کورني پالتو ځناور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کورني ځناور هغه حيوان ته ويل کيږي چې انسانان یې د ملګرتیا یا کور ساتنې لپاره ساتي. کورني ځناور د کورنيو څارویو څخه توپیر لري چې د ساتلو اصلي لامل یې د ژوند د اړتیاوو لکه غوښه ، شیدې ، پوستکي او وړۍ ترلاسه کول دي. خو په مشهور کورنيو ځناورو کې حیوانات او مرغان شامل دي لکه سپي ، پیشوګانې ، توتيان او کوترې چې د پېړیو راهیسې د انساني ټولنو له خوا پالل شوي. ماشومان د خپلو څارویو سره ډېره مینه لري له همدې امله د څارویو ډېری مالکین ځوانان دي. دا څاروي، ژوي او ځناور پلورل کیږي هم او په بازارنو کې اړتياوو ته په کتو بېلابېل نرخونه لري. [۱]

سرچينې[سمول]