کنفوسیانیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

کنفوسیانیزم چې د Ru کلاسسیزم په نوم هم یادیږي، یو فکري او رفتاري سېستم دی چې له لرغوني چین څخه سرچینه اخلي. د کنفوسیوس دین د دود، فلسفې، مذهب، یو انساني یا منطقي مذهب، د حکومت کولو د چارو، یا په ساده بڼه د ژوند کولو د طریقې په توګه توصیف شوی دی، کنفوسیانیزم له هغه څه څخه چې وروسته د چینايي فیلسوف کنفوسیوس(۵۵۱-۴۷۹ مخکې له مېلاده)  له لارښوونو څخه د سلو فکرونو ښوونځي بلل کېده، رامنځته شوی دی. [۱][۲]

کنفوسیوس ځان د هغو کلتوري ارزښتونو لیږدونکی باله چې له  ژیا(Xia) (تقریباً ۲۰۷۰-۱۶۰۰ ق.م)، شانګ (تقریباً ۱۶۰۰-۱۰۴۶ ق.م) او د لوېدیځ ژو(Zhou) سلطنتونو (تقریباً ۱۰۴۶-۷۷۱ ق.م)[3] څخه په میراث پاتې وو. کنفوسیانیزم د قانونمند او استبدادي قین سلطنت (۲۰۶-۲۲۱ ق.م) په جریان کې وځپل شو، خو له دې سره سره  ژوندی پاتې شو. د هان د سلطنت په دوران کې (۲۰۶ ق.م-۲۲۰ م)، د کنفوسیان لارښوونو د رسمي ایډیالوژۍ په توګه "پروټو-تاویسټ" هوانګ-لاو ته مخه کړه، په داسې حال کې چې امپراتورانو دواړه د قانونیت له حقیقي تخنیکونو سره ګډ کړل. [۳]

د کنفوسیان دین بیا راژوندي کول(احیا) د تانګ سلطنت (۹۰۸-۶۱۸ ز) په جریان کې پیل شول. د تانګ په وروستیو کې، کنفوسیانیزم د بودیزم او تاویزم په ځواب کې وده وکړه او د نیو کنفوسیانیزم په توګه یې خپلې بڼې ته تغییر ورکړ. دا تعدیل شوې بڼه د سترواکۍ د ازموینو  د بنسټ په توګه او د سونګ کورنۍ (960-1297) د رسمي څېړونکې طبقې د اصلي فلسفې په توګه ومنل شوه. په 1905 ز کال کې د ازموینې سېستم په لغوه کولو سره  رسمي کنفوسیانیزم پای ته ورسید. د شلمې پیړۍ په لومړیو کې د نوي کلتور غورځنګ روڼ اندو، کنفوسیانیزم د چین د ضعف لامل باله. دوی د کنفوسیوس د لارښوونو پر ځای د نوو لارښوونو د ځای ناستي کولو په لټه کې وو. په دغو نویو ایډیالوژیو کې ځینې د چین د جمهوریت له جوړېدو سره د "خلکو درې اصول" او بیا د چین د خلق تر جمهوریت لاندې ماؤیزم شامل دي. د شلمې پیړۍ په وروستیو کې، د کنفوسیوس کاري اخلاق د ختیځې آسیا د اقتصاد د ودې لامل په توګه وپېژندل شول. [۴]

