Jump to content

کلی اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اقتصاد ‍‍په دوه ډوله دي

[سمول]

1. کلی اقتصاد      (Macro Economic)

2.   جزوي اقتصاد (Micro Economic)     


کلی اقتصاد:- اقتصادی فعالیتونه د کل په حیث مطالعه کوی یا کلی اقتصاد د مجموعو سره سر او کار لری یعنی د یو هیواد د وګړو د کل په توګه تر مطالعی لاندی نیسی نه د یوي کورنۍ په شکل.

او د اقتصاد دا رشته دیونانی کلیمي له (Vapko) څخه اخستل شوی چه د لوی معنی ورکوی.

R.G.D. Aller یو عالم ؤ هغه وویل چی کلی اقتصاد مجموعی مطالعه کوی لکه مجموعی تولید، ملی عاید او داسي نور.

او بل عالمی چی K.E.Bullding نومیده هغه وویل چه کلی اقتصاد د لویو اقتصادی مجموعو سره سر او کار لري.

Main issues of Macro Economics

د کلی اقتصاد د څیړڼي اساسی موضوعات

Determining level of national income and employment                  

1.    د ملی عاید او استخدام سطحی مشخص کول.

د ملی عاید او استخدام سطحی د لوړولو عموه علت څه دی ول د دولت عواید لوړیږی او کمیږی دغه مسایل په کلی اقتصاد کی څیړل کیږي.

د لومړی ځل لپاره په ملی عاید او استخدام کی سطحه کی داکتر کینز یو کتاب لیکلی دی. دا کتاب د (General theory of Employment interest and money) د پیسو سود او استخدام عمومی تیوری نومیده.

کینز د استخدام سطحی د لوړیدو په هکله د دوه مشخصو لاندینی شکلونو څیړي.

چی مجموعی عرضه او تقاضا وه. ده وویل کله چی مجموعی عرضه او مجموعی تقاضا سره مساوی شی نو دغه حالت کی استخدام سطحه لوړه وي.

1-   Aggregate Demand – (C + I + G)

2-   Aggregate Supply  –  (C + S + T)

I = S

C + I = C + S


-      د قیمتونو د سطحی مشخص کول  (Level of Price)  

د کلی اقتصاد دوهم اساسی موضوع د قیمتونو د سطحی مشخص کول او د دوی تاثیرات په عامو خلکو او تصدیو څه دی.

د قیمتونو د لوړیدو یو اساسی علت د پیسود مقدار زیاتوالی یا انفلاسیون دی. کله چی یو ملک د خپل تمویل لپاره بله لاره ونلری نو مجبور دی چی پیسی زیاتی نشر کړي.

نو پدی اساس خپل مصارف پوره کوی. دا د قیمتونو زیاتوالی په عام خلکو ډیر تاثیرات لري.

اوبلمقابل د قیمتونو کموالی مولدینو (تصدیو) ته په نقص تمامیږی. او د هیواد  په اقتصاد منفی تاثیرات لري. مولدینی (تصدی) تولید نکوی، د تولید اندازه کمیږي، استخدام سطحه کی هم کموالی راځی او ملک د اقتصادی بحران سره مخامخ کیږی.

3-   اقتصادی وده (Economics Growth)    




کلی اقتصاد د یو ملک د اقتصادی وضع څیړی چی د ملک د اقتصادی پرمختک او وروسته پاتیوالی علتونه څه دي.

د ملی عاید په ټيټوالی د فقر دایروی جریان رامنځ ته کیږی. ځکه پدغو هیوادونو کی پسی کمه ده. د پسی د کموالي له وجی پانګه اچونه هم کمیږي.

نو د پانګی اندازه هم لږه ده د تولید اندازه

هم کموالی کوی.

څرنګه چی ملی عاید د تولیداتو څخه ټاکل کیږي نو ملی عاید هم کمه وي.



4-    کارو باری دورانونه   Business Cycle

دا د اقتصاد اساسی موضوع ده او هدف یی دا دی چی اقتصاد وده کله پورته (صعود) او کله نزول کوي.

