Jump to content

کمرې تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کمرې (د انځور اخيستلو د وسيلې) تاريخ ان د عکاسۍ (فوټوګرافۍ،انځور اخيستل) له معرفي کېدو هم مخکې پيل شوی. کمرې، د انځور اخيستلو د تياره خونې له کمرې څخه د فوټوګرافۍ د ټيکنالوژۍ د ګڼو نسلونو – ډيګويريوټايپس، کيلوټايپس، ډرايي پليټس، فلم – تېرې شوي او تر اوسنيو عصري ډيجيټلي کمرو او کمره لرونکو تليفونونو پورې يې تدريجي تکامل کړی.

د تياره خونې کمره (له اولسمې پېړۍ مخکې)

[سمول]

د تياره خونې کمره، کومه چې د انځور اخيستلو د کمرې يوه پيلامه وه، يوه طبيعي بصرٍي ښکارنده ده، چې د لاتيني ژبې د ژباړې يعنې "توره کوټه" په تعقيب دا نوم ورکړل شوی. د انځور اخيستلو دا کمره د يو سکرين (پردې) يا دېوال له بل اړخ څخه د يوې صحنې سرچپه انځور (له چپ اړخ څخه ښي اړخ او له پورته څخه ښکته لور ته) د يو کوچني سوري (دريځه) څخه په مخالفه سطحه اچوي. د دې اصل ابتدايي مستنده تشريح د هان چينايي فيلسوف «موزي» (تقريباً 470 څخه تر 391 مخزېږديز کال) له خوا منځ ته راغلې ده، چا چې په سمه توګه استدلال کړی، چې د تياره خونې د کمرې د انځور د سرچپه کېدلو لامل له خپلې سرچينې څخه په مسقتيمو ليکو کې د رڼا د سفر پايله ده.

د 1550ز په شا اوخوا کې، په تياره خونو کې د دېوالونو د پرانيستو برخو يا حاشدارو په پردو کې د انځورونو د اچولو لپاره لينزونه (عدسې) استعمالېدل، چې د انځور په ايستلو کې به يې مرسته کوله. د اولسمې پېړۍ تر وروستيو پورې، د وړل کېدو وړ تياره خونو کمرو د وسيلو استعمال پيل شو، چې دا به د خيمو يا بکسونو په بڼه وې.

د دې لومړيو کمرو په مټ جوړ شوي انځورونه يوازې په لاس د دې انځورونو په رسمولو سره خوندي کېدای شول، ځکه چې تر هغه مهال د انځور ايستنې پروسې نه وې اختراع شوې. لومړۍ کمرې له يو څخه زياتو خلکو ته د ځای ورکولو لپاره ډېرې لويې وې، او د وخت په تېرېدو سره دا کمرې په کوچنيو بدلې شوې. د «Niépce» تر وخت پورې، د انځور اخيستلو وړ د تياره خونې کمرې په پراخه کچه د لاس رسي وړ وې، چې دا کمرې د بکس په بڼه وې او له يو ځایه بل ځای ته وړل کېدای شوې. «يوهان زهان» په 1685ز کال کې د انځور اخيستلو لپاره د لومړۍ کوچنۍ او د لېږدېدو وړ کمرې تصور وړاندې کړ، خو دې چارې نږدې يو سل او پنځوس کاله وخت واخيست، چې دا ډول يو استعمال ممکن شي.

ابن الهيثم (شا اوخوا 965-1040 ز)، څوک چې يو عرب فیزيک پوه و او د الحازن په نوم هم پېژندل کېږي، د تياره خونې د کمرې په پوهاوي کې د پام وړ ونډه لري، چا چې د يو کوچني سوري لرونکې تياره خونه کې په رڼا تجربې کړې وې. هغه ته عموماً د «پينهول» کمرې (ساده کمره چې لينز نه لري) د اختراع امتياز ورکول کېږي. هغه همدا راز په لومړي ځل د تياره خونې د کمرې سم تحليل چمتو کړی، او د دې ښکارندې لومړي هندسي او مقداري تشريحات يې وړاندې کړې و، نوموړی لومړی هغه څوک و چې په يوه تياره خونه کې يې له يوې پردې (سکرين) څخه ګټه اخيستې وه، تر څو د خونې په بام کې له يو سوري (دريڅه) څخه انځور وړاندې کړي. هغه د مرکزي نقطې او د کوچني سوري تر منځ د اړيکې پېژندونکی لومړی شخص هم و، او د انځور د پاتې کېدو د ابتدايي تجربو مخکښ هم و.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

