کولن پاول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کولن لوتر پاول (زوکړه: د ۱۹۳۷ زکال د اپرېل ۵مه – مړینه: د ۲۰۲۱ زکال د اکتوبر ۱۸مه) امریکایي سیاستوال، چارواکی، دیپلومات او د متحده ایالاتو د پوځ افسر و چې له ۲۰۰۱ زکال څخه یې تر ۲۰۰۵ زکال پورې یې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د ۶۵م وزیر په توګه دنده ترسره کړه. هغه د متحده ایالاتو لومړنی افریقايي الاصله د بهرنیو چارو وزیر و. نوموړی له ۱۹۸۷ زکال څخه تر ۱۹۸۹ زکال پورې د متحده ایالاتو د ملي امنیت پنځلسم سلاکار پاتې شوی او همدارنګه له ۱۹۸۹ زکال څخه تر ۱۹۹۳ زکال پورې د متحده ایالاتو د پوځ دوولسم لوی درستیز و. [۱][۲][۳]

پاول په ۱۹۳۷ زکال کې په نیویارک ښار کې د جامیکایي کډوالو په کورنۍ کې وزېږېد. نوموړی په سویلي برانکس کې را لوی شو او د نیویارک ښار په دولتي ښوونځیو کې یې زده کړې وکړې؛ هغه د نیویارک ښار له سیټي کالج څخه د ځمک پوهنې په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. هغه په یاد کالج کې د ریزف ځواکونو په روزنیز پروګرام کې ونډه واخیسته او د ۱۹۵۸ زکال په جون میاشت کې له دغه روزنیز پروګرام څخه د فراغت پر مهال د دویم بریدمن رتبه ورکړل شوه. نوموړي د ۳۵ کلونو لپاره د یو مسلکي سرتېري په توګه دنده ترسره کړه او د قوماندانۍ او درستیزیت په ګڼ شمېر څوکیو یې کار وکړ او د څلور ستوریز جنرال تر رتبې ورسېد. نوموړی په ۱۹۸۹ زکال کې د متحده ایالاتو د پوځونو عمومي قوماندان وټاکل شو.

د پاول وروستی پوځي ماموریت د ۱۹۸۹ زکال د اکتوبر میاشتې څخه د ۱۹۹۳ زکال تر سپټمبر میاشتې پورې د پوځ لوی درستیزیت و چې د متحده ایالاتو په دفاع وزارت کې تر ټولو لوړ پوځي ځایګی دی. په دغه موده کې نوموړي د ۲۸ کړکېچونو مدیریت وکړ چې په ۱۹۸۹ زکال کې د پاناما برید او له ۱۹۹۰ زکال څخه تر ۱۹۹۱ زکال پورې د عراق پر ضد د صحرا د طوفان په نامه عملیات هم په کې شامل دي. هغه د پاول دوکتورین تنظیم کړل چې له مخې یې د امریکا پوځي اقدامات محدود کېدل، مګر دا چې هغو به د امریکا د ملي امنیت د ګټو، په پریمانه شمېر د پوځیانو څخه د کار اخیستنې او عامه ملاتړ معیارونه پوره کول. د ولسمشر جورج ډبلیو. بوش د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو. پاول د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې له عراق سره د جګړې لامل څرګند کړ، خو وروسته یې اعتراف وکړ چې د هغه په وینا کې توجیه وړ تېروتنو شتون درلود. نوموړی په ۲۰۰۴ زکال کې د بوش له بیا ټاکل کېدو وروسته استعفا ته اړ کړای شو. [۴][۵]