کلی اقتصاد هم دا څیړي چه ولی پورته همیشه پاتی کیدای نشی او ولی نزول کوی علتونه یی څه دی.

کله چی تولید، ملی عاید او استخدام سطحه خپل اوج ته ورسیږي پدغه حالت کی عرضه کوونکي او تقاضا کوونکي زیات وي. چی د ګرم بازار حالت یا ((Boom حالت په نوم یادیږي دغه حالت استمرار نکوی او نزول کوی چی دی حالت ته (Recession) وایی او اخر دغه حالت نزول حالت اختیاروی چه په هغه کی تولید او استخدام کمیږي.

او په بازار کی عرضه کوونکي او تقاضا کوونکي کم وي دغه حالت ته (Trough) وایی او دغه حالت بیا صعود حالت اختیاروی چه دغه حالت ته (Recover) وایی. او بیا ((Boom حالت ته ځی.


5-     نړیوال تجارت   International Trade

کلی اقتصاد پدی بحث کوی چه هیوادونه ولی غواړی چی پخپل منځ کی تجارتی اړیکی ټینګي کړي ګټی او تاوانونه یی څه دي او دا اړیکی ضروری دي یا نه.

علت دادی چی بعضی هیوادونه نشی کولای هر څه پخپله تولید کړي. کیدای شی چه خام مواد او یا کار کوونکي یي تخصص په مربوطه کار کی ونلري.

نو د همدی دلیل له وجی ده چه ممالک پخپل منځ کی سره تجارتی اړیکي لري.

6-   په ملي عاید که سهم Income shares from national income    

مطلب دادی چه په مختلفو نظامونو کی د ملی عاید ترکیب او څه ډول ویشل کیږي.


7- وزګارتیا  Unemployment  

دی موضوع کی پدی بحث کیږی چی په پرمختیایی هیوادونو کی دغه وزګارتیا د کم ځایه سرچینه اخلی، کلی اقتصاد د دی ازګاریتا عوامل څیړي. کم تدابیر او پالیسي څخه کار واخستل شي ترڅو وزګارتیا له منځه لاړ شی.

د پرمختیایی هیوادونو اصلی د تولید منبعی زراعت دی او د دوي د وزګارتیا څخه علاوه پته وزګارتیا هم زیاته ده.

د کلی اقتصاد د بحث موضوغ  دا ده چه څرنګه وزګارتیا له منځه یوسی او بلاخره د هیواد د اقتصادی پرمختګ سبب شي.


8-   د کلی اقتصاد پالیسی Macro Economics Policies 

د هیواد په سطحه پالیسی څیړی لکه مالیاتی پالیسی، پولی پالیسی او داسی نور.

که دا پالیسی ښه وي نو د ملک په اقتصادی پرمختک کی مهم رول لري او که دا پالیسی ښه نوي نو ملک به د اقتصادی بحران سره مخامخ کړي.

لکه د مالیاتو په برخه کی یعنی د مالیاتو لپاره دولت څنګه ترتیبات ونیسی یا مالیات زیات واخلی او یا کم.

که چیري مالیات زیات واخلی کیدای شی مولدین متضرره شی، او که مالیات کم واخلی نو د دولت بودیجه به کی د کسر سره مخ شي. د Tax په وضع کیدو کی باید د مملکت اوضاع په نظر کی ونیول شي، د جمع اوری لاره باید وټاکل شی، د خلکو مصارف او پس انداز باید متاثره نشی.

داسی پالیسی چه مملکت د اقتصادی بحران څخه وباسی.