پر بصرياتو د ابن الهيثم کار، د لاتيني ژباړو له لارې جريان پيدا کړ، او د «ويټلو، جان پيکم، راجز بيکن، ليونارډو ډاونچي، رينه ډيکارټس»، او «يوهانس کيپلر» په څېر مهمو اشخاصو اغېز کې يې مهمه ونډه درلوده. لږ تر لږه د 1550ز کال راهيسې د تياره خونې کمره د انځور اخيستلو د وسيلې په توګه کارېده. تر اولسمې پېړۍ پورې، د دې وسيلو د لېږدېدو وړ (له يو ځای بل ته وړل کېدونکې) بڼې په خيمو او بکسونو کې وې، او په عام ډول د انځورګرۍ د موخو لپاره کارول کېدې.[۸][۹]

د انځور اخيستلو ابتدايي کمره (اتلسمه-نولسمه پېړۍ)

[سمول]

د انځور اخيستلو د کمرې له جوړېدو مخکې، له سلګونو کالونو راهيسې دا معلومه وه چې يو شمېر مواد، لکه «سلور سالټس»، د لمر د رڼا په لګېدو سره تور رنګ اخلي. د تجربو په يوه لړۍ کې چې په 1727ز کال کې خپرې شوې وې، الماني ساينسپوه «يوهان هينرک شولز» د ازموينې پايله کې روښانه کړه چې د «سالټس» د تورېدو لامل يوازې رڼا وه، تودوخې يا هوا ته له ښکاره کېدو يې اغېز نه و اخيستی. سويډني کيمياپوه «کارل ويلهيلم شيل» په 1777ز کال کې روښانه کړه چې په ځانګړي ډول «سيلور کلورايډ» رڼا ته په ښکاره کېدو سره د تورېدو لپاره ډېر حساس دي، او کله چې تور شي؛ بيا په «امونيا» محلول کې د حل کېدو وړ نه وي. لومړی هغه څوک چې د انځور د جوړولو لپاره يې دا کيميا وکاروله «تاماس ويج ووډ» و. د انځورونو د جوړولو لپاره، «ويج ووډ» د پاڼو او د خزنده ګانو د وزرو په څېر توکي په «سيلور نايټريټ» پوښل شوي د خټو په لوښو کېښودل، او دا هر څه يې بيا رڼا ته ښکاره کړل. دا انځورونه دايمي نه و، ځکه چې «ويج ووډ» د تثبيت ميکانيزم نه و پلی کړی. بالاخره هغه په خپله دې موخه کې ناکام شو چې د دې پروسې په کارولو سره، د تياره خونې د کمرې په واسطه ثابت انځورونه جوړ کړي. [۱۰][۱۱]

د يوې کمرې د انځور لومړی دايمي انځور په 1826ز کال کې د «جوزف نايسيفور نيپچی» له خوا په پاريس کې د روک لرونکي لرګين بکس د کمرې په کارولو سره اخيستل شوی و، کومه کمره چې «چارلس» او «ونسنټ شواليه» په پاريس کې جوړه کړې وه. «نيپچی» له 1816ز کال راهيسې د تياره خونې د کمرې د انځورونو د جوړولو د طريقو په مرسته تجربې کولې. هغه انځور اخيستنه چې «نيپچی» پکې بريالي شو، د هغه له حاشدارې څخه يو منظر ښيي. دا انځور په «مفرغ» (د قلعي او مسو ترکيب) باندې چې په «بيټومين» پوښل شوی و، اته ساعته اېښودل شوی او بيا جوړ شوی و. «نيپچی» خپل دې کار ته د هيلوګرافي نوم ورکړ. «نيپچی» د مخترع «لويس ژاک مينډی ډايګر» سره د ليکونو اړيکه درلوده، او دواړه په يو شراکت کې سره داخل شول، تر څو دې هيلوګرافيکي پروسې ته وده ورکړي. «نيپچی» له نورو کيمياوي موادو سره نورې تجربې هم وکړې، تر څو په خپل هيلوګراف کې د انځور د روڼتيا تناسب ښه کړي. «ډايګر» د انځور اخيستلو د يوې پرمختللې تياره خونې د کمري په ډيزاين کې مرسته وکړه، خو دا شراکت هغه مهال پای ته ورسېد، کله چې «نيپچی» په 1833ز کال کې مړ شو. «ډايګر» د لوړ بصري تناسب او ډېر روښانه انځور په جوړولو کې بريالی شو، په دې ډول چې دا انځور يې په «سيلور ايوډايډ» موادو پوښلي يو قاب کېښود، او دا قاب يې بيا د سيمابو بخار ته کېښود. تر 1837ز کال پورې، هغه توانيدلی و چې د يو عام «سالټ» محلول (مالګين محلول) په مرسته انځورونه ثابت کړي. نوموړي دې پروسې ته «ډيګوريټايپ» نوم ورکړ، او په برياليتوب سره يې هڅه وکړه چې په دوه کلونو کې دې ته سوداګريزه بڼه ورکړي. بالاخره، د ساينسپوه او سياستوال «François Arago» په مرسته، د فرانسې حکومت دا حق تر لاسه کړ چې د «ډايګر» پروسه د عامو خلکو لپاره خپره کړي. د دې په بدل کې، «ډايګر» او همدا راز د «نيپچی» زوی «اسيډور» ته مالي مرستې ورکړل شوې.[۱۲]

