کوریټا سکاټ کېنګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کوریټا سکاټ کېنګ (کورنی نوم یې سکاټ؛ زوکړه: د ۱۹۲۷ زکال د اپرېل ۲۷مه – مړینه: د ۲۰۰۶ زکال د جنوري ۳۰مه) امریکايي لیکواله، فعاله، د مدني حقونو د خوځښت مشره او له ۱۹۵۳ زکال څخه وروسته د مارتین لوتر کېنګ جونیر تر مړینې د نوموړي مېرمن وه. د افریقایي الاصله امریکایانو د مساواتو په برخه کې د مدافعې په توګه نوموړې د ۱۹۶۰مې لسیزې پر مهال د مدني حقونو د خوځښت مشري پر غاړه لرله. د یوې سندرغاړې په توګه نوموړې تر ډېره پورې موسیقي د مدني حقونو اړوند خپلو چارو کې رانغښتې وه. کېنګ په بوسټون کې د ماسټرۍ د زده کړو پر مهال له مارتین لوتر سره وپېژندل. دوی دواړه په مخ پر زیاتوالي بڼه د امریکا د مدني حقونو په خوځښت کې فعاله شول.

کېنګ په ۱۹۶۸ زکال کې د خپل مېړه له ترور وروسته په مدني چارو کې وروسته له هغه فعاله رول ولوباوه کله چې یې د نژادي برابرۍ په برخه کې د مبارزې مشري پر غاړه واخیسته او د ښځو په خوځښت کې فعاله شوه. کېنګ د کېنګ سېنټر په نامه بنسټ تاسیس کړ او له هغو وروسته یې د خپل مېړه د زوکړې ورځ په ملي رخصتي واړوله. نوموړې بالاخره وتوانېده چې رونالډ رېګان د ۱۹۸۳ زکال د نومبر په ۲مه هغه قانوني فرمان لاسلیک کړي چې له مخې یې د مارتین لوتر کېنګ په نامه ورځ رامنځته شوه. وروسته له دې د نوموړې د فعالیتونو لمنې پراختیا ومونده او په خپلو فعالیتونو کې یې د همجنسګرایانو حقونه او له اپاراتاید سره مخالفت هم شامل کړ. کېنګ د مارتین له مړینې وړاندې او وروسته د جان اف کېنډې، لینډون بي جانسون او رابرټ اف کېنډې په ګډون له ګڼ شمېر سیاستوالو سره د ملګرتیا اړیکې جوړې کړې. د ۱۹۶۰ زکال د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال له جان اف کېنډې سره د هغې تلیفوني اړیکه لامل وګرځېده ټول افریقايي الاصله امریکایان هغه ته رایه ورکړي او له همدې امله یې دغو خبرو پام وړ شهرت وموند. [۱]

کېنګ د ۲۰۰۵ زکال په اګست میاشت کې مغزي سکته وکړه چې له امله یې د بدن ښی اړخ فلج شو او نه یې شو کولای خبرې وکړي. پنځه میاشتې وروسته نوموړې د تنفسي ستونزو له امله چې د رحم د سرطان له امله ورته پیدا شوې وې، مړه شوه. د نوموړې د جنازې په مراسمو کې د متحده ایالاتو د ولسمشرانو جورج ډبلیو بوش، بېل کلېنټون، جورج. اچ. ډبلیو بوش او جیمي کارتر په ګډون شاوخوا ۱۰۰۰۰ تنو برخه لرله. نوموړې د لنډ مهال لپاره په کېنګ سېنټر کې خښه شوه او بیا یې مړۍ وروسته د خپل مېړه څنګ ته ولېږدول شو. کېنګ «د مدني حقونو د خوځښت د لومړۍ مېرمنې» په توګه یادېږي.[۲][۳]

د هغې د مېړه ترور[سمول]

مارتین لوتر کېنګ جونیر د ۱۹۶۸ زکال د اپرېل په ۴مه د ټنسي په ممفیس کې په مرمۍ ولګېد او ووژل شو. نوموړې وروسته له هغه د مارتین له مړینې خبره شوه چې له خپلې مشر لور یولاندا سره یوځای له بازار څخه کورته ستنه شوه او له جسي جکسون سره یې اړیکه ونیوله. کېنګ د خپل مېړه د مړینې له خبرېدو وروسته د خپلو ماشومانو په لویولو کې له ستونزو سره مخ وه. هغې ګڼ شمېر ټلګرامونه ترلاسه کړل چې په دغو کې یو یې د لي هاروې اوسوالډ د مور له اړخه و او نوموړې یې د نورو ټلګرامونو په پرتله تر ډېر اغېز لاندې راوسته. [۴][۵]