د پیسو په اړه باید داسی پالیسي وي چي د تادیاتو بیلانس یی په نارمل حالت کی وی لکه د افغانستان افغاني د ډالر په مقابل کی      1:45            1:50




9-  نړیوال اقتصادی سیستم    Global Economic system

د یو ملک اقتصادی وضیعت نړیوال اقتصاد باندی هم تاثیر لري یعنی د هر هیواد اقتصادی نظام د نړیوال اقتصاد یوه برخه ده چی د مشکل په وخت کی هیواد د بحران څخه ژغوری. لکه نړیوال بانک، نړیوال وجهی صندق چه د بحران په وخت کی د کمزوري هیوادونو سره مرسته کوي، یعنی نړیوال اقتصادی سیستم یو هیواد د اقتصادی بحران څخه ژغوری.


د کلی اقتصاد ځینی محدودیتونه

Limitation of Macro Economic

1-   فردی رفاه Welfare of individual    

څرنګه چه کلی اقتصاد مجموعی څیړی نو فرد جز دی. نو فردی رفاه په کلی اقتصاد که نه څیړل کیږي بلکه دا موضوع د جزوی اقتصاد پواسطه څیړل کیږي.


2- ټولی اقتصادی مجموعی مهمي ندي All Aggregate variable are not  important

ټول اقتصادی مجموعی د کلی اقتصاد له نظره مهمي ندي یعنی په اوسط ډول څیړل کیږي لکه په هیواد کی د وزګارو افرادو اندازه که چیری دغه اندازه تقریبا ٪ 50 –٪ 40  پوری هم وي د کلی اقتصاد پواسطه نه څیړل کیږی.

که په یو هیواد کی د مامورینو معاش لوړ شی او د بعضی ثابت پاتی شی مګر کلی اقتصاد دغه ثابت معاش نه څیړی.


3-   د کلی اقتصاد ماډلونه د پر مختللو هیوادونه لپاره مطابقت کوي.

Macro Economic Models are designed to suit developed countries.

دغه تیوری ګانی په پرمختللو هیوادونو کی په اکثریت ډول مطابقت کوی، هدف دادی چی کلی اقتصاد د ځنی ماډلونو یو خاص ترکیب لري او څیړی چی ځنی مشکلات چه وجود لری څنګه دغه مشکلات حل کولی شی یعنی د دغی څخه هدف دادی لکه چی کلی اقتصاد ویلی ټول پس اندازونه په کار واچول شی د ملی عاید سطحه لوړیږی.

په پرمختیایی هیوادونو که خلک پس انداز ذخیره کوی.

ملی عاید او د ملی عاید مفاهیم

National income and its concepts

ملی عاید: په یوه کال کی د نهای شویو اجناسو او خدماتو مجموعی پولی ارزښت څخه عبارت دی.


د ملی عاید مفاهیم

نا خالص داخلی تولیدات G.D.P (Gross Domestic Product)

په یوه کال کی د هیواد د سرحداتو په داخل کی د نهای شویو اجناسو او خدماتو مجموعی پول ارزښت څخه عبارت دی.


د G.D.P مشخصات:

1-  د مارکیت عمومی ارزښت G.D.P is total market Value  

یعنی کله چه مونږ د مارکیت څخه خبری کوو د مارکت ارزښت په نظر کی نیسو نه هغه اجناس چه په مارکیت کی موجود دي. یعنی د اجناسو پولی ارزښت په نظر کی نیسو خو دا ارزښت باید په  جاری کال (روان کال) کی دی دا په جی دی پی کی محاسبه کوو.

2-  ټول اجناس او خدمات    All goods and Service   

ټول اجناس او خدمات چه دننه په هیواد کی تولیدیږی دا باید په جی ډی پی کی محاسبه شی خو دا اجناس او خدمات باید په جاری کال کی تولید شوی وی.  


3-  نهای شوي اجناس او خدمات Final Goods and Services

نهای لفظ د ټولو خلکو لپاره یو شان نه دی کله چه اجناس نمیه پروسس شوي وي یا خدمات یی سرته رسیدلی نه وی باید محاسبه نشی تر څو اجناس او خدمات نهای شی نو بیا باید د هغوی مجموعی پولی ارزښت محاسبه شی.




