزې وهلي دي

او همدا راز یې ۹۳ نیمه سلیزي وهلي دي

د کمار سنګاکارا د یوورځنیو لوبو د سلیزو او نیمه سلیزو لېست[سمول]

د آسټرلیا په خلاف یې په ۴۶ لوبو کې دوه ځلې سلیزې او ۱۲ ځلې نیمه سلیزې جوړې کړي دي

د بنګلدېش په خلاف یې په ۳۱ لوبو کې پنځه ځلې سلیزې او ۶ ځلي نیمه سلیزې جوړې کړي دي

انګلستان په خلاف یې په ۴۴ لوبو کې څلور ځلې سلیزې او ۱۱ځلې نیمه سلیزې جوړې کړي دي

د هندوستان په خلاف یې په ۷۶ لوبو کې شپږ ځلې سلیزې او ۱۸ځلې نیمه سلیزې جوړې کړي دي

نیوزلینډ په خلاف یې په ۴۷ لوبو کې دوه ځلې سلیزې او ۱۲ځلې نیمه سلیزې جوړې کړي دي

پاکستان په خلاف یې په ۵۶ لوبو کې دوه ځلې سلیزې او ۱۰ ځلې نیمه سلیزې جوړې کړي دي

سویلي افریقا په خلاف یې په ۴۴ لوبو کې دوه ځلې سلیزې او ۱۳ځلې نیمه سلیزې جوړې کړي دي

د کېنیا په خلاف یې په ۳ لوبو کې یوه سلیزه جوړې کړې ده.

د متحده عربې اماراتو په خلاف یې په ۲ لوبو کې یوه سلیزه جوړې کړې ده.

کمار سنګاکارا په یوورځنیو لوبو کې ۳۱ ځله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړې ده او په همدغو لوبو کې یې بیا پنځه ځلې د سېریز د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه هم کړې ده.

کمار سنګاکارا خپله لومړۍ ټیست لوبه په کال ۲۰۰۰ کې د سولي افریقا په خلاف ترسره کړه چې په خپله لومړۍ ټیست لوبه په یوه اننګ یې ۲۳ منډې جوړې کړې، سنګاکارا په ۱۳۴ ټیست لوبو کې برخه اخستې ده او په ټولو ټیست لوبو کې ټولې ۱۲۴۰۰ منډې جوړې کړې دي ترټولو زیاتې منډې یې په یوه لوبه ۳۱۹ دي چې د بنګلدېش په خلاف یې په ۲۰۱۴ کال کې جوړې کړي، په ټیسټ لوبو کې یې ټولې ۳۸ سلیزې او ۵۲ نیمه سلیزي وهلي دي.

د آسټرلیا په خلاف یې په ۱۱ لوبو او ۲۲ پاڼیو کې یوه سلیزه او اوه نیمه سلیزې جوړې کړي دي

د بنګلدېش په خلاف یې په ۱۵ لوبو او ۲۱ پاڼیو کې ۷ سلیزې او ۷ نیمه سلیزې جوړې کړي دي

انګلستان په خلاف یې په ۲۲ لوبو او ۳۹ پاڼیو کې درې سلیزې او اوه نیمه سلیزې جوړې کړي دي

د هندوستان په خلاف یې ۱۷ لوبو او ۲۸ پاڼیو کې ۵ سلیزې او دوه نیمه سلیزې جوړې کړي دي

نیوزلینډ په خلاف یې په ۱۲ لوبو او ۲۰ پاڼیو کې څلور سلیزې او دوه نیمه سلیزې جوړې کړي دي

پاکستان په خلاف یې په ۲۲ لوبو او ۴۳ پاڼیو کې ۱۰ سلیزې او ۱۲ نیمه سلیزې جوړې کړي دي

سویلي افریقا په خلاف یې په ۱۷ لوبو او ۲۸ پاڼیو کې درې سلیزې او شپږ نیمه سلیزې جوړې کړي دي

د ویسټ انډېز په خلاف یې په ۱۲ لوبو او ۱۹ پاڼیو کې درې سلیزې او پنځه نیمه سلیزې جوړې کړي دي

د زیمبابوۍ په خلاف یې په ۵ لوبو او ۶ پاڼیو کې دوه سلیزې او یوه نیمه سلیزه جوړې کړې.

کمارسنګاکارا په ټیست لوبو کې ۱۶ ځلي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړي دي ا و همدا زار یې په یادو لوبو کې پنځه ځلي د سېریز د غوره لوبغاړي جایزې هم ترلاسه کړي دي

سنګاکارا په ۵۶ شل اوریزه نړیوالو لوبو کې ګډون کړی چې ټوليزې ۱۳۸۲ منډې یې کړي زیاتې منډې یې په یوه لوبه کې ۷۸ دي، په شل اوریزه لوبو کې یې ۸ نیمه سلیزې وهلي دي همدا راز یې په یادو لوبو کې۱۳۹ څلوریزې او ۲۰ شپږېزې هم وهلي دي

د سنګاکارا د ټیست لوبو ریکارډونه[سمول]

سنګاکارا د کرېکټ په تاریخ کې دوهم لوبغاړی دی چې په ټیست لوبو کې یې ډن براډمن څخه ورورسته ۱۱ غبرګې سلیزې وهلي دي.

سنګاکارا په کرېکټ کې۱۴ ځلي ۱۹۰ پورته منډې کړي دي.