هغې د جنازې د مراسمو لپاره د خپلې پنځه کلنې لور، برنیس د چمتو کولو په موخه هڅه وکړه څو هغې ته واضحه کړي چې دا ځل چې خپل پلار ویني په تابوت کې به وي او خبرې به نشي کولای. هغه مهال چې زوی یې، ډکسټر ترې وپوښتل چې پلار یې څه وخت کورته راځي، دې ورته په درواغو وویل چې پلار یې یوازي جدي ژوبل شوی. سناتور رابرټ اف کېنډې امر وکړ څو د هغوی په استوګنځي کې درې نور تلیفونونه هم نصب شي څو ټولو هغو تلیفوني اړیکو ته ځواب ورکړي چې د دوی له کورنۍ سره نیول کېږي همدارنګه یې ورته دې یوې الوتکې د چمتو کولو وړاندیز وکړ څو هغوی د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه ممفیس ته ولېږدوي. کوریټا د خپل مېړه له ترور یوه ورځ وروسته له کېنډې سره خبرې وکړې او له هغه یې وپوښتل چې کولای شي ژاکلین کېنډې راضي کړي چې د دې د مېړه د جنازې په مراسمو کې ورسره ونډه واخلي. [۶][۷][۸]

رابرټ اف کېنډې ژمنه ورکړه چې «هر ډول» چې امکان ولري مرسته به ورسره وکړي. د سویلي عیسویانو د کنفرانس مخکښو غړو کېنګ ته د کېنډې د ولسمشرۍ د هیلو اړوند وویل او زیاته یې کړه چې له هغه سره اړیکو ته دوام ورنکړي او د هغه له وړاندیزونو سره هوکړه وه نه کړي. هغې دغو خبرداریو ته پام ونکړ او د کېنډې وړاندیزونه یې ومنل. د ۱۹۶۸ زکال د اپرېل په ۵مه کېنګ د خپل مېړه د جسد لیدو په موخه ممفیس ته ورسېده او پرېکړه یې وکړه چې د جنازې د مراسمو پر مهال به د هغه تابوت پرانیستی وي، څو ماشومان یې جسد وویني او دې ته یې پام شي چې پلار یې نور کور ته نه راګرځي. کېنګ له انځور اخیستونکي باب فیچ سره چې له کلونو راهیسې یې پېژانده اړیکه ونیوله او له هغه یې وغوښتل د مستند سازۍ لازمې چارې ترسره کړي. د ۱۹۶۸ زکال د اپرېل په ۷مه پخوانی مرستیال ولسمشر ریچارډ نېکسون د کېنګ لیدو ته ورغی او په ۱۹۵۵ زکال کې یې د هغې له مېړه سره د خپلې لیدنې یادونه ورته وکړه. نېکسون د ۱۹۶۸ زکال د اپرېل په ۹مه د مارتین لوتر د جنازې مراسمو ته ولاړ خو د جنازې په کتار کې وه نه درېد. نیکسون باوري و چې په دغه «لویو» مراسمو کې ګډون به «د ځان ښودنې» په معنی وي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د اپاراتاید پر وړاندې مخالفت[سمول]

د ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال کوریټا سکاټ کېنګ له اپاراتاید سره خپل اوږد مهالی مخالفت په واشنګټن ډي سي کې په روانو اعتراضاتو کې په ګډون سره بیاځلي څرګند کړ چې له امله یې په سویلي افریقا کې د نژادي سیاستونو پر ضد په ملي کچه لاریونونه وشول.

کېنګ د ۱۹۸۶ زکال په سپټمبر میاشت کې سویلي افریقا ته ۱۰ ورځنی سفر پیل کړ. د ۱۹۸۶ زکال د سپټمبر په ۹مه هغې له ولسمشر پي ډبلیو بوټا او سیاستوال مګنوسوتو ګتشا بوتیلیزي (Mangosuthu Gatsha Buthelezi) سره خپلې لیدنې لغو کړې. راتلونکې ورځ یې له الان بوساک سره وکتل. د سویلي افریقا دولتي چارواکو بوساک او ویني مانډېلا وګواښل چې له کېنګ سره له لیدو ډډه وکړي تر هغه چې له بوتا او بوتیلیزي سره یې نه وي لیدلي. نوموړې همدغه ورځ له ویني مانډېلا سره وکتل او دغه لیدنه یې د خپل ژوندانه تر ټولو معنی داره او مهمه شېبه وبلله. دغه مهال نېلسون مانډېلا په پولزمور بند کې بندي و چې په ۱۹۸۲ زکال کې له روبن ایسلنډ څخه دلته را لېږدول شوی و. نوموړې وړاندې له دې چې له متحده ایالاتو څخه سفر وکړي د مانډېلا قضیه یې د مدني حقونو د خوځښت له چارو سره پرتله کړه. متحده ایالاتو ته له راستنېدو وروسته هغې له رېګان وغوښتل په سویلي افریقا اقتصادي بندیزونه ولګوي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د سولې په برخه کې هڅې[سمول]