4-  په حاضر وخت تولید شوی اجناس او خدمات

Current Produced goods and services

یعنی د همدغی کال اجناس او خدمات کله چه نهای شی په G.D.P کی محاسبه کیږی او د مخکی کلونو نه محاسبه کیږی لکه تقاعد چه خدمت مخکی ترسره شوی او دا په مخکنیو کلونو کی محاسبه شوی دی.


5-    د هیواد داخل Domestic territory

هغه اجناس او خدمات چی نهای شوی وی او د هیواد په داخل کی وی محاسبه کیږی او که دا باندی وی نه محاسبه کیږی اګر که د هیواد د وګړو پواسطه ترسره شوی وی.


6-  د وخت اندازه یا دوره  Time period

په یو خاص وخت کی باید  دا د نهای شوی اجناسو او خدماتو مجموعی پولی ارزښت محاسبه شی چه دا خاص وخت د کلی اقتصاد له نظره یو کال دی.


د G.D.P اساسی عناصر

1-      د افرادو مصارف Consumption

که د یوی کورنی مصارف په نظر که ونیسو پدی که یو دوامداره مصارفی اجناس یا (Durable Goods) دی چی یو دم نه مصرفیږی او څه وخت لری یعنی د اوږدی مودی لپاره د مصرف وړ دی او بل دا چی دورانی اجناس دی لکه وړه، غوړی .....

ددی څخه مطلب د هیواد د وګړو څومره مصارف چی سرته رسولی دی او دا مصارف په مصرفی اجناسو پوری اړه لری او دا په G.D.P باندی تاثیر لري. هر څومره چی مصرف زیات وی نو G.D.P زیاته ده ځکه عواید زیاتوی او مصرف یی هم زیاتیږی.


2-  پانګه اچونه Investment

د پانګي داسی پکار اچول چی د هغي څخه نوره پانګه ترلاسه شی یا په بل عبارت د کلی اقتصاد له نظره د یوی پانګی داسی پکار اچول چی په ملی عاید (ملی ‌ذخایر) کی زیاتوالی راولی د پانګی اچوني څخه عبارت دی یا په بل عبارت د یوي پانګی تبادله په مادی، غیر مادی او مالی شتمنیو عبارت د پانګه اچوني څخه دی، په G.D.P کی یو بله اساسی عنصر د تصدیو یا افرادو له خوا پانګه اچونه ده چی خپله د تصدیو مصارف دی.


3-   د دولت مصارف Government

د دولت مصارف په G.D.P باندی تاثیرات لري دولت په خاص کال کی په مختلفو ساحو کی مصرف کوی لکه د پرسونل معاش او نو انکشافی پروژو باندی مصرف، د نړیوال ارتباطاتو په اړه دولت مصارف کوي.


4-  خالص صادرات Net Export (X-M)

هغه مصارف چی په صادراتو او هغه مصارف چه په وارداتو کیږی د دوی تر منځ د موازنی څخه G.D.P بحث کوی کله چه صادرات زیات وی G.D.P مثبت وی یعنی د تادیاتو بیلانس یی مثبت او که واردات زیات وی G.D.P منفی ده، یعنی د تادیاتو بیلانس منفی دی.

خصوصا پدی برخه جاری حساب رول لري G.D.P په جاری حساب زیات تاثیر لري او په څلور ډوله دی.

1-  د سوداګری حساب:

پدی کی یوازی د اجناسو صادرات او واردات نهایی پولی ارزښت محاسبه کیږي.

2-  د خدماتو حساب:

پدی کی یواځی د خدماتو صادرات او واردات چی نهایی شوي وي پولی ارزښت محاسبه کیږي.

3-  د پانګی اچونی عواید حساب Investment income (A / C)  

پدی کی د پانګي اچوني څخه لاسته راغلی عواید حسابیږی لکه اسهام اخستل.

4-یو طرفه حساب Unilateral A/C

یو طرفه حساب پولی ارزښت محاسبه کیږي

G.D.P = C + I + G + (x-m)

د تادیاتو بیلانس په دري ډوله دی

1- توازن حالت: د هغه تادیاتو مجموعه چه مونږ ته کیږی او هغه تادیاتو چه مونږ یی کوو سره مساوی وی.