په 1830ز لسيزه کې، انګلستانی ساينسپوه «وليم هنري فاکس ټالبوټ» په خپلواک ډول يوه داسې پروسه اختراع کړه، چې وکولای شي د کمرې انځورونه واخلي، او دا چاره يې د «سيلور سالټس» په استعمال تر سره کوله. که څه هم له دې امله له ناهيلۍ سره مخ شوی و چې «ډايګر» د فوټوګرافي د اعلان له امله هغه ته ماتې ورکړې ده، نوموړي د 1839ز کال د جنورۍ په يو دېرشه نېټه د «د فوټوجينيک انځورګرۍ د هنر ځينې روايتونه» په نامه، شاهي انسټيټيوټ ته يوه رساله وسپارله، کومه چې د فوټوګرافۍ د تشریح په اړه لومړۍ خپرونه وه. په دوه کلونو کې، «ټالبوټ» په کاغذ د انځور جوړولو لپاره دوه پړاويزه پروسه جوړه کړه، چې نوموړي د «کيلوټايپ» نوم ورکړ. «کيلوټايپ» پروسه د منفي چاپ (په عکاسۍ کې Negative هغه چاپ شوی انځور دی چې د انځور روښانه برخه تياره او تياره برخه يې روښانه ښيي، او له هغې وروسته د چاپ د پروسې دويم پړاو کې دا چاره برعکس کېږي) د استعمال څخه د ګټې اخيستنې لومړۍ پروسه وه، کومه چې په بيا توليدي پروسه کې ټول ارزښتونه سرچپه کوي ـ يعنې تور سپین ښيي او د دې په عکس. منفي چاپ په اصولو کې، د اصلي منفي څخه د بې شمېره مثبتو چاپونو (په عکاسۍ کې مثبت چاپ د انځور وروستۍ بڼه ده) سره مرسته کوي. د «کيلوټايپ» پروسې همدا راز يو چاپونکي ته دا وړتيا هم ورکړه، چې د منفي چاپ د اصلاح له لارې انځور بدل کړي. «کيلوټايپ» کله هم دومره مشهور او پراخه نه و خپور شوی، لکه «ډيګوريټايپ»، بنسټيز لامل يې دا حقيقت و چې «ډيګيوريټايپ» روښانه انځورونه توليدول. په هر حال، «ډيګيوريټايپ» يوازې نېغ په نېغه مثبت چاپ (مثبت يا Positive چاپ د انځور وروستۍ بڼه ده) توليدولو، له هغې څخه نورې نسخې نه جوړېدې. دا دوه پړاويزه منفي/مثبته پروسه ده چې د عصري انځور اخيستنې لپاره يې بنسټ کېښود.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې

[سمول]
  1. Plott, John C. (1984). Global History of Philosophy: The Period of scholasticism (part one). Motilal Banarsidass Publ. p. 460. ISBN 978-0-89581-678-8.
  2. Belbachir, Ahmed Nabil (2010). Smart Cameras. Springer Science & Business Media. ISBN 978-1-4419-0953-4. The invention of the camera can be traced back to the 10th century when the Arab scientist Al-Hasan Ibn al-Haytham alias Alhacen provided the first clear description and correct analysis of the (human) vision process. Although the effects of single light passing through the pinhole have already been described by the Chinese Mozi (Lat. Micius) (5th century B), the Greek Aristotle (4th century BC), and the Arab
  3. Plott, John C. (1984). Global History of Philosophy: The Period of scholasticism (part one). Motilal Banarsidass Publ. p. 460. ISBN 978-0-89581-678-8. According to Nazir Ahmed if only Ibn-Haitham's fellow-workers and students had been as alert as he, they might even have invented the art of photography since al-Haytham's experiments with convex and concave mirrors and his invention of the "pinhole camera" whereby the inverted image of a candle-flame is projected were among his many successes in experimentation. One might likewise almost claim that he had anticipated much that the nineteenth century Fechner did in experimentation with after-images.
  4. Wade, Nicholas J.; Finger, Stanley (2001), "The eye as an optical instrument: from camera obscura to Helmholtz's perspective", Perception, 30 (10): 1157–1177, doi:10.1068/p3210, PMID 11721819, S2CID 8185797, The principles of the camera obscura first began to be correctly analysed in the eleventh century, when they were outlined by Ibn al-Haytham.
  5. Needham, Joseph. Science and Civilization in China, vol. IV, part 1: Physics and Physical Technology (PDF). p. 98. خوندي شوی له the original (PDF) on 3 July 2017. بياځلي په 5 September 2016. Alhazen used the camera obscura particularly for observing solar eclipses, as indeed Aristotle is said to have done, and it seems that, like Shen Kua, he had predecessors in its study, since he did not claim it as any new finding of his own. But his treatment of it was competently geometrical and quantitative for the first time.
  6. "Who Invented Camera Obscura?". Photography History Facts. All these scientists experimented with a small hole and light but none of them suggested that a screen is used so an image from one side of a hole on the surface could be projected at the screen on the other. First, one to do so was Alhazen (also known as Ibn al-Haytham) in 11th century.
  7. Needham, Joseph. Science and Civilization in China, vol. IV, part 1: Physics and Physical Technology (PDF). p. 99. خوندي شوی له the original (PDF) on 3 July 2017. بياځلي په 5 September 2016. The genius of Shen Kua's insight into the relation of focal point and pinhole can better be appreciated when we read in Singer that this was first understood in Europe by Leonardo da Vinci (+ 1452 to + 1519), almost five hundred years later. A diagram showing the relation occurs in the Codice Atlantico, Leonardo thought that the lens of the eye reversed the pinhole effect, so that the image did not appear inverted on the retina; though in fact, it does. Actually, the analogy of focal-point and pin-point must have been understood by Ibn al-Haitham, who died just about the time when Shen Ku was born.
  8. Plott, John C. (1984). Global History of Philosophy: The Period of scholasticism (part one). Motilal Banarsidass Publ. p. 460. ISBN 978-0-89581-678-8.
  9. Steadman, P. (2002). Vermeer's camera: uncovering the truth behind the masterpieces. Oxford University Press, USA.
  10. Gustavson, Todd (2009). Camera: a history of photography from daguerreotype to digital. New York: Sterling Publishing Co., Inc. ISBN 978-1-4027-5656-6.
  11. Gernsheim, Helmut (1986). A Concise History of Photography (3 ed.). Mineola, New York: Dover Publications, Inc. ISBN 978-0-486-25128-8.
  12. Gernsheim, Helmut (1986). A Concise History of Photography (3 ed.). Mineola, New York: Dover Publications, Inc. ISBN 978-0-486-25128-8.
  13. Hirsch, Robert (2000). Seizing the Light: A History of Photography. New York: McGraw-Hill Companies, Inc. ISBN 978-0-697-14361-7.
  14. Gustavson, Todd (2009). Camera: a history of photography from daguerreotype to digital. New York: Sterling Publishing Co., Inc. ISBN 978-1-4027-5656-6.
  15. London, Barbara; Upton, John; Kobré, Kenneth; Brill, Betsy (2002). Photography (7 ed.). Upper Saddle River, New Jersey: Prentice Hall. ISBN 978-0-13-028271-2.
  16. Gernsheim, Helmut (1986). A Concise History of Photography (3 ed.). Mineola, New York: Dover Publications, Inc. ISBN 978-0-486-25128-8.