د کورنۍ او ټولنیزې همغږۍ په اهمیت باندې په ځانګړي ټینګار سره، د روحاني ارزښتونو د دنیوي سرچینې پر ځای، د کنفوسیانیزم اصلي بنسټ انساني رېښه لري. د هربرټ فنګریټ(Herbert Fingarette) د مفکورې له مخې کنفوسیانیزم د یوه فلسفي سېستم په توګه چې "سیکولر یا بې دین ته د  تقدس په سترګه ګوري" ، د کنفوسیوس آیین د انساني ژوند عادي فعالیتونو په پام کې نیولو سره - او په ځانګړې توګه د انساني اړیکو – د مقدس ښکارولو په توګه د مذهب او انسانیت تر منځ د توپیر څخه تیریږي ، ځکه چې دا د انسانیت د اخلاقي طبیعت بیان دی (xìng 性)، کوم چې په جنت کې یو لوړ مقام لري، (Tiān 天). په داسې حال کې چې تیان ځینې ځانګړتیاوې لري چې د خدای تر کټګورۍ پورې اوچتېږي، دا د داو (道) یا برهمن په څېر په ځانګړې توګه یو غیر شخصي مطلق اصول دي. کنفوسیانیزم په هغه عملي حکم باندې تمرکز کوي چې د تیان له خوا د دې نړۍ اړوند پوهاوي په اړه ورکړل شوی دی. د کنفوسیانو عبادتونه چې د ( 儒 rú ، یا ځینې وختونه ساده شوې چینایي ژبه: 正统؛ دودیزه چینایۍ ژبه: 正統؛ پنیین: zhèngtǒng، په نوم یادیږي چې معنا یې 'اورتوپراکسی') د کنفوسیان پادریانو یا "د مناسکو د حکیمانو" (礼生؛ 礼生؛ 礼生)  له خوا رهبري کیږي، په عامه او پلرنیو چینایي معبدونو کې خدایانو ته په ځینو مواردو کې د کنفوسیان مذهبي ډلو له خوا او د مدني مذهبي مراسمو لپاره د تاویسټ یا مشهورو دودونو په پرتله غوره والی ورکول کېږي.[۵] [۶]

د کنفوسیانیزم دنیوي اندیښنه په دې باور باندې  بناء ده چې انسانان په بنسټیز ډول ښه دي او د زده کړې وړ، پرمختګ منونکي او د شخصي او ټولنیزو هڅو له لارې، په ځانګړې توګه د تزکیې او ځان جوړونې له لارې تکامل ته د رسېدو وړ دي. د کنفوسیان فکر په اخلاقي بڼه تنظیم شوي نړۍ کې په فضیلت پالنه تمرکز کوي. د کنفوسیان ځینې بنسټیزې اخلاقي مفکورې او کړنې rén، yì، او lǐ، او zhì. رین (仁، 'احسان' یا 'انسانیت') د انسان جوهر دی چې د ترحم/شفقت په بڼه را څرګندیږي. دا د جنت د فضیلت یوه  بڼه دهYì (义؛ 義) د ښېګڼې کولو او عدالت څخه د ملاتړ اخلاقي تمایل دی. Lǐ (礼؛ 禮) د دیني نورمونو او وړتیاوو یو سیسټم دی چې دا ټاکي چې څنګه باید یو څوک په ورځني ژوند کې د جنت له قانون سره سم عمل وکړي. Zhì (智) د سمو او عادلانه څیزونو د لیدو وړتیا ده، یا بالعکس، د نورو لهخوا په وړاندې کېدونکي چلند کې. کنفونسسیانېزم خامخا اشخاص په منفعلانه یا فعالانه بڼه د ریڼاوي د اصلي اخلاقي ارزښتونو په ملاتړ کې د پاتې راتلو په خاطر تحقیروي.

په دودیز ډول، د ختیځې آسیا کلتوري ساحه کې کلتورونه او د چین، تایوان، کوریا، جاپان او ویتنام په شمول هیوادونه او همدارنګه د هان چینایي خلکو له خوا مېشته بیلابیلې سیمې لکه سینګاپور د کنفوسیانیزم له خوا په کلکه اغیزمن شوي. نن ورځ، دا د ختیځې آسیا ټولنو او بهرنۍ چینایي ټولنو او تر یوې اندازې پورې د آسیا نورو برخو ته په بڼې ورکولو کې رول لري. .  په تیرو لسیزو کې په اکاډمیکه او علمي ټولنه کې د "کنفوسیان د بیا راژوندي کولو" په رابطه تبصرې شوې دي، او د کنفوسیاني کلیسا ګانو مختلف ډولونه په پراخه کچه خپاره شوي دي. د 2015 م په وروستیو کې ډیری کنفوسیان وګړو په رسمي توګه په چین کې د کنفوسیان کلیساوو ډېری ټولنو او مدني ټولنو د یووالي لپاره په چین کې یوه سپېڅلې ملي کنفوسییان کلیسا (孔圣会؛ 孔聖會؛ Kǒngshènghuì) تاسیس کړه.[۷][۸][۹][۱۰]

