Jump to content

کنسټنس مارکیوېچ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کنسټنس جورجین مارکیوېچ (زوکړه: د ۱۸۶۸ زکال د فبروري ۴مه – مړینه: د ۱۹۲۷ زکال د جولای ۱۵مه نېټه) چې د کونټیس مارکیوېچ او مېرمن مارکیوېچ په نومونو هم پېژندل کېږي ایرلنډي سیاستواله، انقلابي فعاله، ملت پاله، د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتونکې او سوسیالېسته وه؛ همدارنګه لومړنۍ هغه مېرمن وه چې د لویې بریتانیا پارلمان ته یې لار ومونده. دا د ایرلنډ د انقلابي جمهوریت په لومړنۍ کابینه کې د کار وزیره او همدارنګه په ټوله اروپا کې دویمه ښځینه وزیره وه. نوموړې یوځل له ۱۹۲۱ زکال څخه تر ۱۹۲۲ زکال او بیا له ۱۹۲۳ زکال څخه تر ۱۹۲۷ زکال پورې له دوبلېن سوت حوزې څخه د ایرلنډ د استازو د جرګې د غړې په توګه خدمت وکړ. سربېره پر دې له ۱۹۱۸ زکال څخه تر ۱۹۲۲ زکال پورې د دوبلین سوت پاټرېک په استازولۍ د متحدې پاچاهۍ د پارلمان غړې وه. [۱]

مارکیوېچ د ایرلنډ د انقلابي پوځ (Fianna Éireann)، د ایرلنډي ښځو د ملیشه ډلې (Cumann na mBan) او د ایرلنډي وګړو د پوځ (Irish Citizen Army) د بنسټګرې غړې په توګه د ۱۹۱۶ زکال پر مهال په ایستر پاڅون کې ګډون وکړ، هغه پاڅون چې پر مټ یې ایرلنډي جمهوریت غوښتونکو هڅه وکړه د بریتانیا واکمنۍ ته پای ټکی کېږدي او د ایرلنډ خپلواک جمهوریت تاسیس کړي. هغه د اعدام په جزا محکومه شوه خو دغه پرېکړه یې د جنسیت له امله عمري بند ته واوښته. دا د ۱۹۱۸ زکال د ډسمبر په ۲۸مه نېټه لومړنۍ هغه ښځینه شوه چې د متحدې پاچاهۍ د استازو جرګې ته وټاکل شوه، په داسې حال کې چې په هالووې بند کې وه او د خپل ګوند د سیاست سره په مطابقت یې خپله څوکۍ اشغال نه کړه. د دغې چارې پر ځای هغې او د شین فین سیاسي گوند نورو پارلماني غړو د انقلابي ایرلنډ یوه جرګه لرونکی پارلمان جوړ کړ. نوموړې همدارنګه په ټوله نړۍ کې لومړنۍ مېرمن وه چې د کابینې څوکۍ یې خپله کړه او له ۱۹۱۹ زکال څخه یې تر ۱۹۲۲ زکال پورې د کار د وزیرې په توګه خدمت وکړ. [۲][۳]

مارکیوېچ د ایرلنډ په کورنۍ جګړه کې د انګلیس – ایرلنډ د هوکړې له مخالف لوري څخه ملاتړ وکړ. نوموړې تر ۱۹۲۶ زکال پورې هغه مهال چې فیانا فیل یا جمهوري غوښتونکی ګوند یې تاسیس کړ د شین فین ګوند ممتنع پارلماني غړې وه. دا په ۱۹۲۷ زکال کې مړه شوه.

سیاسي ژوند[سمول]

مارکیوېچ د ۱۹۰۸ زکال پر مهال په فعالانه ډول د ایرلنډ په ملت پاله سیاستونو کې ورګډه شوه. هغه له شین فین ګوند او د ایرلنډي لوڼو (Inghinidhe na hÉireann) په نامه د ښځو له انقلابي خوځښت سره مل شوه چې د تیاتر د لوبغاړې او سیاسي فعالې ماډ ګون له خوا تاسیس شوی و.

هغې له ماډ ګون سره یوځای په ابې نومي نوي تاسیس شوي تیاتر کې څو نندارې ترسره کړې، هغه بنسټ چې د کلتوري ملت پالنې په رامنځته کېدو کې یې پام وړ رول ولوباوه. همدغه کال مارکیوېچ د منچسټر په شمال لویدیځ کې پارلمان ته د وینسټون چرچېل د منځنۍ دورې ټاکنو پر مهال د هغه له ټاکل کېدو سره په مخالفت د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتونکو په کړنلارو کې ډراماتیک رول ولوباوه، دا په زرق او برق لرونکي ظاهر سره له خپلې هغې زړې ګاډۍ سره راووته چې څلورو اسونو کش کوله او د رایو د حق غوښتنې غږ یې اوچت کړ. یو نارینه مخالف یې ترې وپوښتل چې کولای شي ماښامنۍ پخه کړي؛ هغې ځواب ورکړ، «هو. ایا تاسو کولای شۍ یوه ګاډۍ او څلور اسونه وچلوئ؟». دغه مهال د هغې خور ایوا منچسټر ته تللې وه څو له خپلې همکارې رایه غوښتونکې ایستر روپر سره واوسي، دوی دواړو هم د ښځو له رایو سره د مخالف وینسټون چرچېل پر ضد تبلیغ وکړ. چرچېل هم تر یوه بریده د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتونکو د بې دریغه هڅو له امله دغه ټاکنې د محافظه کاره نوماند ویلیام جوینسون هېکس پر وړاندې وبایللې. [۴]

