کوانټمي ټیلي پورټېشن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کوانټمي لرې لېږد یا ټیلي پورټیشن (Quantum teleportation) له لېږونکي مقصد څخه لرې اخیستونکي مقصد ته د کوانټمي اطلاعاتو د لېږدولو تخنیک ته ویل کېږي. په داسې حال کې چې ټیلي پورټیشن معمولا په علمي تخیلي داستانونو کې له یوه ځای څخه بل ته د فزیکي اجسامو د لېږد د وسیلې په توګه انځور کېږي، خو یوازې کوانټمي اطلاعات لېږدوي. لېږونکی اړ نه دی څو د هغه ځانګړي کوانټمي حالت اړوند وپوهېږي چې لېږدول کېږي. له دې سربېره کېدای شي د اخیستونکی ځای ناڅرګند وي، خو د بشپړ کوانټمي ټیلي پورټیشن په موخه اړتیا ده څو کلاسیک اطلاعات له یو لېږونکي څخه اخیستونکي ته ولېږل شي. له دې امله چې د کلاسیکو اطلاعاتو لېږلو ته اړتیا ده، کوانټمي ټیلي پورټېشن د نور له سرعت څخه په چټکۍ نه شي ترسره کېدلی.

یو له لومړنیو علمي مقالاتو څخه چې د کوانټمي ټیلي پورټیشن اړوند په کې معلومات وړاندې شوي د «د کلاسیکو دوه ګونو او انشټاین – پوډولسکي – روزن له کانالانو څخه د یو ناڅرګند کوانټمي حالت د لېږد» تر عنوان لاندې مقاله ده چې د سي. اېچ. بېنېټ، جي برسارډ، سي. سرپیو، آر. جوزسا، اې. پېریس او ډبلیو. کې. ووټرز له خوا په ۱۹۹۳ زکال کې خپره شوه او په هغو کې یې د دوه ګونو ارتباطي لارو چارو څخه د کوانټمي اطلاعاتو د لېږلو/اخذ په موخه ګټنه کړې. دغه موضوع په تجربي ډول په ۱۹۹۷ زکال کې د دوه څېړونکو ډلو له خوا چې ساندو پاپیسکو او آنتون زیلینګر یې په ترتیب سره مشري کوله په عملي ډول واضحه شوه. [۱][۲][۳]

د کوانټمي ټیلي پورټېشن تجارب چې د جیان – وي – پان ډلې له خوا ترسره شول پر مټ یې اطلاعاتي محتویات – د فوټونونو، اتمونو، الکترونونو او سوپرکانډکټ مدارونو په ګډون – ولېږدول او همدارنګه یې ۱۴۰۰ کیلومتره (۸۷۰ مایله) فاصله چې د ټلي پورټیشن په برخه کې طی شوې تر ټولو اوږده فاصله وه طی کړه؛ دوی دغه چارې د میکیوس سټلایټ پر مټ چې په فضا کې د کوانټمي ټیلي پورټیشن پر بنسټ وه ترسره کړې. [۴][۵][۶]

تجربي پایلې او سوابق[سمول]