پاول په ۱۹۹۵ زکال کې خپل ژوند لیک د زما د امریکايي سفر (My American Journey) تر عنوان لاندې ولیکه او د خپل تقاعد پر مهال یې یو بل کتاب د «زما لپاره یې کار ورکړ، په ژوندانه او رهبرۍ کې لارښوونې» (It Worked for Me, Lessons in Life and Leadership؛ ۲۰۱۲ زکال) تر نامه لاندې ولیکه. هغه د یو عامه ویناوال په توګه مسلک ته مخه کړه او په هېواد دننه او بهر کې یې مخاطبین پیدا کړل. نوموړی وړاندې له دې چې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وګمارل شي د امریکا د وعدې (America's Promise) په نامه سازمان مشري یې وکړه. د ۲۰۱۶ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې په داسې حال کې چې پاول ورته نوماند نه و له واشنګټن څخه یې د الکترال کالج  درې رایې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ څوکۍ ته ترلاسه کړې. هغه د متحده ایالاتو او بهرنیو ځواکونو څخه ګڼ شمېر جوایز او افتخارات ترلاسه کړل. د هغه په غیرنظامي جوایزو کې د ولسمشر له خوا د آزادۍ مډال (دوه ځله)، د کانګرس د سروزرو مډال، د ولسمشر له خوا ملکي مډال او په بهرنیو چارو وزارت کې د غوره خدمتونو جایزه شاملېږي. پاول د ۲۰۲۱ زکال په اکتوبر میاشت کې هغه مهال چې د وینې د سرطان له امله تر درملنې لاندې و او د هغه د وجود وقایوي سیستم یې کمزوری کړی و؛ د کویډ -۱۹ وبا د اغېزو له امله ومړ. [۶]

لومړنی ژوند[سمول]

کولن لوتر پاول د ۱۹۳۷ زکال د اپرېل په ۵مه د نیویارک ښار د منهتن په ګاونډۍ هارلم برخه کې وزېږېد. هغه د جامائیکايي کډوالو، مود آریل (کورنی نوم یې مک کوی) او لوتر تئوفیلوس پاول په کورنۍ کې وزېږېد. د هغه مور او پلار مختلط افریقايي او سکاټلنډي نسب درلود. لوتر د سمندري بارچلونې د یو مامور او مود هم د درزۍ (خیاطې) په توګه کار کاوه. پاول په سویلي برانکس کې را لوی شو او په موریس عالي لیسه کې چې اوس تړل شوې ده زده کړې یې وکړې؛ هغه په ۱۹۵۴ زکال کې له دغه ښوونځي فارغ شو.  [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

پوځي مسلک[سمول]

پاول د ۳۵ کلونو لپاره د یو مسلکي سرتېري په توګه دنده ترسره کړه او د قوماندانۍ او درستیزیت په ګڼ شمېر څوکیو یې کار وکړ؛ تر هغه چې د جنرال رتبه یې هم ترلاسه کړه.[۱۵]

د ویتنام جګړه[سمول]

تورن پاول له ۱۹۶۲ زکال څخه تر ۱۹۶۳ زکال پورې د سویلي ویتنام د ځواکونو د سلاکار په توګه په ویتنام کې یو ماموریت ترسره کړ. هغه مهال چې د ویت کنګ (د ویتنام د سیاسي او چریکي کمونېست سازمان) تر ولکې لاندې سیمه کې د ګزمې پر مهال وتلی و په پانجي لرګي (د تیزو څوکو لرونکو لرګیو په دام) باندې په وربرابرېدو ټپي شو. دغه لوی ټپ د هغه په لاره تلل ستونزمن کړل او لامل وګرځېد پښه یې د یو مهال لپاره وپړسېږي او په دې سره یې لومړنی ماموریت هم را لنډ شو. [۱۶][۱۷]

پاول په ۱۹۶۸ زکال کې د جګړنۍ رتبې په ترلاسه کولو سره له ویتنام څخه بېرته راوګرځېد او د متحده ایالاتو د ۲۳مې پیاده لوا د درستیزوال د همکار په توګه یې خدمت وکړ. ویتنام ته د خپل دویم ماموریت پر مهال هغه مهال چې د چورلکې د سقوط له پېښې ژوندی راووت په یوازې ځان یې په دغه پېښه کې د امریکايي ځواکونو د ۲۳مې لوا د عمومي قوماندان تورن جنرال چارلز ام. ګیټس په ګډون درې نور پوځیان هم د سوزېدو څخه وژغورل. [۱۸][۱۹]

د ملي امنیت سلاکار او د سلاکارۍ نورې دندې[سمول]