دکتورین/اصول[سمول]

نظریه او الهیات[سمول]

کنفوسیانیزم د وګړو د فردي یووالي او د آسمان د خدای (Tiān 天) د تعقیب پر محور راګرځي، یعنې د انسانیت او جنت تر منځ د اړیکو په محور ګرځي. د جنت اصل (Lǐ 理 یا داو 道)، د خلقت نظم او د الهي حجت سرچینه ده، په جوړښت کې یو ګون پال(monistic) دی. انسانان کولای شي، د خپل انسانیت درک وکړي او د دغه ډول نظم په څېړلو سره له جنت سره یو ځای شي. په ځان کې دا بدلون ممکن کورنۍ او ټولنې ته وغځول شي، ترڅو یوه همغږې باوري ټولنه رامینځته کړي. جویل توروال په معاصر چین کې کنفوسیانیزم د یوه پراخ مدني مذهب په توګه مطالعه کړ، هغه دا وموندله چې خپل ځان د پنځو آسماني موجوداتو په پراخه عبادت کې ویني: چې له آسمان او ځمکې (Di 地)، حاکم یا حکومت (jūn 君)، نیکونه یا اجداد (qīn 親) او استادان (شی 師) دي. [۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. Nylan, Michael (1 October 2008). The Five "Confucian" Classics (په انګلیسي ژبه کي). Yale University Press. د کتاب پاڼې 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-13033-1. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Yao 2000, pp. 38–47
  3. Lin, Justin Yifu (2012). Demystifying the Chinese Economy. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 107. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-19180-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lin, Justin Yifu (2012). Demystifying the Chinese Economy. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 107. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-19180-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Juergensmeyer, Mark (2005). Juergensmeyer, Mark (المحرر). Religion in Global Civil Society. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 70. doi:10.1093/acprof:oso/9780195188356.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-518835-6. ...humanist philosophies such as Confucianism, which do not share a belief in divine law and do not exalt faithfulness to a higher law as a manifestation of divine will الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  6. کينډۍ:Harvp: [...] Confucianism is basically non-theistic. While Heaven (tiān) has some characteristics that overlap the category of deity, it is primarily an impersonal absolute, like dao and Brahman. "Deity" (theos, deus), on the other hand connotes something personal (he or she, not it). کينډۍ:Harvp: Confucianism deconstructs the sacred-profane dichotomy; it asserts that sacredness is to be found in, not behind or beyond, the ordinary activities of human life—and especially in human relationships. Human relationships are sacred in Confucianism because they are the expression of our moral nature ( xìng), which has a transcendent anchorage in Heaven (tiān ). Herbert Fingarette captured this essential feature of Confucianism in the title of his 1972 book, Confucius: The Secular as Sacred. To assume a dualistic relationship between sacred and profane and to use this as a criterion of religion is to beg the question of whether Confucianism can count as a religious tradition.
  7. (په 6 February 2015 باندې). Asia's Rise Is Rooted in Confucian Values. The Wall Street Journal.
  8. Benjamin Elman, John Duncan and Herman Ooms ed. Rethinking Confucianism: Past and Present in China, Japan, Korea, and Vietnam (Los Angeles: UCLA Asian Pacific Monograph Series, 2002).
  9. Yu Yingshi, Xiandai Ruxue Lun (River Edge: Global Publishing Co. Inc. 1996).
  10. "Confucianism | Religion | Yale Forum on Religion and Ecology". Fore.yale.edu. http://fore.yale.edu/religion/confucianism/. 
  11. . Heaven, Earth, Sovereign, Ancestors, Masters: Some Remarks on the Politico-Religious in China Today. Centre for Studies on China, Korea and Japan