کوریټا سکاټ کېنګ له ډېر مهال راهیسې د نړیوالې سولې ملاتړې وه. لیکوال مایکل اریک ډایسون نوموړې «یو له لومړنیو سوله غوښتونکو او له خپل مېړه فداکاره» بللې ده. کېنګ په ۱۹۵۷ زکال کې د سالم اټومي سیاست (اوس مهال د سولې اقدام بلل کېږي) د کمېټې یو له بنسټګرو څخه وه او په سانفرانسېسکو کې یې د هغو اړوند وینا وکړه، په داسې حال کې چې مېړه یې د ۱۹۶۷ زکال د اپرېل په ۱۵مه په نیویارک کې د ویتنام د جګړې پر ضد پام وړ لوی لاریون ته ویناوې وکړې، هغه لاریون چې د ویتنام جګړې د پای ته رسولو په موخه د پسرلني بسیج د کمېټې (Spring Mobilization Committee to End the War in Vietnam) له خوا تنظیم شوی و. [۱۷][۱۸]

کېنګ د اعدام د جزا او همدارنګه په ۲۰۰۳ زکال کې په عراق باندې د متحده ایالاتو د برید پر ضد خپل غږ لوړ وساته. [۱۹]

کېنګ سېنټر[سمول]

کېنګ سېنټر په ۱۹۶۸ زکال کې د کوریټا سکاټ کېنګ له خوا په رسمي بڼه تاسیس شو، چې د عدالت، برابرۍ او سولې لپاره د عدم تشدد د خوځښت د مشر مارتین لوتر کېنګ د نظریاتو او میراثونو د مخته وړو موخه یې لرله. کېنګ د خپل مېړه له مړینې دوه ورځې وروسته د دغه یادګاري بنسټ د جوړولو لپاره د ۱۵ میلیون ډالري بودیجې په برابرولو لاس پورې کړ. هغې د دغه بنسټ چارې د اجرایوي مشر او د دغه بنسټ د عمومي مشر په توګه خپل زوی ډکسټر سکاټ کېنګ ته وسپارلې. نوموړې له خصوصي برخې او دولت څخه د پانګې په راغونډولو سره په ۱۹۸۱ زکال کې د کېنګ مرکز د کمپلېکس د جوړولو په موخه بودیجه برابره کړه. [۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. "JFK's famous phone call to Coretta Scott King" (په انګلیسي ژبه کي). NBC News. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په January 2008 باندې). Coretta Scott King. Lerner Publications
  3. (په February 6, 2006 باندې). Coretta Scott King honored at church where husband preached. Lodi News-Sentinel.
  4. Clarke, p. 124.
  5. Rickford, Russell J. (2003). Betty Shabazz: A Remarkable Story of Survival and Faith Before and After Malcolm X. Naperville, Illinois: Sourcebooks. د کتاب پاڼې 349. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-4022-0171-0. مؤرشف من الأصل في August 2, 2020. د لاسرسي‌نېټه July 27, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په August 25, 2013 باندې). Moving out of the dreamer's shadow: A King daughter's long journey. CNN.
  7. Gelfand, p. 7.
  8. Heymann, p. 149.
  9. Schlesinger, p. 876.
  10. Gelfand, p. 7.
  11. Burns, p. 75.
  12. Black, p. 523.
  13. (په September 13, 1986 باندې). Mrs. King warns of sanctions 'hardship'. Chicago Sun-Times.
  14. (په September 10, 1986 باندې). Mrs. King won't meet Botha. Chicago Sun-Times.
  15. (په September 11, 1986 باندې). Key apartheid foe meets King, hails her 'courage'. Chicago Sun-Times.
  16. (په September 12, 1986 باندې). King meets Winnie Mandela, denies snub to Botha // Emotions run high for apartheid foes. Chicago Sun-Times.
  17. Minoa D. Uffelman, Austin Peay State University. "Coretta Scott King". Encyclopedia of Alabama. مؤرشف من الأصل في January 23, 2015. د لاسرسي‌نېټه May 13, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Dyson, Michael Eric; Jagerman, David L. (2000). I May Not Get There with You: The True Martin Luther King, Jr – Michael Eric Dyson. Simon and Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780684867762. مؤرشف من الأصل في October 19, 2015. د لاسرسي‌نېټه May 13, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Lawmakers Press Pentagon Official on MLK War Claim". The Huffington Post. January 19, 2011. مؤرشف من الأصل في May 18, 2015. د لاسرسي‌نېټه May 13, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په January 17, 1986 باندې). Coretta King determined as she pursues. Bangor Daily News.
  21. "Welcome". The King Center. د اصلي آرشيف څخه پر September 9, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 10, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)