پاول د رونالډ ریګان د ولسمشرۍ پرمهال د ستر پوځي سلاکار څوکۍ وساتله او د کلیټور د ځای ناستي دفاع وزیر، فرانک کارلوچي د وزارت پر مهال یې د هغه د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه. پاول او کارلوچي د ملګرتیا نږدې اړیکې جوړې کړې او په خصوصي توګه به یې یو بل ته خپل لومړنی نوم کاروه، خو له دې یې ډډه کوله چې په رسمي ځایونو کې ورته د لومړني نوم اختصار وکاروي. د پاول په توصیه باندې نوي منتخب ولسمشر رونالډ ریګان روی بناویډز ته د امریکا د ویاړ نښان (د متحده ایالاتو تر ټولو لوړ پوځي نښان دی) ورکړ؛ بناویډز د پام وړ خدمتونو صلیب ترلاسه کړی و او قوماندان یې استدلال کاوه چې باید ارتقا وکړي، خو پوځي چارواکي په دې باور و چې هېڅ ژوندی عیني شاهد شتون نه لري چې د ویتنام په جګړه کې د بناویډز په اتلولۍ شاهدي ورکړي. [۲۰][۲۱]

د بهرنیو چارو وزارت (۲۰۰۱- ۲۰۰۵ زکال)[سمول]

د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر جورج ډبلیو. بوش د ۲۰۰۰ زکال د ډسمبر په ۱۶ مه د تکزاس په کرافورډ کې په خپله مزرعه کې د بهرنیو چارو وزارت لپاره پاول د نوماند په توګه معرفي کړ. دغه چاره لامل وګرځېده چې پاول لومړنی هغه کس شي چې د بوش په اداره کې یې په رسمي بڼه د کابینې څوکۍ ومنله، په دې سره نوموړی د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو لومړنی تورپوستی وزیر شو. د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نوموړی منځلاری ګڼل کېده. پاول د ۲۰۰۱ زکال د جنوري په ۲۰مه د رایو په اتفاق د متحده ایالاتو د سنا له خوا تائید شو او د جنوري په ۲۶ مه یې د لوړې تشریفاتي مراسم ترسره کړل. هغه د خپل وزارت پر مهال د تېرو دېرشو کلونو په ترڅ کې د بهرنیو چارو د بل هر وزیر په پرتله ډېر لږ سفرونه ترسره کړل. دغه چاره تر ډېره پورې د پخواني دیپلمات جورج اف. کېنان د هغه لارښوونه کوونکي لیک له امله وه چې هغه ته یې مشوره ورکړې وه چې د ولسمشر د بهرنیو سیاستونو د سلاکار په توګه په خپلو چارو تمرکز وکړي او له هغو سفرونو ډډه وکړي چې د سفیرانو د مسئولیتونو د کمښت لامل ګرځي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د ۲۰۰۱ زکال د سپټمبر په ۱۱ مه پاول د پیرو په پلازمېنه لیما ښار کې و؛ د پیرو له ولسمشر الخاندرو تولدو سره یې ولیدل او د امریکايي هېوادونو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې یې ګډون وکړ. د سپټمبر د ۱۱مې نیټې د بریدونو وروسته د پاول چارو له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه له بهرنیو هېوادونو سره د متحده ایالاتو د یو باثباته ائتلاف د رامنځته کولو په برخه کې حیاتي اهمیت وموند. [۳۱][۳۲]

د ټرامپ د ادارې اړوند لیدلوري[سمول]

پاول د ۲۰۱۹ زکال د اکتوبر په میاشت کې د یوې مرکې پر مهال خبرداری ورکړ چې جمهوري غوښتونکي باید «خپل احساسات کنټرول کړي» او هېواد له ګوند څخه مخکې وبولي؛ دوی باید د سیاسي پایلو اړوند د اندېښنو کولو پر ځای د ولسمشر ټرامپ پر وړاندې ودرېږي. [۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې[سمول]

