کمال ناصر اصولي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کمال ناصر اصولي ژوند لیک! ښاغلی کمال ناصر اصولي د ولسي جرګې پخواني وکیل نوروزخان اصولي زوی او په کال ۱۳۵۵ ه ش خوست ولایت کې نړۍ ته سترګې غړولي. ښاغلي اصولي لومړنۍ زده کړې په کال ۱۳۶۲ ه ش د خوست په قبایلو لیسه کې پیل کړې، چې بیا د خپلې کورنۍ سره کابل ته راغی بیا په کال ۱۳۶۷ ه ش کال کې په عبدالهادي داوي لیسه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. او په ۱۳۷۴ ه ش کال کې د یادې لیسې څخه فارع شو ښاغلي اصولي د لوړو زده کړو لپاره د روسیې هېواد اوفا ښار ته لاړ او هلته د ویګو په پوهنتون کې د حقوقو په برخه کې لوړې زده کړې پیل کړې چې په لوړه درجه د یادې پوهنځۍ څخه فارغ شو. وروسته بیا په یاد پوهنتون کې د حقوقو په برخه کې د ماشټرې دوره هم پای ته ورسوله. ښاغلی اصولي د خپلو تجارتي کارونو تر څنګ د ځوانانو د پرمختګونو او دوی ته د زده کړو زمینه سازۍ په برخه کې فغالیتونه پیل کړل، ښاغلي اصولي په کلتوري برخه کې وروسته ندی پاتې د کلتور د ودې په برخه کې یې پروګرامونه جوړ کړي دي. داچې ښاغلي اصولي صاحب د ځوانانو د منسجمه کېدو او همدا راز د کلتور د ودې په برخه کې د قومونو د یووالي په برخه کې ښه وځلېد. بیا په ۱۳۸۹ ه ش کال کې د ولسي جرګې د ۱۶ دورې لپاره نوماند شو چې د ؤلس په زیاتو رایو جرګې ته راغی او په همدې کال د یادې جرګې د ریاست لپاره هم کاندید ؤ. ښاغلی اصولي صاحب د ۱۳۹۰ ه ش کال څخه بیا تردې مهاله د ولسي جرګې د دیني،کلتوري،حج اوقاف ،لوړو زده کړو او د پوهنې کمسیون رئیس ؤ همدا راز اصولي صاحب د نړۍ ډېر شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي دي ، چې د سفرونو موخه یې د افغانستان ځوانانو ته د لوړو زده کړو د مرستو را جلبول،همداراز د سولې،کلتوري او د هېواد په اړه یې مهېمو سیمینارونو کې شرکت کړی. جناب اصولي صاحب د ښو کړنو او د ښه استازیتوب په ویاړ یې غوره ستاینلیکونه ، مډالونه او ایوارډونه تر لاسه کړي دي. همداراز په ۱۳۹۷ ه ش کال کې یې د دنیا نړیوال پوهنتون او صفوان مدني سازمان څخه د صلح سفیر مډال تر لاسه کړ. همدا ډول جناب اصولي صاحب د هېواد او نړۍ په کچه مخکښ استازی دی چې مبارزه یې د ملي ګتو څخه په دفاع ثابته کړي. ښاغلی اصولي هره ورځ له سلګونه افغانانو سره د ددوی پر ستونځو لیدنې لري همداراز ښاغلی اصولي د خوست د پراختیایي پروژو په پلي کولو کې ډېره بارزه ونډه لري چې د ددې پروژو د پلي کیدو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی. ښاغلي اصولي یو شمېر ځوانان د لوړو زده کړو لپاره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته لیږلي، چې خوشبختانه دا مهال په لوړو بستونو کار کوي. همداراز د هېواد په مختلفو وزارتونو ، ریاستونو او لویو مؤسسو کې یې ځوانانو ته د کار موندنې په برخه کې هم ونډه لرلي. اصولي صاحب واده لري چې خوشبختانه شپږ اولادونه لري دوه زامن او څلور لورګانې لري ، پاتې د نه وي چې اصولي صاحب بیا هم د ۱۳۹۸ ه ش کال د ولسي جرګې د ۱۷ دورې لپاره بیا هم ځان نوماند کړ چې بیا هم د خوست مېشتو په اکثریت رایو دغې جرګې ته لار پیداکړه او فعلآ په نوموړي جرګه کې د خوست نجیب ؤلس استازی دی. او د اصولي صاحب د اوږد او صحت مند ژوند په هیله!