2-  مازات یا تفاضل حالت: چه عواید مو ډیر وي او مصارف مو کم وي دغه حالت ته

د مازات حالت وای.


3-    د کسر حالت: کله چی مونږ تادیات ډیر کړی وي نسبت هغه ته چی مونږ ته یی تادیات کړی وي، دیته د کسر حالت وای.


د G.D.P په اندازه ګیری کی مشکلات Problem in measuring G.D.P

نهای شوی اجناس (Final Goods): ټول اجناس چی تولیدیږی یا سرته رسیږی د ټولو لپاره نهای شکل نلری مثلا لرګی چه د عام خلک د سوځولو لپاره ترینه استفاده کوی یو نهای جنس دی. اما د دغه لرګی چی کله تصدی ته راځی د میز د جوړولو لپاره دا لرګی اوس نهای نه دی ځکه میز لا جوړ شوی نه دی، یا تصدی د دی لرګی څخه ورقی جوړوی. کله چی ورقي جوړي شوي دغه وخت دغه تصدی لپاره نهایی شو.  خو د کتاب لیکونکی ته نهایی ندی ځکه کتاب ندی لیکل شوی.


2- غیر تولیدی فعالیتونه (Non productive Activities)

په G.D.P کی ټول تولیدی فعالیتونه محاسبه کیږی عغنی غیر تولیدی نه محاسبه کیږی.

او غیر تولیدی فعالیتونه دو قمسه دي.


A)  خالص مالی معاملات (Purely Financial Transaction)                        

دا هغه مالی معاملات دي چی پرته د کوم فعالیت څخه په لاست راځی. لکه تحفی او داسی نور چی دا باید په G.D.P کی محاسبه نه شی.

B) استعمال شوی اجناس (Second Hand Items)   

هغه اجناس چی یو ځل استعمال شوی وی او بیا بازار ته وړاندی شی باید په G.D.P کی محاسبه ن شی.

34- نور معاملات (Other Transaction)

هغه معاملات چی د ځان لپاره ترسره کیږی لکه کور جوړول او نور دا اقتصادی     معاملات نه راځی نو په G.D.P کی نه محاسبه کیږی. دا باید محاسبه شی د G.D.P په مشخصاتو کی داسی چی ټول اجناس او خدمات باید په G.D.P کی محاسبه شی. که محاسبه نه شی په G.D.P کی فرق رامنځته کیږی.



4-   خارجی تولیدات (Aboard Production)    

په G.D.P کی یواځی د هیواد د سرحدات په نظر کی نیول کیږی مګر کله کله د هیواد وګړی عواید د هیواد څخه د باندی لاس ته راوړی. دا باید په G.D.P کی محاسبه نه شی. خو کله کله محاسبه کیږی. دغه ملاحظات په پرمختیایی هیوادونو کی ډیر لیدل کیږی.


نا خالص ملی تولیدات   (Gross National Product)             G.N.P

تعریف: د یوه کال په موده کی د هیواد اصلی وګرو پواسطه نهای شویو اجناسو او خدماتو مجموعی پولی ارزښت عبارت د G.N.P څخه دی.

که پدی مفهموم ملی عاید ارایه کوو مقصد د هیواد اصلی وګري دي. او په G.D.P کی بیا د هیواد د سرحداتو په داخل کی که هغه اصلی وګړي وي او که نه محاسبه کیږي.

G.N.P = G.D.P – Income of foreigners taken away from a Country + income Received by a country from aboard.


G.N.P = 140 M

 


1-   پولی اندازه ګیري It is a money Measure       

د دی څخه هدف د G.N.P په واسطه د اجناسو او خدماتو مجموعی پولی ارزښت محاسبه کیږی نه اجناس او خدمات.

2-   نهای شوی اجناس او خدمات (Final godsends Services)  

نوموړی مشخصه یی د G.N.P سره مشترکه ده.

