کمبوډیايي کمپاین
کمبوډیایي کمپاین (چې د کمبوډیايي ازادي په نوم هم پېژندل کېږي) هغه یو لړ پوځي عملیات و چې د ۱۹۷۰یمې لسیزې په نیمايي کې د سویلي ویتنام او امریکا متحده ایالتونو له خوا په ختیځه کمبوډیا کې د ویتنام د جګړې او کمبوډیايي کورنۍ جګړې د پراخولو په توګه پر لاره واچول شوه. د ویتنام د جمهوریت د پوځ (ARVN) له خوا د ۱۹۷۰ کال د اپریل له ۲۹مې او جولای ۲۲مې تر منځ او د امریکايي ځواکونو له خوا د مۍ له ۱ او د جون تر ۳۰مې تر منځ ۱۳ عملیات تر سره شول.
د دې کمپاین موخه د کمبوډیا په ختیځه سرحدي سیمو کې د ویتنام د خلکو د پوځ (PAVN) او د وایت کونګ (VC) د اټکلی ۴۰۰۰۰ ځواکونو ماتول و. د کمبوډیا بېطرفی او پوځي کمزورتیا د دې لامل شوه چې خاوره یې د PAVN/VC د ځواکونو لپاره په خوندي ځای بدل شي او له پولې هاخوا د عملیاتو لپاره اډې جوړې کړي. دا چې امریکا د ویتنامي کېدو او وتلو تګلاره نیوله، نو په دې لټه کې شو چې د سویلي ویتنام دولت د پولو څخه د اوښتونکي ګواښ په له منځه وړلو سره ټینګ کړي.
کله چې شهزاده نوروډوم سیهانوک له واک لرې او پر ځای یې امریکا پلوی جنرال لون نول د واک ګدی ته ورسېد، نو د کمبوډیا په حکومت کې دې بدلون دا زمینه برابره کړه چې په ۱۹۷۰ کال کې دا اډې ویجاړې کړي. د سویلي ویتنام او خمر جمهوریت یو لړ عملیاتو ګڼ شمېر ښارونه ونیول، خو د PAVN/VC پوځي او سیاسي رهبري په سختۍ سره ځانونه وژغورل. دا عملیات تر زیاتې کچې پورې د مارچ په ۲۹مه د کامبوج پوځ پر وړاندې د PAVN د برید په ځواب کې وشو، چې له امله یې د کامبوج زیاتره ختیځې سیمې نیولي وي. د متفقینو پوځي عملیاتو و نشو کړای چې د PAVN/VC زیاتره سرتېرې له منځه یوسي یا د هغوی پټ مرکزونه ونیسي، کوم چې د سویلي ویتنام لپاره د مرکزي دفتر (COSVN) په توګه پېژندل کېده، ځکه هغوی یوه میاشت وړاندې له دې ځای څخه وتلي و، خو په کمبوډیا کې نیول شوي مواد د هغوی د بریا د ادعا لامل وګرځېد.
د جګړې مقدمې
[سمول]شالید
[سمول]PAVN د ختیځې کمبوډیا زیاتره نسبتاً بې وګړو سیمې د پتنځایونو په توګه کارولې چې په سویلي ویتنام کې له جګړې وروسته به دلته د استراحت لپاره راتلل او پرته له دې چې برید پرې وشي بېرته به سمبالیدل. د اډو دا سیمې همداشان د PAVN او VC له خوا د وسلو او نورو موادو د زیرمه کولو لپاره کارول کېدې چې د سیهانوک له لارې به په پراخه اندازه سره لېږدول کېدې. د PAVN ځواکونو د کمبوډیا له خاورې څخه د ۱۹۶۳ کال له لومړیو کلونو څخه تګ راتګ پیل کړی و.[۱]
د کامبوډیا بې پلوي لا له پخوا څخه د سویلي ویتنام د ځواکونو له خوا د Ngô Đình Diệm د رژیم د سیاسي-پوځي مخالفو لورو د تعقیب لپاره د ۱۹۵۰مې لسیزې په وروستیو او د ۱۹۶۰مې لسیزې په لومړیو کې تر پښو لاندې شوی و. په ۱۹۶۶ کال کې، د کامبوډیا حاکم شهزاده نوروډوم سیهانوک، چې په سویل ختیځه اسیا کې د کمونیستانو له بریا څخه متقاعد شوی و او د خپل حکومت له راتلونکې څخه یې وېره پیدا کړې وه، د چین د خلکو له جمهوریت سره یې داسې تړون لاسلیک کړ چې د کامبوج په خاوره کې یې د دایمي کمونیستي اډو جوړولو او د تدارکاتو لپاره یې د کمبوډیا د سیهانوکویلي بندر کارولو ته اجازه ورکوله. [۲][۳][۴]