په ۱۹۹۸ زکال کې هڅو لومړنۍ وړاندوینې تائید کړې او په اوږده فاصله کې د لېږد کچه د ۲۰۰۴ زکال په اګست میاشت کې له نوري فایبر څخه په ګټنې ۶۰۰ مترو ته زیاته شوه. ورپسې د کوانټمي لېږد کچه په تدریجي ډول ۱۶ کیلومتره (۹.۹ مایله) ته زیاته شوه، په همدې توګه ۹۷ کیلومتره (۶۰ مایله) او اوس مهال ۱۴۳ کیلومتره (۸۹ مایله) ته ورسېده چې د قناري ټاپو ګانو په آزاده فضا کې Instituto de Astrofísica de Canarias انستیتیوت ته د ستور پوهنې د اړوندو رصد خانو ترمنځ تنظیم شوې. وروستۍ کچه یې (د ۲۰۱۵ زکال په سپټمبر میاشت کې) د نانوسیم لرونکو سوپرکانډکټ ډیټېکټورونو (superconducting nanowire detectors) پر مټ د نوري فایبر له مخې ۱۰۲ کیلومتر (۶۳ مایله) ته ورسېده. د اجسامو د سیسټم اړوند ثبت شوې فاصله یې ۲۱ متره (۶۹ فوټه) ده. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ټیلي پورټېشن بل ډول چې د «پرانیستي مقصد لرونکي» ټیلي پورټېشن په نوم یادېږي او آخذې یې په بېلابېلو موقعیتونو کې ځای لري په ۲۰۰۴ زکال کې د پنځو فوټونونو په یو بل کې د نغښتیا پر بنسټ توضیح شو. ټیلي پورټېشن د دوه منفردو کیوبیتونو د ترکیبي حالت پر مهال هم تحقق وموند. د ۲۰۱۱ زکال په اپرېل میاشت کې ازمیښت کوونکو راپور ورکړ چې دوی د ۱۰ میګاهرتز بانډوېټ لرونکې موجي ټولګې ټیلي پورټېشن ته لاسرسی موندلی په داسې حال کې چې په کلکه توګه یې غیرکلاسلیک عالي موقعیتي حالت هم ساتلی. د ۲۰۱۳ زکال په اګست میاشت کې په قطعي ډول کوانټمي ټیلي پورټیشن ته لاسرسی د ترکیبي لارو چارو په ګټنې اعلان شو. د ۲۰۱۴ زکال د مۍ په ۲۹مه ساینس پوهانو د کوانټمي ټیلي پورټېشن پر مټ د اطلاعاتو د لېږد په موخه باور وړ لار اعلان کړه. له دې وړاندې هم د اطلاعاتو کوانټمي لېږد شتون درلود خو په ډېرو نه باور کېدونکو لارو چارو ترسره کېده.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ۲۰۱۵ زکال د فبروري په ۲۶ مه په هیفي کې د چین د ساینس او ټکنالوژۍ پوهنتون د چاو- یانګ لو او جیان – وی پان په مشرۍ د ټیلي پورټېشن لومړنۍ ازموینه ترسره کړه او په لرې فاصله کې یې په څو درجو کې کوانټمي څو ذرات انتقال کړل. هغوی وتوانېدل د روبیډیم اتومونو یوه ټولګه د روبیډیم اتومونو بلې ټولګې ته په ۱۵۰ مترۍ (۴۹۰ فوټه) فاصله کې په یو بل کې د نغښتو فوټونونو څخه په ګټنې انتقال کړي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

په ۲۰۱۶ زکال کې څېړونکو کوانټمي ټلي پورټېشن د دوه خپلواکو منابعو څخه په ګټنې وښود چې په ۶.۵ کیلومتره (۴ مایله) فاصله کې د هیفی د نوري فایبر شبکې په واسطه سره جلا شوي وې. د ۲۰۱۶ زکال په سپټمبر میاشت کې د کلګري پوهنتون څېړونکو کوانټمي ټیلي پورټېشن د کلګري ښار د فیبري شبکې پر مټ په ۶.۲ کیلومتره (۳.۹ مایله) فاصله کې وښود. د ۲۰۲۰ زکال په ډسمبر میاشت کې د انکیونېټ همکارۍ د برخې په توګه څېړونکو په مجموعي توګه په ۴۴ کیلومتره (۲۷.۳ مایله) فاصله کې داسې کوانټمي ټیلي پورټېشن ته لاسرسی وموند چې ورباندې د باور کچې له ۹۰ سلنې څخه زیاتوالی وموند. [۲۶][۲۷]

څېړونکو همدارنګه په بریالیتوب سره له کوانټمي ټیلي پورټېشن څخه په ګازي اتوم لرونکو ورېځو کې د اطلاعاتو د انتقال لپاره ګټنه وکړه، ځکه چې ګازي وریځې د ماکروسکوپیک اتومونو له ټولګې څخه دي. [۲۸][۲۹]

همدارنګه دا هم شونې ده چې منطقي عملیات دې ټیلي پورټ شي. په د ۲۰۱۸ زکال کې د ییل پوهنتون فزیک پوهانو CNOT قطعي ټیلي پورټ شوي عملیات د منطقي کوډ شوو کیوبیټونو ترمنځ څرګند کړل. [۳۰]

کوانټمي ټیلي پورټېشن د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۳ زکال کې د تیوري په بڼه وړاندې شو. دغه موضوع د یو فوټون له دوه سطحي حالت، یو منفرد اتوم او یو ګیر شوي ایون پرمټ – د نورو کوانټمي اجرامو ترمنځ – او همدارنګه د دوه فوټونونو څخه په ګټنې ترسره شوه. په ۱۹۹۷ زکال کې دوه ډلو په تجربي ډول کوانټمي ټلي پورټېشن ته لاسرسی وموند. په دې اړوند لومړنۍ څېړونکې ډله په ایټالیا کې د ساندو پوپیسکو په مشرۍ وه. ورپسې بلې ازمیښت کوونکې ډلې د آنتون زیلینګر په مشرۍ دغه کار ته مخه کړه.