3-په جاری کال کی د تولید ارزښت (Value produce in current year)    

کله چی د ملی عاید څخه خبری کوو همیشه زمونږ هدف جاری کال وی. یعنی په G.N.P کی د جاری کال د اجناسو او خدماتو مجموعی پولی ارزښت محاسبه کوو.


4-It is calculated by summery total Expenditure  

G.N.P د یو ملک د مجموعی عوایدو او مصارفو له مخی سنجول کیږی، یعنی د یو هیواد د مجموعی عوایدو او مصارفو د معلومولو لپاره د G.N.P څخه استفاده کوو.


5- د یو ملت د رفاه اندازه ګیری Measure of a national Welfares     

هدف په یو هیواد کی د ایجاد شویو سهولیتی وسایلو پواسطه څومره اقتصادی فعالیتونو تیزوالی موندلی دی.

6-   د اقتصادی مقایسی لپاره اساس دی

Provide Basis for Economics Corporation

یعنی د یو هیواد د پرمختګ او وروسته والی مقایسه د G.N.P له مخی محاسبه کیږي.

خالص ملی محصول   (Net National Product)   N.N.P 

که چیری د G.N.P څخه استهلاک منفی شی خالص ملی محصول یا N.N.P   لاس ته راځی.

N.N.P = G.N.P - Depreciation

N.N.P = 130 M



ملی عاید د عامل په مصرف (NI at factor cost)     

په یو خاص کال کی د تولید د عواملو په مرسته د لاسته راوړی عوایدو مجموعی څخه عبارت دی. دغه د تولید عوامل په لاندی ډول دی.

Land          Rent                                     

Labor          Wage                  NI

Capital          Interest

Org               Profit

پدی کی ځنی ملاحظات شته هغه دا چی دولت مالیات اخلی او کله کله subsidies ورکوی. نو مالیات کموو او subsidies ورسره جمع کوو نو په لاس راځی.

NI = N.N.P – indirect tax + subsidies

NI = 130 M – 15 M + 5M
N.N.P = 130 M

IT = 15 M

Sub = 5 M

NI = ?

دا هغه مالیات دي چی مالک یی پخپل غاړه نه اخلی بلکه په اجناسو اچول کیږی.

NI = 120 M



شخصی عاید Personal Income (PI)      د هیواد د خلکو پواسطه د خپلو منابعو څخه د لاسته راغلي عوایدو مجموعه ده.

1- اجتماعی تامینات Social Security Contribution : خلک دولت ته د اجتماع یا ټولنی د تاید لپاره څه پیسی ورکوی او هغه د مشخصو عوایدو څخه منفی کیږی.

سهامی شرکتونه هم ګټخ لاسته راوړی خو ټوله ګټه شریکانو ته نه ورکوی، یوه برخه یی د ځان سره ساتی چی د undistributed نه توزیع شوی ګټه ده. دا هم د مشخصو عوایدو څخه کمیږي.

2- دولت د شرکتونو څخه مالیه اخلی (corporate tax) دا هم د شخصی عوایدو څخه کمیږی او پدی کال کی شاید دا شخصی افراد پیسی تقاعد، تحفی یا لاتری کی لاس ته راشی. دغه پیسو ته Transfer Payment  وایی او دا په مشخص عاید کی جمع کیږی. یعنی.

PI = NI – Social Security Contribution – undistributed profit – corporate taxes + Transfer Payment>



تصرفوی عاید Disposable incomes (DI)   

د تصرف وړ عاید هغه عاید دی چی افراد او اشخاص یی د مشخص مالیاتو د ورکولو څخه وروسته لاسته راوړی. دغه عاید کولی شی ذخیره ، پانګه اچونه وکړی، بانک کی کمیږی یا هم شخصی مصرف لپاره استعمالیږي.

DI = PI – Personal tax.


سړی سر عاید Per Capital income (PCI)

کله چی ملی عاید د هیواد په نفوسو تقسیم شی، سړی سر عاید لاسته راځی.