سنګاکارا په ټیست لوبو کې ۳۸ سلیزې وهلي چې د کرېکټ په تاریخ کې له ټنډولکر، راکي پونټینګ او جک کالیس وروسته څلورم لوبغاړی دی چې دومره سلیزې یې وهلي دي.

سنګاکارا په ټیست لوبو کې په نیمه سلیزو کې په اووم مقام کې ځای لري چې ټولې ۵۲ نیمه سلیزې لري.

سنګاکارا په ۱۳۱ لوبو کې ۱۹۷ لوبغاړي د ویکت ساتونکي په حیث اوټ کړي چې دا پخپله یو نړیوال ریکارډ دي.

د کرېکټ په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی دی چې سر په سر یې څلور ځلي په ټیست لوبو کې له ۱۵۰ زیاتې منډې کړي دي.

لومړنی لوبغاړی دی چې تر ټولو ژر (۸۰۰۰) منډې یې په ۱۵۲ لوبو کې وکړې

لومړنی لوبغاړی دی چې تر ټولو ژر (۹۰۰۰) منډې یې په ۱۷۲ لوبو کې وکړې

لومړنی لوبغاړی دی چې تر ټولو ژر (۱۱۰۰۰) منډې یې په ۲۰۸ لوبو کې وکړې

لومړنی لوبغاړی دی چې تر ټولو ژر (۱۲۰۰۰) منډې یې په ۲۲۴ لوبو کې وکړې

د کريکټ په تاریخ کې تر ټولو اوږده ملګرتیا د مهیلا جیودرنا او د کمار سنګاکارا ده چې دواړو په ۲۰۰۶ کال

کې د سویلي افریقا په خلاف ۶۲۴ منډې ملګرتیا کړې وه.

ددرېمې ويکټې د ملګرتیا تر ټولو زیاتې منډې هم د د مهیلا جیودرنا او د کمار سنګاکارا دي چې دواړو ۵۸۹۰ منډې ملګرتیا کړې ده.

کمار سنګاکارا په ۲۰۱۴ کال کې تر ټولو زیاتې ۱۴۸۳ منډې کړې وې چې پدې کې څلور سلیزي او ۹ نیمه سلیزې شاملې وي.

د سنګاکارا د یوورځنیو لوبو ریکارډونه[سمول]

سنګاکارا د کريکټ په تاریخ کې دوهم لوبغاړی دي چې زیاتې (۱۴۲۳۴) منډې یې کړي دي.

سنګاکارا لومړنی سرېلانکایي لوبغاړي دی چې (۱۴۰۰۰) منډې یې کړي دي.

سنګاکارا د کريکټ په تاریخ کې دوهم لوبغاړی دي چې زیاتې (۹۳)نیمه سلیزې یې وهلې دی.

سنګاکارا ترټولو زیات لوبغاړي د د ډګر نیوونکي او ويکټ ساتونکي په حیث (۵۰۱) لوبغاړي اوټ کړي چې پدې کې (۴۰۲)کیچونه او (۹۹) سټمپونه شامل دي.

په دوهمه وېکټه تر ټولو اوږده ملګرتیا ۲۰۲ ده چې د سنګاکارا او تریمیني ترمنځ وه او په ۲۰۱۵ کال کې یې جوړه کړه.

د کال زیاتې منډې، په ۲۰۱۴ کال کې سنګاکارا تر ټولو زیاتې (۱۲۵۶) منډې کړې وې چې څلور سلیزې او اته نیمه سلیزې یې وهلې وې.

په یوه کال کې ترټولو زیاتې منډې ۲۸۶۸ په درې واره ( ټیست، یوورځنیو، شل اوریزو) لوبو کې.

سنګاکارا د کريکټ په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی دی چې سر په سر یې په څلورو نړېوال جام سیالیو کې څلور سلیزې وهلي دي.

نورې جایزې[سمول]

سنګاکارا په ۲۰۱۲ کال کې درې اوارډونه ترلاسه کړل ( د کال کرېکټ لوبغاړی، د ټیست کرېکټ لوبغاړی او د خلکو غوره لوبغاړی).

سنګاکارا په ۲۰۱۳ کال کې د کرېکټ د نړیوالې شورا د د یوورځنیو لوبو غوره لوبغاړي مقام هم ترلاسه کړ.

او بلاخره لدې ټولو بریاوو او مقامونو سره سره نوموړي وروسته له ۱۵ کالو لوبې په ۲۰۱۵ کال کې له لوبو څخه د تقاعد اعلان وکړ او لدې سره یې د کرېکټ مینه وال له خپلې لوبې څخه بې برخې کړل.[۸]


سرچينې[سمول]

محمدشاه ولس يار

  1. Briggs, Simon (په 11 February 2009 باندې). Kumara Sangakkara expected to replace Mahela Jayawardene as Sri Lanka captain. The Telegraph.
  2. Sri Lanka captains' playing record in Test matches, CricketArchive, د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۱۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sri Lanka captains' playing record in ODI matches, CricketArchive, د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۱۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Sri Lanka captains' playing record in International Twenty20 matches, CricketArchive, د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۱۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "South Africa in Sri Lanka 2000 – Scorecard of the 1st Test", CricketArchive, د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Kumara Sangakkara batting on ODI debut", islandcricket, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اپرېل ۲۰۱۵ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۴ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Singer Triangular Series-Sri Lanka v Pakistan", espncricinfo, د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۴ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. د کرېکټ د نړۍ نه هېرېدونکی ستوری کمار سنګاکارا