کوردي ژبې لنډ معلومات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کوردي ژبه لیکوال: صفت الله(عابد) همکاران:عبدالبصیر(عزیزي)او عبدالمقصد(عادل)

لهجې: کوردي ژبه په درې لهجو وېشل شوې ده. ۹ـ کورمانجي: هغه لهجه ده چې په عراق،ترکیه او ایران کې رواج ده او په عربي لیکدود لیکل کیږي . ۲ـ ګورماني لهجه: دکرمانشاه په ناحیه او د ترکیې په ځینو ناحیو کې ویل کېږي. اورماني لهجه: دکرمانشاه په شمالي ناحیه کې رواج ده . به څانګړي توګه د سمناني او سیوندي لهجو سره نژدې اړیکې لري . په کوردي کې داسې لهجې شته چې محقیقین یې ځانګړې ژیې ګڼي، لکه د کرمانشاه د غوراني کوردانواو زازا لهجې ، ډېر معتبر یې د کورمانجي دیالکت دی،چې د ترکیې د عراق شمال،د سوریې ، دافغانستان د هرات او د روسې سیمو ته نژدې کوردان خبرې کوي. د کورمانجي دیالکت دسیاسي جغرافیې د وېش په موجوده شرایطو کې بیا هم ګرامري خواص یو شان ساتلي دي، خو لغوي پانګه یې یو شان نه ده د ایران کوردي په پارسي لغاتو ، د ترکیې کوردي په ترکیي لغاتو ،د عربي کوردانو ژبه په عربي لغاتو او د نورو کوردانو ژیې د نورو ژبو د لغاتو په پانکه بډایه شوي دي . د کودي ژبې دوېم معتبر دیالکت په جنوب شرقي کوردانو پورې اړه لري چې د کوردستان په مرکزي سیمو ، د عراق په کوردستان ، کرمانشاه او نورو سیمو کې خبرې کیږي په ژبپوهنه کې چې د کوردي ژبې نوم یادیږي مطلب ورنه د کورمانجي دیالکت دی ځکه چې د علمي تحقیقاتو لپاره نسبت جنوب شرقي ته زیات مساعد دی. دغه دیالکت د پښتو په شان ګرامري لرغوني خواص ساتلي دي اما جنوب شرقي دیالکت د معاصرې پارسي په شان دغه خواص له السه ورکړي دي مثال د تذکیر او تانیث نښې په کې چندان نه لیدل کېږي. د اسم ذات د تصریف مراعت په کې نه کېږي ،د الزمي او متعدي فعل ترمینځ چندان توپیر نه لیدل کېږي او داسې نور...