مارکیوېچ په ۱۹۰۹ زکال کې د ایرلنډي ځوانانو ملت پاله بنسټ (Fianna Éireann) تاسیس کړ چې د هغو غړو ته یې د رابرټ بادن پاول د ملیشه ډلې په سبک روزنې ورکولې. د دغه بنسټ په لومړنۍ غونډه کې چې د ۱۹۰۹ زکال د اګست په شپاړلسمه نېټه د دوبلین په کمدڼ واټ کې جوړه شوې وه، دا له دې امله وویستل شوه چې ښځې د فیزیکي قوې په داسې یو خوځښت کې ځای نه شي لرلی. هغه جمهوري غوښتونکي بولمر هابسون ته ورغله چې له دې وړاندې یې په بلفاسټ کې د سکاټلنډي ځوانانو یوه لږ بریالۍ ډله جوړه کړې وه. هغه له دې ملاتړ وکړ او د هغه په ملاتړ سره یې کمېټې ته لار ومونده. نوموړې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۱۱ زکال کې د ایرلنډي جمهوري غوښتونکو د ورورولۍ د ډلې (Irish Republican Brotherhood) په لاریون کې د وینا له امله بندي شوه، په دغه لاریون کې ۳۰ زره کسان راغونډ شوي و چې ایرلنډ ته د پنځم جورج د سفر په اعتراض جوړ شوی و. د دغه لاریون پر مهال مارکیوېچ یو لړ اعلامیې خپرې او لوی بنرونه یې نصب کړل، په دغو بنرونو کې لیکل شوي وو چې «زما خوږ وطنه لا فتح شوی نه یې»؛ هغې د بریتانیا د پاچا او ملکې انځورونه په ډبرو وویشتل او هڅه یې وکړه د بریتانیا هغه لوی بیرغ ته هم اور واچوي چې له لینسټر ماڼۍ څخه راوړل شوی و؛ دا په دغه چاره کې بریالۍ شوه، خو وروسته له هغه چې وه یې لیدل جیمز مک آرډل د دغې پېښې له امله یو میاشت بندي کړای شو محکمې ته ولاړه او شهادت یې ورکړ چې دا د دې حادثې مسئوله ده، خو له دې سره هم ارډل خوشی نه شو. د هغې ملګرې هلنا مولوني د ډبرو په ویشتو کې د ونډې لرلو له امله ونیول شوه او په ایرلنډ کې لومړنۍ هغه مېرمن شوه چې د لنډ لیګ د نجونو د ډلې له محاکمې وروسته د سیاسي چارو له امله محاکمه او بندي شوه. [۵][۶]

مارکیوېچ د جیمز کانولی د ایرلنډي وګړو له سوسیالېستي پوځ سره مل شوه، هغه دواطلبه پوځ چې د ۱۹۱۳ زکال پر مهال د پولیسو پر وړاندې له لاریون کوونکو کارګرانو څخه د ملاتړ په موخه جوړ شوی و. مارکیوېچ د لیبرټي حال په تکهویانو کې د کچالانو د پوست کولو په موخه یو شمېر دواطلبه کسان وګمارل په داسې حال کې چې خپله یې له نورو سره د خوړو د ویش په برخه کې کار کاوه. مارکیوېچ اړ شوه پور واخلي او خپل جواهرات وپلوري. همدغه کال یې یو پخلنځی جوړ کړ څو بې وزله ماشومانو ته وړیا خواړه ورکړي او هغوی وکولای شي ښوونځي ته ولاړ شي.

د دغه پخلنځي د مخته وړو پر مهال هغې په « Bean na h-Éireann» مجله کې ښځو ته مشوره ورکړه چې: «لنډې لمنې او کلکې موزې واغوندي، خپل جواهرات په بانک کې واچوي او یوه څرخي تفنګچه وپېري». [۷]

کورنی ژوند[سمول]

د کنسټنس مېړه، کازیمیر مارکیوېچ په پاریس کې د کنټ مارکیوېچ په نوم پېژندل کېده چې هغه مهال د کنټ لقب په پولنډ کې بډایه ځمکه لرونکو ته کارول کېده. هغه مهال چې ګور – بوث (کنسټنس) کورنۍ د دغه لقب د اعتبار اړوند پوښتنه وکړه دوی ته د روسیې د استخباراتو د غړي پیوټر راچکوفسکي له لارې اطلاع ورکړل شوه چې هغه دغه لقب ځانته له کوم «حق پرته» ټاکلی او هېڅکله هم په پولنډ کې «کنټ مارکیوېچ» شتون نه دی لرلی. ورته مهال د سن پترزبورګ د نسب پوهنې ادارې وویل چې هغه کولای شي ادعا وکړي چې یو له اشرافیانو څخه دی. مارکیوېچ د ۱۹۰۰ زکال د سپټمبر په ۲۹مه نېټه په لندن کې واده وکړ او د ۱۹۰۱ زکال په نومبر میاشت کې یې په لیسډل کې د میوي په نامه یوه لور هم وزیږېده. [۸][۹]

د مارکیوېچ مېړه په ۱۹۱۳ زکال کې بېرته اوکراین ته وګرځېد او بیا هېڅکله هم ایرلنډ ته رانغی. له دې سره هم دوی دواړو په منظم ډول له یو بل سره لیکونه تبادله کول او د مړینې پر مهال یې په خوا کې و.