  1. Preferred pronunciation of "Powell" rhymes with "bowel", not "bowl" (as in Charles Powell, Baron Powell of Bayswater) – see Alexander Chancellor, "You Say Tomato", The New Yorker. August 9, 1993, p. 27.
  2. (په 2021-10-19 باندې). Colin Powell: Former US secretary of state dies of Covid complications. BBC News.
  3. Macias, Amanda (October 19, 2021). "Colin Powell, trailblazing soldier and statesman who made case for Iraq invasion, dies of Covid at 84". CNBC. مؤرشف من الأصل في October 29, 2021. د لاسرسي‌نېټه October 29, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. LaFeber 2009.
  5. LaFeber 2009، ص. 71.
  6. Richardson, Valerie (December 21, 2016). "Colin Powell places third in presidential race at Electoral College". The Washington Times. مؤرشف من الأصل في October 20, 2018. د لاسرسي‌نېټه October 19, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Biographies of the Secretary of State:Colin Luther Powell". US Department of State, Office of the Historian. مؤرشف من الأصل في August 2, 2018. د لاسرسي‌نېټه November 16, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Palmowski, Jan (2008). "Powell, Colin Luther". A Dictionary of Contemporary World History (الطبعة 3d). Oxford University Press. OCLC 173498636. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-929567-8. مؤرشف من الأصل في October 19, 2021. د لاسرسي‌نېټه October 18, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په October 18, 2021 باندې). Colin Powell, Who Shaped U.S. National Security, Dies at 84. The New York Times.
  10. (په October 18, 2021 باندې). Colin Powell, U.S. Army general-turned-top diplomat, dies at 84. The Japan Times.
  11. (په May 12, 2004 باندې). Colin Powell claims Scottish coat of arms. The Guardian.
  12. "Colin Powell's Scottish Ancestry". Eastman's Online Genealogy Newsletter. 9 (20). May 17, 2004. د اصلي آرشيف څخه پر July 4, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 5, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  13. "Colin Powell Fast Facts". CNN. March 30, 2016. مؤرشف من الأصل في October 3, 2016. د لاسرسي‌نېټه September 30, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. O'Sullivan, Christopher D. (April 16, 2009). Colin Powell: American Power and Intervention From Vietnam to Iraq (په انګلیسي ژبه کي). Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې ix. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7425-6535-7. مؤرشف من الأصل في October 29, 2021. د لاسرسي‌نېټه October 18, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Colin (Luther) Powell Biography (1937– )". The Biography Channel. A&E Television Networks. د اصلي آرشيف څخه پر August 7, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 31, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Kearny, Cresson H. (1996). Jungle Snafus...And Remedies. Cave Junction, Oregon: Oregon Institute of Science & Medicine. د کتاب پاڼې 179. OCLC 41447083. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-884067-10-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Steins 2003، صص. 25–26.
  18. . Colin Powell. CNN
  19. Finlayson, Reggie (2003). Colin Powell. Twenty-First Century Books. د کتاب پاڼې 55. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780822549666. مؤرشف من الأصل في October 20, 2021. د لاسرسي‌نېټه December 7, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Interview on CNN's Larry King Live". New York: US Department of State. May 4, 2004. مؤرشف من الأصل في February 5, 2009. د لاسرسي‌نېټه February 3, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په October 18, 2021 باندې). Colin Powell: From Vietnam vet to secretary of state. BBC News.
  22. Clark, Tony (December 16, 2000). "Bush names Powell as choice for U.S. secretary of state". CNN. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Clark, Tony (December 16, 2000). "Bush names Powell as choice for U.S. secretary of state". CNN. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Vulliamy, Ed (December 17, 2000). "Bush chooses Powell". The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په October 18, 2021 باندې). Colin Powell, Who Shaped U.S. National Security, Dies at 84. The New York Times.
  26. "PN100 — Colin Luther Powell — Department of State, 107th Congress (2001-2002)". U.S. Congress (په انګلیسي ژبه کي). January 20, 2001. د لاسرسي‌نېټه November 6, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Powell ceremoniously sworn in as secretary of state". CNN. January 26, 2001. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Powell, Colin Luther (January 26, 2001). Secretary of State Swearing-In Ceremony (په انګلیسي ژبه کي). The White House, Washington, D. C. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Kessler, Glenn (په July 14, 2004 باندې). Powell Flies in the Face of Tradition; The Secretary of State Is Least Traveled in 30 Years.
  30. Kessler, Glenn (July 14, 2004). "Colin Powell no globe-trotter". NBC News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Steins 2003، ص. 116.
  32. DeYoung 2006a، صص. 338–339.
  33. (په October 6, 2019 باندې). Colin Powell: Republicans Terrified Of Speaking Out Need To 'Get A Grip'. Yahoo! News
  34. (په June 7, 2020 باندې). Colin Powell says he will vote for Joe Biden for president. CNN
  35. Sullivan, Kate (August 19, 2020). "Colin Powell touts Biden's character at DNC: 'We need to restore those values to the White House'". CNN. مؤرشف من الأصل في October 20, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 12, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)