کنګینه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کنگینه د انگورو د خوندي ساتلو لپاره هغه خټین خام لوښی وي چې په اور نه وي پوخ شوی، د دوه کاسو په څیر وي چې منځ کې یې انگور کیښودل کېږي او دواړه کنډول ډوله لوښي یو بل باندې کېښودل کېږي او بیا په لمده خټه بندول کېږي، چې په دې توگه دا انگور د میاشتو میاشتو لپاره همداسې تازه پاتې کېږي.

کلکان کلی خواږه انگور[سمول]

په يو شمير هغو سيمو كې چې انگور كيږي، د سيمې اوسيدونكې يې د ساتلو لپاره كنگينه جوړوي چې بيا يې په ژمي كې ځنې راوباسي او انگور هماغسې خوړين خواږه او خوندور وي. ددې انگورو بل ښه والی دا وي چې د سړو خونو په پرتله تازه او نه گنده کېدونکي وي.

سرچینې[سمول]