مړینه[سمول]

مارکیوېچ د ۱۹۲۷ زکال د جولای په ۱۵مه نېټه د ۵۹ کلونو په عمر د اپندېکس له دوه پېچلو او خطرناکو عملیاتو وروسته وړاندې له دې چې انتي بیوټیک ورته تزریق شي مړه شوه. هغې خپله پاتې شتمني بېوزلو ته وبخښله او د عامه بې وزلو ناروغانو په وارډ کې مړه شوه «چېرې چې دې خپله غوښتل مړه شي». د دې له درملنه کوونکو ډاکټرانو څخه یوه یې هم انقلابي همکاره کاتلین لېن وه. د مړینې پر مهال یې د کټ په چاپېر کې کایزیمیر او ستانیسلاس مارکیوېچ، ایمون ډي والرا او هانا شیهي سکفینګټون شتون درلود. هغې وصیت کړی و چې جنازه به یې د آزاد ایالت د دولت له خوا نه کېږي او له همدې امله یې د هغه مړی په روټونډا کې کېښود چېرې چې هغې خپلې ډېری سیاسي ویناوې کړې وې. د دوبلین په زرګونو تنو هغو کسانو چې له دې سره یې مینه لرله د اوکانل واټ څخه تر پارنل میدان پورې کتار کتار ودرېدل څو د هغې مړي ته د درناوي مراسم ترسره کړي. د هغې د تدفین د مراسمو پیلېدو څلور ساعته وخت ونیو چې له روټونډا څخه پیل او د ګلاسنوین هدیرې تر دروازو پورې یې دوام وموند. ایمون ډي والرا د هغې په قبر په داسې حال کې وینا وکړه، چې د ازاد ایالت سرتېري ولاړ وو څو د هغې د درناوي لپاره د ټوپک له ډزو مخه ونیسي ځکه چې مایکل کولینز دغه چاره «د یو مړ شوي انقلابي پر قبر تر ټولو غوره وینا بلله». [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. (په 29 June 1917 باندې). [{{{url}}} Sligo and Madame Markievicz].
  2. British National Archives WO 35/211
  3. "Countess Markievicz—'The Rebel Countess'" (PDF). Irish Labour History Society. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۱۸ اپرېل ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Marecco, Anne (1967). The Rebel Countess. Weidenfeld & Nicolson. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Townshend, Charles (2006). Easter 1916: The Irish Rebellion. London: Penguin Books. مخونه 21–2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-190276-0. خونديځ د اصلي څخه ۲۹ جولای ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Ward, Margaret (1983). Unmanageable Revolutionaries: Women and Irish Nationalism. London: Pluto Press. مخونه 78. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-86104-700-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Sigillito, Gina (2007). The Daughters of Maeve: 50 Irish Women Who Changed World. New York: Kensington Publishing Corp. مخونه 87. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8065-3609-5. خونديځ د اصلي څخه ۲۹ جولای ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Arrington, Lauren (2015). Revolutionary Lives: Constance and Casimir Markievicz. Princeton, NJ: Princeton University Press. مخونه 21–2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4008-7418-7. خونديځ د اصلي څخه ۲۹ جولای ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "Constance Georgine Gore-Booth". The Lissadell Estate. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ نومبر ۲۰۰۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Depuis, Nicola (2009). Mná Na HÉireann: Women who Shaped Ireland. Cork: Mercier Press Ltd. مخونه 171. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85635-645-9. خونديځ د اصلي څخه ۲۹ جولای ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Levenson, Leah; Natterstad, Jerry H. (1989). Hanna Sheehy-Skeffington: Irish Feminist. New York: Syracuse University Press. مخونه 452. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8156-2480-6. خونديځ د اصلي څخه ۲۹ جولای ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. (په 15 July 1927 باندې). [{{{url}}} Death of Madame Marcievicz].
  13. Depuis, Nicola (2009). Mná Na HÉireann: Women who Shaped Ireland. Cork: Mercier Press Ltd. مخونه 171. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85635-645-9. خونديځ د اصلي څخه ۲۹ جولای ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. (په 18 July 1927 باندې). [{{{url}}} The Late Madame Marcievicz: An Impressive Funeral].
  15. Ratcliffe, Susan (2001). People on People: The Oxford Dictionary of Biographical Quotations. Oxford: Oxford University Press. مخونه 235. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-866261-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)