په ۱۹۶۸ کال کې، د کمبوډیا بومي کمونیستي خوځښت، چې د سیهانوک له خوا د سرو خمریانو په نوم پېژندل کېده، د حکومت د را پرځولو لپاره یې په بغاوت پیل وکړ. خو دې ډلې د شمالي ویتنام له خوا ډېر کم د محدودو موادو مرسته تر لاسه کړه (ځکه چې د هانوي حکومت د سینهاوک د را پرځولو لپاره هېڅ زړه نه ښه کاوه، په دې خاطر چې هغوی د دې هېواد له بې پلوي څخه راضي و)، خو هغوی وکولای شول چې خپل ځواکونه په هغو سیمو کې وساتي کوم چې د PAVN/VC د ځواکونو په کنټرول کې و.[۵]
د امریکا حکومت په کمبوډیا کې له دې فعالیتونو څخه خبر و، خو په کامبوډیا کې دننه یې د ښکاره پوځي اقدام له پورته کولو څخه یې په دې خاطر ډډه کوله چې که وکولای شي سیهانوک پر دې متقاعد کړي چې خپل دریځ کې بدلون راولي. د دې کار د تر سره کولو لپاره، ولسمشر لینډون بي جانسون له پولې هاخوا د پټو پېژندونکو عملیاتو جواز چې د مخفي مطالعاتو او مشاهداتو د ډلې له خوا په سرحدي سیمو کې د PAVN/VC د فعالیتونو په اړه د معلوماتو را ټولول و، صادر کړ.[۶][۷]
مینو، کودتا او د شمالي ویتنام تېری
[سمول]له ویتنام سره د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي مرستې د قومندانۍ (MACV) نوي ټاکل شوي قومندان، جنرال کریټون ډبلیو ابرامز، لږ څه وروسته له هغه چې ریچارډ نیکسون د ولسمشرۍ د لوړې مراسم پر ځای کړل، هغه ته سپارښتنه وکړه چې په کمبوډیا کې ځینې اډې په B-52 الوتکو سره بمبار کړي. په لومړي سر کې نیکسون دا خبره و نه منله، خو کله چې PAVN په ۱۹۶۹ کې پر سویلي ویتنام باندې برید وکړ، نو نیکسون له هانوي سره د هغه تر سره شوې هوکړې د تر پښو لاندې کولو له امله سخت په قهر و او د پټ هوايي برید اجازه یې ورکړه. د مینو د عملیاتو لومړنی ماموریت د مارچ په ۱۸مه پیل شو او ۱۴ میاشتې یې دوام وموند، چې تر دې وخت پورې یې ۳۰۰۰ پروازونه کړي و او د کمبوډیا پر ختیځ باندې یې ۱۰۸۰۰۰ ټونه بمونه اچولې و.[۸]
په داسې حال کې چې سیهانوک د ۱۹۷۰ کال په جنوري کې د استراحت لپاره له هېواد څخه بهر فرانسې ته تللی و، نو په ټوله کامبوډیا کې د دولت په ملاتړ د ویتنام ضد لاریونونه تر سره شول. د ناکراریو دوام، د وخت لومړی وزیر/د دفاع وزیر دې ته وهڅاوه تر څو د کمونیستي تدارکاتو پر مخ د سیهانوکویل بندر وتړي او د مارچ په ۱۲مه یې شمالي ویتنام ته التیماتوم ورکړ چې خپل ځواکونه په ۷۲ ساعتونو کې له کامبوډیا نه وباسي. دا چې له کمونیستانو سره د شهزاده اړیکې خړپړ شوې وي نو سخت په قهر و او سمدلاسه یې مسکو او پیکن ته د سفر ترتیبات ونیول تر څو پر هانوي باندې په کامبوډیا کې د خپلو ځواکونو د کنټرول لپاره د فشار راوستلو لپاره د هغوی هوکړه تر لاسه کړي.[۹]
د امریکا د وخت د ملي امنیت سلاکار، هینري کیسینجر په خپلو خاطراتو کې لیکلي دي «مورخین ډېر کم پر یوه سیاستوال باندې رواني فشار مراعاتوي» هغه زیاتوي چې د ۱۹۷۰ کال په لومړیو کې ولسمشر نیکسون احساس کاوه چې سخت محاصره شوی او زړه یې وه چې د هغې نړۍ پر ضد ودریږي چې ده باور کاوه د هغه نسکورولو ته یې پلانونه جوړول. نیکسون ژمنه کړې وه چې د ویتنام جګړه به د ۱۹۶۹ کال د نوامبر تر لومړۍ نېټې پورې پای ته رسوي خو هغه په دې خپله ژمنه کې ماتې وخوړه، په داسې حال کې چې د ۱۹۶۹ کال په مني کې د سنا له خوا د سترې محکمې لپاره د خپلو دوو نوماندانو د ردولو شاهد و. نیکسون د سترې محکمې لپاره د خپلو دوو نوماندانو ردیدل د خپل شخصي سپکاوي په توګه وباله او تل به یې په اړه فکر کاوه. د ۱۹۷۰ کال په فبروري میاشت کې، په لاوس کې پټه جګړه ښکاره شوه، چې د نوموړي زیاتې نارضایتي لامل وګرځېد.[۱۰][۱۱]