د پوپیسکو د ډلې د ازمیښتونو څخه ترلاسه شوو پایلو دا څرګنده کړه چې کلاسیک کانالونه په یوازې توګه نه شي کولای خطي قطبي شوي حالت او بیضوي قطبي حالت تکرار کړي. د بېل څلورو حالتونو ترمنځ د بېل د حالت اندازه کولو توپیر رامنځته کړ چې کولای یې شو په سل فیصده بریالي ډول باندې ټیلي پورټېشن په یوه آیډیال نمایش کې وښيي. [۳۱]

د زیلینګر ډلې لاندې خواته د پارامتریک تبادل د بهیر په ترسره کولو سره په یو بل کې د نغښتو فوټونونو جوړه تولید کړه. له دې څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه چې دوه فوټونونه نه شي کېدلای د رسېدو په مهال کې له یوبل جلا شي، فوټونونه د پالسي پمپ د شعاع پر مټ تولید شول. وروسته له دې فوټونونه د نازک بانډ لرونکي فلترونو له لارې ولېږدول شول څو د پالس پمپ له اوږدوالي څخه زیات انسجامي مهال رامنځته شي. له دې وروسته هغوی د نغښتلتیا د تجزیې او تحلیل په موخه د دوه فوټوني تداخل له اندازه کولو ګټنه وکړه څو هغه مهالیزه کوانټمي ځانګړنه چې له یو فوټون څخه بل فوټون ته انتقال کېږي د تشخیص وړ وګرځوي. [۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. Bennett, Charles H.; Brassard, Gilles; Crépeau, Claude; Jozsa, Richard; Peres, Asher; Wootters, William K. (1993-03-29). "Teleporting an unknown quantum state via dual classical and Einstein-Podolsky-Rosen channels". Physical Review Letters. 70 (13): 1895–1899. Bibcode:1993PhRvL..70.1895B. doi:10.1103/PhysRevLett.70.1895. PMID 10053414. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. D. Boschi; S. Branca; F. De Martini; L. Hardy; S. Popescu (1998). "Experimental Realization of Teleporting an Unknown Pure Quantum State via Dual Classical and Einstein-Podolsky-Rosen Channels". Physical Review Letters. 80 (6): 1121–1125. arXiv:quant-ph/9710013. Bibcode:1998PhRvL..80.1121B. doi:10.1103/PhysRevLett.80.1121. S2CID 15020942. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bouwmeester, Dik; Pan, Jian-Wei; Mattle, Klaus; Eibl, Manfred; Weinfurter, Harald; Zeilinger, Anton (1997-12-11). "Experimental quantum teleportation". Nature (په انګلیسي ژبه کي). 390 (6660): 575–579. arXiv:1901.11004. Bibcode:1997Natur.390..575B. doi:10.1038/37539. ISSN 1476-4687. S2CID 4422887. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. کينډۍ:Cite arXiv
  5. Chang, Kenneth (June 17, 2004). "Scientists Teleport not Kirk but an Atom". New York Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ren, Ji-Gang; Xu, Ping; Yong, Hai-Lin; Zhang, Liang; Liao, Sheng-Kai; Yin, Juan; Liu, Wei-Yue; Cai, Wen-Qi; Yang, Meng; Li, Li; Yang, Kui-Xing (2017-08-09). "Ground-to-satellite quantum teleportation". Nature (په انګلیسي ژبه کي). 549 (7670): 70–73. arXiv:1707.00934. Bibcode:2017Natur.549...70R. doi:10.1038/nature23675. ISSN 1476-4687. PMID 28825708. S2CID 4468803. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. D. Boschi; S. Branca; F. De Martini; L. Hardy; S. Popescu (1998). "Experimental Realization of Teleporting an Unknown Pure Quantum State via Dual Classical and Einstein-Podolsky-Rosen Channels". Physical Review Letters. 80 (6): 1121–1125. arXiv:quant-ph/9710013. Bibcode:1998PhRvL..80.1121B. doi:10.1103/PhysRevLett.80.1121. S2CID 15020942. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Rupert Ursin (August 2004). "Quantum teleportation across the Danube". Nature. 430 (7002): 849. Bibcode:2004Natur.430..849U. doi:10.1038/430849a. PMID 15318210. S2CID 4426035. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Jin, Xian-Min; Ren, Ji-Gang; Yang, Bin; Yi, Zhen-Huan; Zhou, Fei; Xu, Xiao-Fan; Wang, Shao-Kai; Yang, Dong; Hu, Yuan-Feng; Jiang, Shuo; Yang, Tao; Yin, Hao; Chen, Kai; Peng, Cheng-Zhi; Pan, Jian-Wei (16 May 2010). "Experimental free-space quantum teleportation". Nature Photonics. 4 (6): 376. Bibcode:2010NaPho...4..376J. doi:10.1038/nphoton.2010.87. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Ma, Xiao-Song; Herbst, Thomas; Scheidl, Thomas; Wang, Daqing; Kropatschek, Sebastian; Naylor, William; Wittmann, Bernhard; Mech, Alexandra; Kofler, Johannes; Anisimova, Elena; Makarov, Vadim; Jennewein, Thomas; Ursin, Rupert; Zeilinger, Anton (5 September 2012). "Quantum teleportation over 143 kilometres using active feed-forward". Nature. 489 (7415): 269–73. arXiv:1205.3909. Bibcode:2012Natur.489..269M. doi:10.1038/nature11472. PMID 22951967. S2CID 209109. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Ma, X. S.; Herbst, T.; Scheidl, T.; Wang, D.; Kropatschek, S.; Naylor, W.; Wittmann, B.; Mech, A.; et al. (2012). "Quantum teleportation over 143 kilometres using active feed-forward". Nature. 489 (7415): 269–273. arXiv:1205.3909. Bibcode:2012Natur.489..269M. doi:10.1038/nature11472. PMID 22951967. S2CID 209109. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Takesue, Hiroki; et al. (2015-10-20). "Quantum teleportation over 100 km of fiber using highly efficient superconducting nanowire single-photon detectors". Optica. 2 (10): 832–835. arXiv:1510.00476. Bibcode:2015Optic...2..832T. doi:10.1364/OPTICA.2.000832. S2CID 55109707. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Nölleke, Christian; Neuzner, Andreas; Reiserer, Andreas; Hahn, Carolin; Rempe, Gerhard; Ritter, Stephan (2013). "Efficient Teleportation between Remote Single-Atom Quantum Memories". Physical Review Letters. 110 (14): 140403. arXiv:1212.3127. Bibcode:2013PhRvL.110n0403N. doi:10.1103/PhysRevLett.110.140403. PMID 25166964. S2CID 6597459. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Zhao, Zhi; Chen, Yu-Ao; Zhang, An-Ning; Yang, Tao; Briegel, Hans J.; Pan, Jian-Wei (2004). "Experimental demonstration of five-photon entanglement and open-destination teleportation". Nature. 430 (6995): 54–58. arXiv:quant-ph/0402096. Bibcode:2004Natur.430...54Z. doi:10.1038/nature02643. PMID 15229594. S2CID 4336020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Zhang, Qiang; Goebel, Alexander; Wagenknecht, Claudia; Chen, Yu-Ao; Zhao, Bo; Yang, Tao; Mair, Alois; Schmiedmayer, Jörg; Pan, Jian-Wei (2006). "Experimental quantum teleportation of a two-qubit composite system". Nature Physics. 2 (10): 678–682. arXiv:quant-ph/0609129. Bibcode:2006NatPh...2..678Z. doi:10.1038/nphys417. S2CID 18201599. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Lee, Noriyuki; Hugo Benichi; Yuishi Takeno; Shuntaro Takeda; James Webb; Elanor Huntington; Akira Furusawa (April 2011). "Teleportation of Nonclassical Wave Packets of Light". Science. 332 (6027): 330–333. arXiv:1205.6253. Bibcode:2011Sci...332..330L. CiteSeerX = 10.1.1.759.1059 10.1.1.759.1059. doi:10.1126/science.1201034. PMID 21493853. S2CID 206531447. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Trute, Peter. "Quantum teleporter breakthrough". The University Of New South Wales. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اپرېل ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Takeda et al., "Deterministic quantum teleportation of photonic quantum bits by a hybrid technique", Nature, August 2013.
  19. (په 29 May 2014 باندې). Scientists Report Finding Reliable Way to Teleport Data. The New York Times.
  20. Pfaff, W.; et al. (29 May 2014). "Unconditional quantum teleportation between distant solid-state quantum bits". Science. 345 (6196): 532–535. arXiv:1404.4369. Bibcode:2014Sci...345..532P. doi:10.1126/science.1253512. PMID 25082696. S2CID 2190249. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Two quantum properties teleported together for first time". PhysicsWorld.com. 27 February 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Wang, Xi-Lin; Xin-Dong Cai; Zu-En Su; Ming-Cheng Chen; Dian Wu; Li Li; Nai-Le Liu; Chao-Yang Lu; Jian-Wei Pan (26 February 2015). "Quantum teleportation of multiple degrees of freedom of a single photon". Nature. 