1-      دا د پرمختګ حالت دی ځکه د هیواد د نفوسو په پرتله د سړي سر عاید زیات شوی دی. دلته استخدام لوړ وی تولید ښه صورت نیسی او نور.

2-  دا  راکد یا ولاړ حالت دی او دا هم ښه حالت نه دی ځکه وسایل نه جمع کیږی، څه جی تولیدیږی هغه مصرفیږی.

3-    دا ډیر بد حالت دی پدی حالت کی د وزګاری سطحه لوړیږی، نفوس زیاد او د سړی سر عاید کمیږی.

د ملي عاید د سنجش طریقي

Method of comparison National Income

ملي عاید په دریو طریقو سنجش کیږي.

1-   د تولید (اضافه شوي ارزښت) طریقهValue added or Product method  

2-   د مصرف په طریقه  Expenditure method

3-   د عاید په طریقه  Income method


1-   د تولید (اضافه شوي ارزښت) طریقه Value added or Product method  

پدی طریقه کی یو خاص کال کی د تولید په هره برخه کی اضافه شوی ارزښت سنجول کیږی، مثلا لرګی د ځنګل څخه راوړی په بازار کی یی قیمت 200 افغانی دی کله چی ور څخه میز، چوکی او داسی نور شیان جوړ شی قیمت یی 500 افغانی کیږی او کله چی پرچون فروش ته انتقال شی قیمت به یی 800 افغانیو ته ورسیږی.

د ملی عاید د سنجش پدی طریقه کی ټول اقتصادی فعالیتونه په دری برخو ویشو.

1-   اولیه سکتور  Primary Sector                                       

2-   دویمی (صنعتی) سکتور Industrial (secondary) Sector  

3-   دریمی (خدماتی) سکتور Services Sector                       

د دی طریقي ملاحظات  Precautions of this method

1-    بیا بیا محاسبه کول (Double Accounting)   

کله چی د اضافی ارزښت پر ځای ټول ارزښت بیا بیا محاسبه شی په ملی عیا کی فرق راځی باید اضافی ارزښت محاسبه شی.

2-   په خاص کال کی د ارزښت زیاتوالي (Value Addition in particular year)

یعنی په خاص کال کی اضافه شوی ارزښت محاسبه کیږی د مخکی یا راتلونکی کال اضافه شوی ارزښت نه محاسبه کیږی.

3-   د ذاتی مصرف لپاره تولید (Production for Self Consumption)   

ذاتی مصرف هم باید په ملي عاید کی محاسبه شی. که څوک کور جوړوی بل څه باید په ملی عاید کی محاسبه شی ځکه د دی پواسته ملی عاید زیاتیږي.


د مصرف طریقه Expenditure method

د مصرف په طریقه کی مونږ په اجناسو او خدماتو باندی د فعالیتونو ارزښت سنجوو.

1-   مصرف د افرادو له خو څخه  Consumption Expenditure  

2-   مصرف د تصدی له خوا Investment Expenditure          

3-   مصرف د دولت له خوا Government Expenditure          

4-   خالص صادرات Net Export   (X-M)                            

د دغه مصارفو مجموعه مساوی د مصرف په طریقه د ملی عاید څخه ده.

ملاحظات:

1-    په مستعملو اجناسو مصارف Expenditure on second hand goods

دغه مصارف بیا نه سنجول کیږی ځکه یو ځل مصرف شوی دیږ

2-   په پخوانیو اسهامو مصارف Expenditure on old shares

دا ځکه نه محاسبه کیږی چی دا مالی پانګه اچونه ده، یعنی دا په تیر کال پوری مربوط ده نو په جاری کال کی یی مصارف محاسبه کولی نشو.


3-   انتقالی تادیات Transfer payment     

دا ځکه نه محاسبه کیږی چی د کوم کار یا عمل په نتیجه کی ندی را منځ ته شوی یعنی دا اجناس (Non Productive) دی.