کیسینجر په یوه رسنیزه خبرتیا کې په لاوس کې د امریکايانو د وژل کېدو خبره رد کړه، خو دوه ورځې وروسته په ډاګه شوه چې د لاوس په جګړه کې ۲۷ امریکایان وژل شوي دي. په پایله کې د نیکسون عمومي محبوبیت ۱۱ درجې را ټیټ شو او دا کار د دې لامل وګرځېد چې هغه په راتلونکې اوونۍ کې له کیسینجر سره له لیدلو ډډه وکړي. نیکسون هیله من و چې کله کیسینجر د ۱۹۷۰ کال په فبروري میاشت کې په پټه توګه له Lê Đức Thọ سره په پاریس کې ناسته ولري، نو ښايي په خبرواترو کې د پرمختګ لامل شي خو کله چې داسې و نه شو نو سخت ناهیلی شو.[۱۲][۱۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ Isaacs, Arnold; Hardy, Gordon (1987). The Vietnam Experience Pawns of War: Cambodia and Laos. Boston Publishing Company. p. 54. ISBN 9780939526246.
- ↑ Lipsman, Samuel; Doyle, Edward (1983). The Vietnam Experience Fighting for Time. Boston Publishing Company. ISBN 978-0939526079.
- ↑ Military History Institute of Vietnam (2002). Victory in Vietnam: A History of the People's Army of Vietnam, 1954–1975. trans. Pribbenow, Merle. University of Kansas Press. ISBN 0-7006-1175-4.
- ↑ Isaacs, Arnold; Hardy, Gordon (1987). The Vietnam Experience Pawns of War: Cambodia and Laos. Boston Publishing Company. p. 54. ISBN 9780939526246.
- ↑ Deac, Wilfred (1987). Road to the Killing Fields: The Cambodian War of 1970–1975. Texas A&M University Press. ISBN 9781585440542.
- ↑ Military Assistance Command, Vietnam, Command History 1967, Annex F, Saigon, 1968, p. 4.
- ↑ Lipsman, Samuel; Doyle, Edward (1983). The Vietnam Experience Fighting for Time. Boston Publishing Company. ISBN 978-0939526079.
- ↑ Nalty, Bernard C. Nalty (1997). Air War Over South Vietnam, 1968–1975 (PDF). Air Force History and Museums Program. ISBN 9780160509148.کينډۍ:PD-notice
- ↑ Nalty, Bernard C. Nalty (1997). Air War Over South Vietnam, 1968–1975 (PDF). Air Force History and Museums Program. ISBN 9780160509148.کينډۍ:PD-notice
- ↑ Deac, Wilfred (1987). Road to the Killing Fields: The Cambodian War of 1970–1975. Texas A&M University Press. ISBN 9781585440542.
- ↑ Isaacs, Arnold; Hardy, Gordon (1987). The Vietnam Experience Pawns of War: Cambodia and Laos. Boston Publishing Company. p. 54. ISBN 9780939526246.
- ↑ Karnow, Stanley (1983). Vietnam A History. Viking. ISBN 0140265473.
- ↑ Langguth, A.J. (2000). Our Vietnam The War 1954–1975. Simon & Schuster. ISBN 0743212312.