518 (7540): 516–519. Bibcode:2015Natur.518..516W. doi:10.1038/nature14246. PMID 25719668. S2CID 4448594. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Xia, Xiu-Xiu; Qi-Chao Sun; Qiang Zhang; Jian-Wei Pan (2018). "Long distance quantum teleportation". Quantum Science and Technology. 3 (1): 014012. Bibcode:2018QS&T....3a4012X. doi:10.1088/2058-9565/aa9baf. S2CID 125240574. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Sun, Qi-Chao; Mao, Ya-Li; Chen, Sijing; Zhang, Wei; Jiang, Yang-Fan; Zhang, Yanbao; Zhang, Weijun; Miki, Shigehito; Yamashita, Taro; Terai, Hirotaka; Jiang, Xiao; Chen, Teng-Yun; You, Lixing; Chen, Xianfeng; Wang, Zhen; Fan, Jingyun; Zhang, Qiang; Pan, Jian-Wei (2016-09-19). "Quantum teleportation with independent sources and prior entanglement distribution over a network". Nature Photonics (په انګلیسي ژبه کي). 10 (10): 671–675. arXiv:1602.07081. Bibcode:2016NaPho..10..671S. doi:10.1038/nphoton.2016.179. ISSN 1749-4893. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Valivarthi, Raju; Puigibert, Marcel.li Grimau; Zhou, Qiang; Aguilar, Gabriel H.; Verma, Varun B.; Marsili, Francesco; Shaw, Matthew D.; Nam, Sae Woo; Oblak, Daniel (2016-09-19). "Quantum teleportation across a metropolitan fibre network". Nature Photonics. 10 (10): 676–680. arXiv:1605.08814. Bibcode:2016NaPho..10..676V. doi:10.1038/nphoton.2016.180. ISSN 1749-4885. S2CID 119163338. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Valivarthi, Raju; Davis, Samantha I.; Peña, Cristián; Xie, Si; Lauk, Nikolai; Narváez, Lautaro; Allmaras, Jason P.; Beyer, Andrew D.; Gim, Yewon; Hussein, Meraj; Iskander, George (2020-12-04). "Teleportation Systems Toward a Quantum Internet". PRX Quantum (په انګلیسي ژبه کي). 1 (2): 020317. arXiv:2007.11157. Bibcode:2020PRXQ....1b0317V. doi:10.1103/PRXQuantum.1.020317. ISSN 2691-3399. S2CID 220686903. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Researchers achieve first "sustained" long distance quantum teleportation". Futurism. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Quantum teleportation between atomic systems over long distances". Phys.Org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Krauter, H.; Salart, D.; Muschik, C. A.; Petersen, J. M.; Shen, Heng; Fernholz, T.; Polzik, E. S. (2 June 2013). "Deterministic quantum teleportation between distant atomic objects". Nature Physics. 9 (7): 400. arXiv:1212.6746. Bibcode:2013NatPh...9..400K. doi:10.1038/nphys2631. S2CID 118724313. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Chou, Kevin S.; Blumoff, Jacob Z.; Wang, Christopher S.; Reinhold, Philip C.; Axline, Christopher J.; Gao, Yvonne Y.; Frunzio, L.; Devoret, M. H.; Jiang, Liang; Schoelkopf, R. J. (2018). "Deterministic teleportation of a quantum gate between two logical qubits". Nature. 561 (7723): 368–373. arXiv:1801.05283. Bibcode:2018Natur.561..368C. doi:10.1038/s41586-018-0470-y. PMID 30185908. S2CID 3820071. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Boschi, D.; Branca, S.; De Martini, F.; Hardy, L.; Popescu, S. (1998-02-09). "Experimental Realization of Teleporting an Unknown Pure Quantum State via Dual Classical and Einstein-Podolsky-Rosen Channels". Physical Review Letters. 80 (6): 1121–1125. arXiv:quant-ph/9710013. Bibcode:1998PhRvL..80.1121B. doi:10.1103/PhysRevLett.80.1121. S2CID 15020942. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Bouwmeester, Dik; Pan, Jian-Wei; Mattle, Klaus; Eibl, Manfred; Weinfurter, Harald; Zeilinger, Anton (1997-12-11). "Experimental quantum teleportation". Nature (په انګلیسي ژبه کي). 390 (6660): 575–579. arXiv:1901.11004. Bibcode:1997Natur.390..575B. doi:10.1038/37539. ISSN 1476-4687. S2CID 4422887. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)