د عاید طریقه Income Approach

پدی طریقه کی د ملی عاید توزیع په نظرکی نیسو او د افرادو له خوا د خپلو منابعو څخه ترلاسه شوی عوایدو مجموعه په نظر کی نیسو. Land             Rent                    

+

د تولید عوامل مختلفی نتیجی لاسته راوړی. Labor            Wage                       

په دی کی د ځمکی کرایه، د مزدور معاش،Capital          Interest                      

د سرمایی سود او د اورګان ګټه محاسبه کیږی.Org               Profit                    


ملاحظات:

1-   غیر قانونی پیسی (Illegal Money)  :-

د عاید په دی طریقه کی د غیر قانونی فعالیت څخه لاسته راغلی پیسی نه محاسبه کیږی لکه قیمار، قاچاق او داسی نور.

2-    غیر متوقع لاست ته راوړنه  Wint fall gains

که یو څوک په لاتری قرعه کشی څخه عواید لاسته راوړی دا نه محاسبه کیږی ځکه (Non Productive) دی.


3-     د مالی شتمنیو د خرڅلاو څخه لاسته راوړن

Receipts from the sale of financial assets

د مالی شتمنیو د خرڅلاو څخه لاسته راغلی عواید باید په ملی عاید کی محاسبه نه شی لکه کور، موټر، ځمکه او داسی نور خرڅول ځکه دا د پخوا څخه موده وه.




د ملي عاید دایروي جریان Circular Flow of National Income  

یعنی د ملی عاید جریان څرنګه خپریږي، لومړی د دی لپاره موډلونه جوړ وو، او په لاندی ډول فرضی ورته ټاکو.

1-  کورنۍ د تولید د عواملو یواځنی مؤلدین دی چی د تولید عوامل تصدی ته وړاندی کوی ځکه د کارقوت، پانګه، اداره او تصدی د دی مقابل کی تادیات د کرایی، معاش، سود او ګټی په ډول.  

2-   تصدی د اجناسو او موادو یواځنی مؤلدین دي.

3-    فرض کوو چی په اقتصاد کی یواځی دوه سکتوره وجود لري چی عبارت دي له  تصدی او کورنۍ چی اجناس او خدمات کورنیو ته ورکوی او کورنۍ په مقابل کی تادیات کوی.

4-   فرض کړو چی تصدی څه عرضه کوی هغه ټول کورنۍ اخلی او په اقتصاد کی هیڅ ذخیره وجود نه لري.

5-   په اقتصاد کی پس انداز او سرمایه ګذاری وجود نه لری پدی معنی چی کورنۍ څه لاسته راوړی هغه ټول مصرفوی.

6-   (G=0) دولت هیڅ ډول مالیات لاس ته نه راوړی او هیڅ ډول Subsidies هم نه ورکوی او نه کوم بل اساسی کار سرته روسوی.

7-   اقتصاد تړلیشکل لری یعنی نړیوال تجارت او اړیکی وجو نلری. نو په دوه سکتوریزه اقتصاد کی د ملی عاید جریات په لاندی ډول دي.

Two Sector Economy

Land, Labor, Capital, Org

تصدی

(Firm)

Rent, Wage, Interest, Profit کورنۍ

(House Hold)

Consumption, Expenditure
Payment, Spending Cost


پولی جریان Money Flow (M.F) : کله چی په یو اقتصاد کی د اجناسو او خدماتو په کاری پیسی عرضه شی دغه جریان د پولی جریان په نوم يادیږي.

حقیقی جریان Real Flow (R.F)  : که چی په یو اقتصاد کی اجناس او خدمات عرضه شی د حقیقی جریان په نوم يادیږي.


په  دري سکتوریز اقتصاد کی د ملی عاید دایروی جریان.Three Sector Economy  

دا پورته داسی جریانونه دي چی پدی کی ټول شیان په مصرف رسیږی او پس انداز هم نشته، خارجی یا نړیوال اړیکی هم وجود نلری. دلته فقط دولت په فعالیت کی دی.